علمي لیکنې(څېړنه) او عمومي لیکنې (درېیمه برخه)

محمد بشیر دودیال

190

د دې مقالې په تېرو برخو کې اکاډمیکه/علمي لیکنه له عمومي/عادي لیکنو تفکیک شوه؛ وویل شول چې: علمی تحقیق یا اکاډمیکه څېړنه( research) هغه ژوره او عالمانه پلټنه ده چی په هغی سره واقعیتونه وموندل شي.د ریسرچ په بشپړېدو سره محقق یا د څېړونکوډله او څېړونکې موسسه د ریسرچ راپور ترتیب او د ټولنې او مسلکی کسانو د مطالعې لپاره یې نشروي. کېدای شي داراپور یو-څو پاڼې او آن داچې یو کتاب وي. دغه ډول لیکنې خپل ځانګړي اصول لري. تېرو برخو کې د څېړونکي د نورو مهارتونو ترڅنګ؛ دا هم وویل شول چې باید څېړونکی د څېړنې راپور د لیکوالي د اصولو مطابق ترتیب کړي. دلیکوالي اصولو کی نه یواځې املا‌‌ء او انشاء، بلکې تنقیط او لیک نښې هم مهمې دي. لیک نښې څه او څو ډوله دي؟

لیک نښې (تنقیط/ Punctuation)

لیک نښو ته تنقیط هم وایې، یعنې د حروفو او جملاتو خوا او منځ کې ټکي اېښودل( نقطه دار) کول. لیک نښې په هر ډول لیکنو کې؛ په تېره بیا د علمی راپورنو لیکلوکې باید رعایت شي. په انګلیسي کې ورته punctuation marks وايي. په اروپایي ژبو کې یې مانا یواځې دا نه ده چې د جملې د لیکلو بهیر کې ځېنو ځایونو کې لازمې نښې او ټکي د مانا د پوره اخیستو لپاره کېښودل شي، بلکې دا یې د ګرامر د اصولو په شان حتمي کړي دي. څوارلس دا ډول نښې شته:

د کرښې د پای ټکی(.) Full point

کله چې جمله یا یوه بشپړه کرښه پای ته رسېږي؛ لکه: زلمی کور ته ورسېد.

همدا شان دا ټکی د مخففاتو او لنډیزونو لپاره هم راځي؛ لکه:

 م.م.، ش.، م. Dr. Prof. Mr.

کامه Comma(،)

بڼه یې د چپه پېښ په شان ده. چې دنده یې د یوې جملې د دوو فقرو، دوو اصطلاحاتو او تورو بېلول دي. جملې ته ساده بڼه ورکوي. د دمه کولو او واضح لوستلو امکان برابروي. د بېلا بېلو لنډو جملو، د پیلېدونکې جملې او همدا راز د معترضه جملو له اصلي یا د جملې له نورو فقرو سره د بېلوالي او د ګډېدونکو (مرکب جوړښت)کلمو او د ارقامو د بېلولو لپاره هم کارول کېږي، لکه: موږ ګوړه، مالګه، چای او خټکي وپېرودل.

د پوښتنې علامه( سوالیه Question mark (؟)

د یوې پوښتنې په پای کې راځي، لکه: کتاب دې ولوست؟

همدارنګه که د کومې پېښې کره نېټه نه وي معلومه یا د چا نوم یا تخلص په شک کې وي، لکه: اسحق حاتمي(خاتمي؟) په زهرو ووژل شو. (دلته لیکوال یا دا دواړه تخلصونه لیدلي، یا یې په دوو بڼو اورېدلي، نو ځکه دغه دوهم حالت ورته شکمن ښکاري.

ځېنې وخت د تعجب لپاره هم کارول کېږي، لکه: ایران کې یو چا د مهدي اخر زمان دعوا کړې ده(!؟). یا ساینسپوهانو دفضایي ناپېژندل شویو موجوداتو(؟) په اړه شک ښودلی دی.

سیمې کولن Semicolon (؛)

هغه ځای چې د کرښې د پای د ټکي ځای او یا د کامې ځای نه وي، بلکې نسبتاً وقفه لرونکي ځنډ ته اړتیا وي. د هغو دوو کلماتو یا جملاتو منځ کې یې لیکو، چی جلا دي، خو یو بل سره تړلي دي، لکه:

کتاب مې وپېرود، زده به یې کړم، آزموینه به تېره شي؛ پایله یې خوشحالوونکې بولم.

کولن، شارحه Colon(:)

ډېره تېروتنه په همدې نښه کې لیدل کېږي. ځېنې دوستان له هر عنوان وروسته شارحه نښه ږدي، حال دا چې دا په هغو حالاتو کې کاروو، چی یو څه په جزئیاتو سره بیانوو، لکه:

بشپړه غذا هغه ده، چې لاندې اجزا ولري :

  • پروتین؛

  • شحم؛

  • قند(کاربوهایدریت)؛

  • ویټامینونه؛

  • منرالونه. له دې ټولو سره اوبه هم ضرور دي.

ندایه یا Exclamation mark (!)

یو چا ته خطاب، څوک مخاطب کول، لکه: وروره! دا لیک راته ولوله.

پوره ډش dash(-)

د کرښو پیل، ځېنې ځایونه سره بېلولو او نورو مواردو کې په کارېږي، لکه:

  • ډېر تود اوړی و…

د نوم او ضمیر د بېلولو لپاره هم راځي.

يادونه: دا نښه زموږ کیبورد کې ډېره نه ده جوته او لیکوالان ډېر پام ورته نه کوي.

نیم ډش hyphen(ـ)

د دې نښې د کارولو موارد ډېر دي او ضرور هم دي، لکه: راډیو- تلویزیون، غونډ- منډ،…

 کوچنۍ لینده کۍ parentheses ()

د والګي په مهال مایعات(اوبلن څښاک)، ویټامین سي(Vit. C) او پوره استراحت ګټه لري.

ماتې لیندکې ( [ ] )Brackets

د متن په منځ کې اخځ ته اشاره، د ریاضي فورمولونو او نورو ځایونو کې کارول کېږي. په اروپایي ژبو (خصوصاً علمی مقالو) کې که له دې نښې سره مخ شو، نو مانا یې دا ده چې وروسته د اخځ د کتلو لپاره همدا ګڼه وګورو، لکه: [13]

Curly braces ({} )

زیاتره ساینسي سیمبولونه، فورمولونه او نور مسایل ورباندې روښانه کوو.

د توري په سر چپه واو apostrophe( ‘)

په انګلیسي ژبه کې یو شی چا ته منسوبول.

ناخُنک Quotation mark (“ “ )

د نقل قول جمله پکې لیکل کېږي، لکه : د ادارې او مدیریت دعلم نامتو لیکوال تایلور ویلي وو:   “… بشري سر چینې انسان دي، دوی په اداره او دفتر کې د ماشین او وسایلو په شان نه دی، بلکې عواطف لري.”

درې پرله پسې ټکي ellipsis (…):

دا نښه عمومي لیکنو کې معمول د، خو په علمی لیکنوکې ډېره مشهوره نه ده، خو تذکر یې بې ګتې نه دی. کله چې یو مطلب ډېر اوږد وي، خو موږ یې یوه برخه را اخلو، نور د لوستونکي قضاوت ته پرېږدو، لکه:

څېړنو موندلې چې روغتیا پوره خوب، ښه خوراک، روغتیایی مناسب چاپېریال، ذهنی ستومانی نه لرلو… پورې اړه لري.

دلته ډېر تاکید کیږي چې دغه نښه عمومی لیکنو او ادبی ژانرونوکی معمول ده، خو علمی لیکنو کې باید ورڅخه ډډه وشي، داځکه چې ممکن لوستونکی په اشتباه سره د (نور/ وغیره) مثالونو کې ګونګ او مبهم مفاهیم ذهن ته راولي، نوبهتره ده چې علمی او ساینتیفیک لیکنو کې  له(…) کارولو ډډه وشي. درنې لیکنې ډېرې کره او کانکریټ وي، نوځکه هر څه پکې څرګند لیکو که مثالونه وي، که د یوشمېر پېښو، ښکارندو، اشیاوو نومونه وي یا بل څه، خو د ellipsis په پرتله، نورې ټولې ذکر شوې لیکنښې رعایتول حتمي دي .

دوام لري

علمي لیکنې (څېړنه) او عمومي لیکنې (۲مه برخه)

 

Donate زموږ مرسته وکړئ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.