د اګست په پینځمه ( درې ورځې مخکې) په ترکمنستان کې وچې پورې د تړلیو هېوادو(Landlocked countries) هېوادو غونډه پیل شوه، نن یې څلورمه ورځ او سبا به د پریکړه لیک په لوستلو پای ته ورسیږي. دا د ملګرو ملتونو د کنفرانسونو په لړ کې د نړۍ د ۴۳ وچې پورې تړلیو هیوادو لپاره مهمه لاسته راوړنه او د بحثونو موقع وه/ده(دنړۍ ټول ۴۴هېوادونه وچې پورې ایسار دي، خو دغې غونډه کی پرته له افغانستانه نورو دري څلوېښتو ګډون کړی و). په لومړۍ ورځ جلالت ماب ګوتریش هم وینا وکړه.
اکثریت وچه پورې تړلي هېوادونه پرمختیایی دي، نو ځکه ورته ( Land locked Development Countries/LLDCs) وایي. دوی ازادو یابین المللی اوبو ته لار نه لري. د ۴۴ هیوادو له ډلې قزاقستان دمساحت له پلوه تر ټولو لوی او حبشه یا ایتوپیا د LLDCs په ډله کې تر ټولو زیات وګړي لرونکی دی. افغانستان بیا هغه وچې پورې ایسار او بیوزله هېواد دی چې نه یواځې سمندري بندر نه لري، بلکې زیاتره یی د وچې بندرونه هم ګاونډي ورباندې تړي. له دغو هېوادو څخه ځینې یې نیمه یا قسماً ( چې څه ناڅه په یو ډول سمندرته لار لري) او ځینی یې ډبل وچې پورې ایسار دي( چې له سمندر څخه نه یواځې یو هیواد، بلکې دوو یادریو جلا کړی وي). افغانستان اتلسمه پیړۍ کې په سیمه کې د بریتانیا دکمپنۍ په راتګ او د انګلیس داستعماری نیرنګ له امله د یوې مصنوعی ایجاد شوې جغرافیې او فرضي کرښې په رسمولو، له سمندر څخه جلا شو.
د وچې پورې ایسارو هېوادو شمیر تر۱۹۹۰ م. پورې دېرش وو، خو کله چې د شوروی اتحاد جمهوریتونه جلا شول او بیا په چکسلواکیا، یوگسلاویا،مونتینګرو، سودان او لوهانسک کې بدلونونه راغلل پنځلس هېوادونه ورباندی ورزیات شول. دا هېوادونه په لاندې نقشه کې ښکاري.
وچه پورې ایسارتوب یو هېواد ته زیات اقتصادي زیان اړوي. د دوی بهرنی تجارت محدود پاتې کیږي. له سمندري منابعو( کبانو، بیړی چلولو، سفنجونو، مرجانونو…) بې برخې او وارد شوی توکي ورته د نورو په پرتله په اوسط ډول ۳۰٪ په لوړه بیه لویږي. په همدې خاطر دتاریخ په اوږدو کې ډیرو هیوادو په جګړو، وینو تویولو، پیسو لګولو،مکر او فریب…هڅه کړې ده چې سمندر ته لار ومومي. په دوی کې ډېر لږ یې (وچې پورې د ایسارو هیوادو نړیوالومیثاقونو او کنوانیسیونو له برکته)شتمن دی لکه: آندورا، اتریش، لیختن اشتاین، لوکزامبورگ، سن مارینو، سوئیس و واتیکان، خو افریقایی او آسیایی ، ۳۲ هېوادونه د افغانستان په شمول بیوزله او پرمختیایی دي، دوی ته (LLDCs) ویل کیږي. ملګرو ملتونو ډېر ځله داسې پریکړې کړي دي چې د پرمختیایي هیوادو ولسونه له بیوزلۍ وژغورل شي او دغه هېوادونه څه ناڅه د بشري حقونو، فردی ازادیو، رفاه، تعلیم، اقتصاد، سوداګری او انسانی کرامت خاوندان شي، په تېره بیا چې م.م. او نړیوالو حقوقو سمندرونه او یو شمیر نور منابع د ټول بشریت لپاره شریک وبلل.
دبیلګې په توګه: د اوولسمې پیړۍ په وروسیتوکې د طبیعی(پنځیزو) سرچینو متخصص، پوفندروف، د سمندرونوآزادي اوټول بشریت ته یې د شتمنیو د ترلاسه کولو غوښتنه وکړه. په تېره بیا سمندري سوداګري یې دټولو حق وباله. هغه د خپل نظر لپاره دوه بنسټونه وټاکل:
- سمندرونه یا اوقیانوسونه په ټول بشریت پورې اړه لري،
- په نړیوالو اوبو کې د تجارتی مالونوحمل ونقل باید آزاد وي.
په بل مورد کې؛ کله چې سویس کې په ۱۹۵۸م. د فبروری میاشت کې د سمندرونودحقوقو کنفرانس جوړ شو، وچه پورې ایسارو هیوادو ته پام واوښت. سویس لاندني شپږ اصول نړیوالو ته دمنلو لپاره وړاندې او ټول ومنل شول:
۱. سمندرونو ته د لاسرسي ازادحق ،
۲. د بیړۍ چلولو د بیرغ د لرلوحق،
۳. په سمندرونو کې په ازاد ډول د سوداګریزو بیړیو د چلولو حق،
۴. په نړیوالو اوبو کی د متساوي او برابرو چلندونو حق،
۵ . اشخاصو او سوداګریزو مالونو ته د حایل(ګاونډي) هیواد له خاورې څخه د تېرېدو (ترانزیت) حق،
۶ . سمندرونو کې د مشروع او قانونی فعالیتو لکه نقلیه وسایطو، روغتیایی عمومی خدماتو رسولو او نورو ته حق ورکول.
همدا ډول آروید پاردو (Arvid pardo په م.م. کې د مالت سفیر) په ۱۹۶۷م. کال کې دم.م. په دوه ویشتم عمومی اجلاس کې دخپلې وینا په ترڅ کې پیشنهاد وکړ چې سمندرونه دې د “بشریت شریک میراث ” (Common Heritage of Mankind) وبلل شي، دا وړاندیز ټولو ومانه. په دې توګه دسمندر له غاړو د محرومو خلکو او ملتونو په غوښتنه د م.م. لویې غونډې په ۱۹۷۰م.کې خپل 2749 پریکړه لیک کې د ” دسمندر او دهغو سرچینو باندې د واک اصول ” تایید او د سمندرونو دآزادي پرېکړه تصویب اودا یې د” بشریت ګډ میراث ” اعلام کړ. بل ځل په ۱۹۷۲م.کې په کینیا کې د بحری تجارت آسانتیاوو په اړه یوه طرح جوړه او ومنل شوه او همداسې هم بیلابیل کنوانسیونونه او میثاقونه د اعتبار لرونکي شول.
هغه مرجع او لوړ مقام چې دنړۍ د ژورو(اعماقو) او سمندرونو اداره په غاړه لری،(د اعماقونړیوال سازمان) دی چې دفتر یې جامائیکا کې دی.
نړېوالو مارکیټونو ته لارموندل او بین المللی تجارت ته ورګډېدل (ورود به بازارجهانی) هم د وچې پورې ایسارو هېوادو او هم د نورو په ګټه دی، د دې مسئلې پخلی او ملاتړ UNCTAD او WTO هم کړی دی.
افغانستان د وچې پورې ایسارو هېوادو، UNCTAD او WTO او نورو نړیوالو تجارتی میثاقونو او ګاونډیو سره د لاسلیک شویو تړونو له مخې باید خپل تجارت ښه کړي. افغانستان هغه وخت له دغو ټولو حقوقو څخه ګټه اخیستلای شي چې دغه ډول کنفرانسونو کې فعال ګډون ولري، او د یو حق څخه د محروم کیدو یا یې بهرني تجارت کې د ستونزې په صورت کې کامیابه لابي وکړي او د نړیوالو په ژبه پوه، تجارتی مسایلو کې وارد، د تجارت په حقوقو آګاه ماهرین د ګران وطن او خلکو په ګټه خبرې وکړي/ وکړای شي. تېرو څو کلونو کې افغانستان له انزوا څخه د وتلو هڅه روانه کړې وه، آن دا چې WTO کې یې غړیتوب او استازی موندلی و. ورسره یوځای یې SCO,ECO,SAARC کې دریځ کلک شوی و او د (کابل)، (قلب اسیا) او نورو کنفرانسونو نوښت یې درلود، (افغانستان د وصل کړۍ) یې موخه ګرځولې وه. دا فکري میراث باید هېر نه، بلکې عملي شي.
افغانستان په سیمه کې څلورمهمې اقتصادی حوزې(Central Asia, East Asia, Middle Asiaاو South Asia) په نښه اوسره وصل کوي. دا امکان د نورو پرمختګونو او بالاخره افغانستان د عرب سمندر(هند اوبو) او تورې بحیری سره وصل کولای شی. سره له دې چې د وچې پورې ایسارو هېوادو د ملګروملتونو دغه کنفرانس کې افغانستان او اقتصادی ناوړه حالت یې او راتلونکې کې د تطبیق کیدونکو پروژو نوم واخیستل شو، خو دا چی د افغانستان له اړخه غلی تېر او کوم استازی یې پکې نه و، باید موږ ناهیلی نه کړي. دراتلونکی لپاره د بهرني تجارت برخه کې لاندني وړاندیزونه کېدای شي:
- د داسې حکومت استحکام چې ملی او بین المللی (داخلی) او(خارجی)مشروعیت ولري؛
- دسیاسی، اقتصادی، اجتماعی او نظامی ثباټ ډاډمنتیا؛
- د منطقوی اوجهانی دیپلوماسی تقویت ، دسوداګری چارو کې استدلال، وچې پورې د ایسارهېواد په توګه د حق ترلاسه کولو لپاره لابیګري؛
- ډمپینګ سره بریالی مبارزه؛
- دترانزیت په اړه رغنده خبرې، لکه د آپتا توافقنامه او نور؛
- د وچې پورې ایسار هېواد لپاره د بین المللی تړونو دتطبیق برخه کې برحقه ادعا؛
- د( WTO) او UNCTAD هغه مواد چې اعتبار لري، دپرمختیایی هېوادو ګټې یې په نښه کړی او نورو میثاقونو او کنوانسیونو څخه مرسته او دهغو ملاتړ ترلاسه کول؛
- په دې ډول باید له چوپتیا راووځو او د دې ډول حق په غوښتلو، د ګاونډیو د اوبو بیځایه دعواګانې اغیز لاندې راولو، بلکې دوی اړ دي چې د افغانستان له اوبو دپیړیو پېړیو ګټه اخیستو عادت پریږدي او بندورنه را باندې ونه تړي/ ونه نړلای شي؛
- د افغانستان د جیو-پولیتیک او جیو- اکونومیک برلاسي موقعیت حاکم ګرځول؛
- د سیمه ییزو متقابلو اقتصادي همکاریو پیاوړي کول، ګاونډیو سره د اعتماد او حُسن همجواری فضا ایجادول او متقابل درناوی او روابط ټینګول؛
- د SCO,ECOاوSAARC سیمه ییزو سازمانو کې فعاله کېدل.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.