دواړو لاسونو تهيي زور ورکړ قرآن يي نور هم پر سينه کلک ونيوه، سترګې یی پټې نیولې وې سر يي دموټر پر ښيښې ايښی وه ځای ځای به موټر دلارې د خرابۍ له امله جمپ واهه خو دې بهخپلې سترګې نه غړولې،مګر کله به يي زور کړ او قرآن به يې سینې ته نور هم ورنږدې کړ
خپل پخواني يادونه ور په زړه وه، وچې شوڼډې يي سره وخوځيدې بيګانۍ شپه ورپه زړه شوه چې بیګاه لۀ کړکۍ څخه سپينه رڼا يي پر مخ ولګيده،ژر یی په خپل سره ټيکري اوښکې پاکې کړې،اړخ يي بدل کړ له کړکۍ څخه ځای ځای ستوري ښکاريدل د ستورو به مسابقه وه يو له بل څخه به مخکې کيدل، د شيتل زړۀ ناقراره وه کله به پۀ يوه اړخ او کله بل اړخ کيدله، خو زړۀ يي بې دريغه درديده، دومره درد چې نور يي زغمل ورته سخت وۀ، تا به ويل پۀ زړۀ يي مرمۍ خوړلې
کله به يي بالښت راواخيسته،پۀ خپله غيږه کې به يي کلک ونيوه ښه به يي زره ته نږدې کړ که یی دا ناقراره زړه آرام شي خو هيڅ نه کيده
بیا پړمخې څملاسته خپله له وړيو جوړه بړستن یی پر ځان راکش کړه زړه يي ښه ځمکې ته نږدې کړ که يي د زړۀ درد آرامه شي، او درد يي کم شي له سترګو يي اوښکې بهيدلې خو له ويرې يي سلګۍ نۀ شوه وهای، ډاريدله څوک يي دژړا غږ وانه وري
پۀ به يي لاس کيښوده او لۀ سترګو به يي لکه باران اوښکې روانې وې
د شیتل زړۀ زخمي وۀ د چا يادونو ليونۍ کړې وه ناقراره وه دچا سترګې ورياديدلې
شيتل پۀ ژړا کې ځان سره وخندل لکه ليونۍ ژړا او خندا يي سره ګډ شول، د خپلې مينې اوله ورځ ورياده شوه
هغه ورځ چې له څانګې او سپوږمۍ سره د چینې پر خوا روانه وه،چې د ګودر غاړې ته ورسيدلې نو د نجونو تر منځ کومه خبر شوه شيتل په پړق پړق وخندل، دا خندا نه وه بلا وه، دې خندا د چا زړه کې لارې جوړې کړي زرک په پاس پټي کې دغنمو لو کاوه لور يي کيښوده، ځان سره موسکی شو په پيکي یی لاس راتیر کړ لاندې د چينې په کونج کې د ونې تر شا غلی ودريده، شيتل له خندا ډکه، سپينه، ښکلې پيغله وه منګی یی پر سر راکيښود چې د ونې تر شا يي زرک وليده. وشرميده، نرۍ ورته موسکۍ شوه او د کور پر خوا روانه شوه.
څو قدمه به راغله بیا به يي شاته زرک پسې وکتل څو چې تر منځ يي ونو د يو بل ديدن پنا کړ
خو زرک ته د شیتل د راتلو وخت معلوم وه زرک به د شیتل لیدو ته ناقراره وه، د ګودر شاوخوا به تيريده، يوه ورځ شيتل ورته ويل: زرکه ډېر راباندې ګران يي خو د خلکو له خبرو ډاريږم اوس هم کلي کې ډېر خلک خبر دي
زرک ورته ويل: شيتل تۀ د ما يي، فقط او فقط د ما، د چا پلار د ولاکه راڅخه واخلي
ته مې ښځه يي ، د ما روح يي زۀ بې تا لکه ژوندی جسم يم لکه روح چې ونه لرم
ته مې ځان يي ته مې زړه يي
او زه به دې د سر په بیه خپلوم، زۀ پښتون يم او پښتون خپله مينه د سر په بيه اخلي
چې تمامه دنيا مې هم پر مخ کې ودريږي ولاکه د څوک راڅخه واخلي
ته د ما ناموس يي، ته د ما امانت يي ځان ښه ساته لیونۍ می …
ما کور کې خبرې روانې کړي ان شاءالله ډېر ژر به د خپله کړم.
شيتل يي د خبرو په اوريدو لۀ خندا ډکه شوه زړۀ يی ډاډه شو ته به وايي کوم غر يي لۀ شاه ولاړ ده .
خپلې اوښکې يي پاکې کړې
بيا يي نني حال ور په زړه شو چې ورور يي د زرک مور او پلار له کور څخه وشړل، ځکه د زرک پلار وويل چې د اولادونو يو بل خوښ دي او دا د خوښې کلمه يي په ورور لکه مرمۍ ولګيده.
شیتل پر همدې فکرونو شپه رڼه کړه د سبا سترګه ولګيده
د کور کارونه يي په نه زړه وکړل
سلګيو پسې واخیسته له کور سره يي باغ هم وه دباغ تر ديواله ورغله سر يي په ونه کیښوده په چیغو چيغو يي وژړل
سترګې يي سرې شوې بیا يي دمينې اور په زړه کې بل شو شاوخوا يي وکتل څوک نه وه دکور له دروازې غلې ووتله،دخپل مين تر پټيو يي ځان ورساوه چې پر زمرک يي سترګې ولګيدې
ورغږ يي کړ زمرکه زمرکه
زمرک وروکتل
هه ليونۍ دلته څۀ کوې ؟
زمرکه نور بې تا نه شم اوسيدلی درپسې مړه کيږم د زمرک په سينه يي سر کيښود په چيغو چيغو يي وژړل
سر يي آسمان ته لوړ کړ ويل يي:
يا الله د ما قبول وه قبول مې ده
دزمرک اوښکې هم د شيتل پر مخ راغلې ويل يي ځه چې ځو
دواړه پر لار روان وه زمرک خپله ناوې خپل کور ته بوتله چې هلته ټول هک حيران شول
خو لا نيم ساعت پوره نه وه چې د شيتل ورور سره له څو نورو سړيو له توپکو سره راغی اول يي زمرک ته څو څپيړې ورکړې بیا يي شيتل په کشکيدو او وهلو له خپل ځان سره بوتله
شيتل ته يي په خوله بوکس ورکړ او خوله يي له تورو وينو ډکه شوه ….
کور ته يې بوتله په يوه تياره کوټه کې بندي کړه دروازه يي له شاه پسې بنده کړه او خپله لاړه .
د کلي ملکان او مشران يي راټول کړل، ملکانو ښهپهشرنګ خپل چایونه وڅښل
بیا يي مشر ملک غاړه تازه کړه او ويي ويل ناموسي موضوع ده بايد دواړه سنګ سار شي چې نور ترې عبرت واخلي تر څو راتلونکي کې داسې يو کار تکرار نه شي نورو هم سرونه د هو په پلمه وښورول دمسجد ملا لاسونه پورته کړل دعا یی وکړه او له کوټې راووتل
د شيتل ورور خپله خور پهکشکيدو تر موټره راوستله،په موټر کې یی کینوله او روان شول
پرې يي ورچیغه کړه مردارې پاڅه په لغته يي ووهله، شيتل خپلې مړاوې سترګې راپورته کړې ګوري چې ددښتې په څير ځای ته يي راوستلې ده
شاوخوا نور خلک هم راغلي ټولو سره توپک دي
سرونه يي په دستمالونو تړلي او پايڅې يي جګې کړي …
هاخوا يي زرک هم ولچک کړی راووسته
شيتل ته يي ويل مخکې ولاړه شه
شيتل لکه زمری ورته ودريده نه يي چيغه کړه،نه يي زارۍ وکړې، نه دچا پښو ته ولويده او نه له مرګ نه وويريده،نه يي اوښکې تويي کړې او نه يي وژړل، دټولو مخکې يي چيغه کړه
يوازې د ډز حق لرئ!!
ښايي دې خبرې نه به يي هدف داوو چې په بې سیرتۍ مې مه وژنئ،چی هسې نۀ څوک مې د پلو کونج کوږ وويني،هسې وجود مې مامحرمه وويني…
د لويو ويښتانو سړی ورغی قرآن يي له سينې ترې راکش کړ، شیتل ورته لکه زمرۍ ودريده،
چې ډز شول په اوله مرمۍ يي لاس په زړه ونيوه دې سره دويمه او دريمه مرمۍ هم ورغلې خو په څلورمه مرمۍ په ځمکه ولويده سترګې يي آسمان ته ونيولې کوم څه يي ويل چې څو متره لرې هم دمرميو غږونه راغلل د وخت فرعونيانو د زرک پر زړه هم مرمۍ ورخښې کړې
خو د خلکو زړونه لا يخ نۀ وه،چيغې يي کړئ: ولۍ يي د دو مردارو مړي په تيږو ولئ په غټو غټو تيږو يي د شيتل له وينو ډک کړی ويشته خو شيبې وروسته يي ټول جسد په تيږو کې پټ شو خو يوازی د سرۀ ټيکري يو کونج يي ښکاريده،نو داسې
د دواړو روحونه سره يو ځای شول او دآسمان پر لور والوتل .
دا خبر ټولو رسنيو کې خپور شو،چا پرې بد ويل چا غندل او چا هم غيرت وبلله
خو يو کس پر فیسبوک ليکلي وه
د شيتل او زرک د واده شپه به په جنت کې وي!
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.