ودرېدله،
په غرور.
ټیکري یې
باد ته نڅل،
لکه د لګیدلي سرتیري له منګولو پرېوتونکی بیرغ
ډز
ډز
ډز
او
راړنګه شوه
کږه
وږه
لکه اوبو کې د بتې نڅا
د بوړبوکیو لور
تاوه شوه
چې د عشق
د ټولو جلادانو مخ ته خاورې وشیندي
شګې
تږې نه وې.
د وینو دارو
د رالوېدلو میینو ترمنځ
تک سور پول وتاړه
او
د ګولۍ انګۍ
چې د تاریخ د وچویلي له ډبرو راستنیده
ویل یې:
– توف په تا شه «نارینتوبه»!
– چېرې ولاړې «سړیتوبه»؟
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.