آیدا مجید ابادي دایران معاصره شاعره، لیکواله اوژباړونکي ده دهغې سترګې مورزاده ضعیفي دي خو ،لوړي زده کړي ئې کړي د شعر څوکتابونه ئې چاپ دی په لامبو او یوګاګي هم مهارت لري مشهور کتاب ئې د ( عشق هنوز هم مذکراست) په نوم دي
هرکلی
هرکلی مې وکړه
په یو ګیلاس چایو
او یوه پیاله توت
چې ما د سړو ددرشل څخه
ځنګل ته بیایې
کله کله په یو ټلفون
دشریکو وینو اړیکې ټولي
پري کیږې
او ته د تیرې چړي سره
د پخلنځۍ د میز شاته پاته کیږې
ته ځي او یو څوک هغه ګلونه
چې تا نه دې راوړی
زما پر قبر شیندي
زما مور یوه ونه وه
هغه ونه چې په پخلنخۍ کې شنه شوه
او دخوب په کوټه کې ئې میوه وکړه
ته ناوخته را رسیږې
او زه د یوي ونې د لنګون پر درشل مړه کیږم
ـــــــــــــــــــــــــ
د غنمو کښت
ستاپه هکله فکرکوم
اود غنمو د هغه کښت په هکله
چې ته ئې په جیبونو کې ماته راوړي
زه وږي یم
او په رحم کې مې ماشو مان
د وینو په اسهال اخته شوي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــ
تڼۍ
نړۍ زما دګریوان د تڼۍ څخه
پیل کیږې
زما په کچه
بلي یوې ښځې هم
ستا له سترګو څخه دومره نه دی ژړلي
یوازی زه په دې پوهیږم
چې د میاشتنۍ قاعدي وینې
د ژوند یوازنۍ قاعده ده
ترڅو وینې تویی نه شي
مځکه نه حامله کیږې
زه به باکره مړه شم
حتا که دزرګونو ماشومانو
دمور نوم « آیدا » وي
ــــــــــــــــــــــــ
کړکۍ
کله چې کړکۍ خلاصوي
زړه مې غواړی
چې ستا څنګ ته درشم
ستا د لاسونو د سخاوت د پاره
کړکۍ و اوبدم
زما نړۍ کوچنۍ ده
چې د باندي ئې د ځان سره وړم
بیریږم چې د لاس څخه مې
ونه لویږي
او دخلګو ترپښو لاندي نه شي
بیریږم چې شعورمې
راته ټوټې ، ټوټې نه کړي
او په هره ټوټه کې ئې
فلسفه ونه پیچي
زړه مې غواړی ددې ښار څخه
ولاړه شم
پر اسمان باندي و غځیږم
اود اور یځو هره ټوټه
ځان ته معنی کړم
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.