د پروین ملال څو شعرونه

پروین ملال

273

کافر ګل د کنګل سیورو په زندان کې

د لمرونو د موسم قحطي راغلې

کال تر کاله شپې اوږدې

ورځې لنډیږي

لویه خدایه، د سپېدو سترګې ړندیږي

د دوعا د قبلیدو دروازې بندې

په بازار کې دوا نشته

دکاندار زخمونه پلوري

 «ایوب » نشته «اکبر» نشته

خپلواکي د تاریخ پاڼو کې بیده ده

د کتاب پر هره پاڼه

د تور جهل سیلۍ تیږیږي

د «ملالې» خړ پوړنی کافر شوی

پر میوند یې اهتزاز د بیرغ نشته

مدرسې د «ګوهر شادي» ناروا دي

اوازونه د قرات نامحرم شوي

د «بلخۍ» وینې د اوښکو نیز پریوللې

شعر محکوم د نازک تنو

د لنډۍ او چاربیتۍ پښې ماتي شوي

«بخت نامه» پرته زندان کې

د «درخو» او «سیاه موۍ» ژبې پرې شوي

د مکارو  ګنهګارو ښځو شور ته

د دوږخ لمبې نارې وهي چې راشي

د یوې ګولې ډوډۍ په تمه، تمه

نابالغې په بازار کې پلورل کیږې

د څلورو ښځو خوب مُلا لیدلی

د اویا حورو یې خیال ماښام، ماښام دی

ګونډتوب لوږه

درد له درد سره هم ګام دي

کوڅې ډکې د سوالګرو ښځو پلونه

د ابرو په بیه اخلي

دسترخوان ته اتامونه

نغری ډک د سړو پړندو *

کړنګ د دېګ او سرپوښ نشته

دلته لوږه پاچهي کړي

د تودې ډوډۍ د وږم ګذر نشته

پخلنځي کې د څمڅۍ ږغ افسانه ده

وخت بخیل دی، د نیستیو زمانه ده

کافر ګل د کنګل سیورو په زندان کې

د لمرونو د موسم قحطي راغلې

۲۰۲۵ /۱۹ /۸

* هغه اور چې نوي ایرې شوی وي

————————

      خدای په اماني

یو وار به بیا ووینو!

کیدای شي  سترګو ته مې ودریږې

ښکلی موسم وي

او د بڼ د  ټولوونو حافظو کې دې

لاسونه شنه شي

دسرو انارو دې پټو ډک کړي

زموږ دکور مخ ته دې

دپلونو لار تیره شي

دسرو انارو دوې دا نې

په دروازه کې کښېږدي

زه دې د پلونو شنه سایه ووینم

یا کیدای شي شپه وي

د وږمو پر څپو لکه اوریځ

پر لارجوردي اسمان قدم کښېږدي

بریښنا شي څانګې، څانګې

په هره څانګه کې دې

د څاڅکو فصل شین شي

زما د خونې پر کړکۍ باندي دې

د سندریزو قدمونو

تصویرونه جوړشي

یواور به بیا ووینو !

کیدای شي ته لکه نګهت شي

د ګلونو په مخونو کې درنګ سره

راوټوکیږې

لکه کاروان په اساطیرو کې

مزلونه  وکړي

دسبا باد دې

وزورونو کې ترما راولي

یا، کیدای شي ته د ژمي لمر شي

د کړکۍ ترغیږ را تیر شي

زما په خونه کې قدم کښېږدي

پر بستر ورو، ورو لکه خوب

لکه خیال وغځیږې

ذرو، ذرو ته د ساه ژړ کالي ورواغوندي

خونه کې اوربل کړي

زه راستنه شمه د یخ او د سیلۍ د ښاره

پښې مې کنګل، کنګل زخمي وي

دوه لاسونه مې

په تبر د سیلېومات وي

خونه توده وي ټول زخمونه مې

ټکور ، ټکور شي

یووار به بیا ووینو !

کیدای شي

زما د ماشومتوب پر پاڼو

د مکتب سپینه روڼا وکري

زما د څنګ پر چوکۍ کښینې

د خولي تورو ته مې

د سپوږمۍ ساه ورکړي

زما د قلم ترنوک

لکه رنګ وڅڅیږې

زما د ذهن دپردو وشاته ودریږي

د نړۍ ټولو ټاپو ګانو ته سفر وکړمه

د نیلوفرپر پاڼو

د جغرافیې ټولې پوښتنې

په یو ځل ځواب کړم

یووار به بیا ووینو !

کیدای شي ته زما د خوبونو ښارته

په یو سفر راشي

دروازه وټکوي

ډکه ټوکرۍ د پرخو

او سره ګلاب راوړي

دواړه د خیال تر کلا تیر شو

یو د بل د بل په لاس کې ساه احساس کړو

وړانګې پیالو کې

د ژړې مازدیګري وچیښو

د طلايې انځورو بڼ ته ولاړ شو

هلته خوبونه پر دیوال ولیکو

یا کیدای شي

زه د اوږد سفرپه تکل

لکه د بندو خونو ساه

دښار له هرې کړکۍ ووزمه

لکه یو شرنګ د ماتو، ماتو ځنځیرونو

د محل تر دروازو تیره شم

دسرویس ټولې ښیښې ولولمه

ټولو چوکېو باندې کښینمه

وږمې دورځې په لمن کې

مست اتڼ واچوي

د هرې ونې ګڼ لاسونه ماته

د کړکۍ شاته د سړک پر غاړه

دالوداع دپاره ورپیږې

ناڅاپه تاووینم

دیوې ونې تر شنه سیوری لاندې

لاس دې کړي، پورته

بیا په غیږکې د سارا پناه شي

یووار به بیا ووینو !

یووار به بیا ووینو !

۲۰۲۵ / ۸ /۲۷

        غزل

څوک مې یادیږې ؟د چایم یاده

هیره کوڅه یم ورانه، اباده

پیلې اوښکې په بڼو وړمه

ګریوان، ګریوان یم ناښاده، ښاده

د تورو سپېنو زلفو خواهش ته

سپیدې خوري شوی، د سبا باده

هزار دردونه، هزار زخمونه

نګارخانه یم عشقه بر باده

بایللی عمر په خوب کې وینم

سفر له جسمه ، ترروح نامراده

هره شپه خاندم، هره شپه ژاړم

د اوو خویندو*( ملال) مراده

۲۰۲۵ /۳۰ / ۸

* په لرغوني یونان کې ئیې پروین یا ثریا د (اوو خویندو) په نوم یادول.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.