اکسون مجله، شپږمه مقاله
سریزه
مشهوره خبره ده، (چې لوستی ځوان د یوې ټولنې با ډسپیلینه وګړی وي!) موږ چې کله د یوې برخې ترسره کولو لپاره له وسایلو څخه بحث کوو نو خامخا د ګټه اخیستنې په وخت کې زموږ کار هم ژر پرې ترسره کېږي او د وسایلو شتون سهولت را منځته کوي. مطالعه هم یو کار بللی شو نو د پورتني مشهورې خبرې په استناد کله چې د یو لوستي ځوان ویښ فکر باندې بحث کېږي نو اړینه ده چې ځیرک لوستونکی د مطالعې وسایلو ته ارزښت ورکړي او خپلو کارونو کې با سلیقه اوسي؛ لکه د هایلایټر په مرسته د متن په نښه کول او یا هم د دوامداره مطالعې لپاره د ځایناستي سمه ټاکنه او یا د کېناستو سمه طریقه، څو دی ژر ستړیا احساس نه کړي.
شاید اوس وخت د کتاب لوست یا مطالعې دود ډېر کم رنګه یا هم کم شوی وي، ډېری کسان مطالعه نه کوي ځکه مطالعه د خلکو لپاره اوس یو ستړی کوونکی کار دی. خو مطالعه شاید یو ستړی کوونکی کار وي تر هغه چې د مطالعې وسایل ونه پېژنئ، په دې لیکنه کې د مطالعې اړوند هغه ټول وسایل چې د کتاب لوست پر وخت ستاسو سره مرسته کوي، څو ښه مطالعه وکړئ، ښه یې زده کړئ او بیا هېڅکله ترې ستړي نه شئ.
تمرکز:
تر هرڅه وړاندې دا مالومه خبره ده چې اوس موږ په ډیجیټل دور کې ژوند کوو او د انسانانو تر ډېره ژوند د ماشینونو په کنټرول کې دی، هغه که موبایل وي او که د موبایل په منځ کې د ټولنیزو رسنیو کاریالونه وي.
د مطالعې له پیل وړاندې د موبایل او ټکنالوژۍ سره د هغه لوست د مودې لپاره خدای پاماني کولای شي، ستاسو تمرکز روغ وساتي او په ښه زړه مو د کتاب لوست ته پرېږدي، خو که تاسو په ځیرکو موبایلونو یا ټابلیټونو کې د الکټرونیکي کتابونو لوستونکي یاست د انټرنېټ او سیم کارت بندول په هغه وخت کې تر ټولو غوره لاره ده.
د مطالعې چاپېریال:
په لومړي ټکي هغه ځای کې چې غواړئ مطالعه وکړئ باید پاک وي، که چېرې په سرپټي ځای کې مطالعه کوئ باید د تازه هوا د ور ننوتلو یوه لاره ولري او که د کړکۍ خلاصول د خونې څخه د بهر چاپېریال د غږ د راتلو لامل کېږي، په خونه کې دننه د کوچنیو شنو بوټو او ګلانو لپاره یو مناسب ځای جوړ کړئ څو تاسو ته تازه او پاک اکسیجن تولید کړي.
ډيجیټل وسایل:
اوس وخت کې مطالعه یوازې تر فزیکي کتاب محدوده نه ده. که تاسو له ځان سره کتاب په فزیکي بڼه نه لرئ، دا ستاسو د نه مطالعې کولو لپاره هېڅکله بهانه کېدای نه شي. تاسو الکټرونیکي کتابونه په اسانه او له فزیکي کتابونو ډېر ارزانه پر انټرنېټ کې موندلی شئ چې په اسانه یې پر خپل ګرځنده موبایل، کمپیوټر یا ټابلېټ کې لوستلی شئ. خو دې ته مو پام وي چې د موبایل او کمپیوټر له سکرین خپرېدونکې رڼا ته بلو لایټ یا شنه رڼا وایي چې د انسان سترګو ته ښه سم تاوان کوي نو د دې لپاره په لپ ټاپونو یا هم موبایلونو کې د بلو لایټ فلټر شته چې په روښانولو سره یې د موبایل سکرین هغه بلو لایټ فلټر کوي او سترګو ته د تاوان خطر کموي. مګر که غواړئ چې په پوره مانا په امن واوسئ ځانته د بلو لایټ ضد عینکې جوړې کړئ او بیا له ډيجیټلي وسایلو مطالعه وکړئ.
د مطالعې د خونې رنګ:
دویمه خبره ستاسو د لوست د خونې رنګ خبره ده، هر یو رنګ د انسان په مغز بېلابېل اغېزه لري. معمولاً په اروپايي او امریکايي هېوادونو کې د خوړنځایونو لپاره سره رنګ ته لومړیتوب ورکوي، ځکه سور رنګ په انسان کې د لوږې کچه یا اشتها زیاتوي، نو له همدې امله تاسو باید د لوست د خونې رنګ په ټاکلو کې ډېر غور وکړئ. د ځینو څېړنو له مخې خام، روښانه او هغه رنګونه چې انسان ته طبیعي حس ورکوي د لوست د خونې لپاره یوه غوره ټاکنه کېدلی شي، په دې رنګونو کې سپین، کریمي، زرغون، خړ او شنه رنګونه شامل دي.
د موخو لیک:
یوه بله خبره چې په عملي کولو سره یې متمرکز اوسېدلی شئ، هغه ستاسو د موخو څخه لیدنه ده، زموږ په هېواد کې د موخو لیک شاید کم وي خو وروسته له دې دا کار وکړئ، په خپله خونه کې د دېوال یوه برخه د هغو کسانو عکسونو ته چې انګیزه بخښونکي دي او ستاسو د موخو د لیک لپاره پرېږدئ. په دې دېوال باندې هغه لیک را وځړوئ چې ستاسو راتلونکې موخې پکې لیکل شوې وي. د دې لیدل کولای شي تاسو ته مثبته انرژي درکړي او په مطالعه کې د تمرکز په برخه کې درسره مرسته وکړي.
د مطالعې وخت:
د مطالعې وخت شاید چې تر ټولو اړین دی او باید پکې غور وشي، د څېړنو له مخې د هر انسان مغز په بېل – بېل وخت کې ښه کار کوي. د یوه کس په سهار کې د مغز د جذب ځواک زیات وي د بل په ماښام کې؛ ځکه خو په نورو هېوادونو کې ډېری کمپنۍ د هغو لپاره چې د شپې یې مغز ښه کار کوي د شپې ځانګړی کاري وخت لري او د نورو لپاره د ورځې. تاسو هم باید په دې ځان پوه کړئ چې ستاسو بدن په کوم وخت کې مطالعې ته تیار دی، ايا د هغو کسانو له ډلې یاست چې په یوه ټاکلي وخت کې یې مغز ښه او تېز کار کوي؟ که د هغو خلکو له ډلې چې د مطالعې لپاره یوازې ارامه چاپېریال ته اړتیا لري. که په دې برخه کې تاسو لومړی ځان وپېژنئ، ښه به وي؛ خو د څېړنو له مخې د شپې لخوا د ۸ بجو څخه تر ۱۲ بجو پورې او د ورځې لخوا د سهار لومړي ساعتونه د مطالعې لپاره غوره وختونه ګڼل کېږي.
هایلایټر:
هایلایټر یا هغه مارکر چې تاسو پرې د کتاب څخه د یوه متن ټاکلې برخه په نښه کوئ، ستاسو سره د ژر زده کړې په برخه کې ډېره مرسته کولای شي. په خاصه توګه د پوهنتون او درسي کتابونو د لوست په برخه کې ګټور تمامېدلی شي. د هایلایټر په وسیله تاسو کولای شئ د کتاب څخه بېلابېلې اړینې برخې په نښه کړئ او د هایلایټر بېلابېل رنګونه کولای شي د بېلابېلو متنونو د نښه کولو په موخه وکارول شي.
د یادښتونو کتابچه:
د یادښتونو یوه کوچنۍ کتابچه کولای شي ستاسو سره د بېړې پر وخت د مهمو ټکو په نوټ کولو کې مرسته وکړي. کوښښ وکړئ هرو – مرو له ځانه سره د یادښتونو یوه کوچنۍ کتابچه ولرئ. د مطالعې له وخت سربېره دا د مطالعې له وخت د باندې هم ستاسو سره د راتلونکې مطالعې د موضوع د ټاکلو په نوټ کولو کې مرسته کوي او هېرېږي به مو نه.
ډيکشنري:
ډيکشنري یو تر ټولو مهمه وسیله ده او په اوس وخت کې لاسرسی ورته ډېر اسانه دی. په ګرځنده موبایل کې د یوې ډيکشنري درلودل د ګونګو لغتونو په ژباړلو کې ستاسو ډېره مرسته کولای شي او که ګونګ لغتونه مو ونه ژباړل، شاید ستاسو لپاره د کتاب ټوله موضوع ګونګه پاتې شي.
د حساب ماشین:
که د ریاضۍ یا حسابدارۍ د درسونو مطالعه کوئ، حساب ماشین یو له هغه وسایلو دی چې باید یې له ځان سره ولرئ. دا کولای شي ستاسو سره د سوالونو په حلولو کې پوره او ډېره مرسته وکړي. خو که د دې ډول کتابونو د مطالعې پر وخت یې له ځان سره ونه لرئ شاید د یوه سوال د نه حل کېدل به ستاسو د مطالعې ټول توازن در ګډوډ کړي.
ټایمر:
که تاسو د هغو کسانو له ډلې یاست چې د وخت مدیریت ته ډېر غور کوي نو د یوه ټایمر درلودل یا هم په ګرځنده موبایل کې د مطالعې پر وخت د ټایمر استعمالول کولای شي ستاسو سره د وخت په مدیریت کې خورا ډېره مرسته وکړي.
اوبه:
د مطالعې پر وخت باید نږدې درته د اوبو یو بوتل او یا هم یو لوښۍ چې ترې اوبه وڅښئ؛ ولرئ. دا کولای شي ستاسو د تمرکز په ساتنه کې مرسته وکړي ځکه که نږدې له ځان سره اوبه ونه لرئ د مطالعې له ځایه د اوبو تر راوړلو دا واټن ستاسو توازن او تمرکز له منځه وړي او د مطالعې پر وخت د اوبو څښل ستاسو په فعاله اوسېدو کې لوی رول لري.
پایله
دا ځينې هغه اړین د مطالعې وسایل وو چې که تاسو یې له ټولو څخه نیم هم په خپل چاپېریال کې له ځان سره ولرئ او د شتون پر وخت کې عمل پرې وکړئ ستاسو سره به د مطالعې کولو په برخه کې ډېره زیاته مرسته وکړي، بیا به د کتاب لوست تاسو ستړي نه کړي او د مغز د جذب ځواک به مو ډېر زیات وي.
اخځلیکونه:
۱ـ حیدري، پوهاند محمد ظاهر. (څنګه درس ووایو چې هېر یې نه کړو؟) ژباړن: امیرزی، بسم الله. چاپ: ۱۳۹۸ل. کابل، انتشارات نویسا.
۲ـ فروشګاه آنلاین هیس. (۱۰ ابزار ضروری برای درس خواندن که باید همراه خود داشته باشد)
www.Hiss.ir
Niamatullahr3@gmail.com
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.