تندر

ليکواله: فرزانه زيار

359

نری شمال لګيدۀ، د کور پۀ حويلۍ کې ولاړه وم
شاوخوا د الله اکبر غږونه راتلل، پر سيمټي ديوال مې تکيه‌ وکړه، پاس آسمان ته مې وکتل،سپوږمۍ تر نيمايي ډېره توره اووښتې وه
نن داسې عواضه وه چې بيګاه ته به سپوږمۍ نيول کيږي.

سپوږمۍ ته مې پۀ ځير ځير ورکتل، داسې ښکاريده لکه هغه ښکلې تکه سپینه سپوږمۍ چې نن مروره وي؛ لکه‌ ښۀ يی چې زړه ډک‌ وي، خو ژړلی نۀ شي؛ ټول دردونه يي په خپله‌ سينه‌ کې پټ ساتلي وي، ګړۍ پر ګړۍ توريږي ورو ورو رژيږي له منځه ځي خو چاته په چيغو چيغو نۀ شي ژړلی، اوښکې نه شي تويولی او شکايت هم نۀ شي کولای.
داسې ښکاريده،لکه: پۀ زرهاوو خبرې يي پۀ زړه کې وي، زړۀ يي ښۀ ډک وي،خو ويلی يي نۀ شي.
سپوږمۍ راته داسې ښکاريده لکه يوه پښتنه نجلۍ،چې هيڅکله خپل دردونه نۀ شي ويلی،تل چوپ وي او لوی هنر او ښيګڼه يي هم پټه خوله اوسيدل اوسي، هر ځای يي په صفتونو کې همدا ويل کيږي، چې پټه خولۀ ده، لۀ خولې آه نه باسي ، چې مړ سپی لاس کې ورکړې کشوي يي ، هر ظلم ته‌غاړه ږدي هر څۀ پۀ پټه‌ خوله‌‌ زغمي، داسې ښه ده پټه خوله ده،اوفف به يې وانۀ ورې،که هر څۀ پرې راځي خو دا مسلمانه چاته هيڅ هم نه وايي …

لۀ لرې لرې د مسجدونو په لاسپيکرونو کې تلاوت کيده، د قرآن تلاوت او د‌خلکو د الله اکبر غږونه به سره يو ځای شول، فکر ته مې داسې راتلل لکه قيامت چې کيدونکی وي
نن ‌د‌ ټولو خدای ياد شوی وه.

مخکې خو به‌ مو د خلکو د سازونو او پټاقیو له لاسه سترګه نه شوای پټولی خو نن د الله اکبر غږونو فضا بدله کړې وه .

د‌سپوږمۍ رڼا ورو ورو کميده‌،ستوري لا تر سپوږمۍ ډېر ځليدلي ښکاريدل
تل به د‌سپوږمۍ صفتونه کيدل خو حالاتو سپوږمۍ له‌ ستورو هم کمزورې کړې وه .
د مخ‌ رڼا يي پر ختميدو وه،تکه سپينه سپوږمۍ توره اووښتې وه، سرې ردې پکې داسې ښکاريدې لکه پۀ زړه يي چې خنجر خښ وي.

د‌اوړي وروستۍ مياشت وه، د‌حويلۍ هوا ډیره معتدله او زړۀ راښکونکی وه ، کله به‌ ښکلی نری باد‌شو، چې د‌ پيکي ويښتان به‌ مې پر سترګو راوستل، شمال به مې پۀ زړه ساړه راننه ايستل ، وبه‌ يي ريږدولم او لږ څه به‌ مې ‌د‌ يخ احساس وکړ.

بس کابل کې خو چې غنم لو شول نور يي ژمی بوله.
کله‌ کله‌ به‌ د سپيانو غپهاری هم راغی؛ ما دوه سترګې په سپوږمۍ کې خښې کړې وې.

شپه توره تيارۀ وه، د‌تليفون پر صفحه مې لاس راکش کړ لس نیمې بجې وې، د پښو ترپ ترپ شول،چې ورته ځير شوم،پلارجان مې وۀ، د لستوڼو پۀ راښکته کولو لګيا وه، ښکاريدۀ چې تازه یی اودس کړی ده،
چې په ما يي سترګې ولګيدې، د خيال ماڼۍ يي راړنګه کړه، راباندې یی غږ کړ:
« وه نجلۍ، دلته څه کوې ؟؟؟
ځه کوټې ته لاړه شه،
سپوږمۍ ته ډېر مۀ ګوره چې لا وړه يي،بل نجلۍ يي،نازک مزاجه يي،
په ذهن به د‌ې فشار راشي.»

نه نه آغاجان زه‌غواړم سپوږمۍ وګورم.
پلار مې « نه کنه‌ لورمې سترګو ته دې تاوان کوي، چې زړه دې طاقت نۀ کوي ، ځه‌ اودس دې تازه کړه، يو دوه رکعته نفل وکړه ، خدای دې ياد کړه»
بیا يي د لستوڼي تڼۍ وتړله، پۀ ږيره يي لاس راتير کړ،راته يي کړه، پخوانيو سپينږيرو به ويل:
« کله چې سپوږمۍ تندر ونيسي، نو پوه شئ چې الله خپلو بنده‌ګانو ته سخت پۀ قهر ده، بل به يي ويل: کله چې دنيا کې ظلمونه ډېر شي،د‌مظلوم حق تر پښو لاندې شي نو سپوږمۍ نيول کيږي.»

چې بل به يي څه ويل خو ژر مې خبر ورقطع کړه .
نو موږ بيچاره ګانو څه کړي چې الله راته په قهر دی؟؟
دلته خو اسلامي حکومت ده،
ټولې ښځې په حجاب ګرځي،
سړيو اوږدې اوږدې ږيري پريښي،
ښځې هيڅ لۀ کور نه نۀ ووځي،
مکتب نشته،پوهنتون نشته …
ښځې خو لا څۀ چې سړي هم پتلون نۀ اغوندي،
ټول سړي تر پښو اوږده اوږده کالي اغوندي، تسپې يي لاس کې وي،
ټول ځانونو ته اصلي مسلمانان وايي؛

نور نو څۀ وکړو، ولې پر موږ دومره عذابونه راځي !!؟
ته خو ګوره کنه، څو ورځې مخکې د کونړ زلزلې څومره خلک تباه کړل او اوس دا د سپوږمۍ تندر نيول يي لا بله.
خبرې مې لا پسې اوږدولې چې پلار مې شروع وکړه:
« هی هی ته له دنیا څه خبره، چې څۀ ظلمونه نۀ دي روان، نو په اوږدو کاليو او ږيرو خو څوک نۀ مسلمانيږي او نۀ د ښځو پۀ کور بندي کول په اسلام کې شته؛ لورې ته په څۀ پوهيږې، چې څومره ظلمونه روان دی.»

خبرې يي لا پسې اوږدې کړې، ويي ويل:
ملګرو مې کيسه کوله:
« په همدغه کونړ کې د دوو کورنيو تر منځ دښمني وه،‌ تۀ وايه ښه،
نو دا د يوې کورنۍ څو غټ غټ سړي سره يو ځای شوي، ددې بلې کورنۍ يو شپږ کلن وړکی هلک يي په چل چيرته لرې غرۀ ته بيولې»
کونړ ټول غرونه دي تيږې پکې بيخي ډېرې دي ذهن ته مې هغه سندره راغله چې وايي: دا غرونه غرونه افغانستان ده؛ موسکۍ شوم؛ زړۀ کې مې ويل دا به يي کونړ ته ويلې وي.
« نو دې د خدای ظالمانو د ژوندي هلک په خوله کې اول تيګې ټک وهلي، ټول غاښونه يی پرې مات کړي، بیا يي په زړۀ زړۀ کې په غټوغټو تيږو ويشتلی، چې هغۀ بیچاره حتا چيغې هم نه شوای وهلی او همداسې پۀ وهلو وهلو يي وژلی؛
کورنۍ یي لکه ليوني پسې ګرځيدله؛ مور خو يي په لوڅو پښو د کونړ په سوځنده غرونو باندې مڼډې وهلې، هيڅ پۀ درد نۀ پوهيده،
نۀ يي پښې سوځيدې او نۀ تيږو خوږوله.
له پښو يي وينې روانې وې خو دا لا خبره هم نۀ وه؛ بیا يي په داسې حال خپل ورک زوی موندلی وۀ ، چې په وينو سور پروت وه او پۀ ټول ځان يي تيږې پرتې وې.»

د اولاد درد بل رقم بد درد وي،نو چې څنګه به د خدای قهر نه نازليږي.
دې سره یی لندې څپلکې له پښو وايستلې، کوټې ته لاړه.

چې مې د‌ظلم خبره واوريده، سرمې شاته په ديوال کيښود، سترګې مې پرې ونيولې ، چې
د وږمې کيسه راپه زړه شوه، وږمه مې د‌کاکا لور ده، هغه نرسه ده او پۀ يوۀ کلينيک کې دنده لري.
تيره د جمعې ورځ موږ کره راغلی وه خپه ښکاريده،چې مې د خپتيان علت ترې وپوښتۀ،
د خپلې همکارې مرضيي کيسه يي راته وکړه،ويل يي: « ډېر مې زړه ورته بد ده او واقعا ددې جهان دومره مکاره نظام ته حيرانه يم»
د کيسې پۀ اوريدو ما هم يو ډول شوک وخوړ، چې تر څو ورځو ډېره ورته خواشينې وم او بیرته پۀ حال نۀ راتلم.
وږمې وويل:
« نن مې له دنيا زړۀ تور شو، واقعا دنيا ظالمه ده او بیا ښځو سره وحشي ظلمونه روان دي»
بیا يي کيسه داسې پيل کړه:
«نن مې همکاره مرضيه چې ښه د راز و نياز ملګرې مې هم ده،ځکه چې تل يي تور حجاب اچولی وي او په مخ رويبند اغوندي، موږ ورته له ټوکو داعشه وايو،
خو ظالمه خدای ناترسه دنيا ده، د‌هغې ديندارۍ ته هم چا ونه کتل، بيچاره د يوۀ وحشي ظلم او روحي شکنجې ښکار شوه، سخت مې زړه پرې درد وکړ»
ما ورته وويل: نجلۍ فلسفې دې پريږده، اصله کيسه وايه چې په تشويش شوم،څۀ پرې شوي ؟
وږمې ستونی تازه کړ،سوړ اسويلی يي وايسته بیا يي ويل:
«نن يي هم تور رويبند پر مخ وه چې دفتر ته راننوته،
څوکۍ مې له ميز نه لږ شاته کړه، ورته ودريدم،
ستړي مشي مې ورکړه،
چې يي لاس راکړ لکه د اتيا کلنې یي لاس ريږديده،‌‌ پړک پسې اخيستې وه،ورخطا شوم.
مرضيي ښه يي ؟
صحت خو دې ښۀ ده ؟
د مرضيي تور رويبند مې شاته واړاوه، چې مې يي پر مخ سترګې ولګيدې، د اننګو سرخي يي ورکه وه، شوڼډې يي سپينې تښتيدلې وې.

وږمه‌ – ولې وه نجلۍ مريضه خو نه يي؟
چې حال د ښه نه وه خو دفتر ته به نۀ راتلې، څه د قرآن توری خو نه ده چې درڅخه پاتې به شي،خو دا يي يوه ورځ غيرحاضره.
د مرضيي سترګې راډکې شوې سر يي راته د نه په پلمه وښوراوه،چې مریضه نۀ يم .
وږمه – خی ولې؟
څه شوي؟
هلک دې څنګه ده؟
اممممممم نۀ چې بیا مو سره جنګونه کړي!

مرضيي په غريو نيولي غږ وويل:
خدای دې تباه کړي.

وږمه‌ – ولې ولې؟
څه شوي؟
مرضيه غلې وه هيڅ يي هم‌نه‌ ويل‌،داسې وه لکه بې روحه چې وي،لکه يو ژوندی جسم،لکه‌ سپينې يي چې تښتيدلې وي.

د‌ هغې لۀ يوه هلک سره مينه وه،عادي مينه نۀ
حيرانوونکې مينه !!
داسې مينه چې هغۀ ته به يي خپل روح ويل
په يادونو به يي خندل،هغه به تل ډېره خوشحاله وه ، که به څومره مشکلات پرې راغلل بیا به يي هم خندل، د‌هغې اسد د‌هغې دنيا وه.
هغې به تمامه ورځ د‌هغه صفت کاوه ثنا او صفت یی لۀ اسد‌ سره وه،
د خبرې سر به يي هم اسد‌ وۀ او آخر هم،

زۀ يي چې يوازينۍ راز داره ملګرې وم،
تل به يي راته د‌ هغه د مينې او ښه توب کيسې کولې چې به مې هر څومره کوښښ وکړ چې د خبرو موضوع بدله کړم، خو هغې به بیا هم پۀ يوې پلمه نۀ پۀ يوې پلمه د اسد صفت راته شروع کړ؛ لکه هغه نيکۍ چې ده :
څومره خوږې راباندې لګي
څوک چې خبرې د جانان راته کوينه.

مرضيي به‌ ويل:
«اسد مې يوه‌دنيا ده،هغه‌لکه پيغمبر ده ډېر نيک خويه انسان ده هغه د الله لۀ خوا ماته يوه ستره ډالۍ ده»

اسد‌‌ به‌ هم ورته هره دقه د راتلونکي ژوند او واده وعدې ورکولې،مرضيي ته يي خپله ناوې ويلې، تل يي ډاډه کوله اوله او آخره خبره به يي همدا وه:
*مينه درسره لرم او ته فقط د ما يي فقط او فقط د ما، ولاکه دې د چا پلار راڅخه‌ واخلي*

وږمې پۀ بالښت تکيه وکړه، له چايو يي غړپ وکړ، اسويلی يي وايسته، بیا يي کړل:
« دې ساده ګلې هم لۀ زړۀ باور پرې کړی وه.»
ما به تل ورته ويل:
ګوره سړي ډېر مکار او دروغجن‌ دي‌،دومره باور پرې مۀ کوه د ما مور تل متل کوي، وايي:
«نی به‌ روی ناز، نی به‌‌ موی ناز، نی به‌ شوی»
په‌ دې سړيو هيڅ باور نشته،
ګوره اوسني خلک نۀ پۀ قسم بند دي،نۀ پۀ ژمنه او نۀ د غيرت پروا لري.
ګوره که‌ رښتيا درته وفادار وي او تا غواړي،‌ نو بیا ولې درته څوک‌ نه راليږي، ولې خپل کور کې نه وايي!؟
خو د مرضيي سترګې يي تړلی وې هغې چيرته د ما خبر منله،کله به حتا راسره مروره شوه چې نۀ ماته د اسد بد‌ وايي.
هغې به‌ ويل: « خيرده وبه شي،اوس لږ مشکلات لري، وايي لږ راته په‌ تمه‌ شه‌
او بل هغه خو تل راته په خدای قسم خوري!»
وايي: « قسم‌پۀ هغۀ رب چې دا ټول جهان يي پيدا کړی، تۀ به‌ فقط او فقط د ما يي،
ولاکه دې د چا پلار راڅخه واخلي،
باور وکړه چې د تا په مقابل کې د هغې مور پروا هم نۀ لرم چې زيږولی يي يم‌.
مرضيي؛ تۀ به مې یوازينۍ ښځه يي،هيڅ تشويش مۀ کوه ليونۍ مې، دا مې درسره کلکه پښتنه ژمنه ده‌
اوهو،ما دې پښتنې مور شيدې خوړلي،
زۀ بيغيرته نۀ يم.
ګوره خوږې مې،‌ قسم پر الله زۀ بيغير لۀ تا بل هيڅوک نۀ لرم خيرده د خدای لپاره راڅخه لرې مۀ ځه،ما تنها مۀ پريږده، تۀ مې روح يي او پۀ تا ژوندی يم، بې تا به‌ مړ شم .»

بيا يي راته ويل:
«ګوره وږمې اسد مې حتا د‌ خدای په وړاندې پۀ اوداسه زۀ قبوله کړې يم»
اسد‌مې پۀ توره شپه پس لۀ لمانځه راته ويل:
قبوله مې يي،
قبوله می يي،
قبوله مې يي،
پۀ څلور نۀ پۀ دولس مذهبه مې قبوله يي،
بیا يي ويل شاهد مې خدای ده!

مرضيه ليونۍ معصومه نجلۍ وه،هغې په خدای باور درلوده، هغې د پښتنو وعده هر څۀ بلله،
نو ځکه يي ‌لۀ زړۀ ورباندې باور کړی وه، د ژوند ټولې هيلې يي ورپورې تړلې وې.

هغې به ويل:که مې هلک نه وي زه مړه کيږم.
هغه د ما لکه روح ده .

مرضيه په قد لوړه تکه سپينه نجلۍ وه،
د‌لياقت یي نوم لګيده،له حيا ډکه وه،
هغه ډاکټره وه،خو پۀ ديني علومو ډېره زياته پوهيده.
مګر نن يي پوره رنګ الوتی وه، نۀ يي ګلابي اننګي پاتې وه او نه يي سرې شوڼډې،
ژوندۍ وه خو داسې ښکاريده لکه مړه چې وي
لکه روح چې پکې نۀ وي،
لکه يو بې روحه جسم چې وي،
هغه لکه ژوندی مړی داسې شوې وه ….

د مرضيي سترګو ته مې وروکتل، په لرګينه څوکۍ کيناستو، سترګې يي پټې کړې پۀ زيړو اننګيو يي د‌‌ اوښکو سیلاب راغی‌ سر يي شاته په ديوال کيښود، پۀ ژړاغوني غږ يي راته وويل:
وږمې، اااااسد مې،‌ بیا سلګيو پسې واخيسته‌.

وږمه – هوهو ووايه ولې اسد
په هغه څه شوی؟؟؟
مرضيه – هغه دې خدای تباه کړي،لکه زه يي چې تباه کړم.

وږمه – ولې ولې ؟؟؟
څه يي کړي؟؟
خو ووايه کنه

مرضيه – تۀ پوهيږې!!؟
هغه ما سره دوکه وکړه،زه يي تباه او برباد‌‌کړم لۀ ما يي د‌ما ژوند واخيسته .

وږمه – ولې؟
څنګه دوکه؟
څه يي کړي؟
بیا يي لۀ ژړا پۀ ډک غږ ويل: مرضيې زړۀ مې لۀ تورو وينو ډک ده، تۀ پوهيږې؛ هغه بې وجدانه خپل کور لري،ښځه لري او ماشومان هم لري.

وږمه – وۍ خدای د نۀ کړي دا څۀ وايې
مګر هغۀ خو تاته ويلي وو چې زه مجرد هلک يم او ټول ژوند مې ته يي،
په ژوند کې فقط تا لرم،
تا ويل: چې راته وايي
په خدای قسم تۀ مې اوله او آخره ښځه يي.
نو څنګه امکان لري؟

مرضيه – بس نو دروعجنه مکاره زمانه ده،
تا راته رښتيا ويلي وۀ ، دې دنيا کې هيڅوک هم د‌باور وړ نۀ دي‌.

وږمه – خو ته څنګه پوه شوې؟
مرضيه – هغه بې وجدانه خپله راته وويل:
وږمه – څه يي ويل:
مرضيه – ما ورته ډېر ټينګار وکړ چې زه نۀ غواړم چې نور نامحرم سړي سره خبرې وکړم،موږ په پوره مانا سره وپيژندل يو بل مو خوښ دي، نور ددې وخت رسیدلی چې بايد دې کور کې ووايي ، چې کورنۍ دې د ما غوښتلو ته راشي بايد نامزاد شو څو بيغمه سره خبرې وکړو، ګوره ذهنونه به‌ذمو ارامه شي
پس له نکاح به مو خبرې ګناه نۀ ثواب وي،وجدان ته به ملامت نۀ يو، خلاصه
بیا به نۀ د چا پور وي نه پيغور …

چې يي نۀ منله څو ورځې ترې په قار شوم .
خو دی مې هيڅ کيسه کې هم نه وه يو ځل يي هم د‌ما پوښتنه ونه کړه .
بیا مې هم زړه طاقت ونه کړ، ما ويل: ځه مصروف به وي .
بیا هم ليونۍ شوم ، زنګ مې ورته وواهه،
تليفون يي اوکې کړ‌، رويه يي بلکل بدله شوې وه ، هيڅ هغه اسد‌ نه وه پاتې.
حتا هلووو يي په يو رقم غرور وويلې.
له ستړي مشي وروسته مې بیا ورته وويل:
چې بايد نامزاد شو نو تر څو به همداسې پۀ ناروا سره غږيږو د خدای قهر به راباندې ووريږي‌.

خداسته همدا خبر پرې بده ولګيده څۀ بلا
لهجه يي بې حده ډېره قهرجنه شوه
راته يي وويل:
تۀ څۀ فکر کوې !!؟
زۀ به تا رنګو نجونو سره واده کوم
همدا تا رقم فاحشو سره !!!
بیا يي پۀ لوړ غږ وخندل ههههههههههههه اوهو زۀ خو تا خپله بوټ‌پاکه هم نۀ نيسم، نو ښځه به‌‌ دې څنګه جوړوم.
تۀ رنډۍ چې ماسره غږيږې،
نو شل لوڼډه ګان به نور هم لرې،
چې ماته عکس ليږې،
نو شلو نورو ته به يي هم ليږې،
ما هسې خپل سات درباندې تيراوۀ،
ما ويل: لږ مو وخت ښۀ تير شي،
که نه،
زۀ خو خپله ښځه لرم، ښۀ ښۀ اولادونه لرم، هغو ته ډوډۍ پۀ زرو پدرنالتيو پيدا کوم نو تا څۀ پۀ تندر وهم.
بیا يي لۀ اوبو غړپ وکړ، اوهو
تا رنګې ښځې فقط د‌ساتيرۍ لپاره وي د ساتيرۍ!
زۀ هيڅکله هم تاسره واده نۀ کوم دا د ښه غوږ مې ونيسه،دا خوبونه دې اوبو ته وايه.

مرضيه:اوففففففففف الله دې خبرو حيرانه کړم لکه يو بد‌ وحشتناک خوب چې وينم، دنيا راباندی وګرځيده .
په زړه مې خنجر وخوړه .
زړه مې غټ سوری شو .
زړۀ مې راډک شو بیا مې ورته ويل:
نو تا ولې داسې وکړل ؟
اسد: بس ښۀ مې وکړل،نر يم، څۀ مې چې زړۀ وغواړي همغه کوم، نرانو ته خو څۀ شرم نشته،
تاسو د دووس لورګانې د همدې لپاره ياستئ چې سړی درباندې سات تير کړي.

مرضيه: رزيله بې شرفه بیا په عمر هم ماته زنګ ونه وهې همدا اوس دې بلاک کوم‌.

اسد : د سپي لورې، هاغه پلار دې هم ما نۀ شي بلاک کولاي.
اوس خو به مې سپۍ غوندې هره خبر منې، اوس مې چې څه زړه غواړي هغه به درباندې کوم،
نور چې څنګه ما ډول واهه ته به هسې راته رقصيږې.

مرضيه: هیڅ نۀ، څه مجبوريت لرم نور د پۀ تندر وهم .
اسد: ته مجبوره يي مجبوره!
بیا يي اشفلاق وکړ ههههههههههههههه ښه لوړ يي وخندل، د رڼډۍ لورې
ستا عکسونه !
ويديوګانې
ماسره ويديوکالونه
ههههههههههههههههههههههههههه دا خو دې ياد‌ دي کنه
بیا يي په قهقه وخندل ههههههههههه
ټول راسره ثبت دي،
که مې خبر ونۀ منې بیا د ګوتو ټقونه وايستل، نو داسې به دا ټول په فيسبوک نشر کړم.
چې نۀ تۀ چاته مخ ښکاره کړي شې او نۀ دې کورنۍ .
ژوند به درباندې دوزخ جوړ کړم.

مرضيه: نور سر راباندې وګرځيده ، پۀ خپل باور ډېره پښيمانه وم خو اوبه لۀ ورخه تيرې وې،
د خدای دربار ته حيرانه شوم
نو څنګه امکان لري چې
يو مسلمان دې په دروغو قسم وخوري،
يو پښتون دې دروغجنه وعده وکړي
او يو انسان دې لۀ انسانيت نه تير شي.

بیا مې ورته ويل: ګوره اسده خيرده ټوکې راسره مۀ کوه، مړه به شم،
هغه بیا وخندل ههههههههههههههه ته مې مقصد خبر ونۀ منې بیا به ټوکه درته پټاکه کړم.

مرضيه: اوس ته راته ووايه وږمې، زۀ به څه کوم کورنۍ ته به څۀ ځواب وايم .
اوس مې دنيا وپيژنده نور پوه شوم چې :
اوسني خلک نۀ په قسم بند دي،
نۀ وعده ورته ارزښت لري،
او نۀ پښتو او غيرت پيژني،

بیا يي خپلې بهيدلې اوښکې په لاس پاکې کړې
وږمې څوک مې په ژړا ونۀ ويني چې اوس به يي يو خروار نورې خبرې راپسې ترلې وي
دلته خو ښځې پۀ ښکاره اوښکې هم نۀ شي تويولی».

شمال مې پۀ اننګو سوړ ولګيدۀ د پيکي ويښتان مې پر سترګو راغلل چې مور مې راغږ کړ:

« ونجلۍ، بلا غواړې چې دې درندې شپې کې ونې لاندې ولاړه يي يو خو سپوږمۍ تندر نيولې، خطرناکه شپه ده،
بل دې تک سرۀ کالي اغوستي، لکه ګروپ داسې بليږې،
چی به درباندې کيني بدبختی بد شی ده
ځه تيره شه کوټې ته »

سپوږمۍ ته مې وروکتل، سرې سرې ردې پکې لۀ ورايه ښکاريدې، زخمي زخمي وه،
لکه د‌وينو ډڼډ داسې اووښتې وه، د‌ اوښکو پر ځای يي لۀ سترګو وينې بهيدلې!!!
پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.