ځوانان څنګه کولی شي د څو قطبي نړۍ لپاره لاره هواره کړي؟

حميدالله بسيا

86
لومړی به له هرڅه مخکې د څو قطبي نړۍ په اړه لنډ وليکو: څو قطبي نړۍ د نړیوال سیاست هغه حالت ته ویل کېږي چې پکې د نړۍ ځواک او واک یوازې د یوه یا دوو لویو زبرځواکونو پر ځای د څو بېلابېلو هېوادونو او قدرتي بلاکونو ترمنځ وېشل شوی وي. په دې مانا چې نړیوال ډګر یوازې د یوه مرکزي ځواک تر سیوري لاندې نه وي، بلکې څو هېوادونه په یو وخت کې د سیاست، اقتصاد، ټکنالوژۍ او پوځي ځواک په برخو کې د مهمو لوبغاړو په توګه خپل رول لري.
په څو قطبي نړۍ کې نړیوال ځواک په بېلابېلو هېوادونو لکه امریکا، روسيه ،چین،  اروپايي اتحاديه، هند او نورو ستر اقتصادونو او سیاسي لوبغاړو کې وېشل کېږي. دا ډول نظام د سیالۍ او همکارۍ ګډ انځور وړاندې کوي، یعنې هېوادونه کله ناکله د خپلو ملي ګټو د خوندي کولو لپاره سیالي کوي او کله بیا د نړیوالو ستونزو لکه د اقلیم بدلون، تروریزم او نړیوال تجارت په برخو کې له یو بل سره ګډ کار کوي.
دغه حالت د اقتصادي تنوع او سیاسي توازن لامل ګرځي، ځکه نړیوال اقتصاد یوازې د یوه هېواد تر واک لاندې نه وي او د سیاسي پرېکړو په بهیر کې د نورو هېوادونو دریځونه هم اهمیت لري. له بل پلوه، څو قطبي نړۍ ګټې لري لکه د یو هېواد د انحصار مخنیوی او د کوچنیو هېوادونو لپاره د مختلفو ملګرو موندلو اسانتیاوې. خو له ستونزو هم خالي نه ده، ځکه د سیالیو زیاتوالی کله ناکله د شخړو او جګړو لامل ګرځي او د نړیوالو پرېکړو په ترسره کېدو کې ځنډ رامنځته کوي.
په اوسني وخت کې ډېر شنونکي باور لري چې نړۍ له هغه یو قطبي نظام څخه، چې د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته د امریکا پر محور ولاړ و، ورو ورو د څو قطبي نظام پر لور روانه ده. چين، روسيه، هند او نور هېوادونه ورځ تر بلې د نړیوالو چارو په سیاسي او اقتصادي ډګر کې ډېر نفوذ ترلاسه کوي او نړۍ د داسې نظم پر لور بیایي چې ځواک پکې په څو بېلابېلو مرکزونو وېشل شوی وي.
د نړۍ حالت چې ورځ تر بلې نور هم پېچلې کېږي. د ساینس، ټکنالوژۍ او اقتصاد د چټکو بدلونونو ترڅنګ، بشر له نوو ننګونو لکه اقلیمي بدلون، ټولنیزو نابرابریو او سیاسي کړکېچونو سره مخ دی. د دغو ستونزو د حل لپاره د نړۍ د ځوانانو ګډ فکر، نوښت او همکاري ته اړتیا ده.  او په همدې ځای کې د ځوانانو نړیوالې غونډې خپل ارزښت ښکاره کوي.
د داسې نړيوالو غونډو چې ګډونوال يې ځوانان وي د نړۍ راتلونکی ټاکی ، دوی یوازې زده کوونکي او ورزشکاران نه وي، بلکې د خپلو ټولنو راتلونکي مشران وي. کله چې دوی سره راټولیږي، د مختلفو هېوادونو د ځوانانو  تجربې او لیدلوري سره تبادله کوي، او دا تبادله د راتلونکي نړیوال مشرتابه لپاره بنسټیز رول لوبوي. ځوانان چې په ځوانۍ کې یو بل وپېژني، وروسته د هېوادونو ترمنځ د دوستۍ او همکارۍ پلونه جوړوي. دغه ډول اړیکې د سیاسي اختلافونو پر ځای د ګډو ارزښتونو او موخو پر بنسټ ولاړې وي.
ځوان ذهنونه د نوو نظرونو زېږنده دي. په نړیوالو غونډو کې د ټکنالوژۍ، هنر، ورزش او سوداګرۍ ګډ بحثونه ډېر داسې نظرونه زېږوي چې ښايي د نړۍ د ستونزو د حل کیلي وګرځي. کله چې د نړۍ له بېلابېلو سیمو ځوانان سره یوځای شي، د یو بل کلتور، دودونو او ژوند طرز وپېژني. دا پېژندګلوي نه یوازې د زغم او درناوي فضا پیاوړې کوي، بلکې د نړۍ د یووالي احساس هم پياوړی کوي.
په دغو غونډو کې ځوانان یوازې نظریات نه شریکوي، بلکې د عملي پروژو پر لور ګام اخلي. له سټارټاپونو نیولې تر هنري پروګرامونو او د چاپېریال ساتنې نوښتونو پورې، دا ټول د سبا د نړۍ د جوړولو په لور ګټور ګامونه دي.
 په دې لړ کې د نړۍ ‌ځينې هېوادونه په ځانګړي ډول روسیه د نړۍ د ځوانانو لپاره د یووالي، همکارۍ او نوو فرصتونو یوه لویه ډګر ده. د ۲۰۲۵ د سپتمبر له ۱۷مې تر ۲۱مې پورې د نیژني نووګورود ښار د ځوانانو نړيوال د فستیوال کوربه دی. دا غونډه د عصري فستیوالونو په لړ کې لومړنی نوښت ګڼل کېږي چې په کې به د نړۍ له هرې برخې د ځوانانو استازي سره راټول شي.
په دغه پروګرام کې  به شاوخوا دوه زره ځوان برخه واخلي: زر تنه د روسیې او زر تنه له نورو هېوادونو. د ګډونوالو په منځ کې به د ۱۴ تر ۱۷ کلونو ځوانان هم شامل وي. دوی به د رسنیو، هنر او نوښت، ورزش، ساینس او زده‌کړو، سوداګرۍ، ټکنالوژۍ او دولتي مدیریت له برخو استازیتوب کوي.
د نیژني نووګورود ښار د ځوانانو نړيوال د فستیوال یوازې یوه فيسټيوال نه دی، بلکې د راتلونکې نړۍ د جوړولو تمرین دی. موخه یې دا ده چې ځوانان په ګډه د داسې نړۍ په لور ګام واخلي چې عادلانه وي، څو قطبي وي او د ټولو ګټو توازن پکې خوندي وي. ګډونوال به د دې فرصت ولري چې له بېلابېلو هېوادونو نوې ملګرتیاوې رامنځته کړي، د ځوانانو پر تودو موضوعاتو مناظرو او بحثونو کې خپلې ویناوې وکړي او خپل نقطه نظرونه څرګند کړي، د ورکشاپونو او عملي پروژو له لارې خپل مهارتونه لوړ کړي، خپل سټارټاپونه وړاندې کړي او پانګه‌اچوونکي ومومي، د رسنیو په سټوډیو کې د محتوا جوړول زده کړي، په هنري او ورزشي فعالیتونو کې خپله وړتیا ښکاره کړي او آن د نړۍ تر ټولو لوی ګډ انځور جوړ کړي.
په ټوله کې، دا غونډه یوازې د څو ورځو پروګرام نه دی، بلکې د ځوانانو لپاره د ژوند یوه نوې تجربه ده ، داسې تجربه چې له ملګرتیا، سیالۍ، زده‌کړې او نوښت ډکه ده او د نړۍ د راتلونکې د جوړولو الهام بخښي.
په پایله کې، د ځوانانو نړیوالې غونډې د یوه نوي، عادلانه او څو قطبي نړۍ د جوړولو لپاره بنسټیز ارزښت لري. دا غونډې یوازې د څو ورځو لپاره نه دي، بلکې د اوږدمهالو اړیکو، ګډو ارزښتونو او د راتلونکي  مشرانو د روزنې ډګرونه دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.