که چا ته فاتحه کوو؛ نو له ويرجنو جملو استفاده کوو، له ملګرو سره بې تکلفه غږېږو او له مشران سره په خبرو کې مؤدب يو. هر ټولنيز موقعيت خپل الفاظ او ژبه لري. که سره غلط يې کړو، يو عالم ستونزې او ورانپوهاوي راپيدا کوي.
ليکنۍ ژبه که څه هم د محدود مکان له حدودو وتې وي؛ خو له خپلو موخو سره تړلې وي او دا موخې ليکوال ته وايي، چې څه ووايي، څه و نه وايي او څه ډول يې ووايي. که يو ليکوال په کيسه کې په کشمکش ليکنه کوي؛ نو هيله مو ترې دا وي، چې ټوکې ټکالې پکې و نه کړي؛ خو که يو څوک خپلې خاطرې ليکي، بيا ترې د نارسمي سبک هيله کوو.
علمي ليکنې او شخصي خاطرې دواړه د ليکنو دوه انتها دي، مقاله په رسمي ژانرونو کې راځي او خاطره په تخليقي هغو کې؛ خو د دې ترمنځ هم ځينې مقالې شته، چې دا دواړه منتهاوې سره ګډوي. که د ليکوال موخه چورلټه رسمي يا تخليقي نه وي؛ نو دا ممکنه ده، چې د دواړو منتهاوو ترمنځ لاړ شي. د استاد شپون په ځينو مقالو کې د رسمي او نارسمي سبک ګډون وينو؛ خو په دې ګډون کې هم د طنز او خندنيو پر ځاى مزاح جوت دى. د استاد موخه يوازې موضوع نه ده، بلکې د مزاح د حس خړوبول هم دي.
په مقاله کې يوازې ابتذال نه، بلکې شاعرانه توب هم يوه لانجه ده، په هغو کتابونو کې، چې ليکوال يې محصلانو ته د تاليفونو په توګه ليکي، د شاعرۍ اجازه نشته؛ خو په ادبى ټوټه يا رومانتيک نثر کې ليکوال له انځوريزې ژبې نه استفاده کولاى شي.
په هغو مقالو کې چې څه ويل مهم وي، ابتذال د جملو او کلمو له انتخابه پيدا کېږي. زموږ د پخوانو استادانو په اړه ويل کېدل چې متين نثر لري. د متين نثر تعريف اسانه دى؛ خو د هغوى ليک ډېر ورو ورو په مخ ته او پايلې ته دې بايد ډېر ورو ؛ خو ارام مزل کړى واى. په اوسنيو نثرونو کې تادي(بيړه) او لوړ ځوړ وينو او دا بيړه په موضوع پورې د ټينګو تړليو جملو له انتخابه پيدا کېږي.
يو وخت مې ليکلي وو: ”له محصلینو مې ډېر اورېدلي، چې لومړی خو موضوع پیدا کولی نه شي، چې بیا يې پیدا کړي، پیلولی يې نه شي او چې پیل يې کړي سمه يې شنلی نه شي او لیکوالي خو څه ګولۍ دي نه، چې سړي ته يې ورکړې او چې سهار راپاڅي، لیکوال ترې جوړ وي. لیکوالي تش تمرین دی، د فکر تمرین، د لیکلو تمرین. که پر موضوع او ژباړه دې فکر کاوه، مطالعه دې کوله او د ژبې په کارونه پوه وې؛ نو پوه شه چې لیکوال يې.”
دا پارګراف د ليکوالۍ په اړه دى. ليکوالي يوه جدي موضوع ده، چې بايد له رسمي سبک نه پکې استفاده شوې واى؛ خو دلته سبک ډېر ناجدي او ان مبتذل شوى غوندې دى. هغه وخت مې فکر کاوه، چې که جدي خبره په نارسمي ډول وکړو؛ نو له رسمي نثره ستومانه لوستونکي ته به خوند ورکړي او څرنګه چې د ده په ورځنۍ ګړنۍ ژبه وي؛ نو مفهوم به اسانه واخلي؛ خو اوس فکر کوم، چې تېروتى وم. نارسمي سبک کله د جدي موضوع موثريت ختموي؛ اوس مې کله د خپلو ليکنو دا ډول بېځايه نارسمي انداز ځوروي او ښايي همدا ځور وي، چې خپلې ځينې پخوانۍ ليکنې بيا نه لولم.
زما د پخوانۍ ليکنې په پاسني پاراګراف کې دا جمله : ” او لیکوالي خو څه ګولۍ دي نه، چې سړي ته يې ورکړې او چې سهار راپاڅي، لیکوال ترې جوړ وي.” راته تر نورو ډېره مبتذله ښکاري او هر ځل چې ورسره مخ شوى يم، کراهت مې احساس کړى؛ خو دا جمله ” که پر موضوع او ژباړه دې فکر کاوه، مطالعه دې کوله او د ژبې په کارونه پوه وې؛ نو پوه شه چې لیکوال يې.” که څه هم مخاطب ته د يوه ناپوه فرد په سترګه کتل او د مفرد صيغه ورته کارول راته مناسب نه ښکاري؛ خو دا چې لوستونکى پکې ښکېل شوي؛ نو نثر ملموس شوى. دا زما توجيه ده؛ خو له دې توجيه سره پکې د ابتذال کچه ډېره ده. ځينې نورې جملې شته، چې ابتذال هم نه پيدا کوي، نثر هم ملموس کوي او له نارسمي بڼې يې نه باسي؛ هغه کله ناکله د جمع مخاطب ضمير کارونه ده، مثلا د ژبې په نظريه ليکنه کوو، طبعا موضوع رسمي او موخه په څه ويلو څرخي، په داسې وخت کې اختلافي ټکي ته د لوستونکي د ورماتولو لپاره يوه فقره ورزياتوو؛ ”خو دا به نه هېروو، چې….” دا جمله د لوستونکي په خوبولي ذهن د اوبو د شيندلو کار کوي او ليکنې ته يې پام وراړوي. يو بل کمال دا لري، چې لوستونکى فکر کوي، چې ليکوال ما په خپله تجربه ورګډوي.
په همدې پاس پاراګراف کې ما د ”طبعا” قيد وکاراوه. دې قيد يو کار دا وکړ، چې ليکنه يې خبرو ته ورنېژدې کړه؛ خو که ما ورپسې نورې نارسمې جملې ورزياتې کړې واى، نثر يې نارسمي او ان مبتذل کاوه. دا راته وايي، چې په ليکنو کې د نارسمي سبک کچه هم مهمه ده. که له ليکوال نه په جدي موضوعاتو کې د نارسمي سبک مالګه ډېره شي، نثر د ابتذال خوا ته بيايي.
په ليکنو کې به د سبک د نارسمي کولو ګڼې لارې وي؛ خو د جملو انتخاب او د رسمي يا نارسمي بڼو اندازه يې تر ټولو مهمه ده، چې سبک مبتذلولاى يا له ابتذاله ژغورلاى شي. ابتذال موږ يوازې هغه بولو، چې له اخلاقي پلوه پرېوتى وي؛ خو د حساسو ليکوالو لپاره د لوستونکي ووړ سپکاوى او په رسمي موقعيت کې د انډيوالۍ د فضا د وړې کلمې يا جملې انتخاب هم ابتذال پيدا کولاى شي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.