د واقعيت ډوله کولو هنر

دوکتور اجمل ښکلی

67

له هنر مو هيله دا ده، چې د واقعيت له محدودې مو وباسي او د خيال پر پرستان مو ګرځوي. هغه خلک چې واقعيتونه راته کټ مټ بيانوي، اديبان نه دي.
له واقعيت سره د خيال دوه ډوله اړيکه ده، يوه لرې او بله نېژدې. په لرې اړيکه کې تخيل د واقعيت پر وړاندې درېږي. مثلا: په تمثيلي کيسو کې حيوانات خبرې کوي يا شاعر شبنم ته شخصيت ورکوي او د محبوبې ملا ورته تر ويښته نرۍ ښکاري.
په نېژدې اړيکه کې هنرمن د تخيل په مټ واقعيت ته نېژدې نړۍ جوړوي، چې په عيني نړۍ کې مازې د نه پېښېدو له امله له واقعيته نه وي بېله، بلکې که ځير شو، ځيني نور بنسټي توپيرونه به يې هم ترمنځ ووينو:
اوسنۍ ريالستيکې لنډې کيسې او ناولونه له واقعيت سره د نېژدې اړيکې په مټ رامنځته کېږي؛ خو په دې کيسو کې د وخت او ځای يو کلي تصور موجود وي، چې لوستونکی يې يوه نامحدود مهال او نامعلوم ځای پورې تړي او دا لوستونکي ته دا امکان برابروي، چې د کيسې پر وخت و ځای سترګې پټې کړې او محتوا ته يې ټوله پاملرنه وکړي.
خو که يو څوک زموږ دا توقع وننګوي، ادب واقعيت ډوله کړي، خوند ترې اخلو، ځکه چې په کيسه کې د خاطرې او ځاپېښو(آټوبايوګرافۍ) خصوصيت پيدا شي.
په پښتو کې دا ځانګړنه د ارواښاد شپون په لنډو کيسو او ناولونه کې ډېره وينو. د نوموړي په “د بنګي غاړه” ځيني لوستونکي د خاطرو ګومان کوي، ځکه چې د واقعيت ډوله کولو له ګڼو مېتودونو نه پکې استفاده شوې ده:
يو؛ د واقعيت ډوله کولو يوه لار د ځای د ټاکلو په بڼه کېږي. که د يوې پېښې مهال ظرف محدوده جغرافيه وي، پر کيسه د واقعيت ګومان کېږي. د استاد په ناولونو او کيسو کې د کندوز د خان آباد او د ننګرهار د خوګياڼو جغرافيې وينو او دا د اوسنيو برياليو کيسو ځانګړنه ده. د مکان له مشخصولو سره د هغې جغرافيې فرهنګ هم کيسې ته راننوځي.
دوه؛ د واقعيت ډوله کولو بله لار د کيسې د وخت مشخصول دي. پېښه په کوم زمان کې ترسره شوې، کومه ورځ، د ورځې کوم مهال، کوم فصل دى. دا بايد معلوم وي، ځکه زمان د کيسې د پيغام او محتوا په لېږد کې مهم نقش لري. داسې چې پسرلى او دوبى د ژوند او منى او ژمى مرګ راتداعي کوي. همدا لامل دى، چې عشقي کيسې په پسرلي يا دوبي کې پېښېږي؛ خو د ويرې او ټولنيزو ناخوالو کيسې په ژمي کې وړاندې کېږي.
مهال يا خطي وي يا غير خطي. يو، خطي هغه دى، چې په منظمه توګه له الف-ب-پ-ت-ج ته راځي. دا ډول زمان د رياليستکو کيسو يوه ځانګړنه ده. په دې کيسو کې پېښې پرله پسې راځي. دوه، غيرخطي مهال د پوسټ ماډرنو کيسو ځانګړنه ده. په دې کې پېښې د الف-ب-پ-ت-ج غوندې پرله پسې نه راځي، بلکې ښايي يو کرکټر په حال کې اوسي، ناڅاپه د خاطرې يا روايت په بڼه ماضي ته لاړ شي. يعنې ج نه يو دم الف ته لاړ شي. که کيسې ته يوه زماني مقطع مشخصه کړو، کيسه واقعيت ډوله کېږي. د استاد شپون په کيسو کې د شاه د وختونو خان اباد، کابل او د جهاد د وخت افغانستان او اوسنۍ امريکا وينو. د زمان له مشخصولو سره هغه ټولې تاريخي پېښې راتداعي کېږي، چې په دې وختونو کې شوې او د استاد شپون کيسې هم له همدې پېښو سره په يوه لړ کې راځي.
درې؛ د مشهورو کسانو له يادونې هم په کيسه کې د واقعيت عنصر پياوړی کېږي. که د کيسې کرکټر له يوه تاريخي کرکټر سره وګوري يا هغه راته د هممهالۍ پر بنسټ رامعرفي کړي، کيسه واقعيټ ډوله کېږي. د تاريخي ناولونو مهم کرکټرونه په پاسنيو دوو سربېره دا ځانګړنه لري.
څلور؛ نور تيت و پرک عناصر چې د اشارو په بڼه موجود وي، لکه د يوه ښار نوم يا د حاکم او واکمن نوم يا د خپل مهال او سيمې اړوند د يوه دود ، سيند، مېوې يا توليد يادونه.
که څوک راته ووايي: “سيلاب راروان دی” نو د دروغو او رښتياوو په اړه ټينګه پوښتنه کوو، ځکه چې زموږ له ژوند سره سملاسي اړيکه لري؛ خو که څوک راته ووايي: “يو بزرګ و”؛ نو بيا يې راته دا مهمه نه ده، چې بزرګ څوک، چېرته اوسېده، کله اوسېده. د دې پر ځای راته خبره مهمه وي، ځکه چې زموږ له اخلاقي ژوند سره اړيکه لري؛ خو اوس خلک رياليستيک شوي او واقعيت ډوله خيالي کيسو ته اهميت ورکوي. پخوانو به ويل “و نه و، يو پاچا و”، اوسني وايي: ” تر پول سوخته لاندې يې دا دويمه شپه وه.” که اوس څوک ووايي، چې “و، نه و، يو محصل و” نو خلک پرې د کيسې پر ځای د طنز ګومان کوي، دا همداسې ده، لکه په معاصر وخت کې چې څوک د رحمن بابا په سبک شاعري کوي.
په پخوانو نکلونو کې هم ځايزمان و؛ خو ځايونه يې د جغرافيې په کچ کلي(هندوستان) يا عمومي( لکه دربار، کوټه) او مهال يې د ساعتونو په کچ جزئي وو، مثلا مومن خان او پتې خان هندوستان ته ځي او مومن خان د شپې مهال د شېرينو ديدن ته ځي. په اوسنيو کيسو کې دا پروسه څه نا څه پرعکس ده. ځای د ښار يا ولايت په کچ وړوکی وي او مهال د لسيزې يا کال په کچ لوی وي. البته د لويديځ په جنايي کيسو کې مهال د ساعت په کچ راټيټ شي، مثلا يوې صحنې ته د سهار اته بجې وليکي، بيا نهه بجې، ځکه چې دا ډول کيسې او فلمونه د ورځو په کچ وي او د واقعيت او کيسه يي(د راوي ذهني) مهال سره يو کېږي.
په اوسني پېر کې چې لوستونکي د کيسې معلوم ځايزمان ته اهميت ورکوي، د ليکوال د واقعيت ډوله کولو هنر يوازې خوند نه ورکوي، بلکې پېښې د ځايزمان په لوښي کې په ښه ډول سترګو ته درولای شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.