د هرمز تنګي په خلاصون کې له متحدينو د ټرمپ ناهيلي، ټولو منفي ځواب ورکړى دى

35

د هرمز تنګي په خلاصون کې له متحدينو د ټرمپ ناهيلي، ټولو منفي ځواب ورکړى دى.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپلو متحدینو غوښتي چې د هرمز تنګي په خوندي کولو کې مرسته وکړي، ځکه چې د ایران او امریکا/اسر.ا.ییلو ترمنځ جګړ.ې دغه حیاتي بحري لاره بنده کړې ده.

ټرمپ ویلي چې له اوو هېوادونو سره یې اړیکه نیولې او هیله لري چې چین، فرانسه، جاپان، سویلي کوریا، بریتانیا او نور به پدې کې برخه واخلي. ایر.ان دغه تنګی په مؤثره توګه بند کړی، چې د نړۍ د تېلو پنځمه برخه اکمالات یې ګډوډ کړي دي.

د هېوادونو غبرګونونه:
جاپان: لومړي وزیر سنای تاکایچي ویلي چې جاپان اوس مهال د بېړیو د لېږلو پلان نلري، خو د خپلواکو اقداماتو په اړه غور کوي.

استرالیا: د حکومت یوه وزیر کاترین کینګ ویلي چې استرالیا به د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره سمندري بېړۍ ونه لېږي.

سویلي کوریا: د ولسمشرۍ دفتر ویلي چې دوی به له امریکا سره نږدې اړیکه ونیسي او له دقیقې څېړنې وروسته به پرېکړه وکړي. د پارلمان تصویب ته اړتیا ده.

بریتانیا: لومړي وزیر کیر سټارمر له ټرمپ او کاناډا له لومړي وزیر مارک کارني سره د تنګي د پرانیستلو په اړه خبرې کړې دي.

اروپايي ټولنه: د بهرنیو چارو وزیران به په منځني ختیځ کې د سمندري ماموریت پیاوړي کولو په اړه خبرې وکړي، خو تمه نه کیږي چې د هرمز تنګي ته یې پراخ کړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر جوهان وادیفول ویلي چې د اسپیډز اوسنی ماموریت هم اغیزمن نه دی، نو د هرمز تنګي ته یې پراخول به ډیر امنیت رامنځته نه کړي.

Dareez

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.