پلار لرونکې یتيمه(لنډه کیسه)

فرزانه زیار

317

د درېيم درسې ساعت زنګ يي وواهه،استادې کورنۍ دنده پر تخته وليکه،تور غمي دار دستکول ته يي لاس ورکوز کړ،د‌دستکول په اخیستو سره يي د‌بنګړو شرنګ شو،زده کوونکو وروکتل،له اول ميز نه غږ راغی اوفففففف کااش چې د پښتو ساعت هيڅ نه خلاصيدی،استادې مخ ورته راواړاوه،ښکلې ورته موسکۍ شوه له صنف نه ووتله.

په دهلیز کې د بل ټولګي رنګه ښیښې ته ودريده،شوڼډې يي سره وموښلې، د‌جیګري لبسرين رنګ يي لږ پيکه شوی وه،لکه ځان چې ورته ښکلی بريښيدلی وي ځان سره خوشحاله‌شوه‌، لۀ شاه پرې غږ شو،

وه نجلۍ،اې په ځان مینې،تمامه‌ورځ به آيينه کې ګورې لږ خو  موږ ته هم وګوره؛ په څنګ‌يي ورته وروکتل، مرضيه وه،د چارګل سپين غمی يي وځليدۀ، مخکې لۀ دې څه ووايي مرضيي وار د‌مخه کړ

چارګل په لوړه پوزه خوند کړي

پۀ ټيټه پوزه د چارګل خندا راځينه

هههههههههههه دواړو سره وخندل،مرضيه يو قدم مخکې راغله؛ یو خو په تا به هر شی ښه ښکاري، چې‌ په‌ پوزه‌ د چارګل ووينم نو مې هوس راشي وايم زه مې هم پوزه سورۍ کوم خو د‌ ما پوزه کاش تا غوندې قلمی وای د موږ خو لکه شلغم داسې ده خدای نو هرچاته تا غوندې سپوږمۍ مخ او ښکلی صورت نه ورکوي؛ د‌موږ د‌فلم جلکۍ!!

هغې خپلې تورې سترګې ورواړولې،موسکۍ شوه، د سپينو غاښونو يي برښنا شوه وروځې يي سره کش کړې، خپلې ښکلا ته مغروره شوه، وۍ نو د‌ادبیاتو استاده‌خو باید ښکلې وي کنه‌، او ځه نجلۍ هسې تاته ښه ښکارم که نه  چندان خو ښکلې هم نه يم خو يو من پودر مې وهلې،دې سره يي د‌خندا غږ لوړ شو ههههههه

شازيي به‌‌ چې تل ځان ژر صنف ته رساوه، په‌لار روانه ويي ويل: ورو ورو  یو خو د تا خندا کلي ورانوي اوس به اداره خبره‌وي بیا به‌جلسې درباندې جوړې وي چې پر وخت صنف ته نه ځي دهليزونو کې‌کیسې کوي .

هووو رښتيا مرضيي ځه چې صنف ته ولاړ شو

د بل ټوولګي دروازه يي خلاصه کړه.

اسلام عيکم ….

ټولې نجونې ودريدې،ولاړ صيب

استاده – مننننه مننننننه

نجونو ستري مشئ

پخير راغلي ياستي؟

د ټولګي شاوخوا يي وکتل ټولې شاګردانی ولاړې وې

خو مريم سر په ميز ايښی وه

نجونو کينئ منننننه

 مريم ته يي بدې بدې وروکتل له کوره يي وويل:

مريم ته هم کينه!

مريم خپلې مړاوې سترګې ورپورته کړې

استادې وبښه ګردې مې ډېرې درد کوي مخکې له‌دې چې بله خبر وکړی،استادې پرې ورغړپ وهل:

بس بس د تا خو هره ورځ همدا مکرونه دي هسې ځان له‌‌درس نه پټوې،يو خو مې ټمبل شاګردان څومره بد‌ راځي

دستکول يي پر ميز کيښوده،مارکر يي واخیسته،بيا يي شروع‌‌ وکړه

داسې خو د‌ټولو شاګردانو روحيه خرابوې

نو چې ګردې د درد کوي خو مکتب ته مه راځه

مریم :استادې مور مې نه پريږدي

وايي: د‌ ژوند ټوله هېله مې تاته ده، ته باید‌ډاکټره شې،چې‌ما لۀ اوبو وباسې.

استاده: نو خو پلار ته د ووايه چې دوا درته واخلي تر څو به‌موږ ليوني کوې

د مريم غږ نيولی شو

استادې پلار مې نشته

اممممممم وبښه خدای د‌ وبښي،خی يتيمه يي نو

مریم- نه نه استادې يتيمه نه يم

خو پلار مې نشته

استاه – دا څه ګډې وډې وايي نو چیرته ده چې نشته؟

مریم – استادې، هغۀ بل واده کړی له خپلې ښځې سره امريکا کې ده،زۀ او مور مې بابا کره مې اوسيږو.

بابا مې په کراچۍ کيلې خرڅوي، بیا موسکۍ شوه ويل يي دا ځل قرض کوم خو تاته دوا اخلم په بابا مې ډېره ګرانه يم .

استاده. نو پلار د ولې بل واده کاوه ته او مور د‌ولې پريښودلئ؟

مريم سر ټيټ واچاوه

د څنګ‌صنفۍ يي شوڼډې بوکې کړې

استادې وایي چې د‌ پلار يي، مور خوښه‌ نۀ وه!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.