د مينې لیک ۵

خوږه نانځکه

180

د بیوسۍ په سوزيدونکي اور کې سوځيدله، د زړه له درده يي کوچنی بالښت په سينه کلک نيولی وه
اړخ يي بدل کړ،د‌سپوږمۍ رڼا يي په سترګو ولګيده،سپوږمې لويه او سپينه وه،د تليفون پر ښيښه يي لاس راتيړ کړ، اخ دوه نيمې بجې د شپې وې لا یی سترګه نه وه پټې کړې،اوږد حوصيلی یی وايسته اخ الله دا نو څنګه امتحان ده،ځان سره يي ويل:

سپوږمۍ پۀ منځ د آسمان راغله
بې ياره خوب نشته که ماله نه راځينه

خوب به څنګه ورغلی وه،خوب خو پر ارامه زړه کيږي،بې روحه انسان به نو څنګه ويده شي
د هغې خو روح تللی وه، بې علته تللی وه چوپ وه او هيڅ يي هم ونه ويل
دوه سترګې يي سپوږمۍ ته نيولې،پر وجود يي درد وه ډېر درد،خو د جدايي د‌ درد مقابل کې د وجود درد هيڅ ده هيڅ…
هغه ظالم ماته د عمر قسم راکړی وه هغه خو د‌عمر وعدې کولې،خو اوس يي په خالي ميدان يوازې پريښودمه
حتا بیا مې پوښتنه هم ونه کړه
ماته د يوه مسلمان قسم او د يوه پښتون وعده تر هر څه ډېر ارزښت درلوده .
درڅخه ګيله منه يم،ډېره درنه خپه يم،د کينې اور مې ټول وجود پر سر اخیستی
هغه وجود‌ مې چې پر ډېر ناز وساته،هغه ته چې په نيمه شپه له خواږه د ځوانۍ خوب نه جګیدم څو تنها پاتې نه شي،د‌هغه چا چې مې هره دقه د ډوډۍ او صحت پوښتنه کوله، هغه سترګې مې چې هره ثانيه ښکلولې
حتا يوه ورځ مې پر فیسبوک ستا د‌ پښو عکس وليده،دومره مې مينه پرې راغله چې مې ښکل کړې
که ته راته واقعا وفادار او رښتينی وای،قسم پر الله چې ما به د حتا پښې ښکلولې
خو تا څه وکرل؟؟؟
د ما د رښتينې مينې بدل کې د‌ څه راکړل؟
د‌هرې ثانيي انتظار
اوښکې بس اوښکې بیا هم اوښکې ….
ماسره کړې ژمنې او قسمونه د‌ څنګه کړل؟
په رښتيا هم د حسد اور مې تمام وجود سوزوي
تا خو ماسره وعده کړې وه:
اې ليونۍ مې په ولاکه مې په دې سينه بیغير له تا بل څوک سر کيږدي
خو پوهيږې؟؟
نن مې دومره حسد‌ راوپاريدلی چې دانه دانه عکسونه مې دې ټول وکتل
د مخ هره برخه دې،ټوله غاړه دې، لاسونه دې ….
بیا مې نفرت شي چې وايم دا به بل چا ښکل کړی وي
زه بخيله يم او ډېره بخيله يم
دومره بخيله چې هيڅ حد نه لري
عکسونه مې دې ځکه کتل چې ما ويل پر تا به داغ پيدا کړم، لکه هغه مور چې د خپل شهيد‌ زوی زخمونه ګوري
زۀ تر هغې مور بدتره يم تر هغې هم ډېره درديږم
خو خداسته ولې
په څيره د له ورايه خپتيان ښکاري
زۀ د لۀ پوښتنو سره تنها پريښودم
ته نو ولې خپه يي ؟؟؟
نو کله چې يو څوک پس له دوو کلونو خپل کور ته راشي خو خاندي او خاندي
نو ته ولې خپه يي؟؟؟
کااااااش چې تا هم زه خپل ځان ګڼلی،کاش د ليچه راته ايښې وای او د ژوند ټولې سختۍ،مشکلات او دردونه د راته ويلي وای
خامخا به مې درک کړی وې
حتما به مې توان درکړی وه
خامخا به مې د حل لاره درته ښودله
خو تا هيڅ ونه ويل
فقط چوپ وې
نو زۀ د له چوپتيا څه مطلب واخلم
ګوره؛ زۀ خو د تا وړکۍ،خوږه،ښایسته نانځکه يم
نو ته څنګه ما له خپل ځان نه بیولی شې؟؟
د تا زړه راپسې نه خوږيږي؟؟؟
تا ويل کنه: ما خو درته ويلي وه،چې تر هر څه عزت مهمه ده.
نو ولې زۀ د‌ې عزت نۀ وم ؟
پښتون خو وايي: مال مې لۀ سر نه ځار او سر مې لۀ ناموس نه ځار
نو تا زۀ چاته پريښودم؟؟؟
تارخو ويل: امانت مې يي
تا خپل امانت پۀ چا وسپاره؟؟؟
نو ولې آيا زه بې عزته وم؟
آيا ستا ژوند تر ما سخت وه؟
هغه د ژمې شپې ورځې د ياديږي؟
په کور کې هيڅوک راسره نه غږيدل،هر چا راته هر څه ويل
حتا خپلوان يي راته راوغوښتل
او حتا دستمال يي واخیسته،د‌ما د کوژدې دستمال اوس هم په بکس کې ايښی ده
مور راته ويل: د‌ما شيدې د‌ې درته حرامې شي
پلار راته ويل: ته چې دومره د‌موږ پروا نه لرې د‌ما له هر څه عاق يي
لۀ سترګو مې دود جګیده
خو تا راته ويل
مبارزه وکړه،زما له خوا په پوره مانا ډاډه اوسه زه درباندې ولاړ يم‌
زه درځم او ډېر ژر درځم
ته فقط د‌ما يي
ولاکه دې د چا پلار راڅخه واخلي.
همغه درد مې زړه ته ولويده چې ټول ژمی مې نه ټوخی ښه شه او نه مې تبه ښه شوه
ماته خپله کورنۍ تر هر څه ګرانه ده تل مې ورته له زړه زحمت ايستلی
د‌ پلار اقتصاد مې په پښو درولی
زۀ مور ته لور او پلار ته زوی يم
عادي زوی نه،داسې زوی لکه تۀ.
خو ما د خپل زړه ټوټې خپله کورنۍ هم خپه کړه تر مخې يي ودريدم،خو پر تا مې غيرت وکړ
زۀ پښتنه وم پر خپله ژمنه ودريدم
رښتينې وم،مبارزه مې وکړه
صادقه وم تل مې رښتيا وويل
پاکه وم په ننګه دې ودريدم
او مسلمانه وم په نکاح دې ودريدم
نو نن په زغرده وايم:
که ښځه هم يم خو تر ډېرو نارينه وو غيرتي يم
زۀ ميينه وم او ښه په نره ميينه
لکه کيدړ مې ميدان نه پريښوده،لکه زمرۍ جنګيدم
نو يوه ذره هم خپل وجدان ته ملامته نه يم
ما نه ستا په څير دروغ ويلي
نه مې خيانت کړی
نه مې خپل قسمونه پريښي
نۀ مې خپلې ژمنې ماتې کړي
زۀ تل رښتينې وم او په اخلاص مې قدم ايښی
خو ته به خامخا خپل وجدان ته ملامت يي
نور به خپل ګريوان ته ونه شې کتلی
نور به په لوړ سر ونه ګرځې
نور به د غرور مات وي
نور به خپل خدای ته په لوړ سر سجده ونه کړې
زۀ باور لرم چې د وجدان عذاب به د ژوند ته پرې نه ږدي.
درڅخه خپه يم،بې کچې ډېره خپه
ته خو لاړې،مګر زۀ دې د ژوند دې ستر ښامار ته تنها پريښودم
تا دومره هم فکر ونه کړ
چې آيا د ما وړکۍ نانځکه د دومره درد د زغملو توان لري،تا فکر ونه کړ چې هغه لا ډېره وړه ده
په ژوند کې تجربې نه لري
بل مې دومره په ناز ساتلې،چې زړه به يي راپسې وچوي…
هغه خبرې د راته ياديږي:
خوږه مې ده
ښايسته مې ده
مڼه مې ده
نفس مې ده
روح مې ده
ځان مې ده
زنده ګي مې ده
شيدې مې ده
مستې مې ده
نازکه مې ده
نانځکه مې ده
ژوند مې ده
دنيا مې ده
ټووووول درنه کربان شم‌
د‌ما خوشحالۍ،د‌ما خنداګانې ټولې نظر شوې
نن دومره ماته شوې يم چې هيڅکله به هم بیا ونه خاندم
اوفکر نه کوم چې بیا به هسې صحتمنده اوسم
تا خو د ما رګ رګ پيژنده،نو کله د زه درد ته ورکولم
په ما خو دې عادي تبه هم نه لوريده
نو څنکه د يو ځل داسې درد راکړ چې زره مې سوری کړ
نو چې د‌تا به په خپلې نانځکی دومره درد څنګه لوريده.

ته خو لاړې زه به چاته پناه یو سم
ته له ما نه زه له خپله ځانه لاړم

ولې ؟؟؟؟
نو تا ولې داسې وکړل ؟؟
د‌ما ګناه څه وه؟
حتا پس له تلو د خدای پاماني هم ونه کړه.

لاړې!
پرته له خدای پامانۍ..
فکر دې نه کاوه؟
چې پرته له تا به په عذاب اخته کېږم
فکر دې نه کاوه؟
چې پرته له تا مې ژوند په دوزخ بدلېږي
فکر دې نکو؟
چې یو چاته ستا شتون څومره اړین دی
فکر دې نه کاوو؟
چې ستا په یادولو به یو څوک په رواني ناروغۍ اخته کېږي
فکر دې نه کاوه؟
چې ستا هېرول مې د وس کار نه دی
فکر دې نه کاوه؟
چې تاسره د هرې خاطرې په یادولو به ماتېږم
فکر دې نه کاوه؟
چې تا خو له ماسره ژمنه کړې وه، قسم دې کړې و، چې تل به ستا یم
فکر دې نه کاوه؟
که خپله ژمنه ماته کړم، نو خدای ته به څه جواب ورکوم؟
فکر دې نه کاوه؟
چې یو چاسره خیانت څومره ستره ګناه ده
فکر دې نه کاوه؟
که یو څوک بې دلیله پرېږدم، په هغه به څه تېرېږي
فکر دې نه کاوه؟
که همداسې ناخبره لاړه شم، یو چاته به څومره درد رسېږي
ای!
ژمنه دې نه وه کړې، چې تل به تاسره یم.
هغه تېر وختونه دې یو ځل هم یاد نه شول؟
لږ هم درته احساس پیدا نه شو؟
لږ دې هم زما په اړه فکر ونه کړ؟
هر څه دروغ و، ستا مینه، ژمنې قسمونه ټول دروغ و؟؟؟؟
تاسره مې ټولې خوشحالۍ تړلې وې
آخر هم لاړې!!
پرته له خدای پامانۍ
پرته له کوم دلیله
پرته له دې چې راته ووایې، ما وبخښه، زه نشم پاتې کېدی
پرته له دې چې په خپل جرم دې اعتراف وکړې…!

ښه شوه چې ستا له لوري وشوه
چې ملامته درته زۀ نۀ شوم مئینه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.