نيټه: ۱۴۰۴/ ۴/۱۲
د ما ښایسته پاچا،د ما ژونده د ما روحه خبر يي!؟
وختونه کیږي ستړې یم،بیخي ډېره ستړې؛
دا ډېروخت مې دمه نهده جوړه شوې،لکههغه مزدور يم چې تمامه ورځ په سره لمر کې خولې تويي کړي سخت کار وکړي او بلاخره خپل مزدوانخلي، په ستړو نفسونو او لویدلو سترګو ناهیلی کورته راشي.
ستا خو به خپل د مکتب وختونه یادوي کنه چې
د مکتب د رخصتۍ زنګ دېر خوږ وي،له اوریدو سره يي ټول بکسې په شاه کړي او یو تر بل ډېره هڅه کوي چې ژر له مکتب نه ووځي څو ځان کور ته ورسوي،کله خو یو بل سره وغورځوي،کله یی جنګونه شي،بیا په دروازه کې نه ځاییږي یو بل ټیله کوي څو وار مخکې کړي.
خوووو ههههه زه تر ماشومانو لا ډېره بدتره وم
ساعت ته به مې کتل چې به يوه دقه رخصتۍ ته پاتې شوه ما به صنف پریښود او د دهلیز په دروازه کې به ولاړه وم
چې د زنګ ترنګ به شول په بیړه به له مکتب نه راووتم،په لارې به ښه ډېره تیزه راتلم ما به ډېرګړندي قدمونه اخیستل، تا به ويل: کوم خاصه جلسه رانه تیریږي،لکه کوم ښه خبرچې د اورېدلی وي،ههههههههه هغه د حا خبره شوله درنه یخیږي.
ښه مې یاد دي يوه ورځ څو ښځې پر لاره مخې ته راغلې،یوه یی پکې زړه وه له کمرچین کالیو سره یی لوی ټيکری په سر وه ټيکري یی نيم پر مخ اچولی وه چې يوه سترګه یی پټه او یوه یی ښکاریدله، دا نورو ښځو ته وايي؛ دا د مکتب استاده ایرانه څه تندرسته پیغله ده څه قدم وهي، تاسې ګرد مړې خو بلا وهلی یاستئ چې یو قدم مو لا نه وي اخیستی بیا ناستې یاستئ.
شاته مې وروکتل ځان سره نرۍ موسکۍ شوم،له نظره وویریدم که وشرمیدم خو قدمونه مې ورو کړل ….
د مکتب د شلو دقو لار به مې په اتو دقو کې ختمه کړه،کورته به چې ورسیدم راسا به خپلې کوټې ته راغلم
په کوټه کې يو دتختو کټ وه چې تل به زه پرې څملاستم،شاوخوا يي دکور اظافي شیان وه کوټه لا حتا رنګ نه وه د خټو تور دیوالونه یی وه اورسۍ یی هم نه درلوده په رڼا ورځ به پکې شپه وه
د کوټې چټ هم ډېر خراب وه پخوانې ژرې یی پرې اچولې وې کله به خاورې هم ترې توييدلې
کله کله به پکې خزندې هم پيدا شوې ظاهرا ډېره خرابه او پخوانۍ کوټه وه خو ماته ددې دنیا تر ټولو ښایسته ځای همدا وه ما د نړۍ په ښکلي قصر نه بدلاوه،ځکه ما د آرام ساه فقط همدلته اخیسته، د ما ستړيا فقط همدلته ختمیده،د ما هغه کوټه د ما د ژوند تر ټولو خوږ او له سکونه ډک ځای وه .
هه د کوټې په صفت قصه رانه پاتې شوه
لا به مې د مکتب حجاب نه وه ایستلی, ټیکری به مې هم له سرنه نۀ نه وه خلاص کړی چې په خپل کټ به سر چپه څملاستم
ژر به مې د ټلیفون پر سکرین لاس راتیر کړ،چې به وتساپ ته راغلم لکه لیونۍ به فقط یوه مسج پسې لټيدم
ژر به مې سترګې پرې راتيرې کړې
ترنګ مسج به راغلی وه اسد مې
هههههه وبه مې خندل ډېره به خوشحاله شوم، دا د نړۍ ښکلی احساس وه دا ژوند وه، مینه وه، خندا وه، دا لکه جنت وه
ژر به مې غږ پلې کړ
خوږ نارينه غږ به يي راغی په فصیحې لهجې به یی ويل:
خوووووږې مې ليونۍ نفس څنګه یی راته
رارسيدلې یی ؟
زنګ ووهم
شاوخوا به مې وکتل
دروازه به مې بنده کړه
هو زنګ وکړه
نور به ژوند داسې وه لکه جنت
زه د نړۍ تر ټولو خوشبخته نجلۍ وم،اسد مې د دنيا ټولې خوشحالۍ د ما لمن کې اچولې وې
دومره به مې وخندل چې نور به مې وښکي خوږ شول، بس دا دما ژوند وه په همدې ژوندۍ وم نور به آرامه څملاستم،دمه به مې جوړه شوه کله خو به خوب هم راغی هغه ددې دنیا تر ټولو خوږ خوب وه، د ما د وجود هر رګ له اسد سره آرامه وه، هغه په زړهاوو کیلو مټره رانه لرې وه خو ما خپل زړه سره نږدې احساساوه، زړه سره نږدې څه هغه د ما زړه وه، پرې ډاډه وم،پرې مغروره وم او ډېره پرې نازیدم، د دنیا هر درد ته مې خندل د ما د اسد یادونه ډېرخواږه وه، هغه دجهان تر ټولو ډېره مینه ماته راکوله
هر ځل به يي راسره وعدې کولې او هغو وعدو مې وجود ته انرژي ورکوله
هره دقه به يي راته ويل: ته د ما يي ته د ما یی …دې خبرې سره به يي زه د جهان مغروره کړم .
ښه مې یاد دي يوه ورځ يي راته وويل
اخخخخ خوږې وه دظالم لورې زه خو دلیونی لیونی کړم،که د فامیل رانه کړې ترینه تښتوم دې
او که خپله مې ونه غواړې قسم په خدای په زوره د راولم ههههه دې سره دواړو په کړس وخندل .
خو اوس په لار ورو راځم راتګته مې هیڅ تلوسه نه وي، اوس مې هسې لیونۍ خندا نه ده پاتې،اوس ګړندي قدمونه نه اخلم،اوس مې اسد هم راسره وعدې نه کوي خداسته ولې
هر څه راته بدل شوه
اوس مې کوټه هم بدله شوې، هسې خرابه نه ده دیوالونه یی سپين رنګ دي رڼا هم پکې شته، چې مو لږ راجوړه کړه نو پلار مې ويل اوس لږ دانسان د ژوند شوه مخکې خو پکې خلک ډاریدل خو ماته ښکلې نه ده دما زره پکې تنګ ده زه مې خپلې همغې کوټې پسې خپه يم هلته مې د اسد یادونه وه،کاش چې بیرته مې همغې کوټې ته تللې وای.
د ما موبايل، چې مې د اسد ټول عکسونه او خبرې پکې ساتلې وې هغه هم نشته تر هغه مې ښه موبایل ده خو هیڅ مې زړه نه ورته کیږي چې حتا لاس کې یی واخلم
او دما اسد هم ….
نو زه ستړې یم ډېره ستړې،
خوووو دما ښایسته اسده؛ ګوره زه نن ډېره ستړې وم د تا غږ نه وه مګر د تا د يادونو لیکل هم خواږه وه اوس د آرامۍ احساس کوم، آرامه شوم
دومره خواږه یادونه دراته پريښي چې په یادونو د هم ژوند کولای شم!
مینه درسره لرم
شتون دې د نړۍ تر ټولو ښکلی احساس ده،دومره ښکلی لکه:
د ژوند لومړنی معاش
لکه
خپل مین ته ناوې کیدل
لکه
اول ځل مور کیدل
شکرررررررررررررررررررررررررر چې تا لرم،ته مې پاچا یی په تا ژوندۍ یم.
ستا ياد دي؟
راته به د وويل: ستړې شوې ؟ نانځکه مې راته ستړې شوه؟
ما به ويل: نه نه زۀ نۀ ستړې کيدونکې یم.
زه رښتيا هم نۀ ستړې کيدونکې وم؛ ځکه ما تۀ درلودې او کله به مې چې د تا جادوګر غږ واوریدۀ ټووووووله ستوماني به مې لکه باد والوتله،ته مې د ژوند هغه قهوه يي چې ستوماني به لا په خوب کې هم ونه وینم.
ته مې دنیا يي
ته مې ژوند
ته مې خندا
ته مې هر څه ….
د تا پر درلودلو د نړۍ تر ټولو شتمنه يم
مينه درسره لرم لۀ آسمان نه لوړه او لۀ ابد نه اوږده مينه.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.