د مينې ليک ۶

خوږه نانځکه

145

پوهيږې ستا نشتوالی لکه ساه بنديدل،کله چې تۀ نۀ اوسې زما وجود کې روح نۀ وي،نۀ کومه هيله او نۀ خندا راپاتې وي
زۀ يم دتا يادونه او ديوالونه وي
دوې سترګې مې سپوږمۍ ته پاتې وي،بس د‌ما مرکه له ليکلو او سپوږمۍ سره وي.
ته خبر يي؟؟؟
زۀ مې اوس لۀ خدای نه خپه شوې يم
زۀ نور هيڅکله ورڅخه څۀ نه غواړم
نور ورته دعا هم نۀ کوم
ښه پوهيږم د لمانځه وخت ده،مګر کله نه جګيږم‌
بس هسې له هر چا او هر څه نه خپه يم،تر ټولو ډېره لۀ خپل خدای نه
ما تۀ لۀ خپل خدای نه غوښتی وې،ته د ما انتخاب نۀ وې ته ماته د ما د خدای انتخاب وې.
نو بیا ولې داسې وشول؟؟؟
نو زما ګناه څه وه ؟

زما او خدای تر منځه څه يو عجب راز دی
زۀ مې اوس له خپله خدايه مرور يم .

ما ته نۀ د ښکلا، نۀ د ځوانۍ، نۀ لياقت او نۀ د پيسو لپاره ټاکلی وې
ځکه ما، تۀ نۀ وې انتخاب کړی تۀ ماته د ما خدای راکړی وې
ځکه به مې هره دقه درباندې شکررر ايسته
ما تۀ له خپل خدای نه هم نه غوښتې
ځکه زه باوري وم چې د‌ ما خدای ته ماته راکړی يي،ته خو فقط د‌ما وې کنه
نو تقدير ولې داسې لوبه وکړه
ولې مې پۀ څو ورځو کې ټول ارمانونه لۀ خاورو سره خاورې شول؟
نو چې ما به داسې کومه ګناه کړې وه چې دومره لويه جزا وينم ؟

زۀ لکه ليونۍ،پۀ هر څه او هر شي کې دې وينم
پرون مې د مکتب د‌ دهليز پر هغه ځای سترګې ولګيدې چې زه به صنف نه ووتم او ستا وايس به مې اوريده
ورغلم همداسې لکه بت ولاړه وم که شاوخوا خلک نه وای هغه ځايونه مې ټول ښکلول
له هغو ځايونو ستا بوی راته.

بیا چې صنف ته لاړم،هغه ځای ته مې کتل چې ما تاسره مسج کاوۀ او تليفون می پر ځمکه ولويده مات شه
خو داسې دې په مينه مسته وم چې اصلا د تليفون غم هم نه راته
ما ويل شکررر چې اسد مې سته تليفونونه به ډېر پيدا شي.
ورپسې ادارې ته لاړم
هغه ورځ ډېره راياديده چې تا ويل: ليونۍ می ستړی يم، م ته مې زړه کيږي
ما ويل: هلکه صنف کې يم
خيرده راشه کنه
په تخته مې څه وليکل
د صنف له دروازې مې وکتل څوک نه وو
راسا لاړم ادارې ته
پر څوکۍ کيناستم
د‌ ما د يوې دنيا ډار په زړۀ کې وه خو تاته راغلم
او کله چې څو دقو کې بيرته تلم نو له خندا ډکه وم
اسده،ما به چې خندل استادانو به ويل ونجلۍ ورو ورو
زۀ د په مينه ليونۍ وم او لۀ زړه مې خندل
دا يو کال مې د ژوند تر ټولو خوږې شیبې وې
چې نه به بیا کله داسې په کړس وخاندم او نه به داسې خوشحاله اوسم .
د‌ما خندا چا راته نظر کړه
د ما ښایسته ژوند نظر شو
دې ظالمې دنيا د ما ټول ژوند راڅخه واخيسته
اسد تنها د‌ما مينه نه وه:
هغه د‌ما روح وه
د ما ځان وه
او زۀ لۀ هغه جوړه وم
هغه ته جوړه وم
زۀ درته په زغرده وايم چې نه به کله د‌تا ځای چاته ورکړم او نه به د تا مينه ….
اسدالله پوهيږې په مثالونو کې د ښایسته نوم پر تختې وليکم او بیا ورته ګورم ورته ګورم .
نو څنګه امکان لري چې زۀ به درته دومره رښتينې يم،دومرم به مې مينه له زړه وي
نو ته ولې راته هر قدم کې دروغ وايي
نو تاته به په دې کار څه ګټه رسيده؟؟؟
د‌ ما د هيلو په وژلو کې تاته څه ګټه ورسيده ؟
زه نور حتا له خپل خدای نه هم جلا شوم
ولې د‌ راته په هر قدم کې د‌دروغو قسمونه خوړل
ما نو کله له تا کوم څه غوښتي وو.

څه د ستړو هیلو پنډ می په شاه کړی
څه په ورکو ارمانونو پسې ګرځم!!

اسدالله پرون ورځ پس له اوږدو رخصتيو درس ته لاړم
ته پوهيږې؛ زۀ هغه پخوانۍ نه وم،
پر لار می د‌ پخوا په څير قدم نه شوای وهلی
زۀ به ستړې سوم
پر هغې لار به چې په اتو دقو کې تلم، پرون څلويښتو دقو کې ورسيدم !
زړه به مې ستړی شو
بيا به کوم ځای کې سيوري ته دمه شوم
په تمام وجود‌ مې تبه خوره وه
د وجود هره برخه مې خوږيدله
تقدير بیا ګوره،خو يو د جدايي درد مې بس وو
نو ولې په داسې مرض اخته شوم
ډېره تنګه شوې يم

پرون مې ځمکې ته ويل: خيرده ځمکې زۀ ناهيلې يم
د‌ما لوی ارمان دا وو چې د خپل اسد زړه څنګه نږدې ويده شم، هلته پنا واخلم او ستړې اروح مې دمه شي
خو نور هغه نشته،هغه د ما ارمان پوره نه کړ هغه ماته پناه رانه کړه
نووو خيرده ځمکې تۀ راته پناه راکه
خيرده ځمکې ته راته خپله سينه خلاصه کړه او ما تر عمره ويده که
خيرده ځمکې نور مې له دې درده خلاصه کړه

زۀ په ځان ميينه وم
خپلې ښکلا ته مغروره وم
په خپل لياقت نازيدلمه
ژوند کې مې خپه انسانان او غمګينه سندرې هيڅ نه خوښيدلې
د‌ما ژوند خندا وه
تل به خوشحاله وم
ژوند ته مې زړه کيده
سترې هيلې مې درلودې،ژوند کې مې هر څه په زحمت لاسته راوړل
خو اسدالله د ما پاچا؛ نن مې مرګ ته زړه کيږي
ډېر زيات زۀ فقط غواړم مړه شم
او نور مې خپلې سترګې وتړم

پوهيږې د‌ کوم مړي چې سترګې خلاصې پاتې شوې وي خلک وايي دا د چا د راتلو په انتظار وه

د‌ما سترګې له ډېره انتظاره ستړې شخصې شوې ته به وګورې د ما سترګې به‌هم خلاصې وي زۀ د تا د راتلو په انتظار وه هغه بل رقم انتظار وه
خووووو
نور مې سترګې درد کوي
او اوس هر څه سم نه وينم
لکه په سترګو مې چې پرده وي
يا يي علت ددې مرض ده
يا دا چې ډېر مې وژړل

پرون راته نجونو ويل
استادې؛ ولې داسې شوې يي؟
ولې دومره ډېره ډنګره شوې يي
چا خو لا ويل وۍ استادې هيڅ مې ونه پيژندې
زما ځواب: هیڅ خوږې لږ ناروغه يم
دعا راته وکړئ
ټول مکتب کې عواضه وه
هغه ښايسته استاده ډېره مريضه ده
او اوس به دا خبر تر هر کوره رسيدلې وي

مخکې له رخصتۍ چې راتلم په لار کی د ويالې پر غاړه يو ماشوم له خويندو سره ناست وه
دی به يو نيم کلن شاوخوا وه خو پرتوګ يي هم په ځان نه وه
نوی په خبرو راغلی وه
خپلو خويندو ته وايي هاغه ده اشتاده لاغله
خندا هم راغله
بيا مې ويل ته ګوره ددې ځای دومره کوچنی ماشوم مې هم پيژني.
اسدالله ولې نو
يو پښتون به ولې داسې کوي
ستا خپل کور هلته وطن کې وه خو ويلي به د وو چې خپل کور کې يم
نو ولې د‌ امه راته په دروغو مړه کوله
خور خو به د لا پاکستان ليدلی هم نه وي نو تا ولې ويل چې هغه راغله

نو هغه څه کې چې هيڅ ګټه پکې نه وه تا ولې دروغ ويل
د ما پاچا آيا ستا ياديږي چې ما به له تا لوړ ژوند غوښتی وي،ما خو فقط ته غوښتلې
که يوه څپره راته ووهې او يا د‌سرک پر سر راته فرش هوار کړې ووايي دا د ما ژوند ده نو ماته به قبول يي، او زه به ددې نړۍ خوشبخته وای
د‌ما دنيا خو ته وې کنه
تاته د ما زحمت کش خوی نه ده معلوم
زه کولای شم کار وکړم پخپله خپل ژوند جوړ کړم
او تل دا خوښوم چې پخپله خپل ژوند مخته يوسم
نو د تا ويره له څه وه؟؟
زۀ نو‌ ولې تا پريښودم؟؟

خدايه اې د‌ما قهاره خدايه، د‌ما ظالمه خدايه‌ ما چاته بد‌رسولي وو
انتظار د واي خو چې اسد‌مې راسره وای
ناروغه د‌وای خو چې ډاکټر مې وای که يي يو ځل نازولې وای تر سبا به روغه وم
هيڅ می د نه درلودلی خو چې ته وای
څه وکړم
چې هر څه کوم هيڅ هم لاسته نه راځي
داسې لکه هر څه چې‌ختم شوي وي
خو پوهيږې ته بختور يي

جانانه بخت ته د حيران يم
هم مې ځواني خورې هم‌دعا درته کومه

هيڅ مې درته ښيرا په خولې نه راځي،اوس مې هم بد درباندې نه لوريږي

تۀ د‌ما د ژوند اولينی هلک يي او ته پوهیږې کنه‌چې پښتنې فقط يو ځل مينه کوي
نو وروستنی هم يي
لکه تا به چې ويل
تۀ د‌ما اوله او آخره ښځه يي
ته پوهیږې
تيره ورځ د چې وراره سره عکس اخيستی وه
نو مې ويل
کاااش دا د اسد زوی وای
دومره مې وجود درباندې مهربانه ده‌
دا نو ولې؟؟

ستا ياديږي !
يوه ورځ د‌راته ويل: خوږې مې ډوډۍ د وخوړه ؟
وايم نه، زړه ته مې نه کيږي.
واي ولې زړه مې بیخي يو رقم شو
هله جګه جګه ډوډۍ دې وخوره
آخر د په زور وليږلم
خو نن په لپو لپو اوښکې توويوم په ورځو ورځو کوم څه نه خورم؛ په سخت مرض پرته يم
حتا ته مې پوښتنه نه کوې!!!
نو چې ولې؟؟

اسده!

پۀ ډاکټرانو نه رغيږم
زۀ د زړګي په سر ښامار خوړلې يمه

تيره ورځ د خوږې نانځکې په ليک چې د ميډيا له پاڼې خپريږي،چا کمينټ کړی وو:
اسد څووومره بختور ده کااش ماسره چا داسې رښتينې مينه کړې وای،کاش زۀ هم په چا دومره ګران وای
تری لاندې يي ليکلي:
دا ليک خو د تکړه ليکوالی ښکاري، کاش په ما هم ليکواله میینه وای!

سوړ اسويلی مې وايسته،‌ زړه مې ويل
کااااش چې ماته اسد رښتينی وای
ما به د‌نړۍ ټولې خوښۍ ورکړې وای!!!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.