د افغانستان عامه کتابتون

لیکوال: سیدالله جان منګل

204

اکسون مجله، پنځلسمه مقاله

د افغانستان عامه کتابتون چې مرکز يې کابل د ملک اضعر په څلور لارې کې د استقلال لېسې په خواکې موقعيت لري، هره ورځ ورته ګڼ شمېر لوستونکي او د کتاب د مطالعې علاقمندان ورځي او له دې کتابتون څخه ګټه اخلي.
یاد کتابتون د څو کتابتونونو له يو ځاى کېدو څخه جوړ شوی دى، په لومړي ځل يې په ۱۳۴۳ د ثور ۲۲ نېټه د پوهنې وزارت د رهبري لاندې په فعاليت پيل وکړ. څه موده وروسته چې ځينې يې ۱۳۴۵ او ځينې نور ۱۳۴۴ لمریز کال په يادوولو سره ويلي چې د اطلاعات او کلتور وزارت د رهبرۍ تر چتر لاندې چې ان تر اوسه يې خپل فعاليت ژوندى ساتلى دى، د لوستونکو لپاره خپل خدامات وړاندې کوي.
عامه کتابتون په ټول افغانستان کې ۹۷ څانګې لري چې د هغوى له جملې څخه ۱۳ يې کابل او پاتې نورې يې په نورو ولايتونو او ولسواليو کې د لوستونکو او د کتاب مینه والو لپاره د خدمت شتون لري، چې په مرکزي عامه کتابتون کې ټولو عامه کتابتونونو ته د رياست مقام دى او ټولې اداري چارې يې دلته پر مخ بيول کيږي.
په مرکزي عامه کتابتون کې د لوستونکو د مطالعې لپاره اووه غټ تالارونه موجود دي چې د هغوى له ډلې د ژبو او ادبياتو تالار، د افغانستان پېژندنې تالار، د اسلامياتو تالار، د ماشومانو تالار، د ريفرينس يا د ماخذ کتابونو تالار، د اخبار او جرېدو تالار او د توضيع تالار دى چې په دغه کتابتون کې له يو لک (۱۰۰۰۰۰) زيات کتابونه موجود دي.
ـ د خالد خان اوريا صاحب په وينا چې (دا ارقام وخت په وخت زياتېږي او کمېږي ځکه چې نور ټول عامه کتابتونونه له مرکزي عامه کتابتون څخه تمويلېږي.)
هغه زياته کړه، (په دغه کتابتون کې د ملي او بين المللي ژبو کتابونه هم موجود دي چې زياتره کتابونه د پښتو، دري او اوزبیکي ژبو ترڅنګ د انګليسي، عربي، فرانسوي، جرمني، الماني، روسي او ترکي ژبو کتابونه په مرکزي عامه کتابتون کې شتون لري.)
زما د دې پوښتنو په ځواب کې چې د مرکزي عامه کتابتون کوم تالار (څانګه) زيات لوستونکي/مراجعين لري او په کال کې څومره لوستونکي مرکزي عامه کتابتون ته د مطالعې لپاره مراجعه کوي؟
ـ خالد خان اوريا صاحب په ځواب کې وويل:
اوس وخت کې د لوستونکو مراجعينو په راتګ کې زياتوالى راغلى دى چې د افغانستان پېژندې تالار او د عمومي مطالعاتو تالار ته د لوستونکو مراجعينو د نورو په نسبت تعداد زيات دى. د دې تر څنګ محمد علي رحماني صاحب د تېر کال د لوستونکو مراجعينو تعداد ۳۱۸۳۱ کسان وښودل.
ـ خالد خان اوريا صاحب وويل: عامه کتابتونونه د ټولو زيات لوستونکي مراجعين په ولايتونو کې لري چې دوى په دوامدار ډول مراجعه کوي او له کتابونو ګټه اخلي، تر ټولو ډېر لوستونکي مراجعين موږ په دغو عامه کتابتونونو کې لرو:
ننګرهار عامه کتابتون، هلمند عامه کتابتون، کندوز عامه کتابتون، خوست عامه کتابتون او د سمنګان عامه کتابتون.


د مرکزي عامه کتابتون د خدماتو په اړه خالد خان اوريا صاحب داسې وويل :
ـ مرکزي عامه کتابتون دوه ډوله خدمات خپلو لوستونکو مراجعينو ته وړاندې کوي، لړمړی دا چې لوستونکي راځي د مرکزي عامه کتابتون له هر تالار څخه د مطالعې لپاره ګټه پورته کوي، له ځان سره ياداښت اخلي او ځي.
دویم: هغه لوستونکي چې د مرکزي عامه کتابتون کارت ولري، د توضيع تالار ورته کتاب د پنځلسو ۱۵ ورځو لپاره د امانت په ډول ورکوي چې د پنځلسو ۱۵ ورځو په لړ کې د لوستلو وروسته به يې بېرته کتابتون ته سپاري.
ـ ومې پوښتل چې هر کال په سلګونه جلده کتابونه د ليکوالانو له خوا چاپ کېږي، عامه کتابتون د خپلو کتابتونو لپاره کوم ډول او په کوم معيار کتابونه پېري؟
خالد خان اوريا صاحب زما د پوښتنو په ځواب کې وايي:
ـ اوس وخت کې د نوي حکومت په راتګ سره خريداري په منظم ډول کېږي، دا تېر درې ۳ کاله پرله پسې هر کال موږ زرګونه ټوکه کتابونه اخیستي، روان کال هم پلان کې ده چې ۱۰۰۰۰ لس زره ټوکه بېلابېل کتابونه مرکزي عامه کتابتون ته واخیستل شي.
د محمد علي رحمان صاحب د وينا سره سم؛
ـ تېر کال هم مرکزي عامه کتابتون ۱۰۰۰۰ لس زره جلده کتابوبه اخیستي وو او ۱۲۷۴۳ جلده کتابونه يې په ولاياتو او ولسواليو کې عامه کتابتونونو باندې توضيع کړي دي.
خالد خان اوريا صاحب زياتوي:
ـ دوى د بېلابېلو علومو کتابونه اخلي خو لومړيتوب هغو کتابونو ته ورکول کېږي چې د لوستونکو مراجعينو غوښتنه وي او ضرورت ورته لري.
غواړم وضاحت ورکړم چې لوستونکي مراجعين عامه کتابتونو ته مراجعه کوي، د کتاب غوښتنه کوي چې موجود نه وي، د عامه کتابتون مسوول يې ياداښت اخلي، لېست ترې جوړوي او د خريدارۍ په وخت کې دا لېستونه له مرکزي عامه کتابون سره شريکوي، بيا هماغه کتابونه اخلي ګورو چې کوم کتابونه مناسب، عملي، نوي چاپ شوي او ارزښتمن وي، هغه هم د اخیستلو په لېست کې شامل او اخیستل کېږي او کتابتون ته استول کېږي څو لوستونکي مراجعين ترې سالمه ګټه پورته کړي.
ومې پوښتل:
ـ دا چې نړۍ ورځ تر بلې پرمختګ کوي، د کارونو د اسانتيا لپاره له کمپيوټر ګټه اخلي، څو په اسانۍ او په بېړه کوم څه ته لاسرسی ولري يا په اسانۍ کوم څه خوندي کړي، تر ډېره ادارې له ډيټابس کمپيوټري سيسټم کار اخلي، تاسو تر اوسه کوم ډيټابس سيسټم چې کتابونه په کې ځاى پر ځاى شي يا هم د کتابونو په پيدا کولو کې درسره مرسته وکړي استفاده کوئ يا د داسې کوم کمپيوټري سيسټم د جوړېدو پلان لرئ او که نه؟
ـ اوريا صاحب وويل: موږ اوس مهال په مرکزي عامه کتابتون کې هر تالار ځانګړى ډيټابس سيسټم لري او په ولاياتو کې هم د هر يو خپل خپل سيسټم دى چې افلاين کار کوي. خو معمولاً داسې ديټابسونه چې دي ډېر د خطر سره مواجع دي، ځکه دا ډېر ساده سيستم دى. د نورې نړۍ په اکثرو هېوادونو کې کتابتونونه خپل خدامات په ډيجيټل (برېښنايي) ډول وړاندې کوي، موږ هم غواړو چې د افغانستان په عامه کتابتونونه په ډيجيټل (برېښنايي) ډول جوړ شي او په ښه معيار سره فعاليت وکړي. خو په ډېر تعصف سره وايم چې په تېرو شلو کلونو کې د عامه کتابتونونو لپاره په دې برخه کې ابتدايي کارونه هم نه دي ترسره شوي.
غواړم زیاته کړم چې موږ اوس له ابتدا شروع کړې ده، دا چې مرکزي عامه کتابتون د ډيجيټل سازۍ (د برېښنايي کولو) امريت په تشکيل کې اضافه کړو، ياد امريت د دې لپاره کار کوي چې د عامه کتابتونو منابع برېښنايي کړي، ياد امريت په يوه لوى جامع انلاين ډيټابس باندې هم کار کوي چې په نږدې راتلونکي کې به د لوستونکو د استفادې وړ وي، دوى به بيا په اسانۍ سره کولاى شي چې له خپل کور يا له کاري ځاى څخه په اسانۍ په عامه کتابتونونو کې کتاب پيدا کوي چې مطالعه يې کړي.
ـ ترې ومې پوښتل چې عامه کتابتون د کومو ستونزو سره مخ دى او د دې ستونزو د هواري لپاره څومره هيلې شته چې ستونزو او مشکلاتو ته به رسيدګي وشي، مطالعې د دود کولو لپاره د عامه کتابتون ادارې څومره کار کړى دى او په راتلونکي کې د مطالعې د دود لپاره څه پلانونه لري؟
اوريا صاحب وويل:
ـ ځينې مشکلات شته چې عامه کتابتونونه ورسره مخ دي، په لومړي سر کې لويه ستونزه زموږ د تشکيل کمښت دى چې موږ ورسره مخ يوو، عامه کوم تشکيل چې اوس عامه کتابتونونه لري، دا هماغه د پخوا کله چې نوى عامه کتابتون جوړ شوى و، هماغه تشکيل دى، ځينې وختونه په کې زيات والى راغلى خو بېرته کم شوى دى. په ولايتونو او ناحيو کې يوازې يو مسوول مدير لرو، که هماغه مدير يا مريض يا هم بل ضرورت ولري، کتابتون د لوستونکو پر مخ تړلى دى، مانا دا چې د اوسني وخت لپاره دا تشکيل کفايت نه کوي.
دویمه ستونزه دا ده چې د کتابتونونو د ډيجيټل (برېښنايي) کول وو چې تر اوسه پورې دغه برخې ته هېڅ کار نه دى شوى، که شوى هم دى ډېر لږ دى، کوم کارونه چې اوس کېږي دا بايد چې ډېر مخکې شوې واى.
اصلي خبرې ته راشم، ستونزه امکانات دي چې د عامه کتابتون په واک کې نشته، هغه امکانات لا نه لرو چې هغه زاړه کتابونه د خرابېدو په حال کې دي چې بايد برېښنايي شي، موږ تراوسه داسې وسايل په لاس کې نه لرو چې په دا ډول کتابونو باندې کار وکړو.
درېيمه ستونزه د عامه پوهاوي کموالى دى، لا تراوسه لوستونکي بلد نه دي چې موږ دلته عامه کتابتون لرو یا د مطالعې لپاره ورتللى شو، کتاب په امانت ترې اخیستلى شو، شاګردان خو پرېده حتی استادان هم تر اوسه په دې نه دي خبر چې موږ عامه کتابتونو ته د مطالعې لپاره ورتللى شو.
خو د خوښۍ خبره دا ده چې اوسنى حکومت دا اراده لري چې دې ټولو ستونزو ته پام وکړي، غواړي چې د دغو ټولو ستونزو د حل لپاره کار وشي، که څه هم د عامه کتابتونونو امکانات محدود دي، د دې محدودو امکاناتو څخه د ډېر او اکثر استفاده وکړو. د تشکيل د زياتوالي په برخه کې زموږ طرحه هم جوړه ده، ډېر ژر به له مشرتابه سره شريکه شي، د تایيد په صورت کې به په تشکيل کې زياتوالى راشي.
د وسايلو د کمبود په اړه د وزارت همکاري له موږ سره شته، د هغه علاوه نړيوال بنسټونه، د افغانستان دننه کلتوري بنسټونه، زموږ ملي تجاران او پانګوال چې د دوى ټولو په همکارۍ باندې غواړو دغه برخه تمويل کړو.
د عامه پوهاوي په برخه کې غواړو چې ډول ډول خپرونې جوړې کړو، پروګرامونه ترسره کړو، تبليغات وکړو، له دې په استفادې سره چې زده کوونکي/لوستونکي په دې پوه شي چې دغه کتابتونونه مهم، علمي او کلتوري مرکزونه دي، څو وکولاى شي عامه کتابتونونو ته مراجعه وکړي او د خپلې خوښې وړ کتابونه مطالعه کړي.
هېره دې نه وي چې د مطالعې دود عامولو لپاره تېر کال ډېر پروګرامونه ترسره شول. د کتاب اوونۍ په برخه کې ليکوالان او د افغانستان کدرونه د عامه کتابتون ادارې دعوت کړل شو او د دوى د يو ځاى والي لپاره غونډه ترسره شوه.
همدارنګه تېر کال په ژمي کې د ۳۳ ولايتونو او مرکز کتاب داران د ۳ ورځني ټرنينګ لپاره راوغوښتل شول، څو وکولاى شي چې د خلکو لپاره ښه خدمات وړاندې کړي او څنګه د خلکو په منځ کې خپل کتابتون مطرح کړي، وروسته ورته کتابونه هم توضيع شول.
د پروګرامونو په لړ کې د روژې په مياشت کې د نبوي سيرت د کتاب لوستنې لويه سيالي ترسره شوه، ازموینه يې په غازي لوبغالي کې واخیستل شوه چې څه باندې زرو ۱۰۰۰ لوستونکو په کې ګډون کړى وو، په سلو تکړه ګډونوالو تحفې او جايزې هم ووېشل شوې. روان کال د ماشومانو لپاره د کيسه لوستنې پروګرام هم جوړه وو او عامه کتابتون د ځينو ليکوالانو د کتابونو مخکتنې غونډې مو هم تر سره کړي دي.
ترې ومې پوښتل:
ـ عامه کتابتون کومه مجله، اخبار يا کتاب لري چې د مطالعې د پوهاوي يا هم د مطالعې د ودې لپاره وي يا هم د داسې کوم څه اراده موجوده ده؟
خالد خان اوريا صاحب وايي:
ـ موږ يوه مجله لرله چې د کتاب په نوم به خپرېدله خو د محدودو امکاناتو له وجې شاوخوا اته کاله کېږي چې غيرې فعاله ده، د بيرته فعالولو لپاره يې پوره هڅه روانه ده چې ډېر ژر بېرته فعاله شي.


عامه کتابتونونه په ټول افغانستان کې؛
کابل
١ ۔ مرکزي عامه کتابتون
٢ ۔ د ١٦ ناحيې عامه کتابتون
٣ ۔ د ١١ ناحيې عامه کتابتون
٤ ۔ د ١٥ ناحيې عامه کتابتون
٥ ۔ د ٧ ناحيې عامه کتابتون
٦ ۔ د ١٢ ناحيې عامه کتابتون
٧ ۔ د ٩ ناحيې عامه کتابتون
٨ ۔ د ١٠ ناحيې عامه کتابتون
٩ ۔ د څرخي پل د زندان عامه کتابتون
١٠ ۔ د شکر درې ولسوالۍ عامه کتابتون
١١ ۔ د مير بچه کوټ ولسوالۍ عامه کتابتون
١٢ ۔ د سروبي ولسوالۍ عامه کتابتون
١٣ ۔ د کلکان ولسوالۍ عامه کتابتون
بدخشان
١٤ ۔ عمومي عامه کتابتون
١٥ ۔ د بهارک ولسوالۍ عامه کتابتون
١٦ ۔ د کشم ولسوالۍ عامه کتابتون
۱۷ ۔ د ارګو ولسوالي عامه کتابتون
١٨ ۔ شنکي ولسوالۍ عامه کتابتون
بلخ
١٩ ۔ د مزارشريف عمومي عامه کتابتون
٢٠ ۔ د حيرتانو عامه کتابتون
٢١ ۔ د خلم ولسوالۍ عامه کتابتون
ننګرهار
٢٢ ۔ د مرکز عمومي عامه کتابتون
٢٣ ۔ د فارم هډې عامه کتابتون
٢٤ ۔ د شنوارو ولسوالۍ عامه کتابتون
٢٥ ۔ د خوګياڼيو ولسوالۍ عامه کتابتون
کندوز
٢٦ ۔ مرکز عمومي عامه کتابتون
٢٧ ۔ د امام صاحب ولسوالۍ عامه کتابتون
٢٨ ۔ د خان اباد ولسوالۍ عامه کتابتون
کندهار
٢٩ ۔ سپين بولدک ولسوالۍ عامه کتابتون
٣٠ ۔ مرکز عمومي عامه کتابتون (نګارستان)
هرات
۳۱ ۔ مرکز عمومي عامه کتابتون
٣٢ ۔ د ګذره ولسوالۍ عامه کتابتون
٣٣ ۔ د اسلام قلعې ولسوالۍ عامه کتابتون
٣٤ ۔ د ادرسکن ولسوالۍ عامه کتابتون
٣٥ ۔ د انجيل ولسوالۍ عامه کتابتون
بغلان
٣٦ ۔ پلخمري عمومي عامه کتابتون
٣٧ ۔ د دوشي ولسوالۍ عامه کتابتون
٣٨ ۔ د خنجان ولسوالۍ عامه کتابتون
٣٩ ۔ د بنو اندراب (تعديل) ماشومانو عامه کتابتون
٤٠ ۔ د ده صلاح عامه کتابتون
پروان
٤١ ۔ د مرکز عمومي عامه کتابتون
٤٢ ۔ د جبل السراج ولسوالۍ عامه کتابتون
٤٣ ۔ د غوربند ولسوالۍ عامه کتابتون
٤٤ ۔ د غوربند عامه کتابتون
پکتيا
٤٥ ۔ مرکزي عامه کتابتون
٤٦ ۔ د سيد کرم ولسوالۍ عامه کتابتون
٤٧ ۔ د څمکنيو ولسوالۍ عامه کتابتون
٤٨ ۔ د زرمت ولسوالۍ عامه کتابتون
تخار
٤٩ ۔ د رستاق ولسوالۍ عامه کتابتون
٥٠ ۔ د مطالعاتو مرکز او عامه کتابتون
جوزجان
٥١ ۔ د اقچې ولسوالۍ عامه کتابتون
٥٢ ۔ عمومي عامه کتابتون
٥٣ ۔ د قره کنت ولسوالۍ عامه کتابتون
٥٤ ۔ د درزاب ولسوالۍ عامه کتابتون
غزني
٥٥ ۔ د مقر ولسوالۍ عامه کتابتون
٥٦ ۔ د خواجه عمري عامه کتابتون
فارياب
٥٧ ۔ عمومي عامه کتابتون
٥٨ ۔ د اندخوى ولسوالۍ عامه کتابتون
٥٩ ۔ د دولت اباد ولسوالۍ عامه کتابتون
٦٠ ۔ د ظهيرالدين عامه کتابتون
فراه
٦١ ۔ عمومي عامه کتابتون
٦٢ ۔ د ٤ ناحيې عامه کتابتون
۶۳ ۔ د بيهقي عامه کتابتون
کاپيسا
٦٤ ۔ عمومي عامه کتابتون
٦٥ ۔ د نجراب ولسوالۍ عامه کتابتون
٦٦ ۔ د کوهستان اولې حصې ولسوالۍ عامه کتابتون
هلمند
٦٧ ۔ د هلمند عمومي عامه کتابتون
ارزګان
٦٨ ۔ د ارزګان عمومي عامه کتابتون
بادغيس
٦٩ ۔ د بادغيس عمومي عامه کتابتون
باميان
٧٠ ۔ د باميانو عمومي عامه کتابتون
خوست
٧١ ۔ د خوست عمومي عامه کتابتون
دايکندي
٧٢ ۔ د دايکندي عمومي عامه کتابتون
زابل
٧٣ ۔ د مرکز عامه کتابتون
٧٤ ۔ د شينکۍ ولسوالۍ عامه کتابتون
٧٥ ۔ د کلتوري ميراثونو د ساتنې ځاى او عامه کتابتون
سرپل
٧٦ ۔ عمومي عامه کتابتون
٧٧ ۔ د سانچارک ولسوالۍ عامه کتابتون
سمنګان
٧٨ ۔ عمومي عامه کتابتون
٧٩ ۔ د حضرت سلطان ولسوالۍ عامه کتابتون
٨٠ ۔ د خرم سارباغ ولسوالۍ عامه کتابتون
٨١ ۔ د دره صوف سفلي ولسوالۍ عامه کتابتون
غور
٨٢ ۔ عمومي عامه کتابتون
لغمان
٨٣ ۔ د لغمان عامه کتابتون
٨٤ ۔ د قرغه يي عامه کتابتون
وردګ
۸۵ ۔ د وردګ عامه کتابتون
٨٦ ۔ د چک ولسوالۍ عامه کتابتون
پکتيکا
٨٧ ۔ د پکتيکا عامه کتابتون
پنجشېر
٨٨ ۔ د پنجشېر عامه کتابتون
کنړ
٨٩ ۔ عمومي عامه کتابتون
٩٠ ۔ د سيدجمال الدين عامه کتابتون
لوګر
٩١ ۔ عمومي عامه کتابتون
٩٢ ۔ د بره کي راجان ولسوالۍ عامه کتابتون
٩٣ ۔ د محمد اغې ولسوالۍ عامه کتابتون
٩٤ ۔ د څرخ ولسوالۍ عامه کتابتون
نورستان
٩٥ ۔ عمومي عامه کتابتون
نيمروز
٩٦ ۔ د زرنج عامه کتابتون
پاى
۱ـ د اطلاعات او کلتور وزارت انټرنېټ پاڼه
۲ـ خالد خان اوريا د عامه کتابتونونو د عامه اړيکو عمومي مدير
۳ـ محمد علي رحماني د عامه کتابتونونو د همغږۍ او احصايې عمومي مدير

Saidullah.jan/mangal@gmail.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.