د مينې ليک ۷

خوږه نانځکه

168

د ما شهزاده هلکه؛
نن مې بیا ډېر ياد شوی وې،دا څنګه ژوند شو
نۀ بې تا طاقت راځي او نۀ لۀ تاسره …
د‌ټولګي پر تخته مې درس وليکه،د‌صنف آخر ته لاړم،ستا د سپين کاټڼ کاليو عکس مې راواړاوه
ډېر مې په ځير ځير ورته کتل،درڅخه مې ګيله هم وشوه
وايم نو ولې مې پوښتنه نه کوې
تا خو ويل: ته مې روح يي نو کله چې د تا روح نه وي نو ته څنګه ژوند کوې

خو پوهيږم ته هم يوه عجیب حالت کې يي
باور لرم له تا هم لار ورکه ده‌
ته هم نه پوهیږې چې څه وکړې
مګر خيرده ځان مه خپه کوه،زۀ هيڅکله د‌ تا خپتيان نه شم ليدلی
کله چې‌ خاندې زۀ هم ډېره خوشحاله اوسم
ته خو د ما ځان يي او زۀ له تا جوړه يم

خو ته ما پردۍ ګڼې
ته ما خپل ځان نه ګڼې
د ژونه په هر قدم کې راته دروغ وايي
ځينې داسې چې هيڅ کومه ګټه او مجبوريت زۀ پکې نه وينم.
د‌تا عکس ته مې کتل او دا غزل مې پر شوڼډو راغی:
زۀ درنه جار شم شهزاده هلکه
له ګلابونو نه ښايسته هلکه!

لکه رانجه به د ساتم سترګو کې
قدم زما پر قدم ږده هلکه !

غمونه لرې کړه په ناز وخانده
سوې سټوري مه لګوه هلکه!

ته په کاټڼ کې ګل ګلاب ښکاريږې
مه کوه مه مې سوزوه هلکه!

څنګه په ناز ناز راته ګوري ګل مې
د خپلې جلکۍ په غږ نشه هلکه!

په زړه مې نرۍ څړيکه راغله نور د‌‌ دريدلو توان راکې نه وو،شاته په اوسپنيزه څوکۍ کيناستم
هغو لحظو پسې خپه وم چې لږ به ستړې شوم دمه به مې د اسد‌ په مسج جوړه شوه
هغه څووومره خوږه مينه وه
هغې کې څومره خواږه وه
اسده په مینه د بل رقم ډاډه وم
خو انسان له خپله مرګه څه خبر
دا ورځ مې لا په تصور هم نه راتله

ستا ياديږي؟؟؟
کله به چې تا وويل: ليونۍ مې ته فقط د ما يي او ډېر ژر به د‌خپله کړم.
ما به ويل خداسته
يو ځل به راباندې په قار شوې ولې خداسته
داسې مه وايه
ته فقط د‌ما يي دما
ولاکه دې د‌چا پلار راڅخه واخلي!!!

خو ګوره کنه اسده
د‌ما مينه نظر شوه،زه ماته ماته شوم
تا به راته ويل:
ته تنها د‌ ما نجلۍ نه يي
د‌ما هلک هم يي !!!
دې خبرې د‌ راته انرژي راکوله
بيخي لکه هغه وخت چې زۀ وړه وم او ما ورور نه درلوده
تل به مې له پلار سره په پټيو او باغ کې کار کاوه
ما ډېر قوي،ځواکمن وجود درلوده د نارينه وو ټول کارونه مې لکه هلک کولای شوای؛ ما د‌‌ګاګل خټې جوړولی شوې
ونې مې ايستلی شوې
خښتې مې کولای شوې
او اوبه مې لګولی شوې
او ما واورې هم توږلی شوې.
په هر کار کې به له پلار سره لګيا وم ځکه ما نه غوښتل خپل پلار ته د‌ بې زويي احساس ورکړم
کله به ستړې هم شوم،خو خپله ستوماني به مې پټوله،ما له ماشومتوبه غيرتي خوی درلوده له هيڅ چا مې هيڅ شی نه غوښتل،تل مې غوښتل خپل ضرورتونه پخپله پوره کړم‌.
پلار مې راباندې ډاډه وه داسې ډاډه لکه په کور کې چې ځوان زوی لري.
نو پلار به مې تل راته ويل: تا هيڅکله راته د‌زوی د‌کمۍ احساس نه ده راکړی
ولاکه خو د په لسو هسې بې غيرته زامنو ورکړم
ته مې لکه زوی يي
هيڅکله يي راته نه ويل: چې له سړيو ستر وکړه داسې يا هسې کالي واغونده
تل يي ويل
د‌چا د‌پلار پروا مه لره په خپله خوښه وګرځه
ما ډېر مغروره او تند خوی درلود‌
ډېره به نه غږيدم او چاسره مې بې ځايه ټوکې نه کولې
پلار به مې ويل: د‌تا خوی لکه د‌ نر ده.
خو د‌ما ژوند کې ما يو بل کس ومونده چې هغه لکه د‌ما پلار وه
هغه راته تل قوت راکاوه
هغه به راته ويل: ته د ما هلک هم يي!!!
هغه ماته د نجلۍ توب احساس نه راکاوه،په ما يي چيغې نه وهلې
ماته يي رښتينې مينه راکوله
نه يي غوښتل ما د‌خلکو له سترګو پټه کړي، په پوره مانا يي خپلواکي راکړې وه
نو ما له خپل خداي سره ژمنه کړې وه چې څنګه مې چې د پلار عزت ساتلی،څنګه چې پلار ته د‌افتخار وړ يم
نو خپل اسد ته به هم يم
د دنيا ټولې خوشحالۍ به ده ته ورکوم
دومره به يي له خندا ډک کړم چې جهان به حيران شي
په هر حالت او هر وخت به ورته توانايي ورکوم
ما د‌ خپل اسد‌ مقابل کې بل هيڅوک نه ليدل
هغه مې په پوره مانا له زړه قبول کړی وه
اوهووو قبليدل څه هغه خو د‌ما روح وه د‌ما ځان وه
په مينه يي نازيدمه
هيڅ په ستومانۍ نه پوهيدم
زه نۀ ستړې کيدونکې وم
ته پوهيږې ټول وجود مې له خوږ احساس نه ډک وه
مسج ته به يي ليواله وم
او باوري وم چې اسد د‌ما ده.
خووووو اوفففففففففففففففففففف الله
څه وکړم نو
د ما خوشحالۍ نظر شوې
نه پوهيږم څه وشول
ولې وشول
خوو فکر کوم د ما د ژوند لويه سرمايه د ما اسد يي‌رانه واخيسته
د‌ما له ژوند نه يو کس کم نه شو
د‌ما دننه وجود ووژل شو
زه بې روحه شوم
د‌ما ښايسته دنيا ړنګه شوه
کوم کافر وکړل
کوم ظالم وکړل
ولې وشول
هيڅ نه پوهيږم
خو د‌ما د‌سترګو تور، د‌ما ځان د‌ما اسد‌ رانه پردی شو
هغه خو ويل: زۀ فقط د تا يم نو ولې د بل چا شو؟؟؟
کله چې بل چاته ورته نو آيا نه شرميده
ماسره کړې وعدې يي هيرې وې!!!
ما چيغې کړې
ما وژړل
مګر هيڅ هم لاسته رانغلل
نور خو به ژوندۍ اوسم مګر ژوند به ونه کړم .
خو دما هلکه:
دما مينه له زړه،پاکه رښتينې او پښتنه وه
ممکن موږ سره جلا شو
ډېر لرې لاړ شو
بیا هيڅ يو بل ونه وينو
مګر ددې مينی ارزښت او ځای به تل د‌ما په زړه کې وي
که ددې جهان ټول ښکلي ځلمي راته راټول شي او دوی ټول ما وغواړي
خو زۀ به مې د‌ خپل اسد يو د وووه نجلۍ غږ پرې ورنه کړم .
زۀ به مې د خپل اسد يو تار ويښته پرې بدل نه کړم
د‌ما دنيا همغه وه چې لاړه تيره شوه .
خو اې د‌خدای ظالمه:
ټول قسمونه د‌ دروغ وۀ هم وعدو کې راته پړ شوې
نور به سپين ټيکری پۀ سر کړم په ژوندوني راته مړ شوې

خير که ته نه يي!
نو ښايسته نوم خو د‌ې شته زۀ به دې په نوم ژوند‌وکړم.

زما د عمر برخه غم شو
د عمر برخې تر مرګَیه پورې وینه

دما پاچا ته پوهيږې؟؟؟
دما مينه د وجود له هر رګ نه وه/ده او تل به اوسي .
مینه د ښکلا په اړه نه ده، بلکې د داسې چا په موندلو پورې اړه لري چې ستا درناوی کوي، ستا سره مینه لري، تا درک کوي، او ستا په درلودو ویاړي .

نو حتا که ستا له خوا ډېره وزوريږم
د ما مينې هيڅ علت نه درلود
او نه يي لري
باور ولره چې تا يو ډېر مهربانه زړه له لاسه ورکړی
اسدالله،زه د‌نوي عصر له مکاريو خبره نه وم
ماته د مسلمان قسم او د پښتون وعده هر څه وه
ما پر تمامه مانا خپل ميړه ګڼلی وې،هغه شپه دې ياده ده کنه ؟؟؟

ناڅاپه مې سترګې خلاصې کړې له خوبه ويښه شوم لکه چې ستا د راتلو وخت وه
تليفون ته مې وکتل دوه نيمې بجې د شپې وې
وتساپ ته ورغلم
سلام
ع السلام جااان
نه يي رخصت شوی؟
نه جان مې ويده شه نن کار ډیر ده
بايد تر ناوخته کار وکړم
خه سمه ده زه ځم اودس کوم تهجد کوم تر هغو به راشې
هلک په قهررر شوو اوففففففف بايد مې د رخصتۍ وخت معلوم وای
خير کومه خبر نه ده.

لاړم تشناب ته د‌ مني شپې وې هوا سړه شوې وه
برق هم نه وو
تودې اوبه نه وې
په يخو اوبو مې اودس وکړ
بيرته راغلم
يوه دقه کمپله کې څملاستم چې لږ توده شوم په لمانځه ودريدم،تهجد‌ مې وکړل
په وروستنيو دوو رکعتونو کې مې ياسين ولوسته الله ته مې دعا وکړې،بیرته څملاستم
ساعت درې او پنځوس دقې شوې
چې ګورم په وتساپ مسجونه راغلي

خوږې مې
راغلم
دروازه راوازه کړه کنه
زه- اوه وبښه په لمانځه وم وبښه
څو دقې په تمه شوم
چې ترنګ شو
عکس راغی
د جاینماز عکس وه
خوږې مې لمونځ مې کاوه
الله د قبول کړي
مننه جان مې

اسدالله نن کالي واغونده
وۍ څنګه پوه شوې پخدای عکس راغی دا کالي مې اغوستي
دا ډېر ښه ده منننه مننه د‌ما کالي ډېر خوښيږي
زنګ ووهم؟
هو
ترنګ ترګ ……پر زنګ خبرې
سلامونه
سلام خوږې مې
څنګه يي؟
ښه‌يمه
ته ښه يي ؟
پخيرراغلې؟
هوو ورکه وظيفه کې مې ريس سره جنګ وکړ
وۍ ولې
ورکه د اروپا ژوند،وايم خوږه مې راته په تمه او ما له کار نه نۀ پريږدي
بیا موټروان پسې ورک وي
داسې مې عصاب خراب دي
ته راته بې خوبه کيږې.
نه نه بیغمه اوسه
زۀ نه بې خوبه کيږم
د‌ما خوب پوره شو
اسد: هوا څنګه ده خوږې مې؟
یخ خو د نه کيږي ؟
نه نه غټه کمپله مې اغوستې مخ مې هم پکې پټ کړی يخ مې نه کيږي بيغمه اوسه
زۀ به د تا نيکۍ څنګه پوره کوم
ليونۍ مې دومره مينه درکړم چې حيرانه شې
اې خوږې؛ هغه تار ويښته دې په ټوووله دنيا نه ورکوم چې له ږمنځې سره رالويدلی وي
يو تار ويښته د په ټوله جرمني او افغانستان نه ورکوم
چې تمامه دنيا مې مخکې ودريږي هم ولاکه يي پروا ولرم
اخخخخخخ ……. خوږې چې يو ځل د‌خپله کړم بیا به نور هيڅ ارمان ونه کړم
اې اې پلار مې حاجي……. نوميږي ولا چې هغه مې هم تر مخې ودريږي که مې درنه جلاا کړی شي
هغې مور مې چې زيږولی يي يم هم که يي پروا ولرم
ته فقط د ما يي دما
ولاکه مې په دې ليچه بیغير له تا بل څوک سر کيږدي.
د‌ما په سينه به فقط او فقط ته سر ږدې.
ووايه کنه
څه ووايم؟
ته د چا يي؟
عه
ته د چا يي
زۀ د تا
وا مې نه وريدل بیا ووايه
خو د تا يم
د‌چا؟؟؟
ځه لاړ شه بیا نه وايم
خيرده کنه
ووايه
ته د چا يي ؟
زۀ د تا يم د خپل اسد مې يم
اخخخخخخ جان مې ټول درنه صدقه شم
هو ته فقط د ما يي د‌ما
خداسته!!
قهرجنه لهجه ولې خداسته هيڅ خداسته نه
دا دی اوس په اوداسه يم او ته هم
اې ….. زۀ د حاجي …. زوی چې په دې نوم بل زوی نه لري د‌خدای تر مخی شاهدي ورکوم چې مې قبوله يي قبوله يي قبوله يي …
په ميليون هاوو ځلې مې قبوله يي
اسده! شاهد د څوک ده؟
شاهد مې خدای ده
په دولس مذهبه مې قبوله يي او ښځه مې يي
اخخخخخخ خدايه ملايکو پرې امين يي کړئ
يوه شيبه سکوت،باور لرم چې امين يي کړل
له خندا ورته ډکه شوم،د‌وجود هر رګ می آرامه وه ما ويل دا ګړۍ جنت ده
نانځکی اوس ته هم ووايه
څه؟
درته قبول يم
هو
راته قبول يي او شکررررر چې تا لرم
شکررررر خدايه د‌دنيا لويه سرمايه او خوشحالي‌ د‌راکړې
وه ليونۍ ټوول درنه کربان شم
ټول خاندان مې درنه کربان شه
وۍ نه داسې مه وايه
زۀ هم درنه کربان شم
خوږه مې ده،نفس مې ده،لیلا مې ده،مڼه مې ده
ټوووله دنيا مې ده
اې د‌ما حورې
اې د ما ښايسته
نکاح مو وشوه ښه
ښه
نور مې خپله ښځه يي
ووايه نو
ته د‌چا ښځه يي؟؟؟
د تا
د خپل اسد مې
نه وامې نه وريدل بيا ووايه
د تا ښځه يم
بیا ووايه‌
خو د تا ښځه يم
ولې ځان کوڼ اچوې
نرۍ خندا ههههههه، خو ښه لګيږي
ووايه د‌چا ښځه يي؟
خو د تا د خپل اسد مې
ههههههه زه به هره دقه دا پوښتنه درنه کوم پس له واده نه هم چې يو ننوګک دې هم پيدا کړ بیا به هم درته وايم چې ووايه د‌چا ښځه يي
هههههههههههه ته به وايي خو د‌تا يم اوس د‌چا يم ههههههه
هو فقط د‌ما يي د‌ما ولاکه دې د چا پلار رانه واخلي.
پلارجان ته به د وايم کاکا جانه دا خوږه فقط د‌ما ده
چې هر څومره ليست مو وي زما قبول دي هههههه نه بيغمه اوسه نه شته ليستونه
اې په سپينه ورقه ورته امضا کوم وايم هر شی ليکئ د‌ما قبول
فقط دا خوږه مې راکئ.
هههههههههههههه هله نو ليونۍ مې ويده شه راته
خو ته هم ويده شه
ښه زه هم ويده کيږم
خی ووايه د چا ښځه يي
د تا ښځه يم
د چا ليلا يي
د تا ليلا يم
اخخخخ جان مې ټوووووول درنه صدقه شم
ټول درنه لوګۍ شوم .
زه د هم کربان شم
هلکه،نور ويده شه
خی ووايه د چا ښځه يي؟
د‌تا ښځه يم
هو هو د ما يي د‌ما،د‌ما ښځه يي.

اسدالله ته د ما له وجود نه جلا شوې څانګه يي
بې تا ژوند لکه دوزخ ده،
الله په مخ د دنيا هم دوزخ جوړ کړی او د‌هغه نوم يي بيلتون ايښی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.