برېل لیک

لیکوال: روح الله وسیم

228

اکسون مجله، اووه لسمه مقاله

سریزه
برېل یا د نابینایانو لیک د ټولنې هغو کسانو لپاره پنځول شوی دی چې په سترګو لیدل نه شي کولی، هغه که د زېږېدو له وخت څخه وي او یا هم وروسته له زېږېدو څخه، په همدې اساس هر کال د جنورۍ څلورمه نېټه د برېل ليک نړیوالې ورځې په نوم نمانځل کېږي.
د برېل لیک د نړیوالې ورځې موخه د برېل لیک لوست اهمیت ته وده ورکول او د يوې داسې ټولنې ملاتړ دی چې هغو خلکو ته مساوي فرصت برابر شي چې سم ليدل نه شي کولی. د دې ورځې نمانځل د لاسرسي وړ زده کړو او د بريل لیک لپاره معلوماتي موادو ته اړتیا په ګوته کوي او همدارنګه په عامه ځایونو، ټرانسپورټي سیسټمونو، عصري ټېکنالوژۍ او انلاین پاڼو کې د برېل توکو د شاملولو اهمیت ښيي، څو د ټولو لپاره خپلواکي، ازادي او ټول شموليت تضمین شي.
«لويي بريل» د ړندو او هغو خلکو لپاره چې سترګې يې معيوبه وې، د غټو یا پېرړ ټکو په مرسته د ليک او لوست سيسټم رامنځته کړ. د لامسې حس پر بنسټ ولاړ دا ميتود ځانګړو روزل شويو کاروونکو ته لار هواروي چې خپلې ګوتې له سطحې څخه پر راپورته شويو ټکو تېرې کړي او اړونده تورو او سمبولونو ته يې تعبير کړي.
موږ به په دې لنډه لیکنه کې د برېل لیک په تاریخ، جوړښت په افغانستان کې د نابینایانو او برېل لیک وضعیت باندې خبرې وکړو:


د برېل تاریخ
په لوی خط لیکل شوي حروف یا لیکنې یا هغه چې په لمس یا لاس سره لوستل کېږي، د پخوا راهیسې دود و، هغه مهم معلومات چې تر لاسه شوي لومړنی کس د برېل لیک ته یې پام شو، د زین الدین نوم کس دی چې په دې اړوند یې مقاله ولیکله او د برېل لیک لومړنی پنځوونکی ګڼل کېږي.
په نړیواله کچه په لومړي ځل په ۱۷۸۴ ز کال د پاریس کې د وي هاوي V Hauy له خوا د استثنایي یا نا بینایانو په نوم ښوونځی جوړ شو، د نوموړي مکتب موسس وي هاوي د عادي حروفو د غټولو سره پېرړ او غټ حروف منځ ته راوړل چې له هغې څخه یې د نابینایانو په زده کړه او روزنه کې استفاده وکړه، دا چې د هغو کسانو لپاره چې د نابینایي له ستونزو سره مخ وي د غټو حروفو لوستل ستونزمن او ګران و، نو د لویو حروفو لیک ورته لوستل ګټور تمام نه شول
د ناپیلیون په وخت کې چارلس باربر Charles Barbier د فرانسوي اردو د توپخانې قوماندان له ۱۲ ټکو څخه جوړ لیک د شپني لیک په نوم له ۱۲ ډبلو ټکو څخه د افسرانو لپاره د یو کوډ په صفت جوړ او اختراع کړ څو افسران وکولی شي حتی د شپې لخوا د لامسې حس په وسیله لوستل وکړای شي.
لویس برېل په ۱۸۰۹ ز کال د پاریس په کوفري کلي کې وزېږېد. د برېل پلار د اسانو کیزې او زینونه جوړول، برېل هم د خپل پلار په ورکشاپ کې له کار کولو سره ډېره لېوالتيا درلوده؛ خو له بده مرغه کله چې درې کلن و، د پلار په ورکشاپ کې يې لوبې کولې چې ناڅاپي يې يوه تېره رينه په چپه سترګه کې ننوتله. تر څلور کلنۍ پورې یې پړسوب یا التهاب او انفیکشن بلې سترګې ته له خپریدو د دې لامل شو چې بله سترګه یې هم ړنده شي او برېل په بشپړه توګه خپل نظر له لاسه ورکړي.
لویس برېل د خپلې مور، پلار او نورو کسانو په مرسته یې وکولی شو چې نورمال رسم الخط په ښه توګه زده کړي او د نورو عادي خلکو په څېر لوستل او لیکل وکړي؛ هغه په ډېر مشکل سره د غتو ټکو او پارچو څخه په ګټه اخیستنه کولی شول چې خپل درسي مواد اماده کړي، خو څه وخت وروسته پوه شو چې د ړندو لپاره د نورمال متن لوستل خورا ستونزمن او ستړي کوونکي دي. لویس برېل د ړندو لپاره د لیکلو او لوستلو سیسټم جوړوونکی و. د ښوونځي شرایط ډېر سخت وو خو لويي بريل د زده کړې يو ټينګ عزم درلود. څرنګه چې ځيرک زده کوونکی وو، په ښه توګه يې په زده کړو کې پرمختګ روان وساته. هغه د ښوونځي له کورنۍ دندې پرته خپل ټول پاتې وخت د ړندو لپاره د خط جوړول او بشپړولو ته وقف کړ. د هغه د ژوند تر ټولو لوی هدف دا و، چې وکولای شي د ړندو لپاره منظم خط جوړ کړي.
کله چې لویس برېل لس کلنۍ ته ورسېد د يوه تحصیلي بورس په ګټلو سره یې د ړندو ځوانانو شاهي انستيتوت ته لار پيدا کړه چې په نړيواله کچه په پاريس کې د ړندو لپاره جوړ شوی لومړنی تخصصي ښوونځی و، په دې وخت کې د نوموړي دا نوی میتود دومره ښه بشپړ شوی و چې د ړندو لپاره د انسټیټیوټ رییس “پینیر” ترې متاثره شو او امر یې وکړ چې دا طریقه په غیر رسمي توګه په ښوونځي کې وکارول شي. برېل په ۱۶ کلنۍ کې په خپلو نه ستړي کېدونکو هڅو سره وتوانېد چې په سترګو ړندو کسانو د لیکلو او لوستلو ستونزه حل کړي.
برېل په ۱۲ کلنۍ کې د یاد شوي لیک موثر امکانات حس کړي و چې همدې ته یې وده ورکړه او کار یې پرې وکړ په لومړیو کې چې ډېر ټکي و. حتی تر شپږو پورې یانې دوې لیکې راسته او چپه راکم کړلې، حال دا چې برېل ړوند و خو بیا یې هم په لومړي ځل الفبا په شپږو پېرړ او ډبلو ټکو کې سره ترتیب او په خپل نوم سره ونومول.
بريل په ۱۷ کلنۍ کې له انستيتوت څخه فارغ او مرستيال ښوونکی وټاکل شو. په ۱۹ کلنۍ کې يې د ښوونکي موقف ومانه. که څه هم خپل ميتود يې له زده کوونکو سره شریک کړی وو خو د ژوند پر مهال يې په ښوونځي کې د بنديز لاندې و.
هغه په ۱۸۵۲ ز کې د ۴۳ کلونو په عمر د نري رنځ له امله مړ شو. په هغه وخت کې دومره مشهور نه و او نه د پاريس کوم يوې ورځپاڼې د هغه مړينه نشر کړې ده. د برېل په جنازه کې ړندو خلکو برخه اخیستې وه. دوی په دې ښه پوهېدل چې د نوي رامنځته شوي خط لپاره دوی د برېل پوروړي دي.
د لويي بريل د ۱۰۰م تلين پر مهال د هغه جسد د پاریس د وتلو اشخاصو هديرې ته ولېږدول شو او د فرانسې د نورو اتلانو سره يو ځل بیا یو ځای خښ شو. وروسته د لندن کامبریج پوهنتون برېل لیک ته په ۱۸۳۴ ز کال رسمیت ورکړ چې تر نن ورځې په ټوله نړۍ کې د نابینایانو زده کړې په موخه ترې استفاده کېږي. په ۱۸۴۴ زکال د برېل سیستم د نابینایانوپه ټولو انستیتیونو کې دود شو په ۱۸۷۸ زکال د برېل لیک لومړنی سیستم په عربي ژبه کې هم جوړ شو.


د برېل تعریف
برېل لیک ته برېل یا برایل چې په عربي کې منقوط یا نقطیه لیک وایي ځکه چې د دې لیک پنځوونکی فرانسوي برېل دی.
هغه متن چې د لمس وړ وي یا په لمس کولو سره ولوستل شي، یا موږ وکولی شو کتاب لمس کړو یا هر کله چې د لامسې ځواک یو څه شی لکه حروف او کلمات حس یا لمس کړي چې هغه (اوږدوالی، پنډ والی او سور) ولري یا په بل عبارت هغه حروف او کلمات چې پنډوالی او غټوالی ولري چې د لمس وړ وي، په همدې خاطر کله هغه ته پېرړ لیک او کله هم ورته د ړوندو لیک ویل کېږي.
برېل حروف په حقیقت کې هغه غټ ټکي یا پېرړ توري دي چې هر یو یا څو ټکي د یو ځانګړي حرف سېمبول یا نښان دی، دا ټکي په ماشین یا شابلون دومره پېرړ یا ډبل کېږي څو چې د لامسې په حس سره وپېژندل شي، نن ورځ په ټوله نړۍ کې نابینایان د زده کړې او مطالعې په موخه له برېل لیک څخه استفاده کوي.
برېل څه شی دی؟
برېل هغه الفبا ده چې د ړندو خلکو سره مرسته کوي، څو د عادي خلکو په څېر لوستل او لیکل زده کړي. د دې ډول کرښې کارولو لپاره د تماس یا لمس احساس ته اړتیا ده. د لیکلو دا طریقه په هغو ژبو کې چې له کیڼ څخه ښي خوا ته لیکل کېږي ؛ نو د برېل نقطې هم له کیڼ څخه ښي لوري ته ده او په هغو ژبو کې چې له ښي څخه کیڼ ته لیکل کېږي؛ نو د برېل نقطې هم له ښي څخه کیڼ لوري ته ده.
د برېل لیک له شپږو منظمو او پېرړو ټکو څخه عبارت دی چې په دوو عمودي کرښو او درې ردیفو کې د نابینایانو د لوستلو او لیکلو لپاره جوړ شوی، دا لیک په پېرړ شکل لیکل کېږي چې د لامسې حس او شهادت ګوتې او لمس په وسیله لوستل کېږي.
برېل لیک کوم ځانګړی لیکدود نه لري چې له څو ډوله سېمبولونو څخه جوړ شوی وي او هغه زده کړل شي، بلکې داسې یو چوکاټ دی چې په هغه کې د هرې ژبې الفبا ځای پر ځای او ښکاره کړل شي، برېل لیک د نابینایانو لپاره تر ټولو غوره د لوستلو او لیکلو د زده کړې لیک ګڼل کېږي، دا لیک په پېرړ یا ډبل شکل لیکل کېږي چې د لامسې حس د شهادت ګوتې په سرونو حس او لوستل کېږي، برېل لیک کومه ځانګړې تګلاره نه لري چې له څو ډوله سېمبولونو څخه جوړ شوی وي او هغه زده کړل شي، بلکې یو چوکاټ دی چې د هرې ژبې الفبا په هغه کې وړاندې کړی شي.
د بريل ميتود د شپږو ټکو په بڼه جوړ دی. ټول ټکي بايد پېرړ وي. د پېرړو ټکو شکل د يوه ليکل شوي سېمبول استازيتوب کوي. لويي بريل دا سيسټم د رياضي او موسيقي علایمو ته هم ولېږداوه. د بريل د سيسټم پرمختللي کاروونکي د اختصار د يوه پراخ سيسټم په کارولو سره چټک لوستل شوني کوي. که څوک د برېل سيسټم بشپړ کړي نو بیا د يوه بينا لوستونکي هومره چټکتيا سره لوستل کولی شي.
ړانده خلک نن هم د متن د لوستلو، په دېوالي او لاسي ساعتونو، ترماميټر، د موسيقۍ په صفحو، کمپيوټرونو، اې ټي ايم ماشينونو او ان د برقي زينو پر بټنو هم د بريل سيسټم کاروي. د بريل سيسټم اوس د زياترو ژبو تر څنګ رياضي، موسيقۍ او ان د کمپيوټر پروګرامونو لپاره هم د کارولو وړ شوی دی.
د برېل لیک د زده کړې وسایل او ابزارو پېژندنه
برېل له شپږو نقطو څخه جوړ دی، چې په دوو کالمونو وېشل شوی دی. برېل په انګلیسي کې له ښي څخه کیڼ لور ته او په فارسي کې له کیڼ څخه ښي خوا ته لوستل او لیکل کېږي. د برېل الفبا هر توري د دوو کالمونو په بڼه څو مهم ټکي لري. د هر متن الفبا لکه لاتیني، فارسي، عربي، چینایي او نور… د هر متن ځانګړو ټکو سره کوډ شوي. د دې حروفو د لوستلو لپاره ړوند په دوی باندې ګوتې ږدي او د ریښو د موقعیت په پېژندلو سره هغه توري او کلمې پېژني. د برېل او د لوستلو د دې سټایل په کارولو سره یو ړوند انسان کولی شي د نورو خلکو په څېر ژر لوستل وکړي.
لکه څنګه چې مو وویل د لیکلو دا طریقه په فارسي کې له کیڼ څخه ښي خوا ته او په انګلیسي کې له ښي څخه کیڼ ته لوستل کېږي. په انځورونو کې په ترتیب سره د فارسي تورو، انګلیسي تورو او عددونو اړوند نښې لیدلی شئ.
د برېل لیک وسایل عبارت دي له: ۱ – د برېل لیک تخته ۲ – د برېل لیک لپاره ځانګړی کاغذ ۳ – د برېل لیک قلم ۴ برېله یا د نابینایانو لپاره ماشین.
په عصري ټيکنالوژۍ کې د برېل لپاره اړین توکي عبارت دي له: ۱ – برېل ګوتې ۲ – برېل ګرځنده موبایل ۳ – برېل چاپوونکی او سکنر ۴ – برېل ځيرک موبایل.
برېل لیک په افغانستان کې
د کلید ګروپ د ۱۳۹۱ هـ ل کال غویي میاشتې ۱۷ نېټې د راپور پر اساس په ټول افغانستان کې شاوخوا څلورسوه زره کسان له نابینایۍ او یونیم میلیون وګړي له کم بینایۍ سره مخ دي، دا چې په افغانستان کې د نا بینایانو شمېر زیات دی په دولتي کچه ورته تر یو حده کار شوی چې یو له هغې څخه د برېل لیک ته وده ورکول دي.
برېل لیک په افغانستان کې هم د ړندو لپاره یو پېژندل شوی لیک دی، په دولتي کچه د دې د زده کړې لپاره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په چوکاټ کې د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې ۱۶ انستیتیوتونه او په ۱۴ ولایتونو کې لېسې فعاله دي چې په هره لېسه او انسیتیتوت کې د نابینایانو لپاره یو ټولګی جوړ شوی دی. همدارنګه د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره تصمیم لري چې په روان کال کې په څلور نورو ولایتونو کې هم ورته لیسې فعاله کړي.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت له خوا د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون کې د اختصاصي زده کړو په عنوان د نابینایانو دیپارتمنټ هم جوړ شوی چې اوس مهال پنځه تنه مسلکي ښوونکې د برېل لیک په برخه کې په دنده بوخت دي چې د ۷۰ په شاوخوا کې محصلین لري.
د برېل لیک په افغانستان کې له ډېرو ننګونو سره مخ دی، لکه ۱ د برېل لیک لپاره د مسلکي ښوونکو نشتون، ۲ـ د داسې دولتي یا خصوصي تصدي نشتون چې د برېل لیک ټولو علمي مسایلو ته رسیدګي وکړای شي، ۳ـ د برېل لیک د ودې او ستونزو د حل لپاره د ځانګړې کمیټې نشتون، ۴ـ د برېل لیک د اماده کولو لپاره د وسایلو نشتون، ۵ـ د برېل لیک د زده کړې محدود مرکزونو شتون، ۶ـ د برېل لیک نویو وسایلو ته نه لاسرسی چې دا په افغانستان کې د برېل لیک پر وړاندې اساسي ستونزې ګڼل کېږي.
پایله
دا چې نابینایان هم د یو انسان او مسلمان په صفت د ژوند کولو حق لري، باید د کورنۍ، ټولنې، حکومت او خصوصي سکتور له خوا ورته جدي پاملرنه وشي، د هېواد په ټولو ولایتونو حتی ولسوالیو کې د نابینایانو لپاره د برېل لیک د زده کړې مرکزونه جوړ او په اړین وسایلو سمبال شي، د برېل لیک د زده کړو یوه وسیله نو یو نابینا یوازې دا چې قران کریم حفظ کړي باید د برېل لیک هم زده کړي څو وکولی شي د دې لیک له زده کولو ورسته به یو نابینا د یو خپلواک ژوند لرلو احساس وکړي او د یو مسلک خاوند به وي.
په افغانستان کې چې نابینایان له کومو ستونزو سره مخ دي، هغه ته په خپل وخت رسیدګي وشي، اوس وخت چې بدون له عصري ټیکنالوژۍ ژوند ستونزمن دی نو هغه وسایل او ابزار چې د نابینایانو د زده کړې او برېل لیک لپاره اړین دی هېواد ته راوړل او د نابینایانو په زده کړه کې ترې استفاده وشي.
Rohullahwasim786@gmail.com
اخځلیکونه:
https://tkg.af
۱ـ نامني، محمد رضا وهمکاران(۱۳۹۰ هـ ل) تحول روانی اموزش توانبخشي نابینایان، تهران انتشارات سمت
۲ـ کرک، سامویل الګزاندرو همکاران( ۱۳۸۷ هـ ل) اموزش و پرورش کودکان استثنایي، تهران، انتشارت استان قدس
۳- نوري، به کوشش محمد(۱۳۹۸ هـ ل) خط بريل، مجموعه مقالات فارسي، قم انتشارات توانمندان به سفارش دفتر فرهنګ معلولین
۴ـ د ښوونې او روزنې پوهنتون د اختصاصي زده کړو پوهنځۍ دیپارتمنت

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.