د‌مينې ليک ۸

خوږه نانځکه

195

شپه توره تياره وه،نن د سپوږمۍ رڼا هم نه وه،درې بجې وې، چې ويښه شوم، تليفون ته مې وکتل، چې ګورم د تا پيام راغلی،يوه نقطه پکې ليکلې وه،زړه مې ورته خپه شو خدايه کاااش خوب نه راتلای،نقطه مې ښکل کړه،په زړه مې د‌نااميدۍ تياره خوره وه زړه مې ډک شو
د څنګ بالښت ته مې غيږه ورکړه او تر هغو مې چې وجود‌ کې توان وه ښه مې وژړل، ما ويل: ای کاااش چې نه وای ويده شوې
نو نن به مې ستړی او بې قراره زړه ارامه شوی وه
تر دروازې راغلم غوښتل مې اودس‌وکړم الله‌نه‌ د زړه سکون او صبر وغواړم
خو بيرته می زړه‌ ته څه ودريدل
نه زۀ کله الله ته ګرانه يم بيرته لاړم په ځای څملاستم،زړه مې ناهيلی وه
زه بدبخته حتا له خپل خدای سره په جنګ يم او دا به تباه کړي باور لرم
خو د‌تباه به نوڅه تباه شي
د ما هر څه خو د ما اسد وه اوس چې هغه دما نه ده نو زه بل هيڅ شی هم نه غواړم
ما مې اسد په دواړه جهانه غوښته
خو اوس يي څوک هلته هم نه راکوي
نو بې له اسده خو مې هر ځای دوزخ ده
بې هغه خو به زه جنت کې هم راحت نه اوسم‌.

په رڼو سترګو مې د سهار لمونځ هم قضا کړ، د‌یوې ذرې په اندازې مې هم له‌دین سره علاقه نه‌ده‌‌پاتې او نه غواړم عبادت وکړم
دا چې ولې هيڅ نه پوهيږم‌
زۀ په خدای ميينه وم خو نن…..
زه د قرآن حافظه يم سينه کې مې قرآن ده حتا چې په لار به تلم ځان سره مې تلاوت کاوه
اوس مې ټول تلاوت فقط د آنلاين تدريس وخت کې وي،چی کله مې‌هغې ته هم زړه ورتنګ شي.
هیڅ ويلای نه سم‌ ممکن زه به ډېره ګنهګاريږم خو زړه ليونی ده‌

سهار پس دلمانځه له قضا کيدو مې مور راغږ کړ چې تر دهليزه ولاړم نور پوهه نه شوم خو زره مې ډېر بې حاله وه، په زړه مې حمله‌راغله دا چې د راپیښې ناروغۍ له‌امله‌به وه که عصبي فشار؛ خو زړه مې ډېر نارامه وه.
بيهوشه شوی وم پلار او مور مې ډېر ورخطا شوي وو نه‌پوهیږم‌چې بيچاره ګانو به‌ موټر له کومه کړی وي خو چې يو وخت مې سترګې خلاصې کړې سر مې د پلار غیږ کې وه مور مې تر څنګه ناسته‌وه‌راته‌يي ژړل ….
سترګې مې راجګې کړې
مور
کربان مور
چیرته ځو ؟
څنګه‌يي؟
زړه د‌ ښه ده ؟
هو ښه‌یم
خو داسې يم لکه زړه‌مې چې چا موټي کې نيولی وي سر مې شقیقې مې ډېر درد کوي.
صدقه شم لورکۍ نه مې ژړ به‌راته‌جوړه شې
پلار: دا ځل د‌ هم دلته ورولم که يي ګټه‌ونه کړه‌ نور پاکستان ته ځو
په‌دې ډاکټرانو نه کیږي
مور ته مې ويل: دا نجلۍ به‌نظر شوې وي خيرده‌ دا ځل یی نظر وچ کړه
څنګه‌جوړه‌ روغه لور مې وه
نو دا معاش،لياقت،ښايست، پيسې د چا پرې لوريږي
ټولو راته سترګې نيولي چې د خلکو زامن بيکاره‌دي، دده لور معاش اخلي‌.
مور مې: ښه تۀ د اوو لارو خڅرکي راټول کړه ورته دود‌‌ به‌‌ يي کړم
اممممممممم
د فرانسويانو د‌ روغتون مخکې يي موټر ودراوه بیا يي هم معاينات راکړل، له ډاکټر نه نو څه ځي خو بس خپلې پيسې نغدوي .
د‌معايناتو لپاره یی ډکه پيچکارۍ وينه راڅخه واخيسته،ډېره يي وخوږولم
زه له پيچکارۍ ډیره ډاريدم خو اوس راغله نو
بيا يي د‌ځيګر او سږو اکسرې وکره
اوس وخت لس‌بجې‌دي‌، په تمه ورته ناست يو چې څه وخت يي نتيجه ووځي
سر مې پر کوچ ايښی زړه مې ډېر په تنګ ده
خو دا شکر چې ليکل کولای شم
او ټول حالات ليکم،
زه بختوره يم چې ليکل کولای شم!

اسدالله د ما ښايسته هلکه ډېر زيات مې ياديږې
هيڅ مې اوښکې درپسې نه وچيږي‌
یو ډول عجیب درد احساسوم
د وجود هر رګ مې درپسې خوږيږي‌
تا خو راته هيڅ هم نه دي ويلي اوس هم راته وايي د ما يي د‌ما !!
نو د‌ما زړه ولې د خلکو په خبرو داسې زخمي شوي

زۀ په يوه سخت مبهم حالت کې يم
لطفا ما له‌دې حالت نه وباسه.
ماسره په زرهاوو پوښتنې دي،لطفا يوه برخه خو يي ځواب کړه‌
ولې وشول
څنګه وشول؟
اسدالله،تا راته ويل: ما د تا عکس چاپ کړی هره شپه چې له وظيفې ستړی راشم اول سلام ورکوم بیا مې دمه جوړه شي
خو چې هر څه مې وغوښته راته دې ونه ښوده،ولې؟؟؟

ښه مې ليدل پر فیسبوک آنلاين وې،خو پر هغه مازيګر د ماته ويل: ويده وم.
ولې؟

کله مې چې د ازموينو مهالويش درنه وغوښته ولې د‌راته ونه ليږه؟؟

د اروپا رخصتۍ خو اوس پيل شوې،نو ستا امتحانونه څنګه ژر خلاص شوه؟؟

تا خو ويل:زه په کور کې بشپړ واک لرم دا د‌کاکا د‌ زوی واده مې خلاص شي،مور مې درځي؛ واده خو خلاص شو ولې رانغلل؟

تا خو ويل: که د‌اختر په شپه له تاسره ونه اوسيدم نو زه به د حاجي …… زوی نه يم نو ولې رانغلې؟

تا خو ويل: زه په ټوله دنيا فقط تا لرم
تا خو ويل د‌ما اوله او آخره ښځه ته يي ؟
بیا بیا به د ويل: نو بې تا څوک لرم؟؟؟
نو دا خلک ولې راته وايي: چې ښځه لري ماشومان لري
آيا دوی ټول ستا دښمنان دي ؟؟
بیا ما خو چانه‌ مستقیم پوښتنه هم نه ده کړې.

هيڅوک هم راته يوه خبر نه کوي:
څوک وايي:
څلور ماشومان لري دوه هلکان دوه نجونې

څوک وايي:
يوه لور لري مريم

څوک وايي:
پينځه لورګانې لري .

او څوک وايي:
يو زوی لري.

ولې ستا زوند حتا خلکو او ستا خپلوان پټوي او که يي مبهم وايي
نو د ورور دې لا د ښځې نوم هم وايي

خو يوهم داسې نه وايي لکه تا چې راته ځان معرفي کړی وو.
هيڅوک هم نه
هيڅوک نه وايي اسد مجرد ده

تا خو راسره ژمنه کړې وه چې زه فقط د‌تا يم اود‌ ما په ليچه به تنها ته ويده کيږې
وای نجلۍ مې ولاکه بل څوک په دې سينه سر کيږدي
نو کله چې وطن ته راغلې ولې به دې د شپې ځان رانه غيب کړ
ولې شپې راسره نه غږيدې؟؟
ما مې خپل هلک بل چاته په ناز ساتلی وه
هيڅ د خپله ژمنه نه ياديده؟؟

نو ته چې پخپل کلي کې وې ستا کور خپل ځای کې وو نو ماته دې ولې ويل: کابل کې يو کور مې کابل کې ده ؟؟؟
نو ولې که ته خپل ځای کې اوسې نو زمابه مشکل څه وي؟؟؟؟
ما تاسره مينه کړې که د تا کور سره؟؟؟

ولې دې د اختر په درېیمه راته ويل: امه مې مړه شوه؟
سره له دې چې په هغه مازيګر درسره موټر کې ډېر هلکان وه او موټر کې دې سندره چالانه وه
نو ما ويل سندره او د امه مرګ؟؟؟
نو اړتيا د څه وه چې ژوندۍ امه د‌ راته مړه کړه؟

ولې دې ويل: د کوچني ورور ښځه مې سعودي ته لاړه،سره له دې چې په پېنځم د‌ اسد د مياشتې د هغه کوژده شيريني خوري وه.
نو ماته به يي څه توپير کاوه چې ستا وريندار چيرته ده او څه وخت يي کوژده ده.

ولې دې راته ويل: ما اوه حجونه کړي ؟؟
نوکه تا حج نه وي کړی دما مينه به درته کمه شي!؟

ولې دې ويل: زه هلته د هغې موسسې ريس وم
نو ولې که موټروان اوسې د‌ما مينه کې بدلون راځي
آيا کار کولو کې شرم ده؟؟
نو ته خو د ما پاچا يي کنه!

ولې دې ويل: خور مې ….. نن له پاکستان نه راغله،سره له دې چې هغې به لا د‌ا شل کاله پاکستان ليدلی هم نه وي؟؟؟
نو دې کې خو زه کومه ګټه نه وينم!!!

ولې د‌ې راته ويل: زه فقط د‌تا خپلولو ته درځم فقط تاته درځم؛ نو ولې رانغلې؟؟؟

ولې راڅخه پټ لاړې؟؟؟

ولې کله چې جرمني ته ورسيدې بیا د هم راته ويل چې وطن کې يم؟؟؟

ښه مې ليدې چې ملګرو سره خاندې خوشحاله يي نو بيا ولې دې ماته ويل خپه يم؟؟؟

اوس چې پوه شوم ته ماته نۀ خپلې ښځې او ماشومانو ته راغلی وې نو ولې دې قسم وکړ چې د ما په ليچه چا سر نه ده ايښی؟؟

ولې دې قسم وکړ چې نه ښځه او نه اولاد لرم؟؟
نو بیا خلک ولې راته داسې وايي؟؟

او اوس ولې راسره خبرې نه کوې؟؟

ولې راته د‌زړه حال نه وايي؟؟؟

نو که ته خپل کور لرې بیا ماته ولې وايي:
دنيا مې ته يي
نانځکه می ته يي
ژوند مې ته يي
او ته فقط د ما يی؟؟؟

نو تا خو په ميدان تنها پريښودم،څنګه د تا يم؟؟؟

چې دې نه غوښتلم نو دومره کلکې وعدې ولې؟

چې دې نه غوښتلم نو دومره قسمونه ولې؟

نو تا چې خپله ښځه درلوده
د ما ژوند سره دې ولې لوبې کولې؟؟؟

آيا زه د تا د ساعتيرۍ لپاره وم؟؟

ولې نو زۀ د تا د رشخند وم؟؟

تاته نو څه ګټه ورسيده؟؟؟؟؟؟؟

اسدالله د ما پاچا زۀ خو نور ليونۍ کيږم
زۀ څه وکرم؟
لار رانه ورکه ده
حيرانه يم
ولې راته هيڅ نه وايي
نو ولې چې مريضه زۀ يم او وچ کلک مې اسد شوی
بیګاني عکس دې ليونۍ کړې يم
بیا بیا ورته ګورم
د ما هلک کې هيڅ هم نه دي پاتی
ولې دومره خپه ده؟

نو هغه څه مشکل لري
خو زه خو د تا ځان يم د تا روح يم نو خپل ځان ته ولې دومره جزا ورکوې ؟؟
د ما ښايسته هلکه د‌ما پاچا د‌تا نانځکه ډېره نازکه ده
د دومره غم زور نه لري
زه دومره درد نه شم زغملی
لار راته وښايه
حقیقتونه راته ووايه
خو بیا مې هم تنهامه پريږده
زه بې تا مړه کيږم
خو داسې مبهم حالت ډېر سخت ده ډېر
آخر زۀ څۀ وکړم؟؟

د ما اسده!
زۀ داسې يم لکه هر څه چې رانه ورک وي
له هيڅ چا سره مې خبرو ته زړه نه کيږي، خو په تنهايي کې هم بې قراره يم
نه له تاسره طاقت راځي او نه بې تا
خوب راځي
خو چې سر کيږدم اندیښنې مې په سر واخلي سترګې مې سره نه ورځي
تا راته ويل کنه چې درغلم بیا د خوب ته نه پريږدم
تا رښتيا ويلي وو
د‌ما خوبونه ورک شول
اسده،بل رقم حالت ده
هم مې زړه کېږي درسره خبرې وکړم حقیقتونه واورم او هم د‌حقیقتونو له اوريدو ډاريږم
کله چې ښه ډېر وژاړم څو دقې مې زړه آرام شي
خو لا پينځه دقې نه وي پوره چې بیا وايم د تمام جهان غرونه مې په زړه ايښي.
نه غواړم څوک ووينم او نه له چا سره خبرې وکړم
خو تنهايي مې هم ليونۍ کوي
هم مې په زړه درته مينه ده،او هم درنه خپه يم
دا چې ولې هيڅ نه پوهيږم
فکر‌ کوم په سترګو کې مې اغزي دي چې يي پټوم خوږيږي
چې د‌عصابو شربت وڅکم آرامه نه شم خو داسې اوسم لکه بې حسه…
يوه ثانيه کې ځم شميره دې پاکوم خو لا سات نه وي پوره بیا يي ثبت کړم

وايم خدايه مرغۍ شوې واي
داسې ځای ته تللی وای چې هيڅ څوک او هيڅ شی نه وای او په لوړ غږ مې په ورځو ورځو چيغې وهلې وای.

وايم: ځمکه دوه ټوټې شوې وای زه پکې ننوتلی وای او عمري ويده واي.

وايم: اسد مې راغلی وای ليچه يي‌راته‌ ايښی وای ښه يي سينې ته نږدی کړې وای او ما ورته په چيغو چيغو ژړلي وای .

ما دومره د بېقرارۍ حالت نه وو ليدلي،
لکه يو قیمتي شی د چې ورک وي
نه يي لټولی شې او نه د زړه طاقت کوي
زړه مې کيږي چې ودې وينم خو چې عکس د‌راواړوم بیرته يي لرې کړم
په هيڅ ځای،هيڅ چاسره نه ارامیږم.
دا څنګه حال ده
ته راته لار وښايه
زۀ څه وکړم دې حالت نه ووځم؟؟
زۀ خو تمام جهان کې فقط تا لرم،خيرده لار راته وښايه
ما له دې دردونو وژغوره.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.