د پوتین وړاندیز ټرمپ ته: که دونباس وروسپارل شي، جګړه به ودروو

111

د اروپايي او اوکرايني چارواکو په وینا، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا استازي سټیو ویتکاف ته ویلي، که اوکراین د ختیځ دونیتسک له سیمې څخه خپل ټول ځواکونه وباسي، مسکو به جګړه ودروي.

پوتین دا وړاندیز تېره چهارشنبه په مسکو کې د ویتکاف سره په کتنه کې وړاندې کړ. د دې طرحې له مخې، د اوکراین ټوله دونباس سیمه به روسیې ته وسپارل شي او په بدل کې به بشپړ اوربند رامنځته شي. د وال سټریټ ژورنال په وینا، دا وړاندیز د روسیې له پخوانیو غوښتنو شاته تګ دی، ځکه مخکې مسکو غوښتل د مخامخ د تماس کرښې ټولې سیمې تر خپل کنټرول لاندې کړي.

د دې وړاندیز پر بنسټ، روسیه به د دونیتسک، لوهانسک او د ۲۰۱۴ کال نیول شوې کریمیا واکمنۍ وساتي. اوس مهال روسي ځواکونه د دونیتسک او لوهانسک ډېره برخه نیولې، خو اوکرايني ځواکونه لا هم مهم ښارونه او ستراتیژیک پوستونه په ولکه کې لري.

اروپايي مشران هڅه کوي د زاپوریژیا او خرسون سیمو برخلیک روښانه کړي، ځکه روسي ځواکونه د دواړو ولایتونو ځینې برخې هم نیولي دي. یو امریکایي چارواکي ویلي، د پوتین وړاندیز ښايي د اوسنیو لیکو په اوږدو کې د جګړې کنګل کول وي، او وروسته د ځمکې د تبادلې خبرې وشي څو روسیه پر زاپوریژیا او خرسون بشپړ کنټرول ترلاسه کړي. لا معلومه نه ده چې په بدل کې به اوکراین کومې سیمې ترلاسه کوي.

پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ورځې وړاندې ویلي و، ښايي احتمالي تړون کې “د دواړو لورو په ګټه ځینې ځمکنۍ تبادلې” شاملې وي. د هغه مرستیال جی‌دي وینس تېره شنبې په بریتانیا کې له اوکرايني او اروپايي چارواکو سره د سولې د هڅو په اړه خبرې وکړې.

د رویټرز د راپور له مخې، اروپايي استازو په دې غونډه کې متقابل وړاندیز هم کړی، چې پکې د هر ډول ځمکنۍ تبادلې نه مخکې د اوربند ټینګښت او پیاوړي امنیتي ضمانتونه شامل وو.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي تېره شپه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې هېڅ سیمه به اشغالګر ته ورنه کړي، ویې ویل: “اوکراینیان خپله خاوره اشغالګر ته نه سپاري.”

مسکو تر دې وړاندې ویلي چې لوحانسک، دونیتسک، زاپوریژیا او خرسون، د کریمیا په ګډون، د روسیې برخه دي، که څه هم پر ټولو دغو سیمو بشپړ واک نه لري. تمه کېږي د امریکا او روسیې ولسمشران د روانې میاشتې په ۱۵مه په الاسکا کې وویني څو د نږدې درې کلنې جګړې د پای ته رسېدو په اړه خبرې وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.