ته چې خبرېـږې، خوږه یاره
زه بـه رواج د پـښـتـنـو وژلـې یـمـه
پر زړه مې ډېرې گیلې بار دي
زه بـنـدیـوانـه د تـیـارو د کـلـي یـمـه
د یار په تلو مې داسې وخ کړل
لکه چې گوتې دروازه کې بندې شینه
د دې برخې لهپاره دا لنډۍ غوره شوې دي:
زړه ته مې گوره ته یې خوښ کړې
نصـیـب ته گـوره له تا لـرې مې ساتـیـنـه
په خوله مې هیڅ ویلي نه دي
اوښکو مې خپله بیان کړيدي رازونه
چې نیمه شپه شي غم دې زورشې
جامې مې اور شي، راله سوځي اندامونه
تر چپرکټ لاندې خوله راکړه
خلک به وایي چې موږک دی غنم خورینه
ستا د راتلو لارو ته گورم
جانانه ستا له ملکه هېڅوک نه راځینه
د راتلو لارې دې څارمه
دلداره ستاسې له خوا هېڅوک نهراځینه
ته چې خبرېـږې، خوږه یاره
زه بـه رواج د پـښـتـنـو وژلـې یـمـه
که لیونۍ سپوږمۍ دې مړه شوه
د تسـلـی کیسـې به څوک درته کــویـنــه
خاونده څۀ کانې راوشوې
نۀ مې یار یار شو، نۀ یې خلاص لۀ غمه شومه
پر زړه مې ډېرې گیلې بار دي
زه بـنـدیـوانـه د تـیـارو د کـلـي یـمـه
د مشورو یاران مې ډېر دي
د لاس نیوی یاران په خوب کې نه وینمه
له ما نه، نه هیرېـږې یاره
زه دې په زور له زړه نه څنگه و باسمه
زه د لالي پر اوږو بار یم
له مانه لارې بدلوي پر بله ځینه
خولۀ به د خداى پۀ رضا درکړم
چې رب رضا وي، د چا څه پروا لرمه
د یار په تلو مې داسې وخ کړل
لکه چې گوتې دروازه کې بندې شینه
زما وطن ثاني جنت دی
پهکې اوسیـږي افغانان ښایستهگلونه
مسافري سخته خواري ده
سخته یې مهکړې، زما ورور سفر ته ځينه
جانان لۀ مانه خرما غواړي
بې نیازه یاره خرمازۀ ولاړه یمه
تشو خبرو دې دوکه کړم
نامرده یاره پرمیدان دې پرېښودمه
خندا دې بې اجله مرگ دی
پۀ بې اجله مرگ مې مه وژنه مینه
په توره شپه راشه جانانه
خلک اوده دی ستوري نه وايي حالونه
ریباره ورشه ورته وایه
پس لۀ ماښامه څوکیداره ناسته یمه
د بې وسۍ کورگیه ړنگ شې
ډېرو بې ننگو ته دې ټیټ راوستی یمه
چې زه او ته یې سره بېل کړو
ورکه پښتو شه ورک یې دغه رواجونه
پر جگو غرو دې کاروان تېر کړ
په زړۀ ظالمه یاره نۀ دې یادېدمه
ځان به په تور ټیکري عادت کړم
ياد به دې نهکړم تا به مړ حسابومه
مور یې په کلي شوملې غواړي
لور یې له لارې میلمانه راگرځوینه
د زور دې نه یم زوروره
د زړه ازار بهٔ درتهٔ ټول عمر کومه
له نازولی غږ دې جارشم
ما د ارام گولۍ خوړلي، خوب راځینه
نوربیا
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.