د مينې ليک ۴

ليکنه: خوږه نانځکه

127

د‌ ما ښایسته شهزاده؛ تۀ پوهيږې!؟
زۀ داسې شوې يم‌،لکه‌ يو سرګردانه مسافر چې په‌لويه‌ دښته‌کې‌یي لاره ورکه‌کړې وي،لالهانده‌ يوې خوا او بلې خوا ګرځي،نۀ لاره ورمعلومه وي او نۀ يي زړۀ طاقت کوي‌.
اسدالله‌خبر يي؟
ژوند‌ می داسې شوی چې هيڅ ځمکه‌ځای نۀ راکوي،هيڅوک او هيڅ شی هم نشته چې مې زړۀ پرې تکيه شي،بس ديوال ته ډډه ووهم او ووايم:
ديواله ټينګه تکیا راکه
زۀ د بې ننګو له‌تکيو لويدلې يمه

پوهیږې!؟
فکر کوم،‌نۀ کومه ونه شته چې تر سيوري لاندې یی کینم،نۀ کومه چینه شته چې د زړۀ سوځوونکي اور پرې مړ کړم او نۀ کومه لاره چې لۀ دې سختې او وژونکې دښتې ووځم‌.
تۀ خبر يي!؟
د تا خوږه‌،ښايسته‌،نازکه‌ نانځکه لیلا تنها شوې ده
دومره تنها چې د سوو چیغو غږ يي هیڅوک نه اوري
د‌ما هر څه هر څه خو تۀ وې نو چې تۀ نۀ یي‌ زۀ خو لکه يو ژوندی بې احساسه جسم، زۀ بی روحه شوې يم
فکر کوم ما مې د‌ژوند لويه هستي لۀ لاسه ورکړې
اوهووو هستي څۀ،انسان خو پۀ روح ژوندی وي نو چې روح درڅخه لاړ شي تۀ به څۀ يي، ما خو مې خپل روح بايللی!

زۀ دا منم چې لۀ غمه د مړه نۀ شوم،لا ژوندۍ یم، لا خوځيږم،د‌ژوند‌فعاليتونه هم مخته وړم،کار کوم،تدريس کوم، ګرځم،خو روح مې نشته،فقط يو جسم ده لکه يو روباټ،چې نۀ پکې احساس شته او نۀ کومه هيله!!
اسده د ما پۀ وجود کې زړۀ مړ شوی،الفت صیب څنګه وايي:
زرۀ ډېوه ده دا د خټو پۀ قالب کې
خدای ومه کړه چې به دا ډېوه د چا مري.
زړۀ مې ټوله ورځ او شپه درد کوي،چې هر څه کوم هيڅ نه اراميږم‌.
تۀ پوهیږې،‌د‌ما پاچا!
د چا سترګې مې راياديږي،د چا يادونو پسې مې زړه سوليږي،خو چې عکس ته يي وګورم بيرته يي ژر لری کړم، سترګې مې راډکې شي وايم بې وفا بی وفا…،‌
زۀ د پۀ سپيره ميدان تنها پريښود،ډېر مې ياديږې خو پۀ ښۀ زړۀ درته کتلی نۀ شم‌.
وګوره د ما د‌سترګو توره؛ ما نن پۀ خپل ځان کې ماته خوړلې، زۀ تکه تکه يم،خو لۀ هيڅ چا ګيله‌منه نۀ يم،‌نۀ لۀ تا او نۀ لۀ حالاتو .
ممکن دا به د نوي عصر ژوند وه چې زۀ پرې ناخبره وم،‌خو زۀ می لۀ خپل خدای نه خامخا ګیله لرم،‌ما تۀ لۀ هغه نه غوښتی وې خو بیا هم پر غلطه لاره لاړم،ما‌نو ولې داسې وکړل زۀ خپل وجدان ته خجالته يم.
تۀ د ما انتخاب نۀ وې. تۀ د ما لپاره د‌ما د خدای انتخاب وی او دا خبره مې هر وخت درته تکراروله‌.
تاسره مې د‌ وجود‌‌ هر رګ ارامه وه، ما ستا پر درلودو پر دې نړۍ کې تر ځان شتمنه،ډاډه او بختوره څوک نۀ ليده، پۀ مينه دې مسته وم،مغروره وم،ما وې چې تمام جهان د ما ده او زۀ ددې دنیا شهزادګۍ يم؛ خو تقدير ….!

د ما غیرتي هلکه: هغه مازيګر د يادیږي!!؟
پۀ پخلنځي کې دې د لوښو کړنګ او کړونګ وه، تليفون مې پر بالښت ايښی وه نوې ستړې لۀ مکتب نه راغلې وم،درغږ مې کړ
اسدالله څۀ کوې؟؟
نری راته پۀ خندا شوې، ليونۍ می ظرفرنه مې مينځل.
ښه
هلکه ځان د تيار کړه کنه د وظيفې وخت د ده نو نۀ ځې !؟
ناوخته به شي کنه
غرمه د ډوډۍ خوړلې ؟؟
هو هو باميه مې پخه کړې وه؛ وۍ نو ښځه به مې راته وايي چې ځان ښۀ ساته او زۀ به‌ يي نۀ ساتم دا نو امکان لري.
دغه ده ليونۍ می اوس کالي اغوندم،
هله نو خوږې می جیب کې مې راته پسته، خورما شيان واچوه هههههههههه ويل مې کاش
وۍ نو کاش څۀ، خو واچوه ههههههه
هلک مې بیا د‌عطرو بوتل راواخیسته،فش فش ليونۍ مې غږ يي اورې،عطر وهم،هو هو هههه ته خپله عطر يي
د مني سوړ مازيګر وه، هلکه جمپر د‌اغوستی؟
هوهو جمپر مې اغوستی
ځه نو خدای د‌مل شه
اې ليونۍ مې‌، چې يو ځل د‌ما شې بیا به‌تر بیرونه ځم او بيرته به راځم،بيا به دې ديدن کوم بيرته به ځم
سات ته مې وکتل، دوه دقې د‌ې له وخته تيرې وې
هله اسده ناوخته شوه کنه
دکور کليانې يي تاو کړې دا دی راغلم اوس به مڼډه کړم چې موټر لاړ نۀ شي
لۀ خندا راته ډک وه پۀ لار کې یی راته سندرې ويلې
وه د‌ظالم لورې زۀ خو د‌ پۀ ژوند پوه کړم اوس ايله پوه شوم چې ژوندی يم
ووووووووووووووه خلکو واورئ مینه ورسره لرم
خوږه مې ده،نفس می ده،لیلا مې ده،ځان مې ده،
وه نفس
وه ليونۍ اخخخخ خو ولاکه خو دې د چا پلار رانه واخلی
ووايه ليونۍ مې
څۀ ووايم
د‌چا ښځه يي
خو د‌ تا ښځه يم
نه بیا ووايه
کوڼ شوی یی؟
هو
د تا ښځه یم
د خپل اسد ښځه مې یم
اخخخخ جااااان هو ښځه مې یی ښځه

صبر جان ټرين راغی
هلووو اوکې
لاړم ښه پۀ ځان پام کوه
شپې ته ښې ډېرې خبرې راته وکړه
خو تر دا اوسه غږيدلو نو شپې ته درته نورې خبرې لۀ کومه کړم هههههههههههه
خو پۀ خبرو د نه مړيږم
روح مې يي روح
اخخ ټوووووول درنه صدقه شم
زۀ هم درنه صدقه شم
ريس راته ګوري
لارم نور
زړه خو مې نه کيږي خو مجبور يم
نه نه لاړ شه
پۀ ځان پام کوه
مينه درسره لرم
تليفون قطع شو او په خندا خندا کوټې ته لاړم.

نيټه: 2025//7/26

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.