د کتاب دښمنان

لیکوال: اسامه جوهري

143

اکسون مجله، دولسمه مقاله

انسان د لکونو کلونو راهيسې په ځمکه ژوند کوي، خو يوازې په تېرو ۳۰۰۰ کلونو کې انسان وتوانېده چې مادي او علمي پرمختګ خپل معراج ته ورسوي، مفکرين د دې ټول پرمختګ کرېډېټ د معلوماتو قلم بند کولو يا کتاب ليکلو ته ورکوي، ځکه چې کتاب د يوې ټولنې د خاصې مودې سوچ محفوظ کوي، را روان نسل که سوچ او فکر کوي نو د تېر محفوظ کړل شوي فکر نه پورته فکر به کوي؛ يعنې که اوله ټولنه ۱۰٪ فکر وکړي، ورپسې دويم نسل دا فکر ۲۰٪ فيصدو ته رسوي، که کتاب نه وي نو شايد يو نسل بل نسل ته ۱٪ فکر په ورثه کې پرېږدي.
کتابونه علم او رڼا ژوندۍ ساتي او دې ژوند ته لا پراختيا وربښي .متاسفانه چې په تاريخ کې د کتاب دوستي ترڅنګ د کتابونو دښمني هم ترسترګو کېږي .د کتاب دښمني په مختلفو بڼو کېږي، تر ټولو ستره دښمني د يو قوم له لورې کتاب ته شا کول دي چې دا ډول دوښمني په ډېرو قومونو کې تېره شوې، د دوښمني يو بل ډول د کتابونو له منځه وړل دي.
په تاريخ کې تر ټولو اول د کتاب سوځونه د چن امپراتور (چن يا Qin د چين يوه برخه وه) په کال ۲۱۳ قبل ميلاد کې کړې وه. په اروپا باندې د مسيحيت د حاکميت نه وروسته د کليسا له خوا مسيحيت ته پرمختګ ورکولو په پار په اروپا کې هر مخالف فکر باندې بنديز ولګول شو، د کليسا په ۱۸۰۰ کلنه واکمنۍ کې په کراتو د کتابونو سوځولو پېښې تر سترګو کېږي، په دې سلسله کې د مسلمانانو علمي او تاريخي ميراث هم د سترو حوادثو شاهد دی، اسلامي نړۍ په منځنيو پېړيو کې د نورې نړۍ علوم عربي ژبې ته وژباړل او بيا رفته رفته خپله په اسلامي نړۍ کې داسې اشخاص را وټوکېدل چې د ساینس، رياضي، ټولنپوهنه، انسانپوهنه، جغرافيه او ګڼو څانګو کې سترې منارې ثابتې شوې دي.
په دې وخت کې د مسلمانانو فتوحات هم روان ول، په فتوحاتو کې يوه ګټه دا هم وه چې مسلمانانو نورو قومونو ته خپل علوم منتقل کول، دا د مسلمانانو په نورو قومونو باندې ستر احسان بلل کېږي او د مسلمانانو فتوحاتو او د غربي استعمارونو يوه اساسي توپير همدا دی، برطانيې اکثره نړۍ مستعمره کړه خو دوی نور قومونه ناپوهه ساتل او کوښښ يې کولو نوره نړۍ پرمختګ ونه کړي .
د ششي تهرور په نوم هندي ليکوال په خپل کتاب The inglorious empire کې ليکي چې په هندوستان باندې د برطانوي استعمار په وخت کې ځينې هندوستاني انجنيرانو د (جمال پور) او (جي پور) ساحو کې د رېل ګاډي جوړولو کوښښ وکړ خو برطانيې پرې بنديز ولګوه، ځکه چې په دې سره د برطانيې کاروبار تباهي سره مخ کېده .
همدا راز برطانيه کې په اتلسمه پېړۍ کې ځينې کارخانې او ميلونه جوړ شول، برطانويانو به په خپلو کارخانو کې د نورې نړۍ کارګران نه پرېښودل، څو هغوی د ماشينونو چل ياد نه کړي. خو مسلمانانو چې کوم فتوحات کړې هغه د دې برعکس دي.
مسلمانانو د اندلس فتحې نه وروسته هلته اويا «۷۰» مکتبې جوړې کړې چې په دې کې لکونو قلمي کتابونه موجود ول، نه يوازې دا چې ياد کتابونه په ديني موضوعاتو راڅرخېدل، بلکې زياتره کتابونه په کې د فلسفې، ساینس، عمرانياتو او تاريخ اړوند و .
د مسلمانانو شکست نه وروسته له اندلس څخه زياتره مسلمانانو جلا وطن شول او ځينې په اندلس کې پاتې شول .


د burning the books کتاب لیکوال رچرډ اونډن ليکي چې په ټوله نړۍ کې د يو ملت هم دومره کتابونه نه دي سوځول شوي، لکه څومره چې د اندلس کتابونه ضايع شوي .
عراقي مؤرخ عبدالرحمن الحجي وايي چې ۱۴۹۲ کې د اندلس د سقوط نه وروسته هلته واکمن پاچا مسلمانانو ته اعلان وکړ چې چا سره په کورونو کې کتابونه يا مخطوطې وي هغه دې په غرناطه کې باب الرمله (چې وس ورته Plaza bib rambla وايي) کې جمع کړي .
دا پراسيس تقريباً ۷ کاله روان وو او په دې موده کې يو ميلیون نه زيات کتابونه وسوځول شول؛ نه يوازې کتابونه وسوځول شول، بلکې هلته په عربي ژبه بنديز هم ولګېده، هغه اندلس چې په ټوله اروپا کې د علم ځانګو وه، د دې پېښې نه وروسته تر ۱۸ پېړۍ پورې په تېرو کې ډوبه پاتې شوه .
امريکا ليکوال فراس الخطيب په خپل کتاب Lost islamic history کې د فرانسوي فيزيکپوه پيير کيوري يوه خبره رانقل کړې، هغه ليکي چې پيير کيوري د نوبل جايزې ګټونکی وايي: چې نن موږ اټم په منځ مات کړ، دا يوازې د ۳۰ کتابونو نتيجه ده، که چېرې موږ ته د اندلس زرکونو او لکونو کتابونه پاتې وای، نو نن به موږ د کهکشانونو ترمنځ سفرونه کولی شو.
“We have 30 books left behind from Muslim Andalusia, so that we could split the atom. If a half of the one million burned books could survive, we would already been traveling between galaxies in space.” – Pierre Curie. [Lost Islamic History – Firas Al-khateeb]
يوه بله ستره ضايع چې اسلامي نړۍ ليدلې، هغه د بغداد د کتابونو پېښه ده، بلکې بغداد دوه ځل د کتابونو سوځېدلو شاهد دی .لومړی ځل په کال ۱۲۵۸ کې هلاکو خان په بغداد حمله وکړه، د بغداد علمي ښار يې تباه کړ، په لکونو انسان يې قتل کړ او ترڅنګ يې د پنځه سوه کلونو راهيسې ليکل شوي قلمي کتابونه يې ختم کړل، بايرن مايکل ليکي چې د دجله نهر ته يې دومره کتابونه وغورځول چې د نهر اوبه تورې شوې .
په دويم په کال ۲۰۰۳ م کې په عراق باندې د امريکا د اشغال په وخت کې د بغداد د شارع متني ځينې کتابتونونو ته اور واچول شو چې په نتيجه کې يې زرګونو کتابونه او نايابه مخطوطې له منځه لاړې .
د کتابونو سوځولو رسم کوم مثبته اغېزه نه ده کړې، بلکې د نسلونو سلګونو کلونو تجربات، مفکورې، نړۍ ليد او قيمتي خزانې له منځه وړي او چې د څومره مودې محفوظ شوي کتابونه سوځول شوي يا ضايع شوي په هغومره اندازه قومونه شاته تللي .
wjdswt@gmail.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.