محمد کریم خلیلي

درنو لوستونکو او په هېواد او ولس مینو هېوادوالو، کله، کله تاريخ عجیبې نوې پیښې وزیږوي چې د تېرو تراژېدي پیښو او د هغه وخت د جنایت کاراونو کړه وړه تر سیوری لاندې راولي او د ولس له ذهنه لری شي، نو ځکه خپل مسؤلیت مې وګڼه چې یو ځل بیا دغه تورې څېرې او کړنې یې د هېوادوالو او په خاص ډول ځوان نسل ته ورپه ګوته کړم، تر څو بیا د دوی او د دوی د لارو اولادونو باندې یې باور ونه کړي.او په ښه توګه یې وپیژني.
محمد کریم خلیلي په ۱۳۲۹ لمریز کال د وردک ولایت د بهسودو ولسوالۍ د برغستان په کلي کې زیږیدلي دي، لمړنۍ زده کړې یې په میدان وردکو کې تر سره او لوړی زده کړې یې د دیني علومو په برخه کې په کابل کې بشپړې کړي دي.
د ثور د نظامي پاڅون وروسته یې سیاسي فعالیتونه د ایرانې جاسوسي شبکو سره په رابطه کې پیل کړل، نوموړی په ظاهر کې ارام او معتدل شخص ښکاری، اما په باطن کې د سني مسلمانانو او په خاص ډول د پښتنو قاتل او اصلی دښمن پاتې شوی دی.
خلیلی په ۱۳۶۰ کال د نصر د تنظیم له لوری چې نوموړی یې د رهبری شورا غړی و ایران ته واستول شو او په تهران کې یې د نصر د تنظیم د مرکزی دفتر مسؤلیت په غاړه واخیست.
د ۱۳۶۰ کال وروسته یې د ایراني او پاکستاني استخباراتي کړیو په مرسته په نړیوالو کنفرانسونو او سیمینارونو کې په ایران، مصر، سعودی عرب، المان، سویس او امریکا کې د هزارګانو او اقلیتونو په استازیتوب غږ پورته کړ او ډیر شهرت یې تر لاسه کړ.
په ۱۳۶۶ لمریز کال یې په ایران کې د شوروي ضد شعیه اته ګونو اسلامي تنظیمونو د ایتلاف او اتحاد عضویت ترلاسه او د دغه ایتلاف د ویندوي په توګه یې په اسلام اباد، تهران او نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې د مجاهدینو د نږدیوالۍ او پیژندنې په رابطه خورا نقش ولوبوه.
خلیلي د شورویانو د وتلو وروسته د تنظیمیانو په لمړي دولت کې د مالیې د وزیر په توګه دنده لرله. نوموړی د مقاومت په دوره کې د ایران او د یو شمېر نوروهیوادو د جاسوسي شبکو نه مالي او نظامي مرستې تر لاسه کړي دي.
کریم خلیلي د وحدت اسلامی تنظیم د مشر عبد العلی مزاري تر وژل کیدو وروسته چې د طالبانو له لورې ووژل شو د شعیه تنظیمونو او احزابو تر منځ په یو مطرح او منل شوې سیاسي څیرې بدل شو چې په ایران کې یې فعالیت کاوه او د ۱۳۷۴ لمریز کال وروسته عملآ د همدې حزب رهبر شو او د شمال جبهې د احمد شاه مسعود سره یو ځای شو.
خلیلي ډیره موده د جمهوري ریاست د دوم مرستیال په دنده پاتې شوي دي. نوموړی د بشري حقوقو د نهادونو له لورې د ضد بشري جنایتونو په تور متهم دي او دغه جنایتونو ته له ۱۳۷۱ نه تر ۱۳۷۴ لمریز کلونو په موده کې اشاره شوې، چې ده د عبد العلی مزاري تر څنګ په کابل کې قرار درلود. همدا ډول محمد کریم خلیلي دعبد الحکیم شجاعي، د ده د یو نږدې پلوي قوماندان چې په ډیره بې رحمۍ یې سلګونه بیګناه انسانان وژلي او دی یې حمایت او ملاتړ کوي هم تورن دي.
خلیلي د خپل تنظیمي او دولتي واک نه د ناوړه استفادې په نتیجه کې د کوچیانو په زورولو، وهلو، ټکولو هیڅ رحم ونه کړ، په سلګونه جریبه ځمکو نه چې د هېواد په تاریخ کې په دغه سیمه کې کوچیانو د رمو د د څر(علفچر) او اوسیدو استفاده ترې کوله په بې رحمانه توګه غصب او په خپلو طرفدارانو وویشله.
خلیلي هم د څلویښتو غلو له جملې نه یو دی، چې همدا اوس اووه سوودیرش ملیونه ډالره سرمایه لري ڼوموړی او ورو یې د څو ښارګوټو خاوندان هم دي چې د ځمکو دغصب له لارې یې جوړ کړی دي.
نور بیا
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.