اړیکټینګوونی د نوو څېړنو سره
په ژبلار کښې د تازه میندنو ښه روښانونو لپاره
د کازوس یا اړیکټینګوونو روښانونه له پوښتننومځاینیوو سره:
بیا د اړیکټینګوونو پېژند: تازه په پښتو ژبلار کښې حالت یا اړیکټینګوونی، هغه بڼې دي، چې نومویونه، کسان، یا خویوییونه یې نیسي یا غوره کوي، چې په غونډله کښې خپله دنده ووایي یا روښانه کړي. په پښتو کښې دوه اړیکوټینګووني رېکتوس یا کړونی او اوبلیکوس یا نه کړوني لرو.
د پوښتننومځاینیوو له مخې یا لارې سره:
لومړی: رېکتوس یا کړونی: څوک؟ یا څه؟
دلته داسې فکر کیږي، چې ګوندې ،،چا،، به هم دلته راشي، خو هغه په هغه کړنپوښتنه کښې راځي، چې پرېکړونی لري.
دویم: اوبلیکوس یا نه کړوني: دا درې دي:
دویم پرېکړونی۱ : څوک؟، چا؟، څه(شی)؟
دویم نه کړونی : خاوندوالی ۲: د چا؟ یا د څه (شي)؟
دویم داتیو ۳ : ناسیده شی. له چا؟. په چا؟، پر چا؟، تر چا؟ او وچا؟
په دا پورته دویم ۳-م کښې له، په، پر، تر، و لکه چې ورسره ناسم بلد یو، مخځاینیوي یا مخ اړیکوییونه نه دی، دا مورفېمونه دې دي، چې و پوښتننومځاینییو یا و ،، چا،، ته پوهېدنه وړي.
د ښه پوهېدنې لپاره یو څو بېلګې
لومړی: کړونی
په دې اړیکټینګووني کښې یواځې هغه کړنوییونه راځي، چې یواځي کړونی لري.
اوس وخت: دا زده-کوونکی یا هغه پر مینه باندې بېدیږي.
تېروخت: هغه پر مینه باندې بیده شو.
څوک پر مینه باندې بېدیږي؟ هغه
څوک پر مینه باندې بېده شو؟ هغه
دا نوموی د زده-کوونکي لپاره راغلی یا ځای پر ځای باندې شوی.
د موږ ژبپوهان ګوره پر دې اند باندې دي، چې دا باندې له ،، پر،، سره له لیکنې څخه لوېدلی شي، خو دا اړیکوی دی او په غونډله کښې ځای لري، نو لوېدل یې معیاري ناسم دي یا معیاري نه دي، نه! ناسم دي. موږ ځکه ورباندې پوهېدلی شو، چې دا تل همداسې راځي او په فکر کښې یو، چې له ،، پر،، سره تل ،،باندې،، په فکر کښې شته، نو راوړل یې اړین نه دي. یو څه چې له ژبلار څخه سره مل وي، هغه باید یو ځای سره راشي.
دویم: نه کړوني:
دویم۱ : پرېکړونی:
په دې اړیکټینګووني کښې یواځې هغه کړنوییونه راځي، چې د کړوني پرته پرېکړونی هم لري، نو له دې امله یې په پوښتنبېلګو کښې یو لړ پوهېدن- او پرېپوهدنستونځې شته.
یادونه: په دې بېلګو کښې به د ښه پوهېدنې لپاره نومځاینیوي راوړو:
د اوس وخت لپاره: ته ما وهې
د تېر وخت لپاره: تا زه ووهلم
پوښتنه یې:
د اوس وخت لپاره: څوک څوک وهي؟
د تېر وخت لپاره: چا څوک وواهه؟
په پورتنه پوښتنبېلګه کښې ځانګړنه:
یادونه: په پورتنه بېلګو کښې د اوس وخت لپاره د کړونې ،، ته،، لپاره څوک؟ راځي او د ،، ما،، لپاره هم څوک؟ راځي، ځکه چې دا پرېکړونی دی. دلته ګوره د ولې پوښتنه نه شته، دا پیداېښت دی، چې همداسې دی.
د تېروخت لپاره د ،، تا،، لپاره ،، چا،، راځي او د ،، زه ،، لپاره څوک راځي.
یادونه: ګورو، چې په پورته بېلګو کښې دپرېکړونو ،، زه او ما،، لپاره یواځې څوک؟ راځي او د تېروخت د کړوني لپاره په پوښتنبېلګه کښې ،، چا؟،، راځي او بس.
یادونه: دا باید تل په یاد ولرو، چې د ما، تا، هغه… لپاره، چې په غونډله کښې د تېروخت لپاره کړوني دي، په پوښتنغونډله کښې ،، چا،، راځي.بیا: دا یواځې د د تېر وخت د کړوني او بل ځای کښې یې خپلواک راتک په دې پوهېدنه نه شته او په بل ځای کښې یې پوهېدنه باید بدله شي. پسې راځي.
د خاوندوالي اړیکټینګووني:
د خاندوالي پسې پوښتنه له ،،د چا؟،، سره کوو :
بېلګه:
د مدیر ښځه له پام څخه ولوېده.
،، د چا،، ښځه له بام څخه و لوېده؟ هغه د مدیر.
د مدیرنوم د خاوندوالي لپاره راغلی.
داتیو یا د اړیکوییونو اړیکټینګوون.
د داتیو پسې پوښتو، چې له چا سره؟
بېلګه:
سړي د موټر و مسافر ته ټیکټ ورکړ.
سړي و چا ته ټکټ ورکړ؟ د موټر و میلمه ته یې ټېکټ ورکړ.
د موټرد میلمه نوم په داتیو کښې راغلی.
د موږ ځوانانو ته یو څو ځغلنده مشورې:
— د یو څه څو واره بیاو بیا اورېدل او لوستل اغیزمنکېدونکی دی
— ته کړی شي د یوه نوم اړیکټینګووني د هغه له مل څخه یا له،، چا ،، سره د مورفېم د ورزیاتولو له لارې څخه و پېژنې او یا د ،، چا،، د ځایبدلون له لارې سره لکه په دویم ۱ کښې.
— له دري ژبې څخه د پښتو لپاره ژبلاریز هېڅ څه هم نه شۍ زده کولکېدی، ځکه چې د دواړو ژبو ژبلاریز توپیر ډېر زیات دی یا هېڅ سره سر نه خوري.
— په هره ژبه کښې هر ویی یو پېژند لري، چې و هغه ته باید د لیکونکي پام وي.
— یو څه چې له لیکلو څخه څوک غورځوي باید په لامل یې پوه وي او وښودی شي.
— په ژبه کښې یا په ټولو پوهنو کښې بېخونده او خوندور څه یا ښکلې بدرنګ څه نه شته. په ژبه او همداسې ټولو پوهنو کښې سم او ناسم شته یا معیاري او نا معیاري.
— کلیوالي ګړدود ډېر خوند کوي، خو د معیار ځای باید و نه نیسي او لیکلو ژبه و باید معیاري وي.
— په لیکنو کښې چې څوک په یوه څه ګوتنیونې لري، هغه ګوتنیونې یې باید پوهنیز روښانه کړي. که د چا په لیکنو کښې یو څه و چا ته سم نه برېښی، باید دلایل یې راوړي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.