چې څه کری، هغه به ریبې – (اووه لسمه برخه)

شاه ولی ارین

289

شیخ اصف محسنی

شیخ اصف محسني د محمد مرزا محسني ځوی په ۱۳۱۴ لمریز کال د ثور په پنځمه نیټه د کندهار په ښار کې زیږیدلي او لمړنۍ زده کړې یې په کندهار کې تر سره او بیا وروسته په ۱۹۴۹ میلادي کال له پلار سره یو ځای د بلوچستان ایالت کویټې ښار ته ولاړ اردو ژبه یې زده کړه او خپلو نورو زده کړو ته یې دوام ورکړ.

اصف محسني شاید په افغانانو کې لمړی شیعیه روحاني شخصیت وي چې په رسمي توګه یې د آیت الله لقب تر لاسه کړي وي. په مذهبي زده کړو کې د آیت الله مقام په جعفري فقه کې عالي ترین مقام دي، چې د دې مقام څښتن کولاي شي او حق د اجتهاد او اسلامي رسالو لري چې خپلو پیروانو ته یې ولیکي.

محسني په ۱۳۳۰ لمریز کال کې د کندهار د تجارت د خونې په مدیریت کې د مامور په توګه دنده تر لاسه کړه، خو د یوې لنډې مودې وروسته یې د دیني علومو د زده کړې په خاطر دغه دنده پریښوده  په زده کړو یې پیل وکړ د جاغوریو ولسوالۍ ته ولاړ او د یو کال له پاره یې د ادبیاتو او منطق په برخه کې زده کړې وکړي.

په ۱۳۳۲ لمریز کال د عراق نجف ته ولاړ او دوه نیم کاله یې مذهبي زده کړې هلته تر سره کړي. وروسته یې په فقه، رجال حدیث او اصولو په برخه کې زده کړې وکړي او د ایت الله سید محسن حکیم، سید ابوالقاسم خویې، ایت الله شیخ حسین علی او ایت الله سید عبد العلی سبزواري څنګ ته ورغي او د هغوي نه یې زده کړې تر سره کړي.

محسني د دموکراسۍ په لسیزه کې چې په ۱۳۴۲ لمریز کال اساسي قانون د تصویب له پاره وړاندې کیده محسني د شاهي نظام په پلوۍ ودرید او د مذهب داخیلیدل یې په سیاست کې حرام وګڼل او د شاه په حریم یې تجاوز نامشروع عمل و ګاڼه.

نوموړی د دولس کالو تحصیل وروسته له نجف نه بیرته کندهار ته راغي او په یوه مذهبي مدرسه کې یې د کندهار په ښار کې د ( شیخ محمد اصف کندهاری ) په نوم د دیني علومو په تدریس پیل وکړ، ډیر شاګردان یې وروزل.

محسني د ثور انقلاب نه وروسته له افغانستان نه هجرت وکړ او سوریې ته ولاړ او څو میاشتې یې د دمشق په ښار کې تدریس وکړ. وروسته بیا ایران ته ولاړ او په ۱۳۵۷ لمریز کال کې یې د ایران د قوم په ښار کې د افغانستان د حرکت اسلامي تنظیم اساس کیښود چې وروسته یې د شوروي یرغل او د هغوي د ګوډاګې حکومت پر ضد جهاد پیل کړ. چې په دغه موده کې یې ځورا بې ګناه انسنان د کفر او ملحد په نامه ووژل.

نوموړی د ایران د جاسوسي شبکو او نورو هغو هیوادو د استخباراتي څانګو نه چې د شوروي تجاوز په ضدیت کې یې قرار درلو خورا ډیرې مالي او نظامي مرستې تر لاسه کړي.ویل کېږی چې محسنی په ظاهر کې نرم مجازه، شعیه مسلمان ښکاریده اما په باطن کې  د سنی مسلمانانو سره یې ضد یت درلود.

د ډاکتر نجیب الله د رژیم له سقوط وروسته د مجاهدینو د حکومت په رهبري شورا کې د منشي او ویاند په توګه و ټاکل شو، مګر د کورنیو او مجاهدینو د خپلمنځي جګړو له امله او بیا د طالبانو د تحریک د راتګ سره سم یې هیواد پریښود، پاکستان ته ولاړ او په اسلام اباد کې یې ژوند کاوه. محسني د څلویښت غلو له جملې نه یو و، چې چې سرمایه یې څلورسووپنځوس میلونه ډالرو ته رسیده.

محسني د نورمال سیاست غوښتونکی و، کومه سرمایه چې یې د جهاد له برکته تر لاسه کړه وروسته یې په کابل کې یو ډیره ستره مدرسه د خاتم النبیین په نامه جوړه کړه او همدا ډول یې د تمدن په نامه یوه تلویزوني شبکه د اسلامي فرهنګ د ترویج په نامه فعاله کړه چې خپل سیاسي او دیني اهداف په کې ځوانانو او خپلو پلویانو ته وړاندې کوي. څرنګه چې وویل شول نوموړی یو منځلاري روحاني شخصیت دي، چې په اسلامي دولت کې کوم مقام نه لري، او دی د هغه سخت دریزه قانون جدي پلوي و، چې د( احوال شخصیه شیعیان) په نامه د حامد کرزی په وخت کې د منلو نه وروسته پرې د داخلي مدني ټولنو، د بشري حقوقو د نهادونو او ډیرو غربي هیوادو نیوکې او ناندرې پرې رامنځته شوي تر څو تصویب نه شو او د بیا کتنې له پاره حقوقي او قانوني مراجعو ته وسپارل شو.

نوربیا

 

Donate زموږ مرسته وکړئ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.