له میرویس خانه تر نادرافشاره (شپږمه برخه)

عبدالباري جهاني

203

  د صفوي پاچاهانو اخلاقي فساد او انحطاط:

صفوي پاچاهانو، د شرابو په چښلو کي د افراط ترڅنګ، له ښځو سره بې اندازې زیاته علاقه درلوده. په دواړو چارو کي دغی افراطي علاقې په دربار، افسرانو او په مجموعي صورت د صفویانو په ټول قلمرو کي اخلاقي ارزښتونه پایمال کړي وه او په پای کي یې ټوله صفوي امپراطوري په اخلاقي انحطاط اخته کړې وه. دا چي د صفوي شاهانو  په اخلاقي فساد کي د دې افراط په مقابل کي د ایران په ښارونو کي د خلکو په زړونو کي څه تېرېدل سړی ځکه څه نه سي ویلای چي د هغوی د دغه راز اعمالو په مقابل کي د کوم عکس العمل څرک نه لیده کیږي. البته د دې معنا دا نه ده چي د ایران او په مجموع کي د صفوي قلمرو خلک به د خپلو شاهانو په دغه راز اعمالو خوښ ول بلکه چا له ویري ږغ نه سو کولای ځکه چي دې مستبدو شاهانو په ډېره عادي خبره د خلکو پزي او غوږونه پرې کول او طبیعي خبره ده چي د هغوی له اوامرو څخه سرغړونه خو د سر د بایللو په بیه تمامېدله. جهاني. هرات، پښتانه او ستره لوبه ص ۱۰۷

کله چي د صفویانو د قدرت د موسس شاه اسماعیل اخلاقي فساد ته وګورو، چي د تبرېز د خلکو د قتل عام کولو او شلو زرو انسانانو له وژلو وروسته یې د هغه ښار د خانانو او اشرافو له کورنیو څخه دوولس تنه ښکلي هلکان د لواطت لپاره ورسره اخیستي ول، نو د نورو صفوي شاهانو د اخلاقي فساد په باره کي یې اټکل کولای سو. د ټولو صفوي پاچاهانو د اخلاقي فساد په باره کي ښايی چنداني دقیق او موثق معلومات موجود نه وي او ښايی ټول لیکل سوي نه وي خو د لومړي شاه عباس او شاه حسین د اخلاقي فساد په باره کي موثق اطلاعات موجود دي او دا اطلاعات هم زیاتره د هغو اروپايی تاجرانو، سیلانیانو او ډیپلوماټانو پر مشاهداتو او لیکنو ولاړ دي چي د صفوي کورنۍ د قدرت په کلونو کي یې ایران ته سفرونه کړي دي.

صفوي شاهانو، سره له هغه چي له هیڅ ډول استبداد څخه یې مخ نه اړاوه، د شرابو په چښلو کي له افراط څخه کار اخیست او چي هر وخت به له جنګ او د صلحی په وخت کي له درباري کارونو څخه فارغېدل هغه وخت به یې له ښځو سره تېراوه.

شاه عباس په دې دواړو عادتونو کي افراط کاوه. آنتونی ګوا په خپله سفرنامه کي لیکي چي شاه عباس ډېر لږ خواړه خوري او په هغه اندازه د شرابو په چښلو کي افراط کوي. د شرابو له چښلو سره یې داسي عادت نیولی دی چي هرڅومره ډېر وچښی عقل یې پر ځای وی. شاه عباس له شرابو سره دونه علاقه درلوده چي خپل یوه طبیب ته یې وظیفه ورکړه چي د شرابو د ګټو په باره کي یو کتاب ولیکي. هغه هم په دې باره کي یو کتاب ولیکی او نوم یې جهان نمای عباسی ورباندي کښېښود.

پیټر دولاواله لیکي چي ټول هغه وخت چي مو له شاه عباس سره تېر کړ هغه شراب چښل او د شرابو جامونه ګرځېدل او شاه پخپله هم پرله پسې شراب چښل خو زه ګومان کوم چي مېلمنو ته د شاه عباس د زیاتو شرابو ورکولو څخه د هغه مطلب دا وو چي مېلمانه ښه نشه کړي او د نشې په حالت کي د هغوی په احساساتو، افکارو او عقایدو ځان پوه کړي. تاج بخش. تاریخ صفویه ص ص ۲۹۸-۲۹۹

که څه هم چي د صفوي شاهانو حرم سرایونه او باغونه به تل له ښځو ډک ول خو هغوی یوازي د حرم په ښځو نه بسیا کېدل او د شهوت تنده یې د سړېدلو نه وه. اروپايی سیاح دن ګارسیا، چي د لومړي شاه عباس په وخت کي یې اېران ته سفر کړی او د شاه عباس ټول جنسي انحرافات او عیاشی یې په سترګو لیدلې ده په خپله سفرنامه کي لیکي:

« شاه عباس چي هر وخت له یوه سفر څخه مراجعت کاوه نو د سات تېري او تفریح لپاره به یې جشن نیوی. کله کله به یې فرمان صادراوه چي جارچیان دي اعلان وکړي چي د مسلمانانو او مسیحیانو او نورو مذهبونو د پیروانو ټولي نجوني دي د ټاکلو بازارونو دروازو ته راسي تر څو چي خواجه سرایان په هغوی کي تر ټولو ښکلي انتخاب کړي او بازار ته ېې راولي»

دی لیکي« د بازار د دروازو په مخ کي څو تنه خواجه سرایان درېدل او په ښکلیو نجونو کي یې انتخاب کاوه او هغوی به یې بازار ته راوستلې. د بازار په داخل کي دوکاندارانو به د خپلو دوکانونو سامانونه ځای پر ځای کړل او بیا به یې خپلي ښځي، لوڼي او خویندي، چي خواجه سرایانو به انتخاب کړي وې، په دوکانونو کي کښېنولې او له بازار څخه به ووتل. هیڅ نارینه حق نه درلود چي دې بازارونو ته نیژدې سي او که ورنیژدې سوی وای نو سخته سزا به ورکوله کېدله.

د دې مقدماتو له ختمېدلو سره به شاه، له خپلو څو تنو خواجه سرایانو سره، بازار ته داخل سو او بیا به یې نو دبازارونو دروازې وتړلې. ښځي به تر سهاره په بازار کي پاته وې او سهار به یې نارینه راتلل او خپلي ښځي به یې کورونو ته بېولې. په دې مابین کي به یوازي څو ارمني ښځي او نجوني د پاچا حرمسرای ته یوړل سوې نوري به کورونو ته ستنې سوې» هغه کتاب ص ۳۲۲

غلام رضا افشارنادری لیکي: « شاه عباس، د خپل نیکه په خلاف، د ایله ګردو ښځو لپاره مقررات ټاکلي وه او هر وخت چي به یې پر کوم ځای باندي حمله کوله نو یوه ډله دغه ښځی به یې په لښکر ورسره ملګري وې.

شاردن وايی چي په اصفهان کي ۱۲ زره فاحشې اوسېدلې او څرنګه چي هغوی د خپل کسب مالیات ورکول نو نومونه یې په دفترونو کي ثبت وه. داسي فاحشې وې چي نه یې غوښتل نومونه یې ثبت سی او د هغوی شمېر معلوم نه دی. د فاحشه خانو نجوني زیاتره له ګرجي بندیانو څخه وې او ډیري ښکلي وې. پر رسمي فاحشو برسېره، د کورونو ښځو هم فحاشي کوله او د هغوی نومونه د شاه عباس له یوه نیژدې سلاکار آقاحقي سره ثبت وه.

د شاه عباس په زمانه کي پر اصفهان برسېره په اکثرو ښارونو کي فاحشه خانې وې. یوازینی ښار چي په هغه کي فاحشه خانې نه وې هغه اردبیل وو چي د صفویانو د لوی نیکه شیخ صفی الدین قبر پکښي وو. نادرشاه اخرین کشورګشای آسیا. ص ص ۱۰۸-۱۰۹

افشارنادري لیکي څرنګه چي د صفویانو په زمانه کي لاسته راغلي ثروتونه او غنایم د عامه ګټو لپاره به کار نه لوېدل نو د فساد په لاره کي کار ورڅخه اخیستل کېدی؛ ځکه نو د عیش او نوش بازار ګرم وو او فاحشو په ښارونو کي علني کاروبار کاوه او دولتی مقاماتو هم، له ټول مذهبی تعصب سره، هیح نه ویل او حتی پخپله یې برخه بکښي اخیسته. هغه کتاب ص ۱۱۱

افشارنادری د شاه سلیمان په باره کی د کمپفر له قوله لیکي چي په ایران کي شهواني لذات او عیاشي رواج لري خو پهک شاه سلیمان کي دا غریزه تر حد وتلې زیاته ده. شاه سلیمان له هرهغه شي سره چي د ښځی قد او قامت ته پاته سي علاقه لری. د طلا او جواهرو تنده یې اسانه ماتیږي خو د ښځو تنده یې د سړېدلو نه ده. د شروان ناسب الحکومه د نورو سوغاتونو پر ځای د چرکس او داغستان څخه ښایستې ښځي او هلکان شاه ته لېږي او د ښکلیو ښځو د پیدا کولو لپاره یې جاسوسان استخدام کړي وي او هغوی په کلیو او ښارونو کي ګرځي چي هر ځای یوه ښکلې پیدا کړي هغه د شاه حرم ته لېږي.

یو بل اروپايی سیاح کارری د شاه سلیمان په باره کي لیکي چي د صفویانو د اوسني پاچا حالت لېونتوب ته نیژدې دی او همشېه نشه وي. هغه ځحان تر دې اندازې پوری ځان نشه کړی وي چي په لاس کي د جام د ټینګولو توان نه لری او یوه ښکلي ساقي یې د شرابو ډکه پیاله خولې ته نیژدې ورته نیولې وي. هغه کتاب ص ص ۱۱۲-۱۱۳

که څه هم چي لومړي شاه عباس یا شاه عباس کبیر خپل دوه زامن په سترګو ړانده کړل او خپل ولیعهد یې وواژه او بل زوی ورته پاته نه سو خو د ده په زمانه کي او له ده څخه وروسته د صفوي شاهانو دا معمول سو چي شهزاده ګان به یې له سیاست او دربار څخه لیري ساتل او له دې ویري چي د خپل پلار پر ضد په دسیسو کي برخه وانه خلي او د  قدرت نیولو تلاښ ونه کړي نو شهزاده ګان به یې په حرم کي ساتل. په حرم کي خواجه سرایانو، یا خصي غلامانو، درسونه ورته ویل. ښکار به یې ورزده کاوه د آسونو سورلي به یې ورښودله او ټول ژوند به یې له ښځو سره تېریدی. او چي کله به شهزاده قدرت ته ورسېدی نو لومړی خو به یې ځان له کورني رقیبانو څخه بېغمه کاوه او خپل وروڼه او د قدرت احتمالي رقیبان به یې له منځه یوړل او وروسته به د خواجه سرایانو او د حرم د ښځو تر نفوذ لاندي وو او ټولي دسیسې به د هغوی تر نفوذ لاندي عملي کېدلې.

صفوي شاه حسین، چي د صفوي سلسلې تر ټولو کمزوری، بې ارادې او فاسد پاچا وو، په دغه راز شرایطو کي لوی سوی وو. ویل کیږي چي هغه په ادبیاتو کي ښه وارد سړی وو او ډېره پراخه مذهبي مطالعه یې درلوده؛ خو هم په جسماني لحاظ کمزوری او کچل وو او هم یې په ژوند کي له دربار سره هیڅ تماس نه وو درلودلی نو په هیڅ صورت سیاسی قدرت او د ایران په څېر پراخ قلمرو اداره کولو ته جوړ نه وو. له پاچا کېدلو سره سم یې خپل کشر ورور شهزاده عباس، چي ویل کیږي زړه ورځوان وو او کېدلای سوای چي تر یوه وخته پوري یې د اېران د سقوط مخه نیولې وای، بندي خانې ته ننه ایست؛ او ځان یې خواجه سرایانو او د حرم ښځو ته تسلیم کړ.

د شاه حسین د قدرت په زمانه کي، د روسیې امپراطور پطرکبیر Peter the Great  ۱۶۸۲-۱۷۲۵ خپل یو سفیر ارتمی وولنسکی Artemy Volynsky   په ۱۶۱۷ میلادي کي د ایران دربار ته واستاوه. وولینسکی، په ایران کي د شپږو میاشتو اوسېدلو په ترڅ کي، د ایران د دربار او شاه حسین صفوي په باره کي خپل مشاهدات په ډیرو لنډو عباراتو کي ولیکل خو په دې لنډو عباراتو کي یې هرڅه افاده کړل. هغه لیکي:

« په ایران کي داسي یو سړی سلطنت کوي چي پر خپل رعیت باندي هیڅ ډول نفوذ نه لري او د خپل رعیت تر اثر لاندي دی او زه یقین لرم چي نه یوازي په پاچاهانو بلکه په عوامو کي هم دغه راز احمق نسته. هغه پخپله هیڅ ډول کار نه کوي بلکه ټول کارونه یې  اعتمادالدولة فتحعلی خان داغستاني ته پرې ایښي دي. هغه پخپله تر غوايی بې شعوره دی خو دونه محبوبیت په لاس راوړی چي هر کار کوي او هره خبره چي یې تر خولې راوزي پاچا یې ورسره مني»

سفیر وولینسکی په خپل همدغه رپوټ کي لیکي چي که په ایران کي کوم لایق پاچا قدرت ته ونه رسیږي نو صفوي سلسله به ډېر ژر سقوط وکړي. دغه سفیر پېشنهاد کوي چي د ایران شمالی ولایتونه، چي د خزر د بحیرې په ګاونډ کي پراته دي باید چي د افغاني ښورښیانو له حملو څخه د ساتني لپاره، له روسیې سره وتړل سي. عبدالحسین نوایی. روابط سیاسی ایران و اروپا در عصر صفوي ص ص ۲۳۱-۲۳۲

د برنارد دوبورژ Bernard Bourges  په نوم یو بل عیسوي مبلغ چي د ۱۷۱۳ کال د فبروري په میاشت کي یې ایران ته سفر کړی وو، لیکي:

« ایران د تباهی په حال کی دی او د عدل او انصاف درک نسته. هرڅوک چي هرڅه وغواړي هغه کوي او هیڅوک له مجازات څخه وېره نه لري. میرویس خپلو بریالیتوبونو ته دوام ورکوي او په سیمه کی رقیب نه لري. صفوي پاچا نه حیثیت او اعتبار لري او نه د میرویس د پرمختګونو د مخنیوي لپاره پیسې لري. اعیان او اشراف ټول له یوه بل سره مخالف دي او بې شعوره پاچا له سهاره ترماښامه یا له ښځو سره لګیا وي او یا فرمانونه خرڅوي. بل هیڅ کار نه کوي» تاج بخش. تاریخ صفویه ص ۴۴۰

یو بل هالینډی هنر مند کرنیلییوس دوبروین Cornelius du Bruyn چي د ۱۷۰۳ م په پای کي اصفهان ته تللی وو در شاه حسین په باره کي ولیکل: « هغه د ښځو په مقابل کي دونه بې واکه دی چي هر ډول ناوړه عمل ته تیار دی او په دې برخه کي هیڅ خدود نه پېژني. د هیواد له خیر او ګټي څخه یې ځان بېغمه کړی دی او د ده د شریر وجود له امله په ټوله لویه امپراطوري کي فسق او فساد روان دی او هیڅ جنایتکار ته سزا نه ورکوله کیږي. دغه علت دی چي هغه لاري چي پخوا به امنیت پکښي ټینګ وو اوس د چا لپاره له خطره خالي نه دي  او په هرځای کي داړه مارانو ځای نیولی دی » داکترلاکهارت. انقراض سلسله صفویه ص ۵۵

که څه هم چي صفوي پاچاهان ټول فاسد ول خو په خپل قلمرو کي یې داسي نظم ټینګ کړی وو چي هم یې د لارو امنیت ساتلی او هم یې تر یوې اندازې پوری، د رعیت په منځ کي، عدالت قایم کړی وو او هم د روسیې، عثماني امپراطورۍ او د هند په څېر قوي ګاونډیانو حساب ورباندي کاوه. مګر د صفویانو وروستی پاچا شاه حسین له هره پلوه کمزوری انسان وو او په هیڅ توګه یې د پاچهی لیاقت نه درلود. هغه له سهاره ترماښامه یا نشه وو او یا له ښځو سره په عیش لګیا وو او دواړه کارونه یې د افراط حد ته رسولي وه.

د رستم التواریخ لیکوال، که څه هم چي په خپلو اکثرو ادعاوو کي ډېره زیاته مبالغه کوي، د شاه حسین صفوي د حرم د پراخوالي او له ښځو سره د هغه د افراطي علاقې په باب لیکي چي شاه حسین په څلېرویشت ساعته کي له سلو باکرو نجونو سره ویده سو او په سبا یې ټولي نجوني، د شریعت احمدی له قانون سره سمي رخصت کړې او ټولو ته یې زر او زېور او جامې ورکړې او خپلو کورونو ته یې واستولې. لیکوال وايي چي نورو کسانو به چي دا حال ولیدی نو خپلي ښایستې ښځي به یې طلاقولې او د شاه حسین حرم ته به یې لېږلې. شاه حسین به له هغوی سره خپل عیش وکړ او وروسته به یې له زر او زېور سره بیرته رخصت کړې. محمدهاشم آصف. رستم التواریخ ص ۸۲

که څه هم چي دا ټوله لیکنه مبالغه ده خو له ښځو سره د شاه حسین افراطي علاقه ښيي. لیکوال دا کتاب په ۱۷۸۵ کال یعنی د تیمورشاه دراني په وخت کي ختم کړی دی. په دې حساب باید هغه د نادرشاه افشار په وخت کي زېږېدلی وي او دی وايی چي اکثري کیسې له خپل پلار څخه اورېدلي دي.

شاه حسین فیصله کړې وه چي د ده په څېر ښایستې او ډیري ښځي هیڅ چا نه وي لرلي او نه اوس څوک سیالي ورسره وکړای سي. « ده به هر وخت ویل چي د نړۍ هیڅ شته من پاچا باید د ده په څېر شانداره دربار او حرم ونه لري. دا خبره یقیني ده چي د ده په اسلافو کي هیڅ پاچا نه د ده په اندازه ښځي درلودلې او نه یې په حرم کي د ده په اندازه لکښتونه کړي وه. ده، د خپلي پاچهی په سر کي، اعلان وکړ چي د ده سړي باید  د ایران له ټول قلمرو څخه ښایستې ښځي را غونډي او د ده حرم ته یې راولي. په ۱۷۰۱ کال کي د ده حرم ته دومره ښایستې ښځي ور وستل سوې چي هغه کال یې د ښځو کال وباله. په نړۍ کي به چنداني داسی هیواد نه وي چي د ایران په څېر زیات قومونه دي پکښي و اوسي. پرته له یهودانو څخه، نور چي په هرقوم کي ښکلې ښځه پیدا کېدله هغه د دپاچاحرم ته وړل کېده. د ولایاتو ګورنرانو، چي د ده د خوشالولو لپاره یې هرڅه کول، په دې پوهېدل چي شاه حسین ترهر څه په دې خوشالیږي چي حرم ته یې ښایستې ښځي وروستل سي. دوی ټولو خپل وس کاوه چي د کلنیو مالیاتو ترڅنګ، ښایستې ښځي او نجوني پیدا کړي او د پاچا حرم ته یې ولیږي او پاچا هم د دی دا خدمت تقدیراوه. ده خپلو والیانو ته ویل چي که د خپلو ولایتونو څخه دوه چنده مالیات ورته راغونډ کړي دی به د ښایستو ښځو د تقدیمولو په اندازه ورڅخه خوشاله نه سي. د حرم له هري ښځي سره یو خواجه یا خصي غلام او یوه مینځه یا سهیلۍ ملګرې وه او هري ښځي ته د ژوند نور وسایل په هغه طریقه ترتیبېدل او په هغه اندازه لګښتونه ورباندي کېدل چي د شاه حسین په اند د بل هیچا په وس پوره نه وه. شاه حسین د دې لګښتونو ترڅنګ کله کله د حرم ښځي نورو کسانو ته واده کولې او له هغوی سره به یې ډېر لوی جهیزونه ورکول. له ده څخه مخکي پاچاهانو به ندرتاً دا کار کاوه؛ مګر د ده په وخت کي د حرم د ښځو بیرته واده کولو عمل دونه ډېر سو چي نه یوازي به یې خپلو عالي رتبه افسرانو ته واده کولې بلکه کله کله به د دربار اشپزانو ته هم د حرم ښځي واده کېدلې. د لویو خانانو او اشرافو د کورونو څخه راوستل سوي ښځي به یې خپلو لویو افسرانو ته واده کولې. نه یوازي به یې د پاچا سره شپې تیري کړي وې بلکه کله کله به لا ماشوم هم ورسره و. د اشرافو لپاره د حرم د ښځي واده کولو یو ډېر لوی تاوان درلودی او هغه دا چي له حرم څخه د راغلي ښځي ماشوم په نوي کور کي د مشراولاد حق درلود او د میراث ډېره برخه به هغه ته رسېدله . . . » The History of the Late Revolutions of Persia Vol 1 PP 120-123

د صفوي خاندان خښته په اخلاقي فساد ایښودله سوې وه. شاه اسماعیل په لواطت او شرابخورۍ مشهور وو، شاه عباس کبیر هم په شرابو او هم له ښځو سره په عیاشي کي افراط کاوه. شاه صفي په همدغو عیاشیو او شرابخوریو کي د افراط له امله په ۳۲ کلنی کي مړ سو. شاه عباس په ۳۴ کلنۍ کي وفات سو او د شاه حسین پلار د همدغه مزمن مرض په اثر په ۴۷ کلني کي مړ سو. یوه اېراني لیکوال، د طنز په ژبه تاریخ لیکلی او په همدغه رڼا کي یې ، د شاه حسین د شخصیت ښه ارزونه کړې ده « شاه سلطان حسین د همدغه راز افرادو اولاد وو او همدغه راز پلرونو او حرمسرای روزلی وو. هغه د شراب چښلو او بوالهوسی او د ښځو په حرم او عیش کي د افراط او بې جوهرۍ ثمر وو. هغه د صفوي خاندان د اخلاقي او اجتماعي سقوط نتیجه وه. هغه د صفوي دربار له بې اندازې ثروت سره عادت نیولی او د حرم په ناز او نعمت کي لوی سوی وو او د دې ترڅنګ یې عامیانه دیانت او خرافي صفوي تشیع ته مخه کړې وه او ټولنه یې د سقوط خواته رهنمایی کوله. ایرج بقایی. شاه سلطان حسین جنګجو!! ص ۱۰۲

شاه حسین صفوي د خپل هیواد د خلکو له اجتماعی وضعیت څخه بې خبره وو او دا یې نه ویل چي خزانې ته پیسې له کومه راځی او څرنګه او په څشي باید ولګول سي. هغه یوازي د قصرونو او باغونو په جوړولو لګیا وو او هغه هم ټول د خپل شخصي عیش  او عشرت لپاره او دا یې هېر کړي وه چي یوه ورځ د حساب لپاره هم سته او کنه.

شاه حسین، چي له خپلو ټولو شریرو اعمالو سره یې په مذهب تظاهر کاوه، په ۱۷۰۶ م کي د زیارتونو په نیت روان سو. لومړی قم ته ولاړ او هلته یې د فاطمه معصومه او د خپلو نیکونو د قبرونو زیارت وکړ او بیا نو له قم څخه د مشهد پر لور روان سو. له شاه حسین سره په دې سفر کي، چي تقریباً ۶۰۰ میله فاصله وه او تګ او راتګ یې څه باندي یو کال وخت ونیوی، د خپل حرم ښځي، د دربار اعیان او اشراف او خواجه ګان او ملازمین ملګري ول چي شمېر یې ۶۰۰۰۰ تنو ته رسېدی. کروزینسکی وايی شاه په دې سفر دونه پیسې ولګولې چي که نیمايی برخه یې پر کندهار باندي د لښکرکښۍ لپاره کافي وه. لاکهارت ص ۵۶

په داسي حال کي چي ایران له یوې خوا د عثماني ترکیې، له بلي خوا د روسیې، بلي خواته د کندهار د هوتکو او د هرات د ابدالیانو د ښورښونو له تهدیدونو سره مخامخ وو، ایران لږترلږه یوه قوي مشر یا سلطان ته اړتیا درلوده. خو شاه حسین هغه ډول پاچا نه ووچي په دغه راز وضع کي د وطن په درد خوړلی وای. ایران ته په هغه وخت کي تللي سیاحان لیکي چي د ایران پاچا هڅ چا ته د سزاورکولو زړه نه لري او دغه علت دی چي د جنایتونو شمېر ورځ تربلي زیاتیږي، د لارو امنیت خرابیږي او پر خلکو باندي ورځ تربلي فشار زیاتیږي. شاه حسین، که له یوې خوا د خلکو د ناموس دښمن وو او له خپلو خلکو څخه یې ښځي او نجوني په وچ زور خپل حرم ته بېولې او له سهاره ترماښامه به د شرابو په نشه کي ډوب وو؛ له بلي خوا یې ځانته دومره معصومانه څېره غوره کړې وه چي ګواکي د هر ژوندي له وژلو سره مخالف دی. ویل کیږي چي یوه ورځ یې د خپل قصر په باغ کي هوايی ډزي کولې او ناڅاپه یې یوه مرغه وویشت او زخمي یې کړ. شاه حسین د هغه زخمي مرغه په لیدلو دومره تر تأثیر لاندي راغی لکه ریښتونی قتل چي یې کړی وي او په زوره زوره نارې یې ووهلي چي زما لاسونه په وینو سره سوه. شاه حسین د خپل ځان د قانع کولو لپاره له شاهی خزانې څخه دوه طلایی تومنه خیرات کړل څو ګوندي د هغه مرغه  د وینو د تویولو له ګناه څخه خلاص سي. تاریخ سیاح مسیحی ص ۱۱

کله چي د ایران په څېر یوه پراخ قلمرو، چي ډېر زیات قومونه او ملتونه یې د وسلو او پوځ په زور لاندي کړي وه، یو پاچا دغه ډول روحیات ولري او خلک په دې خبر سی چي هغه د یوه مرغه د زخمي کولو  له امله دونه غمجن سوی وو  چي ۲۰۰ تومنه یې صدقه ورکړې وه، نو طبیعی خبره ده چي هغه د جنګ کولو او ښارونو د تباه کولو او د توري په زور د قومونو د اېلولو او ښورښونو د ځپلو او یاغیانو د له منځه وړلو زړه نه سي کولای. په هغه شرایطو کي، پخپله د پاچا دغه راز روحیې، د ایران د پراخ قلمرو سرکښان، جاه طلبه جنرالان، درباري دسیسه کاران او د قدرت تږي کسان دې ته تشویقول چي له کومي وېري پرته په عمل کولو لاس پوري کړي.

له بلي خوا کله چي پاچا هره پېښه او حتی جنګونه، ښورښونه اوبالآخره قتلونه قسمت ته حواله کړي او هر څه له قسمته وبولي نو خلک به پر چا عرض کوي. ایرج بقایی د دوسغسیو  د کتاب په حواله یوې عجیبي کیسې ته اشاره کوي:

« د چهل ستون وداني د دربار د لوی باغ یوه ښکلې برخه ده. شارډن په خپله سفرنامه کي د دې ښکلي ودانی په باره کي تفصیلات ورکړي دي. شارډن دا وداني د دربار ترټولو ښکلې برخه بولي. په دې کي وداني کي یوه شپه شاه حسین مېلمستیا درلوده او د مېلمستیا په جریان کي په وداني کي اور ولګېدی. نوکرانو او د دربار عملې د اور د وژلو لپاره اقدامات پیل کړل؛ مګر شاه حسین هغوی منع کړل او ورته وې ویل چي دا د قسمت غوښتنه ده. تولو ورته کتل چي په دربار کي قېمتي سامانونه د اور شومه کېدله او پاچا یې ننداره کوله او هیڅ چا د پاچا له ویري هیڅ اقدام نه سو کولای» شاه سلطان حسین جنګجو!! ص ۱۰۵

که څه هم چي د صفوي ایران زوال د شاه حسین د پلار شاه سلیمان له پاچا کېدلو سره پیل سوی وو خو شاه حسین تر خپل پلار هم کمزوری سړی وو. د اېران په تاریخ کي ښايی د هغه په څېر کمزوری او فاسد پاچا نه وي تېرسوی. که حه هم چي هغه له ذاته کمزوری وو خو کله چي یې د شرابو په چښلو کي افراط ته مخه کړه او ټول وخت یې یوازي حرم ته ورکړ؛ نو ګواکي په لوی لاس یې پاچهي د خواجه سرایانو یا خصي غلامانو او د حرم دسیسو ته پرېښودله. داکترلاکهارت د یوه اروپايی پرسانسون له قوله، چي ډېر زیات کلونه یې په ایران کي تېر کړي وه لیکي:

« د پاچا په شورا کي چي د حکومتي چارو په باره کی هر څومره بحثونه وسي په هیڅ صورت د یوې موضوع په باره کي فیصله نه کیږي. په دې شورا کي د مهمو موضوعاتو په باب فیصلو کولو په باره کي بحثونه کیږي مګر د هغو فیصلو عملي کول یوازي د هغي خاصي شورا کار دی چي د دربار د مهمو حواجه سرایانو څخه جوړه سوې ده. په دغه شوراکي د حکومتي اجرآتو په باره کي ټولي فیصلې کیږي. خو صدراعظم او د حکومت نور عالي رتبه مقامات له هغو فیصلو څخه خبر نه وي.

د شهزاده ګانو مشري هم د یوه خواجه سرا په لاس کي ده. د شهزاده ګانو ټوله روزنه د خواجاسرایانو په لاس کي ده. د حکومت چاري هم خواجه سرایان اداره کوي. او کله چي پاچا وفات سی نو د هغه پر ځای باندي د بل پاچا د انتخابولو چاري هم په خواجه سرایانو اړه لری. بالآخره دا خواجه سرایان دي چي د شاهي قصر ټولي چاري یې په لاس کي دي او هرڅه دوی اداره کوي» لاکهارت. انقراض سلسله صفویه ص ۳۵

داکترلاکهارت د یوه بل اروپايی الکزاندر همیلټن Alexander Hamilton له قوله لیکي چي د ایزران شاه ډېر کمزوری سړی وو او هغه وخت چي اوزبکانو پر خراسان باندي یوه سخته حمله کړې وه په دغه وخت کي دی تصادفاً مصروف وو:

« پاچا په دغه وخت کي د پشو له بچي سره لوبي کولې. یو تناو یې په لاس کي وو او په هغه تناو پوری یې د مرغه بڼکه تړلې وه او تناو یې پشو ته ښوراوه. په دې وخت کي یې پاچا ته اطلاع ورکړه چي له  مشهد څخه سړی په ډېر تلوار راغلی دی او د صدراعظم لپاره یې یو لیک راوړی دی؛ قاصد په دروازه کي ولاړ دی. ستاسي هدایت څه دی. پاچا ویل اوس د پشو سره له لوبو څخه فارغه کېږم او صدراعظم به د سلامشورو لپاره را وغواړم. مګر پاچا دا موضوع سمدستي هېره کړه» هغه کتاب ص ۴۸

 د کروزینسکی خاطرات که څه هم چي یو مختصر کتاب دی خو په همدغه مختصر کتاب کي یې ډېرڅه ویلي دي او د شاه حسین صفوي د دربار ټولي کمزوریو، فساد او درباري دسیسو ته یې اشاره کړې ده او سړی له دغو خاطراتو څخه داقضاوت کولای سی چي په دغه ډول فاسد نظام، چي رهبري یې د داسی یوه کمزوري پاچا په لاس کي وه باید هم د افغانانو د حملو په مقابل کي مقاومت نه وای کړی. د صفوي شاه حسین د فاسد رژیم او د افغانانو د حملو له امله د هغه نظام د ړنګېدلو او نړېدلو په باره کي چي تر اوسه پوري هرڅه لیکني سوي دي نو زیاتره استناد یې د همدغه مسیحي سیاح په خاطراتو کړی دی.

البته دا یوازي کروزینسکی نه وو چي د ایران د دربار د فساد په باره کي له خاطراتو څخه یې تر اوسه پوري په تحقیقاتو کي ګټه اخیستله کیږي بلکه نورو کسانو هم ، نه د کروزینسکي په تفصیل، دلته هلته داسي څه لیکلي دي چي د صفوي دربار داسي حالت ورڅخه فهمول کیږي چي باید لا ډېر پخوا یې سقوط کړی وای.

یو فرانسوی راهب پیر برناردو بورژ Pere Bernard de Bourges  خپل اسقف ته د ۱۷۱۳ کال د فبروري پر شپږویشتمه  له اصفهان څخه لیکلي دي: « ایران په سخت ګډوډ او خراب حالت کي دی. په دې هیواد کي د عدالت هزڅ نښه نسته. د هرچا چي هر څه زړه وغواړي هغه کوي. او هر ناروا کار، پرته له دې چي سزا وویني، سرته رسوي. میرویس خپلو فتوحاتو ته دوام ورکوي او د هیڅ مقاومت سره نه مخامخ کیږي. په داسی حال کي چي صفوي رژیم نه له هغه سره د مقابلې کولو توان لري او نه د مقابلې کولو لپاره کافي پیسې لري. د هیواد عالي رتبه مقامات له یوه بل سره په مخالفت کولو او د یوه بل په وهلو لګیا دي او بې عقل پاچا، یوازي د خپلو شهواني غرایزو د ارضاء په غم کي دی او سرپر سر فرمانونه صادروي. لاکهارټ ص ص ۱۳۱-۱۳۲

د ایران د شاهي رژیم ضعف، کمزوري او فساد د هغه سفیر له وضعیت څخه څرګندیږي چي د ایران پاچا د ۱۷۱۵ کال د فبروري په میاشت کي، د اروپا د ترټولو مقتدر پاچا څوارلسم لویی دربار ته استولی وو. داکترعبدالحسین نوايی په خپل کتاب کي د دغه سفیر، محمدرضابیګ،  په باره کي په زړه پوري لیکنه کړې ده:

« فکر نه کیږي چي نه یوازي ایران بلکه هیڅ هیواد به په هیڅ زمانه کي داسي سفیر انتخاب کړی وي چي تر دغه اندازې دي د خپل دولت د روحیاتو او خصلتونو نمایندګي وکړای سي. دا سفیر چي د فیشن او رنګینو لباسونو د اغوستلو سخت شوقمن وو، تشریفاتي، مغرور، شهوتي او عیاش وو؛ او په عین وخت کي یو بې هنر او احمق انسان وو. هیڅ یې نه درلودل خو ډېري لويی خبري یې کولې او دا ټول هغه صفات دي چي صفوي دربار، د خپل عمر په وروستیو کلونو کي، درلودل. صفوي دربار هم په جاه وجلال، تشریفاتو او غرور کي تر هر چا لوړ وو او ټول د خپل ځان په غم کي وه. لاپي یې کولې، حرمونه یې له ښځو ډک ول، شرابونه یې چښل، ټنبل او په عیش کي ډوب ول. زرق و برق ورپاته وو. په متن کي یې هیڅ نه درلودل او د هر ډول هنر، پوهي او نړۍ لید څخه بې برخي خو په عین وخت کی سست، مات، کمزوری، مفلس او تنګدست وو.

د فرانسې څوارلسم لویی یو مقتدر پاچا وو چي د خورشیدشاه یا لمرپاچا لقب یې درلود. هغه د ایران د ستر دولت د شهرت آوازې اورېدلی وي او په دې خبر وو چي صفوي سلسله څومره قدرت او ثروت لري. نو د سفیر محمدرضابیګ د هرکلي لپاره یې داسي تشریفات په نظر کي ونیول چي تر هغی نېټې پوري چا په فرانسه کي نه وه لیدلي.

محمدرضابیګ د فبروري پر اوومه پاریس ته ورسېدی. په سبا سهار د سلطنتي دربار د تشریفاتو رییس د هغه لیدني ته ورغی. د خارجی تشریفاتو رییس محمدرضابیګ ته وویل چي د اعلیحضرت څوارلسم لويی شخصي استازی بارون دوبرتوی او مارشال مارتین یون او نور غټان راغلي دي چي تاسي پاریس ته ورسوي او دا ټول محترم شخصیتونه دي نو کله چي هغوی صالون ته داخلیږي بهتره ده چي تاسي ورته ولاړ سی. محمدرضابیګ ورته وویل چي زه هیڅ وخت یوه مسیحي ته له ځایه نه پورته کېږم. دلته وضع یو څه بېخونده سوه. د څوارلسم لويی استازي محمدرضابیګ ته وویل چي ته د ایران پاچا یې؟ چي دونه په ځان مغرور او پر خپله خبره کلک ولاړ یې؟ سفیر، چي په فارسي نه پوهېدی په ترکي یې جواب ورکړ چي خدای دي نه کوي. زه د هغه له ترټولو ټیټو غلامانو څخه یم. کله چي مترجم د هغه دا خبره ترجمه کړه نو د څوارلسم لويی استازی په خندا سو او سفیر ته یې وویل چي تر ټولو له ټیټو بنده ګانو څخه یې نو بیا ولي دومره مغرور یې؟ خو محمد رضابیګ له خپل خره څخه کښته نه سو او دونه پر خپله خبره ودرېدی چي هیأت فیصله وکړه چي له سفیر څخه پرته به پاریس ته ستانه سي. کله چي سفیر د هغوی له دې فیصلې څخه خبر سو نو سمدستي پر خپل آس سپور سو او له هیأت سره روان سو. کله چي د فرانسې مقاماتو ته هغه ته هرڅه وویل چي په ګاډۍ کي کښيني او له خپل آس څخه کښته سي خو د ایران سفیر د هغوی خبره ونه منله او ویل یې دا ممکنه ده چي زه له څو تنو عیسویانو سره خپل ځان په یوه صندوق کي زنداني کړم. بالآخره سفیر دې ته غاړه کښېښوده چي په ګاډۍ کي سپور سي مګر دونه په قار وو چي په ګاډۍ کي د کښېناستلو په وخت کي یې درې تنه شهزاده ګان داسي په زور په څنګ ووهل چی هغوی پر مځکه پرېوتل.

له پاچا سره د لیدلو ورځ د فبروري دوهمه ټاکله سوې وه. مګر سفیر وویل چي دا ورځ نحسه ده او باید چي د فبروري له اته لسمي څخه وروسته ورځ ورته وټاکله سي. . . .» داکټر عبدالحسین نوايي. روابط سیاسي ایران و اروپا در عصر صفوي ص ص ۲۷۶-۲۷۸

محمدرضابیګ، په فرانسه کي د سفارت په وخت کي، تر ۵۰ کاله زیات عمر درلود او د خپل دغه سفارت په وخت کی یې له یوې شپاړس کلني فرانسوی نجلۍ سره معاشقه پیل کړه. دا هغه محمدرضابېګ وو چي څه موده مخکي له نورو فرانسویانو سره په یوه سرپوښلې ګاډۍ کي سفرکولو ته نه حاضرېدی ځکه چي د کافرانو ساه یې، چي نجسه وه، څرنګه تنفس کړې وای. سفیر دا نجلۍ د هغې د مور له اجازې پرته، په یوه صندوق کي له فرانسې څخه وتښتوله. سفیر له یوه ځایه بل ځای ته په کښتیو کي سفرونه وکړل او نجلۍ، د همدغو سختو سفرونو په ترڅ کي، یو زوی وزېږاوه. سفیر خپله ټوله شته مني او سامانونه او د فرانسې د پاچا او اشرافو سوغاتونه په لاره کي خرڅ کړل او بالآخره یې هغه سوغاتونه هم وپلورل چي د فرانسې پاچا د شاه حسین لپاره ورکړي وه. او بالآخره یې د ایران د پاچا د قهر له ویري زهر وخوړل او ځان یې وواژه. هغه کتاب ص ص ۲۸۲-۲۸۶

د صفوي دربار مطلق اکثریت عالی رتبه مقامات تر محمدرضابیګ ډېر فاسد وه او فساد یې خپلي وروستنۍ درجې ته رسولی وو. البته په صفوي دربار کي ځیني داسي کسان هم ول چي د هیواد غم ورسره وو او د یوې چارې په فکر کي ول. لاکهارټ د الکساندر همیلټن له قوله لیکي چي درباریانو یو ځل په ۱۷۱۵ کال کي د شاه د لیري کولو او د هغه پر ځای د هغه د نسبتاً باکفایته ورور عباس د کښېنولو لپاره یوه نقشه جوړه کړه؛ مګر نتیجه یې ورنه کړه. په ۱۷۱۹ کي د دربار ځینو کسانو یو ځل بیا د عباس د پاچا کولو لپاره اقدام کاوه مګر د پاچا د پلار عمه مریم، چي دا وخت به یې عمر تر اتیا کاله تېر وو، د هغه اقدام مخه ونیوله. البته مریم شاه ته عذر او زارۍ وکړې چي د هیواد پرېشان حالت ته توجه وکړي مګر شاه د هغې پر خبرو او زاریو غوږ ونه نیوی. لاکهارت. انقراض سلسله صفویه ص ۱۳۲

د ایران د لویی امپراطوری په ګاونډ کي روسیې او ترکیې دواړو، له دېره وخته،  د ایران څخه د ځینو لویو ایالتونو د لاندي کولو لپاره ځانونه تیارول. د روسیې واکمن پطرکبیر په ۱۷۱۷ کال کي ایران ته د ارتیمی ولینسکی Artemi Volynski په مشری یو تجارتی هیات اصفهان ته واستاوه او هغه ته یې وظیفه ورکړې وه چي د ایران د حالاتو په باره کي حکومت ته رپوټ ورکړي. ولینسکي د روسیې حکومت ته رپوټ ورکړ چي که د شاه حسین پر ځای باندي یو لایق پاچا مقرر نه سي نو د هغه هیواد زوال حتمي دي.

دغه راز د ترکیې حکومت هم د ایران د اوضاع د معلومولو لپاره خپل یو سفیر دُری افندي اصفهان ته واستاوه. دری افندي په ۱۷۲۰ کال کي تهران ته ورسېدی. دی هلته متوجه سو چي د ده ماموریت د ایران حکومت سخت اندېښمن کړی او شکونه یې ورته پیدا کړي دي. د ایران مقاماتو ویره درلوده چي هسی نه ترکیه د ځینو ایالتونو په برخه کي د خاصو امتیازاتو غوښتنه ونه وکړي. دُری افندي درې میاشتی په تهران کي تیري کړې او وروسته یې  خپل حکومت ته رپوټ ورکړ چي ایران که څه هم ډېر آباد دی او ښه زراعت لري مګر داسي ښکاري چي عمر یې پای ته رسېدلی دی. ده وویل چي ایران به ځکه سقوط وکړي چي د ایران د حکومت اداره د بې عقلو کسانو په لاس کي لوېدلې ده. Lockhart. Nadir Shah pp5-6

د صفوي رژیم د زوال او سقوط یو عامل د پوځي قواوو بېحده کمزوري وه. اکثر مورخین په دې عقیده دي چي د صفوي امپراطورۍ اساس پر جنګي عملیاتو او فتوحاتو ایښودل سوی وو. د دوهم شاه عباس څخه وروسته د هغه د زوی شاه سلیمان په زمانه کي، چي اصلاً پرته له بې ځایه استبداده او ظلمونو څخه یې بل څه زده نه وه او له سهاره ترماښه به نشه وو بل کار یې نه درلود او اداره یې فاسدو او رشوت خورو مامورینو ته پرې ایښې وه او پوځیانو هم، څه باندي دېرش کلونه، د جنګ میدان نه وو لیدلی او له سهاره ترماښامه یې وخت په بېکارۍ او لټۍ تېراوه. په دې توګه هعه جنګي روحیه چي د لومړیو صفوي شاهانو په وخت کي په عسکرو کي موجوده وه له منځه تللې وه او دغه راز پوځ او د پوځ اهمیت ته هم توجه کمه سوې وه او پوځ له مالي پلوه په ډېر بدحالت کي وو. مورخ محمدهاشم آصف، چي د صفوي شاه حسین زمانې ته یې نیژدې ژوند کړی دی، لیکي:

« په دولتي دستګاه کي د بې حسابۍ او بې تمیزی له امله داسي افراط او تفریط منځته راغی چي د شاه حسین د خاصه غلامانو ډلګۍ او د شاهي پوځ عملې به د خره د څرمنو څپلۍ اغوستي وی او سمي جامې او پرتوګ به یې په ځان کي نه درلود. دونه به نېستمن ول چي خپلي وسلې او مهمات به یې په ګروي ورکول او یا به په داسي وسلو او مهماتو سمبال ول چي له وخته به له کاره لوېدلي وه» رستم التواریخ ص ۹۹

همدغه مورخ لیکي: « کله چي د شاه حسین د پاچهی موده له پنځه ویشتو کالو واوښته نو په دربار کي ډیرو نالایقو کسانو پر شاه باندي اثر رسوخ پیدا کړ او هغه یې له سمي لاري څخه منحرف کړ.

پاچا او حکومتي مقاماتو د پوځ د روزلو او تنظیمولو چاري پرېښودلې. په داسي حال کي چي د ټولني نور طبقات او اشخاص ډېر شته من سول خو په مقابل کي پوځ په ډېر بدحالت کي شپې ورځي تېرولې او ټولو دا دعا کوله چي ګوندي یو ښه باچا او مشر پیدا سي او د دوی د ژوند غم وخوري. ځکه نو هر ان د بلوا او فساد انتظار ایستل کېدی.

په سلطنتي اداره کي د حساب او کتاب درک ورک سواو دهر چا چي څه زړه غوښتل هغه یې کول. نه یوازي اصفهان بلکه ټول ایران لکه بې صاحبه طبیله داسي سو او اوسېدونکي یې د یوه بل په لوتلو لګیا سول. هرچا چي زور درلودی هغه د خلکو ښځي، لوڼي، زامن او مال ورڅخه اخیست او د بازخواست څوک نه وو. هغه کتاب ص ۱۰۲

افشارنادري لیکي چي شاه سلطان حسین فاسد سوی وو او له دغه امله د ژوند په هره برخه کي فساد پیل سوی وو. دولتي مقاماتو، د خپل چا په پیروي، هغه څه کول چي زړه یې غوښتل او هر ناوړه کارته یې لاس اچاوه. کله چي د خلکو شکایتونه د پاچا تر غوږه ورسېدل هغه به په خپل عیش او فساد کي دونه ډوب وو چي د خپلو دولتي مقاماتو ناوړه اعمالو ته یې توجه نه کوله او هر وخت به د هغوی تر ګناه تېرېدی. لکه څرنګه چي شاه ته نیژدې مقاماتو په سپینه ورځ د خلکو پر مال او ناموس باندي تېری کاوه شاه هم دغه ډول پیښی په ریشخند اخیستلې او فکر یې نه په خراباوه. نادرشاه، اخرین کشورګشای آسیا ص ۱۱۵

د ایران شاه اصلاً د خپل ملاباشي، حکیم باشي، خواجه سرایانو او د حرم د ښځو تر تأثیر لاندي وو او خپله ټو له نېکمرغي یې د هغوی په منځ کي ګڼله. هغه د هیڅ چا ښه مشوره اورېدلای نه سوای. خواجه سرایانو، د حرم مېرمنو او عیاشو درباریانو اصلاً د شاه په شاوخوا کي د ښې مشورې ورکولو سړی پرې ایښی هم نه وو.

داسي ښکارېدله لکه قسمت چي د صفوي رژیم د له منځه تللو او تباه کېدلو فیصله کړې وي.  د صفوي رژیم په هره برخه کي ستونزي وې، له هري خوا دښمنانو تهدیداوه او له سره ترپایه په فساد کي ډوب وو او په اصفهان کي ټولو خارجي اوسېدونکو یې د سقوط پیش بیني کوله. محمود هوتک په دغه راز شرایطو کي پر ایران باندي د حملې کولو فیصله کړې وه.

له میرویس خانه تر نادرافشاره (پنځمه برخه)

 

Donate زموږ مرسته وکړئ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.