د صفوي شاهانو استبداد او اخلاقي او اداري فساد
قدرت انسانان نه فاسدوي؛ خو کله چي احمقان قدرت ته ورسیږي نو قدرت فاسد کړي.George Bernard Shaw
څرنګه د ایران صفوي امپراطورۍ، چي څه باندي دوه سوه کلنه سابقه یې درلوده او څو ځله یې د عثماني امپراطورۍ او د هند د مغلي امپراطورۍ لښکرو ته د جنګونو په میدانونو کي ماتي ورکړي وې، دونه کمزورې سوه چي په خپل ترلاس لاندي قلمرو کي یې، په یوه ښار او د هغه په شاوخوا کي، د یوه پاڅون مخنیوی په وس پوره نه وو او بالآخره یې خپل تاج د هغه ښار د یوه ځوان پاچا په پښو کي کښېښود. دا یوازي د افغانانو زړه ورتوب او د هغوی د مشرانو تدبیر او هوښیاري نه وه چي د ایران صفوي امپراطوري یې د تل لپاره له منځه یوړه بلکه د ایران د صفوي دربار بېحده، ظلم او استبداد، اداري او اخلاقي فساد د هغي امپراطورۍ د ړنګېدلو لپاره لاره هواره کړې وه.
د ایران صفوي رژیم، چي اسماعیل صفوي ۱۵۰۱-۱۵۲۴ یې، د شپاړسمي سدۍ په سر کي اساس کښېښود، له لومړۍ ورځي، په بېحده استبداد، مذهبی تعصب او فساد پیل سو. د صفوي شاه اسماعیل د کورنۍ او لومړنیو حالاتو په باره کي بحث موږ له موضوع څخه لیري کوي خو دونه به ووایو چي شاه اسماعیل د شیخ صفی الدین اردبیلی کړوسی دی. د شاه اسماعیل نیکه شیخ جنید او پخپله د شاه اسماعیل پلار شیخ حیدر د قدرت نیولو په جګړو کي قتل سول او شاه اسماعیل یو کلن وو چي پلار یې د آق قوینلو له پاچا سلطان یعقوب سره په جنګ ګي ټپي او وروسته ووژل سو. د شاه اسماعیل د پلار پیروانو هغه وساتی او له دوولس کلنۍ څخه یې په جنګونو کي برخه واخیستله. په پنځه لس کلنۍ یعني په ۱۵۰۱ میلادي کي یې د تبریز ښار ونیوی او ځان یې پاچا اعلان کړ. په هغه ښار کي یې څه باندي ۲۰ زره کسان قتل عام کړل او وروسته یې د ایران پر خلکو باندي، چي تر هغه وخته پوري یې مطلق اکثریت سنی مذهبه ول، شیعه مذهب د توري په زور تحمیل کړ او چا چي شیعه مذهب نه مانه او شیخینو یعنی ابوبکر او عمر ته یې بد نه ویل او علي یې د امام په نوم نه پېژندی سمدستي واژه.
رضاقلی خان هدایت د شاه اسماعیل د عیش و نوش او توري صفت کوي او وروسته لیکي چي په هغه وخت کي د ایران اوسېدونکي په عموم صورت اهل سنت وجماعت ول او اثناعشری یا دوولس امامي شیعه ګانو خپل عقاید پټ ساتل، شاه اسماعیل د توري په زور جعفري مذهب رواج کړ او خلک یې اثناعشری شیعه مذهب ته را واړول. روضة الصفای ناصری ص ۶۳۹۱
« شاه اسماعیل په ۱۵۰۱ میلادي کي تبریز ونیوی. په هغه ښار کي یې له خپلو مخالفینو سره په منتهی بېرحمي سلوک وکړ او له ملایانو څخه نیولې تر ښځو او ماشومانو پوري یې پر هیچا رحم ونه کړ او هرڅوک یې قتلول. وروسته یې امر وکړ چي د هغو کسانو چي د ده د پلار شیخ حیدر په قتلولو کي یې لاس درلود هډوکي دي له قبرونو څخه را وایستل سي او د غلو او فاحشو له پرې کړو سرونو سره دي یو ځای وسوځول سي. شاه اسماعیل د تبریز ۲۰ زره اوسېدونکي ووژل تر څو چي بالآخره د هغه ښار ټولو خلکو د شاه اسماعیل فرمان ته غاړه کښېښودله او د ده له حکم سره سم یې سرې جامې په تن کړې. کله چي شاه اسماعیل دوهم ځل تبریز ته داخل سو نو د لویانو او شته منو له کورنیو څخه یې ۱۲ تنه ښکلي هلکان د لواطت لپاره ورسره واخیستل او خپل قصر ته یې ورسره بوتلل او وروسته یې هغه هلکان خپلو امیرانو ته ورتسلیم کړل چي هغوی هم د شاه اسماعیل په څېر لواطت ورسره وکړ. پخپله شاه اسماعیل سره له هغه چي ډېر سخت لواطت کار وو، له هغی لومړۍ ځوانۍ څخه یې بېحده زیات شراب چښل. د شاه اسماعیل د دغه راز اعمالو یادونه د هغه مداحانو لکه غیاث الدین خواندمیر، میرمحمود بن خواندمیر، ابراهیم امینی او حسن بیګ روملو کړې ده» دا برخه له انټرنیټ څخه اخیستل سوې ده.
کله چي شاه اسماعیل پر محمدشیباني خان اوزبک( ۱۴۵۱-۱۵۱۰) باندي بری ترلاسه کړ او هغه یې د جنګ په میدان کي وواژه نو د شاه اسماعیل کسان او پوځیان ته هرات ته ولاړل او خلکو ته یې د دې فتح زېری ورکړ. د هرات لوی علماء د هرات په جامع جومات کي را غونډ سول او حافظ زین الدین زیارتګاهی به لوړ اواز دا فتحنامه ولوستله. حیدر مداح له هغه څخه وغوښتل چي شیخینو ته بد ووایی. کله چي حافظ هغوی ته بد ونه ویل نو حیدر مداح هغه له ږیري ونیوی او د شاه اسماعیل عسکرو هغه وواژه او مړی یې په بازار کي وسوځاوه. امیرمحمود بن خواند میر، ایران در روزګار شاه اسماعیل و شاه طهماسب ص ۱۳۶
کله چي یې د شیبانی خان سر، شاه اسماعیل ته راووړ نو ده یې د تن غوښتنه وکړه او کله چي یې تن ورته حاضر کړ نو شاه اسماعیل د هغه پر نس باندي د توري درې وارونه وکړل او خپلو حاضرباشانو ته وویل: ه څوک چي زما سره مینه لري زما د دې دښمن غوښي دي وخوري. د ده له دې خبری سره د شیباني خان پر مړي باندي داسی چور جوړ سو چي نیژدې وو یو بل سره ووژني او په یوه ګړي کي یې ټول مړی وخوړل سو. وروسته شاه اسماعیل امر وکړ چي د شیباني خان د سر کاسه په سروزرو کي ونیسي او جام ورڅخه جوړ کړي. هر وخت چي به یې شراب چښل نو هغه جام به یې ورته حاضر کړ. هغه کتاب ص ص ۱۳۴-۳۵
راجر سیوري د یوه اروپايی تاجر له خولې چي، د شاه اسماعیل په وخت کي ایران ته تللی وو، لیکي چي د ایران ټول خلک او په تېره بیا عسکر له دغه صوفي سره د یوه خدای په څېر مینه لري. د ده ډېر زیات عسکر چي جنګ ته ځي نو زغري نه اغوندي ځکه چي وايی د هغوی بادار اسماعیل یې په جنګ کي ساتنه کوي. په ټول اېران کي له خلکو څخه د خدای نوم هېر سوی دی او یوازي د اسماعیل نوم د خلکو په خولو کي دی. که څوک د سورلۍ په ترڅ کي له آسه ولوېږي او یا یې دښمن پر مځکه وغورځوي نو د هغه نوم په دوه ډوله یادوي. یو ځل د خدای په ډول بیا د پیغمبر په ډول. لکه مسلمانان چي وايی لا اله الا الله محمد رسوال الله . دوی وايی لا اله الا لله او ورپسې وايی اسماعیل ولی الله. د ایران ټول خلک، په تېره بیا د هغه عسکر فکر کوي چي اسماعیل نه فناکېدونکی دی. راجر سیوري، ایران عصر صفوي ص ۲۳
د صفویانو، عثمانیانو او د هند د مغلو استبدادونه د کورنیو د غړو د وژنو په برخه کي یوه بل ته ورته وه. په دریو واړو کورنیو کي پاچاهانو خپل خپلوان، وروڼه او ټول هغه کسان وژل او له منځه وړل چي دوی فکر کاوه یوه ورځ د هغوی قدرت ته خطر پېښوي. هم د هند د مغلو د امپراطورۍ په اوږدو کي او د عثماني خلفاوو د قدرت په زمانه کي زامن پلرونو ته یاغي کېدل، پلرونو به خپل زامن وژل او هر څوک چي به قدرت ته ورسېدی خپل د قدرت کورني رقیبان یې له منځه وړل. د شاه اسماعیل لمسي او د شاه طهماسب زوی دوهم شاه اسماعیل خپل د کورنۍ ټول هغه کسان ووژل چي لاسته یې ورغلل او یوازي شاه عباس او د هغه پلار خدابنده ځکه له مرګه وژغورل سول چي د دوهم اسماعیل د قدرت دوره ډېره لنډه او تقریباً یونیم کال وه.
د سلطان محمدخدابنده ( ۱۵۷۸-۱۵۹۵) زوی لومړي شاه عباس یا شاه عباس کبیر پنځه زامن درلودل. دوه زامن یې په وړوکوالي کي مړه سول. دوه نور زامن محمدمیرزا او امامقلی میرزا یې په سترګو ړانده کړل او خپل مشر زوی صفي میرزا یې، چي ده ولیعهد مقرر کړی وو، وواژه. تاج بحش، تاریخ صفویه ص ۲۹۵
سرجان مالکم د شاه عباس د دې جنایتونو په باره کي یو څه تفصیل ورکوي او لیکي چي کله د شاه عباس زوی صفي میرزا ځوان سو نو د ډیروزیاتو خلکو او درباریانو توجه ور واوښتله او هر یوه به یې صفتونه کول. شاه عباس د هغه دا محبوبیت زغملای نه سو او هغه یې د ځان او قدرت لپاره خطر باله. ده ټولو هغه کسان چي د ده له زوی سره نیژدې ول د دښمنانو په سترګه کتل او ضمناً په دربار کي هم ځینو کسانو د خپلو ګټو او مقامونو د ساتلو په خاطر د شاه عباس تر غوږ ورتیروله چي صفی میرزا د هغه ژوند او قدرت ته خطر دی.
شاه عباس بالآخره د خپل زوی د وژلو فیصله وکړه. لومړی یې د قراچه خان په نوم یوه زړه ور جنرال ته چي، ترکانو ته یې د شیبلي په جنګ کي ماته ورکړې وه، د صفی میرزا د وژلو وظیفه وسپارله. قراچه خان پر مځکه پریووت او پاچا ته یې زارۍ وکړې چي د دونه زړه ور شهزاده د وژلو د وظیفې پرځای، دی پخپله ووژني او دا وظیفه ور ونه وسپاري.
شاه عباس وروسته خپل بل جنرال بهبود خان ته د صفی میرزا د وژلو وظیفه ورکړه. بهبود خان د شاه عباس له امر سره سم عمل وکړ او صفی میرزا یې قتل کړ. شاه عباس له دې عمل څخه سخت پښېمانه سو او ټول هغه کسان یې یو په بل پسې ووژل چي ده ته یې د صفي میرزا په باره کي منفي خبري کړي وې. شاه عباس وروسته یوه بل ظالمانه حرکت ته پام سو. بهبود خان ته یې وویل چي د خپل زوی سر دي پرې کړي او پاچا ته دي یې راوړي. بهبود خان د شاه عباس له امر سره سم د خپل زوی سره پرې کړ او پاچا ته یې راووړ. عباس په خندا پوښتنه ورڅخه وکړه چي څه ډول احساس کوې. بهبود خان يه جواب کي ورته وویل چي تباه یمه. شاه عباس ورته وویل چي ته باید خوشاله اوسې. ځکه چي ته یو جاه طلبه سړی یې او په دغه اوسنۍ شېبه کي له خپل پاچا سره یو شان احساس لرې. John Malcolm. The History of Persia PP 373-374
شاه عباس ( ۱۵۸۸-۱۶۲۹) نه یوازي د خپلي کورنۍ د غړو، نه یوازي د خپلو سیاسي دښمنانو یا د ده د خیالي دښمنانو د وژلو او له منځه وړلو په برخه کي له خپل مطلقه قدرت څخه کار اخیست بلکه د ټولني په ټولو چارو کي یې هغه څه کول چي زړه یې غوښتل او په دې برخه کي یې هیڅ ډول سرحد نه درلود. شاه عباس ته یو وخت اطلاع ورسېده چي پوځیان خپلي زیاتره پیسې د تنباکو په رانیولو لګوي. هغه امر وکړ چي نور د ده په قلمرو کي تنباکو څکول منع دي او هرڅوک چي تنباکو وڅکوي د هغه پزه او شونډي دي غوڅي سي. یو تاجر چي له دې اعلان څخه ناخبره وو، ښارته تنباکو راوړل. هغه یې د خپلو تنباکو په بارونو کي ژوندی وسوځاوه. هغه کتاب ص ۳۰۵
شاه عباس د اهل سنت سره ډېر سخت تعصب درلود او هغه امتیازات چي یې اهل تشیع ته ورکول اهل سنت ورڅخه محروم ول. کله چي به یې یا مالیات بخښل او یا به یې یوه برخه بخښل نو له فرمان څخه لاندي به یې لیکلي وه چي سنیان د مالیاتو د تخفیف له امتیاز څخه محروم دي. هغه کتاب ص ۳۱۱
که به سنی مذهبه کسان په جنګ کي ونیول سول نو هغوی چي به شیعه مذهب قبول کړ شاه عباس به ټول وبخښل او که به پر خپل سني مذهب باندي ټینګ پاته سول هغوی به یې ټول وژل. هغه کتاب ص ۳۱۲
شاه عباس، د خپلو سزاوو په سلسله کي، انسانان ژوندي په سیخ پېیل او د ښار په منځ کي یې کبابول، ژوندي یې پوستول، انسانان یې په عام دربار کي په روزل سویو آدمخورو خوړل. د مخالفینو او ګناهکارانو په ستوني کي یې ویلي کړي سرب تویول او دا کارونه هره ورځ کېدل. شاه عباس به کله کله ګناه کارانو ته د سزا ورکولو لپاره د آدمخورو له یوې ډلي څخه کار اخیست. د دوی دا کار وو چي مجرمین به یې ټوټه ټوټه کول او خوړل به یې. د دې ډلي رییس ملک علي سلطان جارچي باشي وو چي تل به په دربار کي حاضر وو. دا آدمخواره ډېر قوي او بدشکله خلک ول او مخصوصي خولۍ یې پرسرکولې او خاصي جامې به یې اغوستلې. هغه کتاب ص ۲۹۲
شجاع الدین شفا د پادری سیمون د سفرنامې په حواله لیکي: د ده د سلطنت په ټوله دوره کي د سرونو غوڅول، د سترګو ایستل او د انسانانو دوه ځایه کول د ورځنیو پیښو څخه وه. کله چي شاه عباس دربار کاوه نو ۱۲ خروړي سپي او ۱۲ تنه سړي خواره به هر وخت حاضر او فرمان ته منتظر ول. کله چي به یې حکم صادرکړ او چا به د ده د خوښي سره سم څه ونه ویل نو جلادانو به سمدستي د هغه اواز ځای پرځای خاموش کاوه. توضیح المسایل ص ۱۶۹
شجاع الدین شفا لیکي چي شاه عباس د خپل قصر یو تالار خاص شرابخوری ته ورکړی وو او هره شپه به یې په ښکاره شراب پکښي چښل او کله به د شپې د اصفهان بازارونو ته ووت او د خپلو غلام بچه ګانو سره به یې شرابونه پکښي چښل. شاردن، چي د شاه عباس په وخت کی یې ایران ته سفر کړی وو په خپله سفرنامه کي لیکي چي یوازي د اصفهان په ښار کي تقریباً ۱۲زره فاحشې وې چي هر کال یې د خپلو عایداتو څخه ۸ زره تومانه مالیات حکومت ته ورکول او په نورو هغو ښارونو کي چي د عسکرو د حرکت په لاره کي پراته ول هر ځای ډیري زیاتي فاحشه خانی وې. هغه کتاب ص ۷۰
پخپله شاه عباس، سره له هغه چي زیاتره وخت یې په جنګونو کي تېرېدی، د نورو صفوي پاچاهانو په څېر، په عیاشي کي افراط کاوه. د ښځو شمېر یې له څلورو څخه تر پنځه سوو پوری اټکل کیږي او د دې ښځو اکثریت همه ښایستې نجوني او کنیزاني وې چي د ګرجستان حاکمانو او د ایران له نورو ځایونو څخه د ده حاکمانو د سوغاتونو په شکل ورته رالېږلې.
د ګرجستان او ارمنستان امیرانو به هرکال یوه ډله ګرجي، ارمني او چرکسي هلکان ه شاه عباس ته لېږل او تر ټولو ښایسته هلکان به یې شاهي حرمسرای ته استول او نور به یې پر خپلو سردارانو وېشل. شاه عباس به هر وخت د ښکلیو ښځو او ښایستو هلکانو له ساز او اواز څخه خوند اخیست. د شرابو په چښلو کي یې افراط کاوه او کله کله به یې په مجلس کي حاضر کسان هم د شرابو چښلو ته مجبورل. کله کله به یې شراب منع کړل او بیا به یې وویل چي له ښایستو هلکانو سره شراب چښل جایز دي. غلام رضاافشارنادری. نادرشاه آخرین کشورګشای آسیا ص ص ۷۵-۷۶
شاه عباس له آتش بازۍ او په ښار کي د څراغونو لګولو ډېر شوقي وو. هر وخت چي به یوه ښار ته ولاړی نو امر به یې کاوه چي په ټول ښار کي څراغونه ولګوي او آتش بازي به پیل سوه. شاه عباس ټول وخت په شراب چښلو او عیش لګیا وو. په ښار کي د څراغونو د لګېدلو او آتش بازیو په وخت کی به یې امر وکړ چي د شرابو چښل آزاد دي. هغه کتاب ص ۷۷
صفوي پاچاهان ډېر مستبد خلک ول او د سزا په ټاکلو کي یې د هیڅ ډول مشخص قانون او مذهب پیروي نه کوله هر څوک چي به دوی د خپل قدرت او سلطنت د دښمن په حیث وپېژندی او یا به یې لږ شک ورباندي پیدا سو نو هغه به یې په داسي توګه له منځه ووړ چي نورو ته عبرت سي. د شاه طهماسب افسرانو به د نیول سویو ښورښیانو ژبي یو ځل د هغوی له ژبو سره وګنډلې او بیا به یې نو د شاه طهماسب حضور ته راوستل او هغه به یې هم سمدستي د قتلولو امر وکړ. د شاه طهماسب افسرانو په دې سلسله کي یوه ورځ د خپل یاغي سوي حکمران خواجه صالح محمد ژبه له شونډو سره وګنډله او شاه طهماسب ته یې راووست. هغه امر وکړ چي په یوه خُم کي یې واچوی او له یوه جګ منار څخه یې لاندي را وغورځوی. میرمحمود. ایران در روزګار شاه اسماعیل و طهماسب ص ۳۷۲
مخکي مو وویل چي شاه عباس کبیرخپل مشر زوی صفی میرزا، چي د ده ولیعهد وو، وواژه او د هغه له وژلو څخه وروسته ډېر سخت پښېمانه وو. ویل کیږي چي شاه عباس د دې جنایت څخه وروسته څو ورځي او شپې له خلوت څخه دباندي راونه ووت او له سهاره ترماښامه به یې ژړل. وروسته یې د غم توري جامې په تن کړې او د عمر ترپایه پوری یې همدا جامې اغوستلې. د خپل وفات څخه مخکي یې د خپل وژلي زوی صفی میرزا مشر زوی سام میرزا خپل ولیعهد مقرر کړ او له هغه څخه یې وغوښتل چي د شاه صفي په نوم پاچا سي. د شاه عباس له مړیني څخه وروسته د هغه لمسی سام میرزا د شاه صفي ( ۱۶۲۹-۱۶۴۲) په نوم پاچا سو.
که څه هم چي د ایران ټول صفوي پاچاهان مستبدین ول او هر یوه د ظلم او قساوت د څرګندولو لپاره خپلي ځانګړي طریقې درلودلې خو ویل کيږي چي شاه صفي ښايی تر ټولو صفوي شاهانو ظالم او خونکار انسان وو.
شاه صفي له پاچا کېدلو سره سم، تر هرڅه مخکي خپل یوازینی ورور وواژه. وروسته یې خپل دوه تنه اکاګان چي د ده نیکه شاه عباس په سترګو ړانده کړي وه، د غره له یوې لوړي څوکي څخه لاندي را وغورځول او ویل یې چي هغوی هسي ډوډۍ خواره دي او څه نه ورڅخه جوړیږي. ده نه یوازي هغه لویان ووژل چي وېره یې ورڅخه درلودل بلکه هغه کسان او مشران یې هم ووژل چي د ده د نیکه ډېر نیژدې باوري کسان ول او صفوي شاهانو ته وفادار ول. د شاه صفي ظلم سرحد نه پېژندی. The History of the Late Revolutions of Persia Vol1 pp 44-45
شجاع الدین شفا د یوه اروپايی سیاح له قوله لیکي چي شاه صفي دونه زیات شهزاده ګان ووژل چي د ایران په تاریخ کي یې سابقه نه وه لیده سوې. د صفویانو دغه سلطان هم د زیاتو شرابو د چښلو او فسق او فساد له کبله د ۳۱ کالو په عمر وفات سو. توضیح المسایل ص ۱۷۰
د شاه صفي له بېحده او بېځایه ظلمونو څخه هر څوک په عذلب سول. بالآخره د هغه د وژلو لپاره دسیسې جوړي سوې. هغه په دې سلسله کي یوه دسیسه کشف کړه او هغه داسی چي د حرم ښځو ده ته زهر ورکړي وه؛ خو هغو زهرو خپل کار نه وو کړی او شاه صفي بیرته روغ سو. یوه شپه له حرم څخه چیغي پورته سوې. وروسته معلومه سوه چي شاه صفي د حرم په باغ کي یو لوی ارهډ کیندلی وو او څلوېښت ښځي یې، چي د ده خپله مور هم پکښي شامله وه، په هغه ارهډ کي ژوندۍ ښخي کړي وې. شاه صفي وروسته آوازه واچوله چي مور یې طاعون وژلې ده.The History of the Late Revolutions in Persia vol 1 p145
شاه صفي د صفوي خاندان یو مشهور خدمتګار امام قلی خان، چي په ډیرو زیاتو جنګونو کي یې فتوحات کړي وه، د هغه له دریو زامنو صفي قلي خان، فتحعلي بیګ او حسن خان بیګ سره، په قزوین کي، مېلمانه کړل. درې شپې او ورځي یې ښې مېلمستیاوي ورته وکړې او څلورمه شپه یې د امام قلي خان درې واړه زامن ووژل او سرونه یې امام قلي خان ته ور وړل. وروسته یې امام قلی خان او بیا د هغه دیارلس نور زامن هم ووژل. احمد تاج بخش. تاریخ صفویه ص ۳۴۷
د شاه صفي د قدرت په زمانه کي کندهار او بغداد د صفوي حکومت له ادارې څخه ووتل او دا ښارونه د هغه د زوی دوهم شاه عباس ( ۱۶۴۲-۱۶۶۶) په زمانه کي بیرته د ایران لاسته ولوېدل. شاه عباس به د ۱۸ یا ۱۹ کلونو وو چي د کندهار ښار یې محاصره کړ او بیرته یې د هند د مغلي امپراطورۍ څخه، نه یوازي کندهار بلکه د هغه ښارشاوخوا سیمي، لاندي کړې. مغلي امپراطورانو ، شاه جهان او اورنګزېب، د قدرت په کلونو کي څو ځله د کندهار د بیرته اخیستلو کوښښونه وکړل خو په خپلو هڅو کي ناکام سول.
که د صفوي پاچاهانو د ظلمونو او استبداد خبره وي نو دوهم شاه عباس هم ډېر ظالم سړی وو. د نورو صفوي شاهانو په څېر، د ده هر حکم د قانون حیثیت درلود او چي زړه یې غوښتل هغه یې کول.
یوه ورځ چي شاه عباس په خپل حرم کي ډېر زیات شراب چښلي وه؛ خپلو دریو ښځو ته یې امر وکړ چي له ده سره شراب وچښي. هغوی دریو واړو ورته وویل چي موږ ډېر ژر حج ته رواني یو نو شراب نه سو چښلای. شاه عباس بیا هم ټینګار ورباندي وکړ خو هغوی بیا هم انکار وکړ. شاه عباس سمدستي هغوی درې واړي وتړلې او ژوندۍ یې په اور کي وسوځولې.
یوه بله شپه یې بیا هم له خپلي یوې ښځي څخه وغوښتل چي له ده سره شراب وچښي. هغې انکار وکړ او شاه عباس خپل یوه محافظ ته امر وکړ چي دا ښځه د هغو درو نورو ښځو په شان په اور کي وسوځوی. ښځي محافظ ته ډیري زارۍ وکړې او د هغه زړه ورباندي وسو. ضمناً یې فکر وکړ چي شاه نشه دی سهار ته به یې حتماً فیصله بلده سي ځکه چي دا ښځه پر شاه باندي ډېره ګرانه وه. سهار شاه عباس له محافظ څخه پوښتنه وکړه چي هغه یې ښځه یې ووسوځول کنه؟ کله چي محافظ ورته وویل چي نه یې ده سوځولې نو ده هغه مېرمن معاف کړه او محافظ یې ژوندی وسوځاوه. سفرنامه تاِورنیه ص ۵۰۸
له دوهم شاه عباس څخه وروسته د هغه زوی شاه سلیمان ( ۱۶۶۶ـ ۱۶۹۴) قدرت ته ورسېدی. شاه سلیمان د ایران په تاریخ کي یو له تر ټولو ظالمو شاهانو په کتار کي راځي. شاه سلیمان هغه وخت خصوصاً ډېر خطرناک وو چي دی به نشه وو. په دې وخت کي هیڅوک په دې نه پوهېدل چي سر او مال به یې تالا سي او کنه. هغه لاسونه او پښې غوڅولې، پزې او غوږنه یې پرې کول، له خلکو څخه یې سترګي ایستلې او چي هر څه یې زړه غوښتل هغه یې کول. سرجان شارډین Sir John Chardin چي د شاه سلیمان په وخت کي ایران ته تللی وو، د ده د ظلمونو شاهد وو، د شاه سلیمان د دربار د یوه سترمقام له خولې وايی چي هرکله مي شاه سلیمان حضورته وغواړي، کله چي د هغه له حضور څخه رخصت سم نو لومړی خپل سر ته لاس وروړم او ځان باوري کوم چي سر مي اوس هم د اوږو په منځ کي دی او که نسته. د صفوي سلسلې زوال د همدغه پاچا له وخته پیل سو. ځکه کله چي به ده ته ویل کېدل چي ترکان د ایران خاوري لاندي کوي او ایران ته خطر پېښوي ده به هر وخت ویل چي که اصفهان راپاته وي زه د ایران د نوري خاوري په غم کي نه یم. History of the Late Revolutions in Persia Vol 1pp 57-58
شاه سلیمان هم، د خپلو نیکونو په څېر، خپل مشر زوی وواژه. ښایی د دوهم زول د وژلو خیال یې هم درلود؛ خو هغه د خپلي مور په مشوره، د دروېشی جامې په تن کړې او له وطنه یې ځان ورک کړ. شاه سلیمان چي هر څه تلاښ ورپسی ورکړ هغه یې پیدا نه کړ؛ ځکه یې نو خپل قورچي باشی، چي د ده د اسرارو محرم وو، تر تېغ تېر کړ. د هغه زوی مور یې، ځان له وېري، د قصر له بام څخه لاندي وغورځاوه او مړه سوه. شاه سلیمان دې وروستۍ پیښی سخت وزوراوه. تاریخ سیاح ص ۶
له شاه سلیمان څخه وروسته د هغه زوی شاه حسین ( ۱۶۹۴-۱۷۲۶) پر تخت کښېنسات. که د شاه سلیمان په زمانه کي د صفوي امپراطوری زوال پیل سوی وو نو د شاه حسین په زمانه کي یې بشپړ سقوط وکړ. شاه حسین د صفوي خاندان تر ټولو کمزوری پاچا وو. ویل کیږي چي شاه سلیمان د مرګ په وخت کي خپلو درباریانو ته وویل چي که مو راحت خوښ دی نو حسین پاچا کړی او که غواړی چي د جنګ او فتوحاتو شوقي پاچا ولری نو زما کشر زوی عباس پاچا کړی. درباریانو راحت طلبه شاه حسین ته ترجېح ورکړه. هغه یې پاچا کړ او عباس یې بندي کړ. هغه کتاب ص ۷
که څه هم چي صفوي پاچاهان ټول فاسد خلک ول خو شاه سلطان حسین چي، نور یې د پاچاهی له کارونو سره هیڅ اړه نه درلوده او له سهاره ترماښامه به نشه وو، اخلاقي فساد وروستي حد ته ورساوه؛ او همدغه فساد او د پاچا بېحده خرافات پرستي او د دربار د مهمو کسانو ترمنځ سیاسي دښمنی د صفوي ایران د سقوط عمده عوامل سول. البته په دې کي هیڅ شک نسته چي د دې ټولو خرابیو او کمزوریو تر ټولو عمده عامل او علت پخپله شاه حسین او د هغه بېحده کمزوری شخصیت وو چي په هیڅ توګه د پاچهی لایق نه وو.
داسي ښکاري چي د استبداد د توجیه کولو په برخه کي قضاوتونه هم کله کله ډېر زیات توپیر لري. استبداد د قوانینو او احکامو د عملي کولو لپاره له زور څخه کار اخیستل او د عمل په وخت کي د یوه خاص قدرت، چي معمولاً په پاچاهانو یا دیکتاتورانو اړه لري، کار اخیستلو ته ویل کېدلای سي. دیکتاتوران معمولاً د عمل او اقدام په کار کي له چا سره مصلحت نه کوي؛ خو استبداد، ښکاره ظلم، جنایت او لېونتوب خپلي درجې لري. او د مستبدینو ځینو اعمالو ته کله کله هیڅ ډول دلیل او منطق پیدا کېدلای نه سي. خو ځیني محققین او تاریخ لیکونکي حتی د شاه عباس استبداد ته هم د منطق او برهان یوه لاره جوړوي.
سرجان مالکم، د شاه عباس د ظلمونو د بیانولو څخه وروسته دې نتیجې ته رسیږي چي شاه عباس به ظلمونه کړي او په ظلم کي به یې کله کله افراط او تر حد تېری کړی وي مګر که د هغه عمراني کارونو، د لارو امنیت او د عدالت څارلو او تطبیقولو ته وګورو نو دې نتیجې ته رسیږو چي شاه عباس هغومره چي بد بلل سوی دی په هغه اندازه بد هم نه دی. مالکم لیکي چي شاه عباس د فارس په ټوله خاوره کي داسي کراري جوړه کړه چي قرنونه لیده سوې نه وه. هر کال چي به اوزبکو پر ایران باندي حملې کولې او وحشت به یې منځته راوړی وو، هغو ته یې خاتمه ورکړه او اوزبکان یې په خپلو ملکونو کي محصور کړل. کله چي شاه عباس قدرت ته ورسېدی؛ په هغه زمانه کي ترکانو د ایران ډیر زیات ولایتونه نیولي ول خو شاه عباس هغوی د فارس له خاوری څخه وشړل او خپلي خاوری یې بیرته ورڅخه واخیستلې. مالکم وايی چي شاه عباس په ټول قلمرو کي عدالت ټینګ کړی وو او د مذهب له احکامو سره سم سلوک کېدی او ټولو هغو کسانو ته یې سزا ورکوله چي ځانونه یې تر قانون لوړ بلل. هغه بې حسابه پلونه، کاروانسرایونه او نوري ګتوري عمومي حکومتي ودانۍ جوړي کړې او دا ټول د هغه د عالي دماغ او فکر نمایندګي کوي. Malcolm pp 377-78
دا د سرجان مالکم خپله عقیده ده. خو هغه، په خپل دې قضاوت کي، دا هېر کړي دي چي استبداد، له وحشت، روحي ناروغۍ او لېونتوب سره توپیر لري. که یو مستبد پاچا غلو، رشوت خورو، ظالمو حاکمانو او له قانون او مقرراتو څخه سرغړونکو ته سختي سزاوي ورکړي؛ که څه هم چي دا سزاوي به یې له محاکمې پرته ورکړي وي، خو په یوه او بل ډول دفاع کېدلای سي. مګر د خپلو دوو زامنو ړندول او د بل وژل او بیا وروسته د خپل وژل سوي زوی، چي د ده په خپل امر وژل سوی دی، جلاد را بلل او هغه د زوی د سر په پرېکولو مجبورول، د شرابو د نه چښلو په ګناه درې ښځي په اور کي ژوندۍ سوځول، خلک ژوندي په سیخ پېیل او د ښار په منځ کي کبابول، انسانان په آدمخورو خوړل او وژل، داسی کارونه دي چي د استبداد تر سرحد تېر دي. هغه وحشت دی، هغه ناروغي ده، هغه لېونتوب دی او هیڅ ډول پلمه ورته جوړېدلای نه سي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.