هغه به څوک و؛ د خیر استعاره

طائر ځلاند

189

ټولنیز ناورينونه او سیاسي شخړې او جنګونه په یو هیواد او یوې ټولنه کې ګڼې کیسې زيږوي او د وخت په تېرېدو سره په یوه ژبه کې د کړکيچ دغه پېر چې د لاس رسي وسايل ډېر کم او خنډونه بې شمېره وخت يو وخت په ادبیاتو او تاريخ کې ځان را برسېره کړي.
ددغسې پېر ريښتونی تاريخ ځکه لیکل ستونزمن او باور کول پرې سخت وي چې حتمن د غالب او مغلوب له لورې لیکل کيږي غالب د خپل بري او ځواک نمایش کوي او مغلوب د خپل مظلومیت د اثبات له پاره په وضعیت دروغ پورې کوي؛ خو بل لورې ادبیات چې يو ډول د عامو خلکو له احساساتو او د هغوی د ژوند سره تړاو لري په خپله لمنه کې د بریمن او پرځول شوي اړخ څخه زیات د هغه مهال په خلکو تېر شوی حالت محسوسوي او مونږ ته يې په ادبي او هنري جولۍ کې ډالۍ کوي.
د نړۍ لوی داستانونه د همداسې ناورين او اوږد مهال کړکيچ په تناظر کې پنځول شوي دي که مونږ د نړيوالو ژبو ادبیات او په ځانګړې توګه داستاني ادبیات مطالعه کوو همداسې یو څه په کې وينو.
د روسي ژبې داستاني ادبیات زمونږ د پورته خبرې له پاره یو ښه دلیل کيدلی شي؛ د سولې او جګړې په څېر نړیوال شاهکار، د چیخوف او پوشکين په کتابونو کې همداسې ډېر داستانونه پیدا کولی شو، د لاتیني امریکا د لیکوالو بهترين اثار د همداسې یو جګړیز انتشار په فضا کې سا اخلي، د فرانسيي ژبې لیکوالو همداسې سبک غوره کړی دی او په وروستيو لسیزو کې د افريقايي ژبو د داستاني دنیا له یوې ژورې او خاموشې کچې څخه په نړۍ د واکمنۍ کولو په لور لګیا ده مزل کوي.
افغانستان د خپل تاريخ په پيچ او خم کې ګڼ جنګونه او ټولنیز ناورينونه ولیدل که یواځې د تېر پنځوس کلن جنګ تاريخ په سهي مانا ولیکل شي شاید په نړۍ کې یو له بې سارې هیوادونو څخه او د وګړو څخه وي چې مسلسل یې نیمه پړۍ جنګونه او ټولنیز ناورينونه تجربه کړي دي.
په دغه نیمه پېړۍ کې زرګونه کیسې او داسې داستانونه پټ پراته دي چې له بده مرغه په سمه مانا زمونږ د ادبیاتو برخه ونه ګرځېده او نه هم نوره نړۍ او نورې ژبې زمونږ له حاله خبر شو.
« هغه به څوک و؟» ناول زمونږ د پښتو ژبې د مشهور طنز لیکونکي او ډرامه لیکونکي ښاغلي حفیظ الله تراب نوی اثر دی چې د چاپ په ګاڼه سمبال شوی.
ددغه ناول لوستو ته زما علاقه له دې کبله هم ډېره وه چې خبر وم د ناول فضا او چاپېريال د افغانستان د پنځوس کلن انقلاب پورې تړاو لري.
دا ځکه مهم اړخ دی چې په قول د تراب صیب ددغه بهیر ژوندی شاهد پاتې شوی او ډيرې داسې کیسې پرې تېرې شوي او لیدلي يې دي چې هغه باید د نړۍ د شاهکارونو برخه وګرځي او ددغه مخ په ورکېدو کیسو او داستانونو تیاره او رڼا اړخونه خلکو ته روښانه شي.
همدا نن مې د ناول لوست پای ته ورسوه او د تراب صیب د ناول ددې پوښتنې سره چې هغه به څوک و؟ ماته ددې ناول ټول کرکټرونه او کیسې پېژندلې او روښانه شولې.
ښاغلي تراب په دې ناول کې په ټولنه کې د ناوړه دودونو، په کلي وطن کې په یو نوم او بل نوم منافقتونو او جهالتونه نه پرده هم پورته کړې ده، سیاسي بدلونونو باندې یې هم ځغلنده نظر تېر کړی د شوروي د عسکرو سره د جګړو کیسې هم کړي او د هغه ځوانو مبارزو د خلکو داستانونه یې نقل کړي چې په هیڅ اېزم پورې تړلي نه و خو یواځې د وطن او د ولس د ازادۍ له پاره یې ملا تړلې وه.
په ناول کې ډیرې وړې وړې او مرستندویه نورې کیسې هم ځای شوي دي خو تر ټولو اغېزمنه کیسه یې بیا د سلیمان او د سپوږمۍ ترمنځ د مینې د تړون ده چې په خپل بر کې خورا خوښوونکې، دردونکې حتا ژړونکې صحنې لري، په دغه کیسه کې ناوړه دودونه هم یاد شوي او د دوه ځوانو انسانانو احساسات او عواطف هم، د وصل، بلتون، ملاقات او انتظار ټول خواږه په کې ځای شوي دي.
د تراب صیب د ناول نثر ډېر طبعي، روان او د کرکټرونو د رواني حالت څخه جوړ شوی دی، کیسې په کې داسې دي چې ادبي منطق باندې پوره خیژي.
جملې یې نه ډیرې ستړې کوونکې اوږدې دي او نه داسې مصنوعي چې د لوستونکي پرې د ورځپاڼې د راپورتاژ ګمان وشي په یو نیم ځای کې د ناول د اصلي او فرعي کرکټرونو ترمنځ خبرې دومره صادقانه او ریښتني دي چې د پښتنې ټولنې په وګړو د ډېر معصومیت له کبله د سړي زړه وسوځي.
په دې ناول کې ښودل شوي چې د جګړو له امله څومره د نامې جامې خاوندان و رټل شول څومره پوه خلک د بې سوادو او جاهلو خلکو لاسونو ته ولوېدل او د پردیو خلکو تر واکمنۍ لاندې څنګه د یو کډوال او مهاجر ژوند په سره تبۍ و.
په ناول کې وطن پرستي د افغانانو تعهد او ژمنتیا په ډېر اخلاص بیان شوې ده او لوستونکي ته یې د خپل ولس یوه په وفا ولاړه څېره ورښکاره کړې ده.
تراب صیب سره له دې چې خپله ددغه جنګي وضعیت عیني شاهد و خو له تعصب یې کار نه دی اخیستی بلکې ښه او بد دواړه کرکټرونه یې خلکو ته ورپېژندلي دي، یو لورې خو د سلیمان په شکل کې د وفا، خېر ښیګڼې او مېړانې هغه مجاهد ښودلی او بل لورې یې د شمسو په شکل کې ددغه دورې بد کرکټر هم ښکاره کړی چې هرڅه یې د پیسو له پاره و او د لږ واک په تر لاسه کولو سره یې هر ډول ستم او ظلم و ناروا ته ملا تړلې ده، د حیدر او میرویس په څېر د ځوانۍ د شپو د ملګرو اخلاص او وفا یې هم نه ده هېره کړې او د کډوالۍ له امله په نا اشنا ټولنه کې د نويد د بدمعاشۍ کرکټر یې هم نه دی هیر کړی.
په دې ناول کې ډېرې داسې صحنې مې ولوستې چې ژړغونی یې کړم او ډیرې داسې صحنې مې هم ولوستې چې ویې خندولم، تراب صیب دا چې بې شمېره ډرامې لیکلي او جوړې کړي دي د خوښۍ او غم د صحنو په جوړولو کې پوره تجربه لري او دې ناول کې یې ترې ګټه اخیستې ده.
د کمال خبره خو دا ده چې په دومره غټ ناول کې د ټایپي غلطيو شمېر او ګنجایش بېخي د نشت برابر دی.
ناول له پيل څخه ترپايه خپله ټوله داستاني تلوسه لري او لوستونکی له ځان سره بیايي دا د یو ښه ناول ځانګړتیا ده
راځم سمندر خان ته چې په دې ناول کې له پیله د اصل کرکټر سره مل دی او په هر ځای کې یې د هغه مرسته او لاسنیوی کړی دی. تراب صیب په خپل ذهن کې ددې کرکټر له پاره يوه پوره فضا جوړه کړې ده چې څه ډول یې خبرې دي، څنګه لباس اغوندي او په څه شکل د انساني ټولنې د اړمندو او په مشکل کې ګېرو خلکو سره مرسته کوي.
د ناول د لوستو پر مهال شاید لوستونکو ته ډول ډول ښکاره شي او د خپل ذوق او باور له مخې ترې هر ډول تعبیر وکړي خو زما له پاره سمندر خان په دې ناول کې د خیر استعاره ده او تراب صیب په ډېر کمال سره د ناول موضوع همدې اصل نکتې ته راټوله کړې او په اخره کې یې دا پیغام خلکو ته ورکړی چې د نورو انسانانو سره ښه کول حتمن يو ارمغان له ځان سره راوړي.
زه ځکه اوس مهال ددې ناول په تخنیکونو، د کرکټرونو په رواني تحلیل او ارزونې او د کیسو په څرنګوالي ډير نه غږیږم چې کتاب لا تازه چاپ دی او د لوستونکو له پاره یې تلوسه نه باید زه ختمه کړم، ناول پیدا کړئ ویې لولئ او پیغام یې خلکو ته ورسوئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.