د ستر لارښود پرکتاب د ډاکټر صاحب کوچی تقریظ

محمد داؤد مومند

198

څو ورځی دمخه چی ما د «ستر لارښود، ملی مفکر او زعیم محمد ګل بابا» عنوان لاندی کتاب، د نشرولو پړاو ته ورساوه، نو د یوه تقریظ د لیکلو دپاره می یوه ټولنیزاو سیاسی شخصیت او پیژندل شوی څیری یعنی محترم داکټر صاحب عبدالقوم کوچی احمد زی ته وسپاره.

ډاکټر صاحب  کوچی په ډیره مینه زما هیلی ته لبیک ووایه او یوه کره او جامع لیکنه یی د مومند بابا د شخصیت په مورد کی د «ستر قائد او د پښتنو او پښتونولۍ د مشر، محمد ګل بابا د شخصیت په برخه کی» ولیکه چی په لاندی توګه د وطنوالو حضورته وړاندی کیږی:

لمړی تر ټولو ګران تاریخ پوه ورور داؤد مومند ته (دا وینا د داکټر صاحب کوچی د انتهایی لطف، د نیت حسن او شفقت، پیرزوینه بولم – مومند) د زړه له کومی مبارکی وایم چی بریالی شوی چی مخصوصا د نوی ځوان نسل او راتلونکی  وطنپالو، په هیواد او ملت او ملی افتخاراتو مینوعزیزانو او ټبرونو دپاره د داسی یو ستر مشر او هر اړخیز ملی شخصیت د ملی او تاریخی د ویاړ او افتخار وړ په برخه کی خپلی څیړنی او نورو روڼ فکره مشهورو علمی، ادبی، ټولینیزو او سیاسی شخصیتونو نظریات او ارزونی پښتون/افغان ټبر ته وړاندی کړی دی.

زه دا یو لوی تاریخی خدمت بولم، رب العزت دی دده په داسی هاند او هڅو برکت کیږدی.

زما په آند کوم خدمتونه چی مومند بابا په مجموع کی د افغان ولس او مخصوصا پښتنی مظلوم او وروسته پاتی ټبردپاره د خپل ژوند په بهیر کی کړی دی، ټول د پښتونولۍ او افغانیت او ملیت پالنی په عالی معیارونو او ارزښتونو سمبال بریښی.

واقعیت دادی چی د مومند بابا پرنظریاتو، تفکراتو، علمی، ادبی، پوځی او تاریخی کړونو د څیړنی دپاره د یوی اکاډمی په سویه تحقیقی مرکز ته ضرورت لیدل کیږی.

د شلمی پیړۍ او د یویشتمی پیړۍ په ۲۵ کلونو کی د افغانستان په فرهنګی، ثقافتی، ټولنیز، ولسی او اداری تاریخ کی، بل داسی ملی مشر، لارښود او قائد، چی ټول ژوند یی په یوه بی مثاله صداقت، پاکۍ، تقوی، اخلاقی شجاعت او سیاسی شهامت او میړانی سره د ولس په چوپړ او خدمت کی تیر کړی وی نه لیدل کیږی.

کیدای شی چی پاچا خان، فخر افغان خان عبدالغفار خان چی د پښتو ژبی، پښتونولۍ او خپل ستر پښتنی ولس د را ویښولو، بیدارۍ او آزادۍ دپاره  په نړیواله سویه مبارزه کړی، د مومند بابا د فرهنګی او ثقافتی، ټولنیزو او سیاسی مبارزو سره، انډول او پرتله شی، خو که چیری پاچاخانصاحب د هیواد د د سلطنتی کورنۍ او سردارانو سره په تعامل کی وای او د دوی په حکومت او  دولت په ساحه کی یی چاری تر سره کولای، ګمان نکوم چی دهغی هراړخیزی دپلوماسی نه چی مومند بابا ور څخه د ملی او ولسی آند دپاره ګټه پورته کوله، د نظریاتو او د محیط د تفاوتونو، عینی او ذهنی شرایطو او اقتضاآتو په نظر کی نیولو سره، مماثل زغم او تحمل منلای وای.

د تاریخی شواهدو پر بنسټ ویل کیږی چی ۶۱۱ کاله  تر میلاد دمخه د ننی یونان په هیواد کی د دوه ښاری دولتونو چی د سپارتک او آتن په نامه یادیدلی، په مینځ کی اقتصادی، سیاسی او پوځی ستونزی وی او کله ناکله به یی سره جګړی کولی.

داسی یو وخت راغی چی دا دوه ښاری دولتونو د یوی لویی شخړی دپاره د جګړی ډګر ته ور ودانګی، امنیتی مخبرانو د سپارتک پاچا ته راپورونه ورکړل چی د آتن پوځیان د سپارتک پر پوځیانو غښتلی دی او د جګړی په ډګر کی به سپارتک د ماتی سره مخامخ شی.

د سپارتک پاچا چی یو زوړ او مدبر او د ډیرو تجاربو خاوند و، خپلو درباریانو ته وویل چی دوی باید د جګړی تر هغه مهاله ډډه وکړی او زغم نه کار واخلی تر څو ددوی اقتصاد او پوځی چاری پیاوړی شی او ددی قدرت مینده کړی چی دشمن ته ماته ورکړی.

سیاسی پوهانو په هغه مهال او وروسته تر دی د سپارتک د هغه زیرک او مدبر پاچا دی طریقی ته د (دیپلوماسی) نوم ورکړی چی تردی مهاله هم په همدی نامه یادیږی.

د پاچا امان الله خان د سلطنت په ورستیو کلونو کی د خوست د ولایت کی د وزیرو او نورو قومونو په ګډون ۷۰۰۰ مخالفو جنګیالیو د خوست په نائب الحکومګی او د حکومت په پوځی قشله باندی د دری مسلسلو ورځو په ترڅ کی  د ټوپکو په زرګونو ډزی وکړی او غوښتل یی چی حکومتی دفاتر او پوځی چاوڼۍ ونیسی، په دی مهال د افغان پوځونو قوماندان او مشرمحمد ګل خان مومند ؤ، محمد ګل خان مومند د خپلی قشلی افسرانو ته امر صادر کړ چی د دولت مخالیفینو پر ضد یو ډز هم ونکړی، دلته ده د پوځی او ولسی تدبیر او تدبر نه په ډیره حوصله او زغم کار واخست او د دری ورځو د تیریدو وروسته، مومند بابا پر یو سپین آس سپوراو سپین بیرغ په لاس په ډیره میړانه د یاغیانو مرکز ته ورغی او هغوی ته یی چی د هیواد د شمنانو د تلقیناتو په ذریعه اغواء شوی وو، چی ګوندی امان الله خان بی دینه شوی دی، د یوی جذابی وینا به ترڅ کی ډاډ او اطمینان ورکړ چی د دولت چاری ټولی په اسلامی او شرعی اصولو بنسټ لری.

محمد ګل خان مومند په دی بریالی شو چی د دولت مخالفین په دی قانع کړی چی د امان الله خان د رژیم پر ضد د کفر تهمتونه د انګریزانو او دو طن او ملت د دشمنانو او ایجنټانو لخوا عملی کیږی، ددی مرکی او تفاهم په نتیجه کی د دولت د مخالفینو مشران حاضر شول چی د مومند بابا ملمستیا ومنی او له هغه سره د غازی امان الله خان لیدو ته کابل ته لاړ شی، چی دا د امانی دولت دپاره ستر بریالیتوب ؤ.

کله چی په ۱۹۵۵ کال، مومند بابا د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه لخوا د لویی جرګی د نائب رئیس په توګه انتخاب شو او د حکومت په کړنلارو باندی د ولس د استازو لخوا هراړخیزی ارزونی وشوی، مومند بابا د ښوونی او روزنی په وزارت کی، پرکشمیری عبدالمجید د ملی ضد پالسیو باندی کلکی نیوکی وکړی او صدراعظم سردار داؤد خان مجبور شو، چی لنډۍ عبدالمجید د خپلی دندی نه معزول او په عوض یی د هیواد یو ملی شخصیت یعنی علی احمد خان پوپل د پوهنی د وزیر په توګه وټاکه.

دلته د تذکر وړبریښی چی د لویی جرګی د انعقاد نه دمخه د خوشحال بابا او د رحمن بابا د لیسو شاګردان د بابا حضور ته ورغلی وو چی عبدالمجید غواړی دا لیسی د کابل نه، اطراف ته منتقل کړی.

د لویی جرګی د جریاناتو په ترڅ کی مومند بابا وغوښتل چی د تعلیمی او تدریسی چارو او مخصوصا د پښتو ژبی د تعلیمی کیفیت د معلومولو دپاره د ځینو ښوونځیو لیدو ته تشریف ویسی.

په همدی کال زه د حبیبی په عالی لیسه کی د یولسم ټولګی زدکونکی وم.

د حبیبی د عالی لیسی مدیر خدای بښلی محمود کریمی ؤ چی د امریکی په متحده ایالاتو کی یی خپلی زده کړی تر سره کړی وی، کریمی صاحب چی د یوه مظبوط دسپلین خاوند سړی ؤ، زه یی خپل دفتر ته وغوښتم او راته یی وویل چی یو ساعت وروسته د لویی جرګی یو پلاوی او ډلګۍ د مومند بابا تر مشرۍ لاندی زموږ ښوونځی ته تشریف راوړی او زه باید هغو ته په ډیرعزت او احترام په خوږی پښتو ژبه ښه راغلاست او درناوی ووایم.

دا دنده ما په ویاړ او ډیری سرلوړۍ سره، سر ته ورسوله او د بابا لخوا ونازول شوم او ما یی هم په ډیره مینی سره لاسونه ښکل کړل.

ما د خپلی وینا په ترڅ کی وویل چی سبقونه ښه روان دی او موږ د خپلو استادانو څخه خوښ او راضی یو. خو زموږ د پښتو استاد چی اسلام خان مین نومیږی نه یواځی موږ ته د پښتو او پښتونولۍ ښیګڼی او ارزښتونه بیانوی بلکه د اخلاقو، او اسلامی باورونو سره مو هم آشنا کوی، موږ پر ده ویاړو او دده د سرلوړۍ دعاوی کوو.

مومند بابا موږ ټولو ځوانانو ته د غیرت، مړانی، عزت او پوهی یو ستر سمبول ؤ.

په ځوانۍ کی زه او زما په څیر نور ځوانان هم ښه پوهیدو چی مومند بابا په پښتنی/افغانی ټولنه کی یو بی څاری قائد اولارښود ؤ، چی دده د مشرۍ لاندی د نا پوهۍ د تیاری او ظلمت نه د پوهی رڼا او د معرفت او ملیت غوښتنی او پرځان باور او پیژندنی د اعتقاد ډګر ته هڅول کیدو.

کومی ستری هلی ځلی چی مومند بابا په شمالی ولایتونو کی د پښتنو او نورو کامونو پرمیشته کولو او ګډ ژوند په برخه کی کړی دی، نه هیریدونکی دی.

دی پراسس ته د ټولنیزو علومو پر بنسټ (اسی میلیشن) ویل کیږی چی په ډیرو پرمخ تلولو هیوادونو کی د دی پراسس په کارولو سره واحد او ځانګړی ملتونه جوړ شوی دی.

د امریکی د متحده ایالاتو د نیویارک په ښار کی چی نفوس یی شل ملیونو ته اټکل شوی او د بیلا بیلو اروپایی، آسیایی او افریقایی او لاتینی امریکا وګړی په کی ژوند کوی او ځانته خپل استوګنځۍ، بانډی او کمیونیټی ګانی لری، د پیړیو څخه د ګډ ژوند او راکړی درکړی په ترڅ کی، ددی مختلفو اتنیکی ګروپونو نه، یوه  ځانګړی او واحده امریکایی ټولنه او کمیونیټی جوړه شوی ده.

ځوانو نسلونو، خپلی اروپایی، آسیایی او افرقایی او د لاتینی امریکا هیوادونو ژبی هیری کړی دی او یواځی په انګریزی ژبه او امریکایی  لهجه خبری کوی.

د مومند بابا د تدبیر او مړانی او اسلامی عدالت له برکته ډیر بیلابیل پښتنی اقوام او نورکامونه د هیواد په شمالی برخو کی، چی سپیره ډاګونه او شاړی زمکی او ځنګلونه ؤ او وحشی خوکان په کی ګرزیدل، استوګن او میشته کړی او هغه شاړی زمکی د دوی د زیار له برکته سمسوری شوی دی.

څه وخت چی په ۱۹۱۷ کال، بلشویک نظام په روسیه کی واکمن شو او دبخارا او سمرقند نظامونه ړنګ شول او بلشویک نظام په دغه اسلامی ټولنو کی هغه انسانی او بشری ضد جنایتونه تر سره کړل کوم چی وروسته شوروی دولت زموږ په هیواد کی تر سره کړل، د پاردریا د اسلامی جوامعو څخه په زرګونو

کورنۍ افغانستان ته په مهاجرت مجبوری شوی.

دا هغه مهال دی چی مومند بابا د شمالی ولایتونو بشپړ واکدار او د قدرت خاوند ؤ، مومند بابا د دغو مظلومو مهاجرو سره د اسلامی اخوت او عدالت په رڼا کی ډیری انسانی مرستی و کړی او هغوی ته یی اوبوته نژدی ښی دولتی زمکی او کورونه ورکړل او د هغوی سره به یی په ترکی ژبه مرکه او خبری کولی، تر څو هغوی د بیګانګي احساس ونکړی.

دی مهاجرو مسلمانانو د پښتنو نا قلینو سره خورا نژدی اړیکی پیدا کړی او مړی او ژوندی یی سره شریک ؤ، تر دی چی یو بل سره یی خپلوی هم وکړی.

د مومند بابا یولوی تاریخی، فرهنګی، علمی او ملی خدمت هم په کابل کی د پښتو ټولنی تأسیسول ؤ، په کندهار او په کابل کی د داسی ټولنو د جوړولو په نتیجه کی  د پښتنی کلتور، ثقافت او علم او ادب په آسمان کی ډیر پیاوړی، تکړه او پوه لیکوالان، شاعران او محققین لکه علامه حبیبی، علامه رشاد، استاد الفت، استاد پوهاند رشتین، استاد بینوا، استاد خادم او داسی نور د لوړو استعدادونوخاوندان لکه د ځلانده ستورو وځلیدل، چی دا ټول پیاوړی ستوری د مومند بابا پر محور راټول ؤ.

د مومند بابا د ژوند فلسفه، د حکومت کولو او د ملی زعامت چاری په لاندی دری ګونو بنیادی اصولو او پرنسیبونو باندی ولاړی وی:

لمړی اصل: شفافیت او څپیڅلتیا

دوهم اصل:اسلامی ارشادات او احکام

دریم اصل: د هری کړنی او عمل څخه پوښتنه او حساب او کتاب تر لاسه کول.

دا دری بنسټونه چی په هر کار او چاره رسولو کی صادقانه پلی شی، تقلب، بډو، ارتشاء او فساد ته ځای نه پاتی کیږی او ټولنه د ژوند په هره ساحه کی د مادی او معنوی پرمختګ، سعادت، لوړتیا اوعزت مقام ته رسیږی.

مومند بابا هيڅکله د خپل وخت د نورو سیاسی شخصیتونو لکه ولی خان دروازی، والی علی احمد خان شاغاسی، غلام نبی خان څرخی او داسی نورو، چی د سلطنت او اقتدار لیونی ؤ، نه د سلطنت په فکر او غم کی ؤ، او نه د اقتدار او سیاسی زعامت په چرتونو کی.

مومند بابا یو څه غوښتل او د یو شی په چرت کی ؤ، او هغه د پښتو ملی ژبی رسمی کول او د دربار ژبه ګرځول.

څه وخت چی د سقوی اغتشاش د خنثا کولو نه وروسته ، اعلیحضرت نادرخان دده نه پوښتنه وکړه چی اوس زما نه څه غواړی؟

مومند بابا په ځواب کی ورته وایی چی  پښتو ژبه باید د هیواد په دفترونو، مطبوعاتو او معارف کی د ملی ژبی په توګه رسمی شی.

څرنګه چی وروسته اعلیحضرت ظاهر شاه د حکومت عنوانی همداسی یو فرمان صادر کړ چی ټولو ستمی حلقو او پښتو دشمنو وګړو، دا فرمان د نازی حکومت د پالیسی یو تداوم وباله.

مومند بابا خپل ټول دولتی او اداری ژوند په دوه اساسی ټکو متمرکز کړی ؤ:

د بښتو ژبی علمی کول او پرمختګ، او په شمال کی د  بی زلو پښتنو پرګنو دپاره د یوه انسانی ژوند تأمینول.

چی دا دواړه کاره د هیواد په تاریخ کی، کوم بل ملی زعیم نه ؤ تر سره کړی.

مومند بابا هیڅکله په رسمی او دولتی چارو کی شهرت غوښتنه او شخصی ګتو اخستنی ته پامرلنه نده کړی، دده په کلام، عمل او قدم کی د ملت او ولس د مصلحت او سعادت، هیله ښکاره او څرګنده ده.

دا د طبیعت او په نړیواله سویه یودیمکراتیک ټولنیز اصل او قانون دی چی ملی او رسمی ژبه په ټولنه کی د اکثریت ژبی ویونکو پوری د ملت د ټولو اقوامو په اتفاق او ملاتړ منل کیږی او قانونی صبغه او بڼه اختیاروی.

دا د خورا تأسف وړ خبره ده چی ۱۹۶۴ کال د اساسی قانون د ژبی په اړه، مجالسو په ترڅ کی یوه هزاره وکیل، مرحوم غلام محمد خان فرهاد ته چی د هیواد یو صادق خدمتګار ؤ، وویل: « اکثریت و اقلیت چیه؟ مزخرفاته»

زما په آند د افغانستان ټولو پښتون نژاده پاچایانو، سردارانو او مشرانو، په استثناء د امیر شیرعلی خان نه چی د ملی او مترقی تفکر خاوند او په هیواد کی د تجدد بنسټ ایښودونکی ؤ، او پښتو ژبه یی د درباراو دولت رسمی ژبه وګرخوله، نورو ټول، سیاسی واکدارانو، د غازی امان الله خان په ګډون چی د افغانی ناسیونالیزم یو سمبول ؤ د پښتو ژبی په نه رسمی او درباری کولو کی په سیاسی او فرهنګی لحاظ پوره جفا کړی ده.

اوس مهال او وروسته د څلویښتو کلونو جګړو او د سترو زبرواکو او مفسد ګاوڼدی هیوادونو د یرغلونو او ناخوالو په پایله کی خرڅ شوی او پلورل شوی وطنوال او ستمی او سقاوی ډلو لکه د نظار شوری، د ربانی ستمی جمعیت او د هعه کولابی مهاجرینو اوسنی نسل چی نیکونه یی د پاردریا هیوادونو نه افغانستان ته  پناه راوړه او د انسانی ژوند خاوندان شول، نن ورځ د خراسان غوښتنی رمباړی وهی او ځان افغانان نه بولی.

د دوی لوی کرغیړن هدف د افغانستان تجزیه او په شمال او جنوب ویښل دی. افغانستان د ستر احمد شاه بابا تاریخی میراث او د افغانستان د ټولو نجیبو کامونو مشترکه ځانګو او مشترک کور دی.

افغانستان په هیڅکله ایران، آریانا او خراسان نشی.

و من الله التوفیق

ستر پښتون، ملی مفکر او زعیم محمد ګل بابا- (دیرشمه او آخری برخه)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.