ستر پښتون، ملی مفکر او زعیم محمد ګل بابا -(۲۸مه برخه)

محمد داؤد مومند

239

 ستر پښتون، ملی مفکر او زعیم محمد ګل بابا

(اته ویشتمه برخه)

د پوهاند داکټر زیورالدین زیور، د لیکنی لنډیز:

ارواښاد مومند بابا د افغانستان په معاصر تاریخ کی د یوه درانه ملی مشر، متفکر، ادیب، ژب پوه، د نه ماتیدونکی هوډ او عزم خاوند، غښتلی پوځی شخصیت، د توری او قلم خاوند، ټولنپوه، زړه ور، مبتکر لیکوال او شاعر په توګه پیژندل شوی دی.

مومند بابا ته مبتکر لیکوال ځکه وایی، چی ده د پښتو ژبی د لیک دود او ګرامر دپاره، له ځانه په علمی انداز کی د توریو نوی بڼی او نوی تعبیرونه منځته را ایستلی، چی دده ځینی لیکنی له هماغه بڼو او تعبیرونو سره خپاره شوی هم دی.

مومند بابا په خپل وار او په خپل وخت کی د پښتو ژبی او او پښتنو دپاره په نظری او عملی توګه داسی د ستاینی او افتخار نه ډک خدمتونه کړی چی غیرله خوشحال بابا پرته بل چا ندی کړی، له همدی امله لوی استاد پوهاند رښتین یی ددی عصرخوشحال خټک بولی، ځکه مومند بابا، د خوشحال بابا په څیر د توری او قلم خاوند او د زعامت په مقام کی ناست لیدل کیږی.

د مومند بابا، د ادب په برخه کی د پښتو ژبی خدمت، په پوځی برخه کی د سقاویانو چقول، او د هیواد شمال ته د بی وزلو پښتنو لیږدول، هغه ستر تاریخی خدمتونه دی چی د ستمی خیالونو خاوندان او ډلی یی، نوشادر په بډه کړی دی.

د مثال په توګه میر محمد صدیق فرهنګ چی د پښتو ژبی د تعمیم او رسمی کیدلو او په شمال کی د پښتنو د اسکان ډیر کلک مخالف او معاند و، د خپلو تورونو لمن لا پسی پراخوی او لیکی:(همزمان با برنامه تعمیم جبری زبان پشتو اجراآتی هم در آن زیر نظر وزیرمعارف (سردار نعیم خان- تایپست) در جهت تبلیغ ایدیولوژی ناسیونالیستی همانند ایدیولوژی حزب نازی درآلمان رویدست ګرفته و سعی به عمل آمد که تاریخ افغانستان هم براساس نظریه مذکور تدوین و تدریس ګردد.»

بل ځای هم لیکی:«سیاست ګذاری های فرهنګی و آموزشی به ګونه ای بوده است که سعی میشد با تقویت و توسعه زبان پشتو به عنوان زبان اول مملکت در مراکز اداری، فرهنګی، آموزشی، و حتی سیاسی، زبان فارسی را در برابر آن تضعیف و محدود ګرداند.»

د میر محمد صدیق فرهنګ ادعا، کټ مټ د ایران د سفیر د اعتراض او ادعا باندی بنسټ او سمون لری چی د دیمکراسی په دوره کی یی استاد رشتین ته ویلی و چی:(شما میخواهید که زبان پښتو را که یک لهجه است، بر زبان فارسی مسلط سازید.)

تاسو د ایران د سفیر بی حیایی او د دیپلوماتیکو تعاملاتو نه کاملاْ مغایری ادعا  او زموږ د هیواد د ثقافتی چارو کی بی ځایه مداخلی ته وګورۍ!!!

علامه محمود طرزی وایی:«آنچه ملتی را از ملت دیګر متمایز میسازد زبان و لغت آن است. ملل عربی پیښ از آنکه پیرو دین و مذهبی باشند (عرب) استند، و این امری است روشن که نیازی به دلیل و برهان ندارد.»

همدا راز علامه محمود طرزی په صراحت سره په سراج الاخبار کی لیکی:«در مکتب های ما مهم ترین آموزش ها باید تحصیل زبان افغانی (پشتو) باشد.

از آموختن زبان انګلیزی،اردو، ترکی، حتی فارسی، تحصیل زبان افغانی را اهم و اقدم شمرد.

به فکر عاجزانه ما، یګانه وظیفه انجمن عالی معارف، باید اصلاح و ترقی و تعمیم زبان وطنی و ملتی پشتو باشد.»

مومند بابا په افغانستان کی د علامه محمود طرزی د همدی داهیانه تفکر او نظر تطبیق کول غوښتل.

همدا راز دی ستر لارښود د امیرشیرعلی خان د دوری په څیر د دربار پښتو کول، او د وطنی اصطلاحاتو ترویجول غوښتل چی شروع یی د ملی تفکر خاوند او د افغانستان په تاریخ کی لمړی او وروستی پادشاه، امیرشیرعلی خان د تجدد او تنور په ځلانده فرهنګی دوره کی عملی شوی وه.

استاد رشتین صاحب لیکی چی د هیواد د (۱۹۶۴) کال د اساسی قانون په ۳۵ ماده کی پښتو ژبه رسمی کیدو نه علاوه د (ملی ژبی) په حیث پيژندل، د محمد ګل مومند د سیاسی نفوذ برکت و.

مومند بابا، شمالی صفحاتو ته د بی وزله پښتنو په ځای پرځای کولو سره نه ځانله د پښتنو او په شمال کی د میشت قومونو سره د نژیدیکت، معرفت او اتحاد مزی ټینګ کړل، بلکه دولتی شاړی ځمکی او ځنګلونه یی چی خوکان په کی ګرزیدل په زراعتی او حاصل خیزو ځمکو بدل کړل.

مومند بابا په شمالی صفحاتو کی د دوه شیانو بانی دی:

لمړی: وزیر بابا د املاکو د ثبت دفترونو او ویش بانی دی، هلته د املاکو دفتر اصلاْ وجود ندرلود، هر سړی به یو کال پر یو خای او بل کال پر بل ځای ځمکه کرله، دی ته به یی (سه دور) وایه، یعنی په دریم کال به بیا ورته نوبت راته.

دوهم: د میوه لرونکو ونو کینول، چی دا دواړه په شمالی صفحاتو کی خلکو، نه پیژندل. هلته د سنځلو د طبیعی ونو نه پرته، بله ونه چا نه پیژندله.

دده اسلامی عدالت په دی درجه و، چی یوه پښتون د یوی اوزبکی نجلی باندی جنسی تجاوز کړی و، چه د مومند بابا په حکم هغه پښتون زلمی خسی کړی شو.

په داسی حال کی چی د ربانی په دوره کی دده د کابینی یوه وزیر، په یوی مړوخی میرمینی باندی جنسی تجاوز وکړ، ربانی د اسلامی شرعی اصولو او عدالت برخلاف هغه د مجازات نه معاف کړ او ویویل:(اویک شخصیت جهادی است).

همدا راز د شورای نظار یو قوماندان غوښتل چی د یوه هلک سره واده وکړی، خو ملا ورته وویل: چی دا د شریعت نه مخالف کار دی، قوماندان ورته تمانچه په سر کښیښوه او بی وزله ملا مجبور شو چی د هغوی نکاح وتړی.

اوس تاسی د مومند بابا د غیرت او عدالت فیصله د ربانی او مسعود او د مذهب ټيکه دارانو د اسلامیت، افغانیت او ناموس داری سره مقایسه کړۍ.

تاسی په شمالی صفحاتو کی، د مومند بابا عدالت د ډاکتر صاحب نبی مصداق ددی روایت څخه اټکلوای شی، معروف ژورنالست داکټر صاحب نبی مصداق لیکی:«ما د خپلی زده کړی په لړکی د یوه انګریز کتاب چی د افغانستان او د ایران په قومونو یی لیکلی دی ولوست چی (ریچارډ ټپر) نومیږی په سر پل کی د محمد ګل مومند په باب لیکی:« بر سیره پر دی چی محمد ګل مومند کلک پښتون او نیشنلست و، خو د نظرزیو د وکیل پرځای یی ازبکان پریښودل چی خپل یو ازبک وکیل شوری ته ولیږی»

په سرپل کی د نظرزیو پښتنو قبیلی خورا رسوخ او زیات جایدادونه لرل او د ازبکو سره یی تنده لاره غوره کړی وه، مومند بابا هغوی ورټل او هم یی د دستو خیلو څه ځمکی نورو غیرو پښتنو کورنیو ته ورکړی، ځکه غوښتل یی، چی د افغانستان د قومونو په مینځ کی، یو والی او اتحاد راشی، او د ملک او جایداد په سر شخړی او مخالفتونه راپورته نشی.

اوس تاسی د انسانی احساس په رڼا کی د میر غلام محمد غبار او میر محمد صدیق فرهنګ او نورو پښتون دشمنو وګړو او ډلو هغه ظالمانه، قضاوتونو باندی قضاوت وکړۍ کوم چی دوی د مومند بابا د شخصیت په ارتباط لیکلی دی.

علامه حبیبی د «جنبش مشروطیت در افغانستان» په کتاب کی د سقوی اغتشاش په دوران کی د مومند بابا په سیاسی او ثقافتی فعالیت او تفکر باندی داسی رڼا اچوی:«سید غلام حیدر پاچا از خاندان معروف سادات کنر، از جوانان روشن فکر، دلیر و پویا بود، که در حلقه های جوانان مشروطیت دوم با میرقاسم خان و عبد الهادی داوی هم کاری و هم فکری داشت و در عصر امانی از جوانان آزادی خواه به شمار می امد، وی در اغتشاش (۱۳۰۸) در قلعه بابری های جلال آباد په معیت محمد ګل خان مومند و فرقه مشر سید حسن خان شیون، جمعیتی بنام جمهوریت ساخت و جریده ای بنام (د کورغم) نشر نمود و در جراید هندوستان مانند زمینداور، افغانستان و لاهور، تبلیغاتی بر ضد حبیب الله بچه سقو میکرد…»

مومند بابا د داسی ملی او انقلابی متفکرو شخصتونو سره ملګری و، په داسی حال کی چی میرغلام محمد غبار د دیمکراسی په دوره کی د خپل زوی حشمت خلیل غبار سره د حزبی سازمانی خبرو او تفاهم په منظور شپږ میاشتی د ببرک کورته ولاړ، خو ببرک ده ته لیدرشپ فرصت ورنکړ او غبار زوړند غوږونه د ببرک کور ته د تللو نه کومه ګټه وانخسته، هغه د دری ژبی وینا چی:

کند هم جنس با هم جنس پرواز

کبوتر با  کبوتر باز  با  باز

بله خبره دا ده که غبار واقعاْ داسی مترقی او انقلابی شخصیت او د نادرخان د کورنۍ لوی مخالف و، څرنګه چی دده د تاریخ دوهم جلد، سر تر پایه ددی کورنۍ په غندنه کی لیکل شوی دی، څنګه حاضر شو چی ځان دومره کوچنی کړی چی په فرانسه کی د نادرخان د سفارت په دوره کی د هغه کتابت ومنی؟

څرنګه چی دلته د غبار د بی مسلکۍ تذکر وشو، باید وویل شی چی غبار به د خپل مشر ورور، رشید بیغم سره د بلیارد د لوبی دپاره د شاه محمود خان صدر اعظم کور ته ورته.

د شوری په اوومه دوره کی غبارهم کاندید و، عجبه دا ده چی شاه محمود خان صدراعظم په څرګنده وویل چی زه خپله رأی غبار ته ورکوم، په داسی حال کی چی غبار د چپی او بلشویکی افکارو او تمایلاتو خاوند و، په دغه دوره کی نه ځانله غبار، بلکه نور چپی وګړی لکه داکټر محمودی، کبیرغوربندی، ګوسوار، میرعلی اصغر شعا او داسی نورو هم شوری ته لار پیدا کړه، ولی شاه محمود خان صدراعظم چی په کلکه شوری ته د هغه سړی د شمولیت مخه ونیوله محمد ګل مومند و، چی نادرخان ورته د پنځم ورور خطاب ورکړی و.

همدا وجه وه چی مومند بابا د شاه محمود خان نه کلک نفرت درلود، مومند بابا په خپل ژوند کی د دوه کسانو مرګ له ځانه د مخه غوښت، شاه محمود خان صدراعظم او د شوربازار حضرت شیخ فضل عمر مجددی چی د پاکستان کلک حامی و. او تصادفاْ دوی دواړه تر مومند بابا دمخه په ابدی خوب ویده شول.

سید قاسم رشتیا د خپلو خاطراتو په کتاب کی لیکی چی حتی د شاه محمود خان حکومت د اصلاح د ورځپاڼی په مدیر محترم قدیر خان تره کی باندی هم په قار و، چی ولی قدیر خان تره کی د محمد ګل مومند شوری ته د هغه د کاندیداتوری اعلان خپور کړی دی، په داسی حال کی چی محمد ګل مومند په شکلی لحاظ د دولت وزیر و، شکلی په دی تفصیل چی کوم مهال محمد ګل مومند د اقتصاد وزیرعبدالمجید زابلی ته د بغلان د قند د فابریکی د اساسنامی د لوستلو په وخت کی چی سردارهاشم خان صدراعظم او د کابینی ځینی نور غړی هم حاضر و، وویل چی« وزیر صاحب دا فابریکه باید د اولس د اوسیدونکو په پانګه جوړه شی، نه چی ټوله د دولت په بانګه فعالیت وکړی»

زابلی چی د دولت د شتمنیو په ګټه یی فعالیت کاوه، مومند صاحب ته په لوړ آواز په فارسی ژبه وویل :« آقای مومند ! تجارت و سرمایه ګذاری مشخصات بخصوص خود را دارد.»

مومند چی د زابلی دا ځواب واورید، د میز په سر ډبره یی د زابلی په لور ګوزار کړه او د مجلس سخه ووت او کابل ته راغی.

دا دمحمد ګل مومند هغه تاریخی کار و، چی نه امان الله او نه سردار هاشم خان او نه سردار داؤد خان یی د ترسره کولو توان درلود.

کابل ته د عودت سره سم، بی لدی چی اعلیحضرت یا سردار هاشم خان صدراعظم وګوری، خپله استعفی لیک یی په دی مضمون د افغانستان پادشاه ته ولیږه:«به حضور اعلیحضرت همایونی!

درد و خواستنی های ملت چیزی است و خط مشی دولت چیزی دیګری.

در این صورت محمد ګل بیچاره بیش از این در جمع نقیضین کاری را که درد ملت را مداوا کند انجام داده نمیتواند، لهذا مرا مستعفی پندارید.»

په ځواب کی د سر منشی په امضاء، داسی یو فرمان د اعلیحضرت لخوا صادر شو:

«ع، ش، س لمراعلی نشان محمد ګل خان مومند!

معروضه شما بر علالت مزاج شما به حضور اعلیحضرت همایونی تقدیم و حضور شان استعفای شما را منظور و شما را بحیث وزیر دولت تعیین و مقرر نموده اند.»

ددی فرمان په ځواب کی مومند بابا، دارالتحریر شاهی ته داسی یو مکتوب سپارلی و:

«از لطف و نوازش اعلیحضرت سپاس ګذارم، ولی به حیث یک فرد عاطل و غیر فعال، نمیتوان وظیفه، وزیردولت را انجام دهم.»

خو اعلیحضرت د مومند بابا په دی پیغام سترګی پټی کړی، او مومند بابا په شکلی لحاظ د دولت وزیر پاتی شو.

یو کل پس، د دربار د وزارت خزانه دار، د هغه د یوه کال معاش ورته راوړ خو مومند بابا هغه معاش بیرته د دولت خزانی ته مسترد کړ.

دلته د تذکر وړ ده چی مومند بابا د سردار هاشم خان د لاسه د لمراعلی نشان هم وانخست، خو دا نشان د بابا په نوم ثبت پاتی شو.

د پورتنیو څرګندونو پایله دا شوه چی:

لمړی: مومند بابا د افغانستان تاریخی، جغرافیاوی، او سیاسی هویت د ټينګښت عملی او نظری لاری چاری روښانه کړی.

دوهم: د افغانستان د ملی ټولنی په ژوندانه کی یی د ویښتیا، پرمختیا، او پیاوړتیا، درانه او د پاملرنی وړ ګامونه پورته کړی دی.

دریم: د پښتنو بچو د ښوونی او روزنی دودونی او پرمختګ ته یی ډاډ منی هلی ځلی تر سره کړی.

څلورم: د ټولنی د ټولنیزی، اقتصادی، سیاسی، کلتوری او نورو ملی مسایلو د سمون او اصلاح په هکله یی، نه ستړی کیدونکی هلی ځلی کړی دی.

پنخم: د هیواد والو د ملی وحدت په لاره کی یی ستری کارنامی او دندی تر سره کړیدی او د خپلواکۍ بیرغ یی رپولی ساتلی دی.

اوس نو د ملی شعور او ضمیر خاوندان دی د مومند بابا په ملی او تاریخی شخصیت قضاوت وکړی، نه د ستمی کاذب احساس وګړی او ډلی یا هغه تش په نامه پښتون تباره پښتانه، چی پښتونواله او پښتنی فرهنګ ورته سپک ښکاری.

ددی لیکنی په وروستۍ برخه کی د لوی استاد علامه رشاد بابا، هغه د کانی کرښی چی یی د مومند بابا او فخر افغان په مورد کی لیکلی ده، د لوستونکو خدمت ته وړاندی کوم، علامه صاحب رشاد فرمایی:

«محمد ګل مومند او فخر افغان پاچا خان دواړه اوس په موږ کی نشته، د پښتنو لښکر، بی قافله شوی ده، او قافله هم سالارنلری، زه ګومان کوم ددی بی سالاری قافلی، خطرناکی راتلونکی ته به دا دواړه سترلارښوونکی مشران یعنی مفکر محمد ګل مومند او فخر افغان، هیس او حیران پاتی وی او په ډیر حسرت به دغو، شلو لارو پښتنو ته ګوری، هغه څه چی علامه اقبال د سرحدی پښتنو په باب ویلی دی:

آن یکی اندر سجود این در قیام

کار و بارش چون صلوة بی امام

روح دی یی ښاد وی

ستر پښتون، ملی مفکر او زعیم محمد ګل بابا – (۲۷ برخه)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.