د پیاوړی مورخ، استاد سنګروال صاحب د لیکنی تلخیص:
یوه څرګندونه :
په تیرو دوه میاشتو کی ما د دری پیاوړو مورخینو او محققینو څخه هیله وکړه چی د لوی لارښود محمد ګل مومند د شخصیت په حقله خپل نظریات راته راواستوی، ترڅو دهغه کتاب برخه وګرزی چی ما یی د خپرولو هاند کړی دی.
لمړی: محترم پیاوړی محقق استاد محمد معصوم هوتک صاحب، د ناروغتیا سره سره یی، یوه نسبتاْ لنډه لیکنه ماته ایمیل کړه، خو د استاد هوتک زړه متسلی نشو او یوه بله مفصله لیکنه یی د (وزیر محمد ګل خان مومند په کندهار کی) تر عنوان لاندی د افغان جرمن ویب سایت کی نشر ته وسپارله.
د پوهاند صاحب دودیال په وینا، استاد هوتک د محمد ګل بابا حق اداء کړی دی.
دوهمه لیکنه د پیاوړی مورخ استاد سنګروال صاحب ده چی زما د هیلی په اساس یی د افغان جرمن په ویب سایت کی نشر ته وسپارله، ځکه په افغان جرمن کی، چی هلته دوه دری په پوټکو نا څپیڅلی کسانو د بابا پرعلیه، څه ناوړه لیکنی کړی وی. خو دوی دا سپیتانه نشی کولای چی د سنګروال صاحب د لیکنی تردید وکړی.
د استاد سنګروال صاحب د لیکنی عنوان دی:«د کابل په نیولو کی د وزیر محمد ګل خان ونډه»
دریم شخصیت، بی ساری شاعر، مورخ او لیکوال استاد جهانی دی، چی هډو زما د ایمیل ځواب یی هم رانکړ، او که چیری جهانی ته زما ایمیل نه وی ریسدلی ددی تذکر د لوستلو سره دی زما هیلی ته آمنا ووایی.
استاد سنګروال صاحب لیکی: کله چی د سقاو زوی اړدوړ، دی کچی ته ورسید چی کابل یی ولکه کړ، نو یو شمیر نامتو او مخور کسان له کابل نه د هیواد ختیځو سیمو ته لاړل، چی په دغه مخورو کسانو کی : محمد ګل خان مومند، سید حسن خان حسن پاچا، سید غلام حیدر پاچا او نور د ساری په توګه یادولی شو.
دی مخورو کوشش کاوه چی خلک له سیاسی حالاتو نه خبر کړی، نو په همدی بنسټ یی د (کورغم) په نوم د یوی مهالنۍ د خپرونی هڅی پیل کړی، چی د سیاسی شعور د ودی او پرمختګ لپاره لاره اواره کړی.
………. علی احمد خان چی د جنوری په شلمه نیټه په (۱۹۲۹) کال په جلال آباد کی د پاچاهی اعلان وکړ، هغه وو چی ډیر ژر یی یو لښکر د کابل به لور روان کړ.
ځواکونه یی لا په جګدلک کی ول، چی د سقاو زوی خپل استازی چی د تګاو اخوند زاده زوی وه ورته راواستاوه او علی احمد خان یی دیته وباله چی د سقاو زوی ته بیعت وکړی.
علی احمد خان ته محمد ګل خان مومند او ملګرو یی وویل چی د سقاو د زوی دعوت و نه منی، ولی علی محمد خان زړه نا زړه و.
خو سید غلام حیدر پاچا، سید حسن خان حسن پاچا او محمد ګل خان مومند په ځغرده، علی احمد خان شاغاسی ته وویل: که ته د سقاو د زوی ګواښ ته تسلیم شی، نو موږ در سره نه یو.
کله چی ځواکونه د جګدلک نه د ملا عمر د سمڅو په لور وخوځیدل، دلته د یو شمیر کسانو تر منځ خپل مینځی اخ و ډب منځ ته راغی.
بله خبره داچی، ملک قیس د علی احمد خان له پلوۍ نه لاس په سر شو او له یو شمیر خوګیاڼیو سره لاړ او د سقاو د زوی سره یی ولیدل.
له ټولو ناوړو پيښه دا چی چی ملک قیس د اولس (۱۷) زرو روپیو په اخستلو د سقاو د زوی سره ژمنه وکړه چی علی احمد خان به درته لاس تړلی راولو.
محمد ګل خان مومند د ختیځو سیمو له قومی مشرانو سره د هیواد د نجات دپاره څو پرلپسی جرګی جوړی کړی او ټول په دی راضی شول، چی باید د لویی پکتیا له خلکو سره ګډه ژبه پیدا کړی.
مارشال شاه ولی خان په خپل کتاب کی کښلی دی چی اته میاشتی تیری شوی چی موږ له فرانسی نه ووتو او په ځاځیو کی مو واړول، یوه ورځ سپه سالار، زه او شاه محمود خان او الله نواز خان وغوښتو او وی ویل:
موږ باید مخکی له دی چی د ژمی موسم راورسیږی، باید پر کابل حمله وکړو، ځکه هر څومره چی وخت تیریږی، ستونزی ډیریږی او دا د افغانستان په زیان تمامیږی.
دوی د همدی ناستی له مخی فیصله وکړه چی د احمدزیو، ځاځیو، ځدراڼو او منګلو جنګیالی دی له یوی خوا د کابل نیولو ته وهڅوی، او له بلی خوا، الله نواز خان او حاجی نواب خان دی د وزیرستان وګړی د مسیدو او وزیرو مشرانو په لارښونه هم متحد کړی چی په ګډه په کابل برید وکړی.
سپه سالار د یوی نقشی له مخی سردار شاه محمود خان ته دنده وسپارله چی له (میرزکی) په ګردیز برید وکړی او سردار شاه ولی خان د یوه پیاوړی عسکری قوت سره، مخ په کابل وخوځیږی.
په ګردیز کی د سقاو د زوی لښکرو د سردار شاه محمود خان له جنګیالیو سره په جګړه بوخت شول، او مارشال شاه ولی خان د سپتمبر پر (۳۰) دیرشمی نیټی (۱۹۲۹) په ډیره چټکۍ (تنګی واغان) ته ورسید.
کوم لښکر چی د سقاو زوی د کابل نه د مرستی لپاره لیږلی وه، په (واغچان تنګی) او ( محمد آغی) کی ماته وخوړه، د سقاو د زوی د لښکر ګڼ شمیر کسان ونیول شول او بیا د یرغمل او اسیرانو په توګه، ددی دپاره چی د پکتیا ولس یی وګوری، سپه سالار ته ولیږل شول.
کله چی سردار شاه ولی خان زرغون ښار ته ورسید، دلته د محمد ګل خان مومند په مشرۍ د هیواد د ختیځو سیمو جنګیالی هم ورسره یوځای شول، که څه هم له دینه دمخه وزیر محمد ګل خان مومند د ننګرهار د هډی د جرګی د استازیو یو شمیر مشران د پکتیا له مشرانو سره د مشوری دپاره استولی و.
د ختیځو سیمو مشرانو د ننګرهار د هډی جرګی ته د (متبرکی جرګی) نوم کاروو، دا ځکه چی نجم الدین آخون به له غازیانو سره د انګریز په خلاف، دلته جرګی کولی.
د انیس د خپرونی پر بنسټ: د شاه ولی خان د بری یو عامل هم په لوګر کی د سورجرنیل محمد عمرخان ناسر یا ناصر د پوځونو مرسته وه چی د سقاو د زوی نه د سپه سالار محمد نادرخان په ګته تیر شو.
(د تذکر وړ بولم چی سور جرنیل چی زما کاکا خسر کیده، د نایب سالار غلام نبی خان ناصر زوی او د هوتکو د دوری د اتل سپه سالار سیدال خان د کورنۍ غړی و.
سورجرنیل د امان الله خان لخوا بندی شوی و، نو ځکه د همدی عقدی بر بنسټ د بچه سقو سره ملګری شو، خو څرنګه چی امان الله خان له هیواده ووت، سور جرنیل د لوی نادرخان په ملاتړ، د بچه سقو پر ضد ودرید – تایپست)
سردار شاه ولی خان وایی چی جنګیالی می په دری برخو وویښل:
ښی لور ته د وزیرو جنګیالی، کیڼ پلو ته د احمد زیو لښکر، او په مینځنی برخه کی مو د ځاځیو، منګلو او ځدراڼو جنګیالی ځای پر ځای کړل، او له دری خواوو نه مو پر دشمن برید وکړ او چهار آسیاب ته ورسیدو.
په دغه وخت محمد ګل خان مومند او الله نواز خان له خپل لښکرو سره د (سنګ نوشته) له لاری د حشمت خان په کلا وروختل، شاه ولی خان د چهل ستون لخوا د کابل ښار سویلی پلو ته پرمختګ وکړ او ارګ یی کلابند کړ.
د سقاو زوی له (۱۲۰) کسانو سره په ارګ کی پاتی و، نور پلویان یی د کوهدامن او کوهستان په لور وتښتیدل.
داسی آوازی او انګازی خوری وی چی له کندهار، مشرقی، شمالی او جنوب نه د سقاو د زوی پلویان را روان دی او ډیر ژر به د سپه سالار نادرخان په پلویانو حمله وکړی، نو ځکه د سقاو زوی د اتیا جنګیالیو سره مقاومت کاوه.
ولی کله چی له پغمان نه کابل ته په لاره، پردل خان سپه سالار د خپلو کسانو لخوا ووژل شو، نو د سقاویانو ویره لا پسی ډیره شوه، او ملک محسن تر هرچا دمخه له ارګ نه وتښتید او د سقو زوی یی یواځی پریښود او ورور یی حمیدالله هم ټپی شو.
کله چی د سپه سالار نادرخان په امر، په ارګ باندی د توپ ډزی شروع شوی او او د وسلو او باروتو دیبو د یوه مهیب ږغ سره اور واخست، په ټول کابل کی ویره خوره شوه، په همدی لړکی د سقاو زوی د خپلو نږدی یارانو سره له ارګ نه چاریکار ته وتښتید.
د ارګ د نیولو نه دری ورځی وروسته سپه سالار نادرخان کابل ته راورسید او د اکتوبر میاشت، کال (۱۹۲۹) د سلام خانی ماڼۍ ته ورننوت.
سردار شاه ولی خان د خپل بریالیتوب یو دلیل هم د محمد ګل خان مومند د جنګیالیو میړانه په ګوتو کوی او دده په شمول ټولو ورونو محمد ګل خان ته ځانګړی درناوی درلود، څرنګه چی اعلیحضرت محمد نادر شاه ورته د پنځم ورور خطاب ورکړی و.
یوه څرګندونه:(هغه زموږ د ملی او ملتی ژبی وینا ده: «چی تیر شی هغه هیر شی» لمړی دا چی: شاه محمود خان صدراعظم د شوری د اوومی دوری په انتخاباتو کی ټولو چپی وګړو لکه محمودی او غبار او نورو سره ورسته وکړه خو د محمد ګل مومند د کاندید کیدو مخه یی په کلکه ونیوله او دوهم دا چی: مارشال شاه ولی خان او دده مقتدر زوی سردارعبدلولی، نه د محمد ګل بابا جنازی ته راغلل او نه یی فاتحی ته، دا ددی شلخی سردارانو وروری وه – تایپست)
محمد ګل خان مومند یو آرام، په خبره پوه او د ډير زغم څښتن و.
د یوه متفکر انسان په توګه یی یو چاته ډیر ښه قناعت ورکولی شو او دی نه یواځی د نادرخان د درناوی ړو و، بلکه د پا چا امان الله خان اړیکی هم د محمد ګل خان مومند سره ښی او دوستانه وی.
د هغه مینی له مخی چی محمد ګل خان مومند له ادب او فرهنګ سره درلوده، د پوځی مهالنۍ مسئول مدیر وټاکل شو، او ورپسی یی په پکتیا، ننګرهار، مزار او په ټوله کی، د هیواد په شمالی سیمو کی ډیر مهم او تاریخی کارونه سر ته ورسول.
کوم وخت چی د کندهار تنظیمیه و، د محمد نادرخان په اجازه یی په کال (۱۳۱۱) د پښتو انجمن لومړۍ ډبره کیښوده، چی بیا همدا ادبی انجمن په (۱۳۱۴) کال، کابل ته ولیږدول شو او د کابل ادبی انجمن سره یوځای یی په (۱۳۱۶۵) کال د پښتو ټولنی بنسټ ته لاره اواره کړه.
په کندهار کی ډیر ځوانان د ادب ډګر ته راووتل، هغسی خو د صالح محمد هوتک، رحمت الله بابا، محمد ویس کاکړ، محمد اعظم ایازی، ولی محمد مخلص، او جان محمد پلار په څیر د ادب او هنر په آسمان کی ځلیدلی ستوری لا هم وو، خو د وزیر محمد ګل خان هڅی په دی برخه کی او په ځانګړی توګه د طلوع افغان په اړه چی په پښتو لیکونو یی پیل کړی، ډیری د ستاینی وړ دی.
محمد ګل خان مومند نه یواځی یو پوځی شخصیت و، بلکی ده له سیاست سره او ادب سره هم کلکه مینه درلوده، د پښتو ژبی او ادبیاتو لپاره یی، یو د بل پسی ستر ګامونه پورته کړل.
د پښتو سیند په نوم یی یو علمی کتاب په دوه ټوکو کی وکیښ، چی ۷۶۵ مخونه لری.
له دی پرته یو بل د ګرامرعلمی اثر یی د (پښتو لیار) نومیږی، چی په (۱۳۱۷) د عبدالعظیم ساپی لخوا په ۴۰۰ مخونو کی په لاهور کی خپور شو.
لنډکۍ پښتو د وزیر صاحب یو بل ګټور اثر دی چی په (۱۳۲۷) کال د پښتو تولنی لخوا خپور شو او دی اثر په هر پښتون ډیر اثر درلود او د ادب او پښتونولۍ مینه والو ډیر لوستی دی… له دی سربیره پښتنی روزنه، پښتو پښتونواله او نور د بیلګۍ په توګه یادولی شو.
اروا دی ښاده وی.
څرګندونه: د لیکنو لړۍ دوام لری.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.