ځان وژنه او زمونږ مسولیت

عیسی ستانکزی

227

په دې وروستیو کې په هیواد کې د ځان وژنې ځینې پيښې رامنځته کیږي، په تیره بیا دغه خبرونه په ټولنیزو رسنیو کې په نامسولانه توګه خپریږي او هیڅوک د قرباني او د هغه د کورنۍ په وړاندې ا خلاقي مسولیت نه احساسوي.
د ځان وژنې ستونزه په ډیرو هیوادونو کې لیدل کیږي نو طبیعي خبره ده چې افغانستان هم ترې مستثنی نه دی.ناروې د نړۍ په کچه په لومړیو مرفه او سوکاله هیوادونو کې شمیرل کیږي خو په دغه هیواد کې هم هر کال کابو شپږسوه پنځوس کسان ځان وژنه کوي.
له بده مرغه زموږ په ټولنه کې د ځان وژنې د مخنیوي او په دې برخه کې د لارښوونو او معالجې هیڅ سیسټم نه شته دی. په ټولو ابراهیمي دینونو کې دغه عمل ګناه بلل کیږي او حتی دا هم ویل کیږي چې څوک چې ځان وژني ابدي دوزخ به ېې ځاي وي، ځینې ملګري بیا اوږدې مقالې ولیکي او د خپلو ستونزو لیست به کتار کړي چې موږ له دغو ستونزو سره سره ځان نه وژنو نو دا ځوانان ولې دغه کار کوي.
خو کله هم دا فکر نه کوو چې که په افغانستان کې محدود کسان ځان وژني ولې په نورو هیوادونو او حتی د ناروې په شان په مرفه هیوادونو کې ولې هر کال په سلګونو کسان له ژونده ستړي کیږي
که څه هم دغه ستونزه تر ډیره بریده فردي ده او طبیعي خبره ده چې له فرهنګ، جغرافیې، کلتور او کورني ژوند سره تړاو لري خو په دې برخه کې رواني مسلې او جنټیکي کیسې هم د یادولو دي. هیڅکله دا نه شو ویلی چې دغه کسان بیغرته دي، او یا هم د ستونزو په وړاندې مقاومت نه لري. د ځان وژنې وا ضح او څرګند علت نه دی روښانه شوی خو دغه خبره بیخي یقیني شوې ده چې د ځان وژنې د خبرونو خپرول ډیرې ناسمې پایلې لري. په ډیرو هیوادونو کې رسنیو ته سپارښتنه کیږي چې په دې هکله خبرونه مه خپروئ. په تیره بیا د ځان وژنې روده، د قرباني کس وروستی لیک او یا وصیت لیک، او دغه راز د علت په هکله ېې د اټکلونو خبرونه باید هیڅکله خپاره نه شي. که په اسلامي ا صولو کې ځان وژنه حرامه ده نو په دې هکله د خبرونو خپرول هم باید منع شي. په ډیرو هیوادونو کې په دې هکله معلومات د مخصوصو ادارو له لوري وړاندې کیږي.
په ناروې کې ما کلونه تیر کړل او په دې موده کې مې لږ تر لږه څلور کسان لیدلي چې ځانونه ېې وژلي دي خو دغه خبرونه کله هم په ټولنیزو رسنیو که نه دي لیدل شي او نورې غږیزی او تصویری رسنۍ هم پرې ډیر څه نه وايي.
که غواړو د ځان وژنې په علت پوه شو باید څو مختلف عوامل په هر وګړي کې په پام کې ونیول شي. په دې معنی چې څو ناسم فکتورونه لاس سره ورکړي تر هغه چې یو کس ځان وژنې ته اړ کړي.
د مثال په توګه په لودیځه ټولنه کې عصبي او رواني ناروغۍ ېې اصلي علت بلل کیږي، ځینې خاصې ناروغۍ شته چې نتیجه ېې ځان وژنه وي د مثال په توګه ژور ډپرشن، سکیزوفرنیا او داسې نور. سړه هوا او اوږد ژمی او تیاره هم په جغرافیايي عواملو کې راځي. دغه راز ځینې کسان پرفیکشونیستان وي او په ژوند کې تل له خپل توان لوړ هدفونه ځان ته ټاکي نو چې کله ور ونه رسیږي د نا امیدۍ وروستي حد ته ځي، دغه کسان کله هم ځان له نورو سره نه پرتله کوي بلکه د ځان په هکله غلط تصور پيدا کوي او پر ځان د دغه غلط تصور په نتیجه کې که لږ هم د ناکامۍ احساس وکړي نو هر څه ورته توره تیاره شي او ځان مات شوی ګڼي.
له دې ټولو سره سره هغه عوامل چې په ټولو انسانانو کې شریک وي او زمینه ځان وژنې ته برابروي باید وڅیړل شي او خلکو ته معلومات ورکړل شي.
د مثال په توګه په ژوند کې ناڅاپي او ژور بدلون ېې یو اصلي علت دی. اقتصادي بحران، د ګډ ژوند پاي، د ډیر نیژدې کس مړینه، په ټولنه کې د شرم او ګناه احساس او داسې نور عوامل ممکن د ډیرو ځان وژنو تر شا ولیدل شي خو دغه ستونزې په ډیرو نورو کسانو راځي ولې یوازې محدود کسان دغه بوج نه شي پورته کولی. د دې علت په انسانانو کې د رواني کړاونو او دردونو په وړاندې د مقاومت او زغم توپیر دی.دا خبره کله هم د غیرت او میړانې په معنی نه ده. همغه ډول چې انسانان د فزیکي درد په وړاندې متفاوت غبرګون ښيي د رواني دردونو او کړاونو په وړاندې هم دغه مقاومت توپیر کوي. ځینې کسان ډیر تور او سپین فکر کوي. یا هر څه ګل او ګلزار او سم دي او یا هم ټول شیان تیاره او منفي وي دغسې کسان ژر له مشکل سره مخامخیږي
په هر حال لکه چې وویل شول یوازې یو خاص فکټور د ځان وژنې لپاره نه شو وړاندې کولی. رواني، ټولنیز او بیولوجیکي او جنیټیکي فکټرونه په ګډه د ځان وژنې خطر زیاتوي.
په رواني علتونو کې لکه چې مخکې مو وویل ډپرشن، سایکوزس، د نشه ای توکو استعمال، بی پولار ناروغي، او د څو بعدي شخصیت د درلودلو ناروغي په دې برخه کې د یادولو دي.
د ځان وژني ټولنیز عوامل په ګډ ژوند کې ستونزې، سختې اقتصادي ستونزې، جنسی ځورونې،بیکاري، د ملګرو نه درلودل او ځان کمزوی او ناتوانه احساسول د یادولو دي.
جنټیکي او بیولوجیکي فکټور هم باید په دې برخه کې له پام ونه غورځول شي. د مثال په توګه یو ډول جنیتکي ستونزه ده چې دغه کسان په مازغو کې د سیروتونین په تولید او بیا جذب کې ستونزه لري دغه کسان له احساسي نظره ستونزې پيدا کوي او ځان وژنې ته تمایل لري. دغه کیسه اوږده ده او له بشریت سره به تل روانه وي خو هیله ده چې رسنۍ او هر افغان مسولیت احساس کړي او دغه خبرونه په اب وتاب خپاره نه کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.