د جمهوریت قاتلان: جگړه، فساد، او د مشروعیت سقوط

 زلمی نصرت - دنمارک

134

له هر څه وړاندې باید ووایم : نړیوال تفاهم له ملي هوښیارۍ څځه سر چینه اخلي.

یعنې یو څوک هغه وخت نړیوال انسان (انترناسیونالیست) کیدای شي٬ چې لومړی خپل ځان٬ ملي ارزښتونه او ملي گټې وپیژنې او یو با احساسه ملت پال او هیواد پال انسان وي٬ چې له خپل ملک او ملت سره ژوره مینه او ژمنتیا ولري او دا هغه وخت کیدای شي٬ چې مونږ خپله ټولنه و پیژنو٬ د ټولنې واقعیتونه درکړو او د زمان د واقعیتونو سره ژوند وکړو.

 

کله چې وایو، نړیوال تفاهم له ملي هوښیارۍ نه را ټولیږي٬  مطلب دادی٬ هغه څوک چې له خپلو ملي ارزښتونو سره ژور تړاو ونه لري٬ نشي کولای د نړیوال تفاهم ریښتینی استازی وي. دا ډول اشخاص د خپل شخصي یا گوندي گټو لپاره ملي گټې تر پښو لاندې کوي. دوی هماغه کسان دي٬ چې د اشغال لپاره لاره هواروي او له اشغالگرو سره  په بې شرمۍ همکاري کوي.

 

د افغانستان د جمهوریت تجربه٬ سره  له نیمگړتیاووو٬ د ملت له پاره یو ارزښتناک تمرین و٬ د آ زادۍ تمرین، د دیموکراسۍ تمرین، د خلکو حاکمیت، انتخابات، د سیاسي گوندونو جوړول، د مدني ټولنو فعالیت، او د نړیوالو سره تعامل.

خو دا فرصت له بده مرغه هغو کسانو ته وسپارل شو٬ چې د جمهوریت له ارزښتونو سره نا بلده او نا اشنا وو.

 

وخت دا هم وښوده٬ چې د جمهوریت د سقوط ریښې نه د طالبانو له لومړي بریده څخه٬ نه له اعلامیو څخه٬ بلکې د ننه سیستم څخه پیل شو.

جمهوریت هغه وخت مړ شو٬ کله چې جگړه د قانون ځای ونیو٬ کله چې ټوپک له اصولو او ارزښتونو نه مخکې شو٬ کله چې د فساد پر بنسټ ټاکل شوې څیرې د قوم٬ ژبې او سمت تر نامه لاندې ملي اتلان او خادمان معرفی شول٬ او کله چې دولت د ملي جوړښت پر ځای تجارتي ـ مشارکتي بڼه غوره کړه.

د جمهوري نظام له د ننه٬ داسې مافیایې کړۍ  سرراپورته کړ٬ چې قانون یې خپلو منگلو سره وتړل.

د قدرت ټاپوگانو٬ چور٬ غلا٬ اداري او مالي٬ نظامي٬ سیاسي او دیني فساد او ټولنیز بې نظمي قانوني بڼه پیدا کړه٬ او د ولس باور د واسطو٬ فساد او بې عدالتیو له امله له نظام نه وگرځید او جمهوریت کاملآ د خلکو ملاتړ له لاسه وکړ.

د جمهوریت په نوم د ملت دوکه:

نن هماغه څیرې چې ولسونه یې مایوسه کړل او د جمهوریت ارزښتونه یې بدنامه کړل٬ هڅه کوي ځانونه د جمهوریت ناجیان او ژغورونکي معرفی کړي.

دغه اشخاص چې نه ولس پرې باور لري او نه هم ټولنیز حیثیت لري٬ هغوي چې د خلکو په منځ کې نه ځای لري او نه مخ  او د ناکامو تجربو سمبول گڼل کیږي او د تیرې واکمنۍ پر مهال د آزادۍ او دیموکراسۍ او بشري ارزښتونو په مقابل کې دریدلي وو٬ اوس د ملي ارزښتونو او د ښځو د حقوقو خبرې کوي او خلکو ته د آزادۍ او دیموکراسۍ او د ملي ارزښتونو درسونه ورکوي.

 

دا د جمهورین قاتلان او چنجیان چې ولس خپل ملاتړ له دوی څخه بیرته واخست٬ باید وپوهیږي٬ چې ولسونه هیڅکله هم له اشغال سره نه وو٬ نه ورته تسلیم شوي وو٬  نه  یې زمینه ورته برابره کړې وه٬ او نه یې کوم خاین ته د قهرمانۍ لقب ورکړی دی. د افغانستان خلک د تېر تور فصل قاتلان ښه پېژني او هېڅکله به هغوی ته د سپینې ورځې سند ورنکړي.

لنډه دا چې:

۱ ـ   «جگړه بدنونه تر خاورو لاندې کوي،  خو هغه څه چې ملتونه له د ننه وژني٬ فساد دی. فساد هغه پټ سرطان دی٬ چې د ملتونو وجدان او باور ته زیان رسوي او دا یوازې یو اخلاقي انحراف نه٬ بلکې یو سیستماتیک گواښ دی٬ چې د ملتونو روحي بنیادونه ړنگوي او زیانمنوي. د یو ملت روح هغه وخت له زواله  څخه خلاصیږي او د راتلونکي نسل باور بیرته تر لاسه کیږي٬ چې ملتونه له خپلو تیرو سره ریښتینی حساب وکړي٬ د انتقالی عدالت تطبیق ته لاره هواره کړي٬ ورته غاړه کیږدي او د تاریخ د تکرار مخه و نیسي.»

 

 

۲ ـ هغه کسان چې شخصي گټو ته د ملي ارزښتونو پر ځای لومړیتوب ورکوي٬ کولای شي چې د هر بهرني ځواک او هیواد لپاره مزدور شي او خپل هیواد ته خیانت وکړي. هغوی ته پاکستان٬ ایران٬ روسیه٬ چین٬ هند٬ امریکا٬ انگریز٬ تاجکستان٬ عرب او عجم هیڅ ارزښت نه لري؛ یوازینی ارزښت یې خپل شخصي امتیاز او ځانته خدمت کول دي.  دا د دولتونو٬ ملي شخصیتونو٬ کړیو او خلکو مسئولیت او ملي وجیبه ده٬ چې د ملي گټو پر وړاندې د هر ډول خیانت پر ضد ودریږي.

اکادیمیسین سلیمان لایق بې تکراره علامه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.