ستر پښتون، ملی مفکر او زعیم محمد ګل بابا- (دیرشمه او آخری برخه)

محمد داؤد مومند

266

د پیاوړی ملی او مطبوعاتی شخصیت عبدالله غمخور شعر:

مرحوم غمخور صاحب دا ښکلی او د صلابت نه ډک شعر هغه مهال په پیښور کی ویلی وو، چی د جهاد مشران او ټیکه دارانو، هریوه د مصر فراعنه و، په څیر د خدایی دعوی کوله:(انا ربکم لا اعلی)

د فضیلت اوبصیرت او د څه شعور خاوندان دی، دی ټکی متوجه اوسی چی په همدی تاریخی پړاو کی چی د هیواد او ملت مقدرات، د یوه بی ساری تاریخی آزمون او تجربی سره مخامخ و، ملی حساس شخصیت غمخور صاحب د افغانستان په معاصر تاریخ کی د لویو او ملی شخصیتونو او زعیمانو پرځای او عوض، لکه غازی امان الله، غازی نادرخان، اعلیحضرت محمد ظاهر شاه چی ژوندی و، او شهید سردار محمد داؤد خان، ځانله د ستر لارښود محمد ګل بابا په یاد لویږی او د خپل زخمی زړه او احساس خواله د شعر په ژبه د هغه سره کوی.

غمخور صاحب فرمایی:

څه شوی پښتونه چی شملی په ټټیدو ښکاری

غوغا ده جوړه، ګریوانونه په شلیدو ښکاری

تاجونه لوټ شو په تختونو باندی اور ولګید

یادونه  وسو، رسالت  په  ختمیدو  ښکاری

د باز، په ځاله کی کارغانو ټپوس ځای ونیوه

نړۍ حیرانه، حیرانی  په  حیرانو  ښکاری

خوله می وینا ته، نه جوړیږی، خبرومه دی پری

پښتو شوه خرڅه، پښتونواله په سلګو ښکاری

تا چی  خبری  به  د  لویی  پښتیانا  کولی

هغه ارمان شو ارمانی  په  ژړیدو ښکاری

د قیمومیت جنازه  وشوله، څه  پاتی  ندی

تنظیم خانی ده ، سرروری په ورکیدو ښکاری

جرګی زموږ دی ولی واک یی د بل چا سره دی

خوله می شرمیږی، پری خبری د پردو ښکاری

له ګوره پاڅه چی بیا غم د پښتونخوا  وکړو

ژوندی د مړو په حساب دی په پرتو ښکاری

نه له حسرته لو لپه شوم، نه  لمبه  له غمه

نا آشنا خلک می د کور په دروازو ښکاری

د لډرانو خود  خواهانو چی  تپوس  ونکړی

ویده مرګونه ویښوی په خون خورو ښکاری

وطن یی واړه سورسالو کړو د بچو په وینو

د وطن مور په چغو چغو په نارو ښکاری

و ختونه درومی فرصتونه می د لاسه وځی

مازیګر ندی زیړی لمر په غړ غړو ښکاری

هغه څه وشولو چی تا ویل او موږ نه منل

هغه څه کیږی چی پری زړه په غوڅیدو ښکاری

د  راز  خبری  د  آمو او  اباسیند  ونشوی

د بیلتانه سپایان می مشره، په بلو ښکاری

له مجبورۍ نه می بابا د زهرو ګوټ کړیدی

بچی می ځکه در په در او په کوڅو ښکاری

له روسه خلاص شوم خو بندی شوم د غرض په لومو

د ژوند مرغه می د ښکاریانو په ولقو ښکاری

زړګی می ریږدی چی لاهو نشم له ډیره غمه

سیلاب د اوښکو می د سترګو په بڼو ښکاری

ملی زعیمه محمد ګل بابا، زه به څه ووایم؟

د افغان خونه شوه تالا، په نړیدو ښکاری

د پښتو  پلاره  په   پوښتنه د پښتو راشه

محاکمی ته د بی ننګه  پښتنو  راشه

څرګندونه: د لوی خدای نه مشکور او منندوی یم چی ماته یی دا وسع او حوصله او توان راکړ چی د بوډا توب په دی مرحله کی چی د ژوند د ساعت عقربه د یواتیا کلنۍ په عمر باندی د درسیدولو په حالت کی ښکاری، بریالی شوم چی د ستر لارښود محمد ګل مومند بابا د شخصیت په مورد کی د لوی افغانستان د پښتنو پوهانو، او سیاسی او ټولنیزو شخصیتونو مرغلری سره راغونډی او د خپرولو دپاره یی، آماده کړم.

هیله ده چی د یوه پښتون شاه ځلمی په مرسته، د خپرولو فرصت یی تر لاسه شی.

مننه او تحیات

ستر پښتون، ملی مفکر او زعیم محمد ګل بابا – (۲۹مه برخه)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.