د پیاوړی محقق استاد محمد معصوم هوتک د لیکنی لنډیز:
د لوی حقوق پوه او ملی مبارز استاد تره کی صاحب، پیاوړی مورخ استاد سنګروال صاحب او پیاوړی او غښتلی محقق استاد محمد معصوم هوتک صاحب، چی زما په اټکل وروسته د لوی استاد علامه عبدالشکور رشاد صاحب نه، د پښتو ژبی نامتو محقق دی، مننه کوم چی زما هیلی ته یی مثبت ځواب ووایه.
د استاد هوتک لیکنه د افغان جرمن په ویب سایت کی خپره شوه او د حقیقت د منکرانو او شلخی، دیسی، بی ننګه، بی معرفته، بی کلتوره او د ملی شعور او تفکر نه بی برخی، بی پختوګۍ پښتنو، په خیالاتو یی سړی اوبه واچولی او د هغوی خبری یی ورته په ستونو کی کنګل او منجمدی کړی.
څرنګه چی دا لیکنه د افغان جرمن په ویب سایت کی خپره شوی ده، او په همدی بڼه به که خدای کول زما د کتاب یوه برخه وګرزی، نو زه د محترم استاد هوتک صاحب د اوږدی لیکنی څخه په دی برخه کی، مختصراْ یو څو پارا ګرافه رانقلوم.
د استاد هوتک صاحب د مضمون عنوان دی :«وزیرمحمد ګل خان مومند په کندهار کی»:
ښاغلی محمد داود مومند د روان عیسوی کال د می پر۱۵ مه د یوه پیغام به ترڅ کی راته کښلی وه چی په پام کی لری چی پر وزیر صاحب محمد ګل خان مومند باندی خپلی خپری سوی لیکنی د یوه کتاب به بڼه چاپ کړی.
دا لیکنی ما په اریانا افغانستان ویب پانه کی لوستی دی چی د وزیر صاحب مرحوم په اړه بیلا بیلو افغانی پوهانو خاطری او لیکنی پکښی راغونډی سوی دی.
په پیغام کی یی زما څخه یی هم پر یاده موضوع باندی د څه لیکلو غوښتنه کړی وه.
زما څخه ناروغی له بده مرغه د جدی تحقیق وس و توان اخیستی دی، خو ددی دپاره چی د محترم محمد داود مومند غوښتنه می پرمځکه اچولی نه وی، تر بورتنۍ سر لیک لاندی می خواره واره معلومات په تلوار ورته ولیکل، امید دی، قبول کاندی. (کاشکه استاد جهانی هم، په دی برخه کی خپل غوږونه نه وای کاڼه کړای – تایپست)
……. اعلیحضرت محمد نادرخان د خپل سلطنت په دوهم کال، محمد ګل خان مومند، چی د خپل پنځم ورور په سترګه یی ورته کتل، کندهار ته د مقتدر او با صلاحیته رئیس تنظمیه په توګه ولیږه،…. د کندهار د مطبعی مصحح سید حسن خان ورته د راتګ پر وخت یو شعر ووایه:
خدای دی راوله وزیر محمد ګل خانه
کندهار دی په راتلو خپل کی روښانه
الخ
د پورتنی شعر څه څرګندیږی چی وزیرمحمد ګل خان مومند د کندهار اولس ته نا پیژندل شوی کس نه وو.
دده د کارکردګی او پاک نفسی صفتونه د افغانانو غوږو ته رسیدلی ول او له همدی امله یی کندهاریان په راتګ ډیر خوشحاله ول.
وزیر محمد ګل خان په کندهار کی د یوه خواخوږی مشر په توګه په اولس کی دونده (دومره) محبوبیت درلود ، چی د زیاتو کندهاریانو کورونو ته لا هم ورتلۍ او ما د خپلی مور له خولی اوریدلی وه چی زموږ کورته هم زما د مورنۍ نیکه مولوی صالح محمد خان هوتک د لیدو کتو لپاره څو پلا په بګۍ کی راغلی وو.
مولوی صاحب په دغه وخت کی د کندهار مدیر معارف وو.
زه په دی لیکنه کی په کندهارکی د وزیر محمد ګل خان مومند د وخت پر څو مهمو فرهنګی او عمرانی کارو ږغیږم.
په فرهنګی کارونو کی د وزیر صاحب تر ټولو مهم کار د کندهار ادبی انجمن جوړول وو…………………………….
د کندهار د ادبی انجمن د ۱۳۱۴ ش کال په سر کی کابل ته نقل سو او د کابل په ادبی انجمن کی مدغم سو چی وروسته بیل، او له هغه څخه پښتو ټولنه جوړه سوه.
د وزیر صاحب محمد ګل خان مومند بل ستر فرهنګی کار د طلوع افغان جریده ټوله په پښتو کول وه.
طلوع افغان د غازی امان الله خان په امر په ۱۳۰۰ کال د مولوی صالح محمد په مدریت تأسیس شو، به سر کی یی نشرات په دری / پارسی ژبه وه خو په ځینو ګنو کی یی پښتو مطالب هم درلودل. (چی په هیڅ نه حسابیدل- تایپست)
………………. محمد ګل خان د ټول اخبار د پښتو کیدو امر ورکړ او دا کار د ۱۳۱۱ ش کال له لمړۍ ګنی څخه پیل شو.
دغه وخت د اخبار مدیرعلامه حبیبی وو. ( د تأسف ځای دی چی حبیبی صاحب د پښتو ملی او ملتی ژبی په ارتباط دومره بی تفاوته پاتی شوی و. تایپست)
……………….. یو وخت چا محمد ګل مومند ته وویل چی رحمت الله بابا، لوړ ادیب، او ښه شاعر دۍ، ملی افکارلری، خو د ژوند شیرازه یی ډیره ورانه ده .
د اولاد د نفقی لپاره په سپینه ږیره مجبور دۍ، چی عریضه نویسی وکړی.
وزیر صاحب سمدستی له دولتی ملکیته څخه یو کوچني انګوری باغ ور وباخښه او رحمت الله بابا یی د بل له احتیاجه راوګرزاوه. (دی ته وایی رشتینی فرهنګیالی شخصیت – تایپست)
……………………. په عمرانی برخه کی وزیر محمد ګل خان د میرویس نیکه پرمقبره باندی د لوی احمد شاه بابا د مقبری په شان ګومبته ودانه کړه.
دا ګومبته د کندهار د مشهور معمار باشی استاد نعیم جان له خوا ودانه سوه.
استاد نعیم جان د استاد عبدالرحیم زوی او د استاد محمد صدیق لمسی وو
د وزیر صاحب محمد ګل خان مومند په امر او اراده د میوند د شهیدانو هدیره هم جوړه سوه.
پر قبرونو باندی سپینی ډبری واچول سوی.
د استاد نعیم جان معمار لخوا جګ څلی پر ودرول سو.
همدا راز د خواجه ابوالقاسم احمد ابن حسن میوندی د مقبری ګومبته هم د وزیر صاحب په امر له سره ودانه سوه.
د کندهار سپین ږیری د وزیر محمد ګل خان مومند د وخت په ارمان هر وخت بیانونه کوی.
که زه له خپل پلرنی ټا ټوبی څخه لیری نه وای ، دا بیانونه می هرو هرو مرو راغونډول.
د وزیر صاحی اروا دی ښاده او د ښاغلی محمد داود مومند قلم دی تاند وی.
محمد معصوم هوتک
اتاوا- کانادا
۱۷ مه د می ۲۰۲۵ ع
څرګندونه: د کتاب وروستۍ برخه په راتلونکی لیکنه کی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.