هلمند کې یو کس خپله مېرمن وژلې

258

له هلمند څخه ځايي سرچینې وایي چې د دې ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې یو سړي خپله مېرمن د چړې په ګوزارونو وژلې.

د سرچینو په وینا، دا پېښه تېره ورځ (دوشنبه، ۹ د چنګاښ) د نادعلي ولسوالۍ د «شاول» کلي په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

د بُست ولایتي روغتون مسوولین هم دا پېښه تاییدوي او وایي چې د زرغونې په نوم د یوې ۲۵ کلنې ښځې جسد دوی ته وروړل شوی چې د چړې د څو ګوزارونو له کبله وژل شوې ده.

د طالبانو سیمه‌ییزو امنیتي مسوولینو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو او د ښځو پر زده کړو او کار په بندیز لګولو سره د ښځو په وړاندې د کورني تاوتریخوالي کچه لوړه شوې او وخت ناوخته د ښځو د ځان وژنې او یا یې هم د خپلوانو له لوري په بېلابېلو تورونو د وژنې راپورونه ورکول کېږي.

اطلاعات روز

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.