د کار فرصت او افغان ځوانان

لېکنه : مولوي نېک محمد نېک مل

241

افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د نفوس ډېره برخه یې ځوانان جوړوي. دا ځوان نسل، که چیرې سالمه لاره، مناسب تعلیم او کاري فرصتونه ورته برابر شي، کولای شي هېواد له اوسني اقتصادي رکود، فقر، مهاجرت او بې ثباتۍ وژغوري او د پرمختګ پر لور یې بوځي. خو که له دې فرصت څخه ګټه وانخیستل شي، نو همدا ځواکمن نسل به پر هېواد بوج وګرځي او له هېواده به د فرار لړۍ نوره هم وغځېږي.

زده‌کړه لرونکي خو بیکار ځوانان

نن سبا، له ټولو اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو ستونزو سره سره، د افغانستان ځوانان په بېساري ډول تعلیم ته مخه کړې ده. زرګونه ځوانان د پوهنتونونو څخه فارغ شوي، مسلکي زده کړې یې ترلاسه کړې، په کمپیوټر، انجنیرۍ، طب، اقتصاد، ژورنالېزم، دیني علومو، او نورو برخو کې مهارت لري.
خو له بده مرغه، د کاري فرصتونو نشتون دوی مجبوروي چې یا بهر ته لاړ شي، یا په خپل وطن کې د ناوړه حالتونو ښکار شي.

د کار نشتون؛ فقر، جرم او فرار ته زمینه

کله چې یو ځوان زده‌کړه وکړي، خو کار پیدا نه کړي، نو دا حالت یوازې فردي ستونزه نه ده، بلکې دا یوه ټولنیزه فاجعه ده. بیکاري د فقر، ناامیدۍ، رواني فشار، کورنیو شخړو، جرمي اعمالو، نشه‌يي توکو ته د ځوانانو د مخه کولو او مهاجرت اساسي لامل ګرځي. دا چاره نه یوازې د فرد ژوند خرابوي، بلکې ټولنه له پرمختګه راګرځوي او د هېواد لپاره ستر تاوان دی.

البته دولس له منځه مي دا درک کړې او لیکنه مي بري چمتوکړه

د اسلامي امارت مسؤلیت

اسلامي امارت چې ځان د ټولنې د اصلاح او رهبري مدعي ګڼي، باید په عملي ډول د ځوان نسل ملاتړ وکړي. یوازې د شعار له لارې نه، بلکې په واقعي اقداماتو سره باید:
د کار زمینه برابره کړي؛
د خصوصي سکتور ملاتړ وکړي؛
د فني او حرفوي روزنیزو مرکزونو پراختیا ته پاملرنه وکړي؛
د ځوانانو نوښتونه وهڅوي؛

او د شفافو استخدامي پروسو له لارې اهل خلک پر دندو وټاکي.

ځوان ته فرصت ورکړئ، نه صدقه

ځوان باید د خپل کار، زحمت، استعداد او زده‌کړې په اساس د عزت ژوند وکړي. زموږ ټولنه باید دا درک کړي چې کار د چا احسان نه دی، بلکې د هر انسان حق دی. هغه نظامونه بریالي دي چې ځوان ته نه یوازې کار ورکوي، بلکې پر هغه باور هم لري.

بالآخره : افغان ځوانان نن پوهه لري، استعداد لري، اراده لري. دوی نه د خیرات، نه د شعار، بلکې د فرصت غوښتونکي دي. اسلامي امارت، سوداګر او ټول ولس باید یو موټی شي، تر څو دا نسل له بیکارۍ وژغورل شي.
که نن د ځوان ملاتړ وشي، سبا دا ځوان به د وطن ملا وي. که نن ورته کار برابر نه شي، نو سبا به همدا ځوان یا پردي وطن ته فرار وکړي، یا به له ژوند سره خپه شي.
درنښت …. یارب 🤲🏻

دورېښمو چینجی قدامت په افغانستان کې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.