(له انکاره ــ تر احترامه )
د روسیې نوی او جرئتمند اقدام چې د افغانستان اسلامي امارت یې په رسمیت وپېژاند، د یو نوي نړیوال سیاسي واقعیت زېری دی. دا یواځې یو سیاسي حرکت نه دی، بلکې د یوې اوږدې نهمنلې ارادې درناوی دی، چې د افغان ولس د قربانیو، استقامت او خپلواکۍ سمبول دی.
اوس روس هغه هېواد دی چې د نړیوالو زبرځواکونو تر منځ یې لومړی زړورتیا وکړه، او له دې تاریخي اقدام وروسته تمه ده چې قزاقستان، قرغیزستان، ازبکستان ، چین، ایران، هند، ترکیه، قطر، متحده عربي امارات او نور هېوادونه هم د همدې عقلاني مسیر لارویان شي.
دا اقدام د افغان ولس لپاره یوه “تحفه” نه ، بلکې یو “مسلم حق” دی، چې باید هر ملت یې ومني. رسمیت، هغه اړتیا ده چې د۴۵ میلیونه انسانانو د عادي ژوند دروازې پرانیزي، او دا ولس د سیاسي انزوا له تورو دېوالونو راوباسي. افغانستان د نړۍ له نقشه نه وتلی نه دی، بلکې د نړیوالو ناوړو سیالیو قرباني شوی ملت دی.
نړۍ اوس د بدلون پر لور روانه ده. غرب خپل سیاسي تسلط له لاسه ورکوي، او متحیدین یې یو له بل پسې بېباوره کیږي. دا د هغو ملتونو لپاره یو فرصت دی چې خپل استقلال، ارزښتونه، دین، فرهنګ او ملي واک ته ژمن پاتې شوي دي.
افغانستان نور باید د سیالیو څارونکی نه، بلکې یو سیال ملت وي. دا هېواد د نړۍ له اصلي مدني کاروانه پاتې شوی نه دی، بلکې پوره وړتیا لري چې د یو باعزته، خودکفاه او مسؤل دولت په توګه له نړیوالې ټولنې سره اړیکې ولري.
نو، د رسمیت پېژندنه، د تعامل دروازې خلاصول، او د افغان ملت عزت ته سر ټیټول، یوازې یو سیاسي اقدام نه، بلکې د نړۍ د ضمیر یو امتحان دی. که نړۍ رښتیا غواړي چې له افغان ولس سره مثبت تعامل ولري، نو دا حق باید ور وبخښي — نه د رحم، بلکې د عدالت له مخې.
البته :- نننی افغانستان له تېرو کلونو سره توپیر لري. یو ځواکمن، باانضباط او امنیتمحور دولت جوړ شوی، چې له ترهګرۍ، قاچاق، او داخلي ناامنۍ سره مبارزه کوي. دا دولت که د نړۍ له خوا ومنل شي، نو نه یواځې د افغان ملت حالت به ښه شي، بلکې سیمه به هم له اوږدمهاله خطرونو وژغورل شي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.