هغه څو ټکي چې زموږ هېر دي- (۱۲مه برخه)

محمد بشیر دودیال

223

پانګونه او شرایط یې

  افغانستان او افغانان سختو ورځو سره مخ دي، بیوزلي، بیکاري او ناهیلي د ټولو ژوند ورتریخ کړی، ډېر ځوانان ځانوژنې ته اړ شول او نورو د مرګي خوله کې ځان ورکړی او په نابلدو لارو له هیواده وځي. ګاونډیو هېواو هم په مهاجرو ورځ ترخه کړې ده او سل نورې بدمرغۍ چې علت یې بیوزلي، بیعدالتی، ناهیلي، بیکاري، اختناق او استبداد دی. پرته له دې چې د خپل اقتصادی ظرفیت خواته مخ واړوو او د بېوزلۍ او بیکاري چاروه وکړو، بله لار نه لرو. د دې موخې لپاره دنورو تدابیرو ترڅنګ؛ چې ځینی یی یوولسو نورو مخکنیو برخو کې ذکر شول، یو اقدام دکورنۍ او بهرنۍ سوداګري جلبول دي.

ځینې وخت مسلکی او تخصصي مسایل ساده کول او په عامه ژبه ویل ستونزمن ښکاري، اما ناممکن نه دي. په دې کې یو هم پانګه (سرمایه) اوپانګونه(سرمایګذاري) ده. په اقتصاد کی پانګونه ځکه ضرور بلل کیږي، چې ګټه او بیا د راتلونکي لپاره نوره شتمنی رامنځته او د اقتصاد څرخ په ګرځېدو راولي. یعنې:  investmentدلومړنۍ پانګې بدلون په یوه یا څو نورو داریی ګانو(شتمني). د عوامو په اصطلاح: پېسې داسې کارول چې نورې پېسې راجوړې کړي.

متاسفانه افغانستا کې له پنځوسو کلونو را دېخوا اغیزمنه او د پام وړ کورنۍ او بهرنۍ پانګونه نده شوی، چې علت یې د شرایطو او عواملو نشتوالی دی. ترهغو چې پانګونه ونشي او د پانګونې شرایط مساعد نشي، د اقتصادي غوړېدا(رونق) خبره نشي کیدای، نو تر هرڅه ړومبی باید پانګونه Investment وپېژنو:

سرمایګذاری/پانګونه هغه اقدام او تدبير دی چې په لاس کې موجودې پانګې څخه د راتلونکې لپاره نوره لا زياته ګټه ترلاسه شي. یا: د پيسو ( پانګې ) په لګولو سره ملکيتونه ترلاسه کول ، چې په دوامداره ډول په راتلونکې کې ګټه او مفاد ورڅخه ترلاسه شي.

 داتعریف هم په زړه پورې دی: په ملکيتي ګټه لرونکې بڼه د پيسو ( پانګې ) اړول چې اصلي پانګه محفوظه او له دې پرته در ضايت وړ ګټه په دوامدار شکل ورڅخه ترلاسه شي، یا؛ د پيسو اړول د توليد په وسايلو. د لا زياتې ګټې په موخه د یوې پانګې په کار اچول چې له سپما( saving) څخه بشپړ توپير لري، دا ځکه چې پانګونه د یوې بلې نوې پانګې د تولید لپاره د سرچینو جاری کول دي. دلته دوه ټکي مهم دي؛ یو دپانګونې ټاکونکي اوبل یې عوامل. دواړه به ډېر لنډ بیان شي:

Investment determinant یاد پانګونې ټاکونکي :

پانګونې ته د اقتصاد د پرمختيا د يوه مهم فکتور په توګه کتل کېږي. د پانګونې يو شمېرټاکونکي عوامل (determinants) نشي کېداى، چې هير شي.  د دغو ديتر ميننټونو شتون پانګونې سره مرسته کوي لکه د پانګونې عوامل، تکنالوژيکي اسانتيا، له پانګې څخه د توقع کېدونکو پايلو ډاډمنتيا، ددولت ماليه اود ماهره کارځواک شتون. ځينې اقتصاد پوهان وايي چې تر پانګونې دمخه بايد د هغې په ټاکونکوباندې کار وشي.

سرمایګذاری، پانګونه یا  investmentد راتلونکی لپاره د پانګی او شتمنی داسی زیاتول دي چې ملی ذخایرو کې زیاتوالی راولي. اما متاسفانه دا ډېر کلونه زموږبانکونو او د نورو مالی موسساتوذخایرو کې زیاتوالی نه دی راغلی، دکارماهر ځواک نه لرویا یې وطن پرېښود، تکنالوژی لاهم عنعنوي ده، دامنیت اومصئونیت احساس او راتلونکې ثبات هیلې او توقعات هم ډېر ضعیف دي. موږپه تېره بیا د تجارتی پانګونې په پرتله صنعتی پانګونې ته زیاته اړتیا لرو.

که له تاریخی پلوه وکتل شي، د لومړي ځل لپاره د امیرشیرعلیخان په وخت کی یوشمیرصنایعو کې پانګونه وشوه او د صنعت لومړني ګامونه اوچت شول چې دهغه وخت( infant industries) یې بللای شو، خو وروسته بیا داقتصادي زیربنا په توګه نور اوچت ګامونه د پاچا امان الله خان پرمهال اوچت شول، خودا مثالونه د دولتی سکتور وو. خصوصی برخه کې او هغه هم سوداګریزه پانګونه کې د ارواښاد زابلی او ارواښاد لندنی نوم اخیستلای شو. ارواښاد زابلی ملی بانک جوړ کړ، چی وروسته دهغه پربنسټ دافغانستان بانک(دولتی بانک) جوړ شو. ملی بانک وروسته کورنیو او بهرنیو پانګوالو سره څو لوی شرکتونه او صنعتی فابریکی او تصدۍ جوړې کړې.( داتجربه هغه  زیات شمیر خصوصی او دولتی تصدۍ دي چې له جنګونو مخکی یی دهیواد اقتصاد چلاو، د یوې نیمې نښی اوس هم شته.)

افغانستان دسرمایګذاری  فوق العاده ظرفیت او پوتانسیل لري، دا ځکه چې لاهم زموږ منابع دست ناخورده او بکر دي. دکار نیرو شته (په تېره که مهارتونه وروزل شي)او دپانګونې تجربه هم لروډېرافغانان کراچی، ترکیه، ایران، عربی ملکونوکی میلیونونه شتمنی لري، خو دهیواد دننه یې د ټاکونکو شرایطو او عواملود نشتوالي له امله نه راوړي. ټاکونکی شرایط مخکی وویل شول، خودسرمایګذاري درې حتمي عوامل دا دي:

۱.اقتصادی عوامل،

۲.حمایتی او تشویقی عوامل،

۳.بنیادی او امنیتی عوامل.

اقتصادی عواملو کې ساحه، مهارت، منابع(کان، زمکه، اوبه، بشری تخصص…)، مهارت اوکارګر، بازار…شامل دی. په حمایتی او تشویقی عواملو کی د بیمی ملی شرکت، دپور ورکولو کوچنی ګروپونه، بانکی خدمات، صنعتی پارکونه، قوانین او مقررات، د حاکمیت له خوا ضمانت او داسی نور شامل دي چې اوس هېر دي،

بنیادی او امنیتی عواملوکې دثبات اطمینان او فزیکي او احساسي امنیت شامل دي. په دې کې د تیرو شلو کلونو په مقایسه یواځې فزیکی امنیت ښه شوی، خو احساسی امنیت قطعاً نشته او برخلاف! دا ټول هېر دي.

هېواد او هېوادوال باید له دې بحرانی حالت و ایستل شي. د دې ستونزې حل مُدبرې ادارې، پیاوړې ارادې، علمی پلان جوړونې، تخصص واکي او دیموکراتیکو اصولو باندې ولاړ نظام او سکتوري فعالو ادارو ته ضرورت لري.

(دوام لري)

هغه څو ټکي چې زموږ هېر دي -(یوولسمه برخه)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.