هغه څو ټکي چې زموږ هېر دي -(یوولسمه برخه)

محمد بشیر دودیال

224

د ژوند د کچې معیارونه Standards of Living

له بده مرغه افغانستان نه یواځې دا چې بېوزله او وروسته پاتې، بلکې آن د انسانی ژوند له عامومعیارونو هم بې برخې دی. دا په داسې حال کې چې د منابعو، بشری ځواک، اقلیم او موقعیت له پلوه ممتاز دی. هغه څه چې زموږ هیر دي؛ دعلمی مراکزوپیاوړي کول، علمی څیړنې، تخصصواکي، دثبات راوستل، نړیوالوسره ښه تعامل لرل اودملی ارزښتونو درناوی او ځلول دي. خو د دې پرځای انسانی کرامت او اسلامی حکمت پښو لاندې کول، دمادیاتو هوس، ملی ارزښتونوته نه درناوی، نړۍ سره لازم تعامل کې ناکامي او استبداد او اختناق خورول جوت دي.

معاصر وخت کې عادلو، خذمتګارو، وګړنیزو او ولسي حکومتونو خپلو خلکوته د ژوند معیارونه چمتو کړي دي او ورباندې ویاړي. یو مثال یې:

د آلمان د ویسمار د ښار د دوو تنو محصلانوترمنځ د اقتصادی پرمخیتا، عدالت او عامه برابري بحث تود شو. یو تن ترکي محصل ګوګل کې د امریکې د متحده ایالاتو دیو- دوو میلیاردرانو دشتمنی اندازه وویله، خو آلمانی محصل عجیب قانع کوونکی ځواب ورکړ:

المان کې اقلاً څوک پلونولاندې نه ویده کیږي، د یو آپارتمان کرایه د بل هرهېواد په پرتله کمه ده، مهارتونه او شتمني مو خپله ده، دچاپیریال پالیسي لرو، اورلګېدنو او سیلاوونو سره نه یاستو مخ، قانون او نظام مو پایدار دی، اړ مهاجرته مو ځای ورکړی دی…!

د ده اشاره هغو بېشمېره بېوزله او بې کوره خلکو ته وه چې دمتحده ایالتونو زیاتره ښارونو کې شپې ترپلونو لاندې تیروي( موخه دسیندونو پلونه نه، بلکې هغه پلونه دي چې د فرعی سړکونو له پاسه تېر شوی او ورلاندې د بادوباران څخه محفوظ او یو څه آرام ځای بلل کیږي)، له مهارتونو څخه یې ممکن موخه دا وه چې همدا اوس په امریکا او زیاتره د خلیج او عربو شتمنو هیوادو کی تخصصي- پیچلي اومهم کارونه دبهرنیو اتباعو لاسو کې دي، په خپلې شتمنی واک لرلو څخه یې موخه ممکن دا وه چې د عربو یا ځینو نوروغریبو هیوادو معادن(تېل او نورکاني توکي) غربی پانګوالو هیوادو ته مُفته ځي او مهاجرو سره مرسته یې ښايي د امریکی هغې پالیسی ته اشاره وه، چې دغو وروستیو کې یې دمهاجرو په وړاندې اعلان کړې ده.

په هر صورت؛ د دې بېدار آلمانی محصل ځواب عالي منطقی و.  آلمان، بلجیم، هالند،جاپان او یوشمیر نورو هیوادو کې د ژوند کچې ته ډېر پام دی. پوښتنه پیدا کیږي چې د ژوند دکچې معیارونه کوم دي؟

د وګړو د ژوند عمومي کچه (living standard) ، د يوې ټولنې د ټولو وګړو د ژوند ښودنه کوي.  د بېلګې په توګه دغه معیار دسړي سر ملي ناخالص عايد اويا هم د ټول ملي مجموعې توليد يا هم په ټولنه کې د اجناسو او خدماتو د مصرف له مجموعې څخه ترلاسه کېږي او د دغو هره يوه اندازه له يوې ټولنې تر بلې توپير کوي، يعنې نسبي بڼه لري. د ژوند د کچې د معلومولو په خاطر د مقداري شاخصونو(index) ترڅنګ، يو شمېر غير مقداري مشخصې هم شته. د بېلګې په توګه هرو زرو تنو ته د شخصي موټرو، تیلفون، تلويزيون، يخچال، تفریحی پارک او نورو آسانتیاوو مهيا والى چې هر یو یې مقدار ي شاخصونه دي، خو د زده کړو درجه او د پوهې کچه يې يوه غير مقداري(کیفي) مشخصه ده . دې ته quality of life هم ويل کېږي، چې د يوه وګړي يا کورنۍ د عايد د اندازې له مخې يې سنجوو. د ژوند د کچې په سنجش کې د يوه وګړي يا کورنۍ د اجناسو او خدماتو د مصرف ترڅنګ د دوى د ( استراحت) مصرف هم په پام کې نيول کېږي. پرمختللى ټولنې اوس هڅې کوي چې د ژوند کچه د ټولو کورنيو ترمنځ سره نژدې کړي. دولتونه دغې موخې ته د(social policy) د يوې برخې په توګه ګوري. په دې کې داسې برخې هم راځي چې اندازه کول يې ستونزمن دي لکه د چاپيريال ساتنې معيار، د ملي امنيت درجه، دکاري شرایطو کيفيت، د شخصي حریم درناوی، عامه مصؤنيت، اقتصادي، سياسي او ټولنيزه ازادي او داسې نور. دا ټول غیرمقداري ارزښتونه نه دي، خو د ژوند د کچې او کيفيت لپاره مهم دي.

د اقتصاد د پرمختيا په برخه کې کینز، فى راينز او ګڼ شمېر پوهانو تيوریګانې اود پرمختيا يو شمېر موډلونه د یادونې وړ دي. د بېلګې په توګه: د هارود دومار موډل، د رابينستون د پانګې د راټولېدو(capital accumulation) موډل، د تکنالوژيکي بدلون موډل، د هندوستان د پلان جوړونې موډل، د اوږدې ځغاستې د ودې موډل (Long run growth model) او داسې نور. له دغو ټولو څخه منظور دا دى چې په ټولنه کې د اقتصادي پرمختيا علايم او معيارونه راښکاره شي. لنډه داچې؛ هغه معيارونه او علايم چې د پرمختيا په پايله کې راڅرګندېږي په لاندې ډول لست کېدای شي:

١ . د کرنې په سکتور کې د يو تن زراعتي کارګر د توليد د اندازې لوړوالى؛

٢ . د سړي سر د بريښنا د لګښت لوړوالى؛

٣ .د ډبرو سکرو يا کومې بلې انرژيکي منبع لګښت؛

٤ .د وګړو د عمر اوږدوالى؛

٥ .د سړي سر حيواني پروتين لګښت؛

٦ .په ښوونځيو کې د ماشومانو د شموليت سلنه؛

٧ . د اوسېدو په يوه کوټه کې د وګړو وسطي شمېر؛

٨ . د هرو زرو تنو لپاره د ورځپاڼو شمېر؛

٩ . د دوکتورانو شمېر؛

١٠ . د ښارونو پراختيا (يا د ښاري خدماتو وسعت)؛

١١ .د اجتماعي تحرک درجه؛

١٢ . د ليک لوست لوړ نسبت؛

١٣ . د عصري ژوند د بېلګو سره اشنايي؛

١٤ . د مطبوعاتو د ازادۍ درجه؛

١٥ . د بهرنۍ سوداګرۍ د جوړښت ښه والى؛

١٦ .د بشر کار ځواک ورځ په ورځ ښه والى؛

١٧ . د مالي او پولي مؤسساتو اغيزمنتوب؛

١٨ . په صنعت، کرنه، کانونو، ودانيزو او نورو بنسټيزو برخو کې د تکنالوژۍ عصري والى؛

١٩ . د سړي سرعاید/ ګټې(PCI) وده،

٢٠ . سياسي استقرار او د وضعېت ثبات؛

٢١ . د اداري کفايت درجه؛

٢٢ . د ګوندونو ازادي؛

٢٣ . د تفريحي، کلتوري او اموزشي مرکزونو شمېر او دې برخو کې اسانتياوې او داسې نور.

خو موږ؛ د اوهامو او خرافاتو په لومه، کلیوالي سیالي، پوچو سیاسي نادریو او مُفته بحثونواوغیبتونوکې بوخت یاستو. ځان او مسلمان ورورته مو د عزت د ژوند برابرول، دالله (ج) له لوري راته له مُسخر شویو منابعواستفاده، له فساد او فقرځان ساتل، فکرکول، حکمت باندې ځان پوهول او ددُنیا او آخرت د سرخرویي ډېر ضرورتونه مو هېر دي.

هغه څو ټکي چې زموږ هېر دي (لسمه برخه)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.