د سولى(صلح) په تکل!!!
ګريوان مى څيرى لاړم ملګرو ملتو ته د سولى په تکل
ستړى هم خالى لاسونه راغلم، شوم ستومان ډير مزل
لږ سر مى ورښکاره کړ شورا د امنيت ته
بس خبره نژدى شوى وه چى وخورم ډير وهل
ويل يى څوک يى، چى په ارمان د سولى راغلى؟
ويل مى يو افغان يم چى پيدا کړم د زخمونو څه ملهم
ويل يى مونږ پنځه سړي خواره يو په جهان کى
دا زمونږه وظيفه ده چى، تقدير او ملکونه د خلکو کړو بدل
تصميمونه ټول په لاس د دي پنځه واړه کسانو
نمايندګان د نورو هيوادونو، يا ويده وي اويا ډير کوي خوړل
په شورا د امنيت کى دسيسي او پلانونه دي جوړيږي
ډوب دي په فکرونو چى څنګه کړى ښکيلاک او يا وژل
اخطار يى راته راکړ چى بيا را نشى په دي لار
قذافى، صدام ته ګوره مونږ کوو هم داسى قتلول
هسى نوم دى د ملګرو ملتونو او شورا د امنيت
اوباما او هيلرى چى هرڅه وايى بس په مونږ يى دي منل
پيناټا راته ويل، د پنټا ګون په معنى پوه شوى؟
ويل مى سياست کى بلد نه يم که راته وښايى څه چل
ويل يى پنټاګون دي په معنى د پنځه واړه کنجونو
امريکا که اروپا ده، استراليا يا افريقا ده، هم د آسيا دي رانغاړل
دی نه وروسته د پاکستان او مسلمان ملک په تکل شوم
ويل يى عسکرتباه کوم ستا، پښتونستان به درنه هير کړم، ګوره ګوزار بل
د واګي بندر نه تير شوم، د هندوستان پنډتان ګورم
مات بتان د سومنات، نه هيريږى پانى پت کى د آحمد شاه بابا غوبل
ويل مى چينايانو ته به لاس د مرستى، کمک اوږد کړم
ويل يى القاعده او طالبانو، مونږ ته اسلامى يغوريان راپارول
په فکرکى لږ ډوب شوم چى ايرانى اخوندانو له به ورشم
د اشرف او محمود نه ډير خفه وو، د صفويانو تاج په پښو کى ايښود ل
تاجکستان، ازبکستان، ترکمستان احوال مى واخست
ويل يى په مونږ به پوره نشى، مونږ روسانو کړى يو دل د ل
د روسانو او د پوټين سره ماسکو کى ملاقات دى
غرامات به درنه غواړو مونږ خرڅ کړي په جنګ کى ډير روبل
د ربانى او د مسعود قراردادونه په ماسکو اوپه کويلاب کى
چى د ګروموف سره يى کړي، غواړو په هغو پوره عمل کول
پنجشيرى مسعود خرڅ کړشمالى افغانستان په مونږه باندى
د عبدالله او د مسعود امضآ پکى ده، چى اسناد مو لټول
ويل مى د جنګ او د وژنو غرامات زمونږ ه حق دى
ولى هر څه په زور غواړۍ ديته خو وايى د افغانانو غرقول
انتظار کوى روسان چى امريکايان به کله لاړ شي مات هډونه
د روسى ايران پيمان دى په افغانستان به بيا وى وردانګل
مونږ روزلي خاينان وطنفروشان په شورا هم په دولت کى د افغان
جنګسالاران زمونږ په خوا دي بس د قوي او حملى تيارول
“پاچا” انصاف د قاضى په کور کى نشته که يى غواړى
څله په دي لار کى ته اخته يى، غواړى د ځان په عذابول
په درناوی
پاچا کليفورنيا امريکا
نوټ: پيناټا د امریکا پخوانی دفاع وزیر
هیلیری کلنټن دامریکا پخوانۍ خارجه وزیره
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.