خزان راغی!!!
زيړې پاڼي دي رژيږې خزان راغی
د ګلونو وار شو تير چی زمستان راغی
داسی عمر دی تيريږی که خفه يی يا خوشاله
يو ځل به داسی واوری چی مرګ ډير په تلوار راغی
ذخيره نلرم په لاس کی اخرت ته ورروان يم
بس تش می دي لاسونه چی اواز د قبرستان راغی
که خفه يم يا خوشاله دغه وخت به يو ځل راشی
کفن که ميسر شو،هم که څه ځايګی د ګورستان راغی
د يارانو سره ناست بی خبره هم د ځانه هم جهانه
د مرګ اواز چی وشو ټول وجود می په لړزان راغی
څه شول ياران ددی دنيا چی به ډير پری نازيدمه
په قبر ورته ناست، نه يی اواز نه يی ګفتار راغی
تف لعنت په نيمګړی دنياګۍ شه هيڅ شل راڅخه نه شوه
حلال حرام می ټول کړل،نه يو شی می څه په کار راغی
عمر تير شو لا تيريږی په سرو سترګو پسی ژاړم
نه توښه د آخرت شوه، نه جهان می څه په کار راغی
حيران يم هغه چاته چی جيفي ددی دنيا باندی نازيږی
په رڼو سترګو ورته ګورم چی د مرګی ګوزار په ما راغی
د سرو سپينو انبارونه جوړول په دی فانی دنيا کی
بس خوشاله لږ په دې يم چی قارون هم په دې لار راغی
چی تبليغ د اسلام او ديندارۍ کړی د دوه پيسو لپاره
په ظاهره ثيقه درست په باطن کی ريا کار راغی
‘پاچا’ قيس درته ولاړ دی د خيرات کچکول په لاس کی
د ليلا کاروان تيريږی چی په منځ کی لوۍ اغيار راغی
په درنښت
پاچا
پاچا: کليفورنيا- امريکا
21 September, 2013

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
		د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
		له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668 
Account for international payments: NO15 0530 2294 668 
Vipps: #557320
 
			 
						
Comments are closed.