!!!لويه خدايه

پاچا ­ کليفورنيا - امریکا

88

لويه خدايه لويه خدايه يو څه ګناه مى راته ښايه

په وطن اوري بمونه لږ خو ته هم څه ووايه

خلک خاندي خوشالى کړى نه غم لرى نه درد

بس زمونږ په نصيب غم دى بيګانه شو په هر ځايه

نه دوست شته نه همدم په دي لويه نړۍ کى

بس يواځى پاتي شوي او دشمنان دي له هر ځايه

زندګى ټوله عبث شوه خلک خاندي په مونږ باندى

وايى پښتون لويه بلا ده  قضاوت کړى ټول بيځايه

سترګي پټي خوله کړى خلاصه په غيبت د پښتنو

په لمسه د غليم بمبارى کړى نه وريږى له خدايه

آخر کله به دعا شى د مظلوم پښتون قبوله

ګريوانونه څيري څيري اوښکي بهيږى له چشمانه

آسمان را نه ډير ليرى هم دا ځمکه ډيره سخته

اوس په مرګ يو رضا شوي بس قضآ راته، ته ښايه

تسليم کړي مو ځانونه ستا عظمت او خدايى ته

بس لار راڅخه ورکه يو روان په ګمراها يه

کوچني ملکونه لوى شو، لا لويږى په نړۍ کى

 پښتون پکى خوار ګورم، ګټلى خاوره رانه لاړه

ګاونډيان سړي خواره دي ځکه مونږیو بى اتفاقه

په دسيسو او چل وټو کى، يو راګير  له هرى  خوا نه

د نجات لار لټول هم اتفاق پسى روان يم

سر لوړۍ ددى ملت که راښکاره کړى لږه د ورايه

کچکول مى په لاسو کى ګداى کړم کور په کور

د اتفاق خيرونه غواړم د پښتون بقا لپاره

که دعا مى شى قبوله خدايه ستا په لوى دربار کى

بيا “پاچا” به هيڅ نه غواړى دا ستا له لوى درباره

مننه

پاچا

July 28, 2025

رییس جمهور غنی در برابر ارزال وطنفروش

Donate د دعوت رسنیز مرکز مرسته وکړئ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.