د ٢٠١٠ کال د دسمبر څلورمه د شنبى ورځ وه او زه د امريکا د کنزاس ايالت څخه کليفورنيا ته په الوتکه (طياره) کی روان ووم، په الوتکه کی تقريبآ دوه سوه سيټونه وو خو په دغه پرواز کی تقريبآ ۵۰-۶۰ سورلۍ وي. سفر ډير ښه وو، خو زه په يو بل چرت کی ډوب ووم د خپل هيواد افغانستان او په ځانګړى ډول د پښتون اولس د اوسنۍ غميزى په اړه په فکرونو کى لاهو ووم. د خپل ژوند په دی اخره کی می د کار او وظيفی له امله سفرونه په نصيب شويدي. نو په داسی وخت کی چی سفر اوږد وي دچرت وهلو څخه مفت شی به بل چيری پيدا شی. زه په چرتونو کی ووم او الوتکى خپل مزل لنډوو، د امريکا دی تمدن، پرمختللی ټکنالوجۍ او نور ډير شيان به می په فکر او خيال کی ګرځيدل را ګرځيدل. د ځان سره به می ويل چی ولی زمونږ هيواد لکه د امريکا اود نړۍ د نورو هيوادونو په شان پرمختللی نه دی، ولی مونږ خو د چا نه کم نه يو. دلته به می کتل چی د ژوندهر يو شى ښه په منظم ډول روان دى او چی افغانستان ته به می فکر شو نو بيا هر شی اولټه او سرچپه ښکاريده.
که د افغانستان او پښتون اولس لرغونى تاريخ ته نظر واچو نو زمونږ تاريخ پنځه زره کلن قدامت لرى چى د نړۍ ځيني هيوادونه دومره اوږد تاريخ نه لرى لکه چى مونږ يى لرو. خو سره د هغى هم وروسته پاتى يو. دافغانستان جغرافيوى مؤقيت ته مى نظر شو، نو ويل مى چى د نړۍ ډير هيوادونه هم مونږ ته ورته جغرافيوى مؤقعيتونه لرى خو په سوله کى ژوند کوى او د يو بل د خاورى او خلکو درناوى کوى. بيا مى فکر شو چى زمونږ د اوسنيو غميزو علت به اسلام وى. دا خو ښکاره خبره ده چى عيسايان او يهودان د اسلام سره دشمنى لرى خو ددي مذهبونو پيروان زمونږ د هيواد سره کومه ګډه پوله نه لرى نو بيا ولى د بدبختيو سره لاس او ګريوان يو؟ د افغانستان ګاونډي هيوادونه پرته د چين څخه ټول مسلمان هيوادونه دي چى د مشترک دين او مذهب په درلودلو سره بيا هم زمونږ سره اختلافات لرى. نو دلته خبره روښانه شوه چى دا يواځى پښتونولى ده، نه اسلام، چى مونږ ته په دومره ګرانه بيه پريوتى ده.
فکر ته می راغله چی دا به زمونږ قسمت او تقدير وی او دا هر څه د خداى له طرفه دي چى بايد و يى منو، د خپل ځان د تير ايستلو لپاره مى په قسمت او تقدير تکيه وکړه، خو يو ناڅاپه راته د کوزى پښتونخوا د صوفى شاعر رحمان بابا دا شعر را ياد شو.
” په تدبير چی د بيړۍ سوری بند نه کړی دا تقدير دی چی بيړۍ به دي ډوبيږی”
د رحمان بابا پورتنی شعر زما په احساساتو غلبه وکړه او ديته اړ شوم چی زه هم يو څه د شعر په بڼه وليکم. د لاندينی شعرپه ليکلو می پيل وکړ چی البته يواځی پکی تصورونه، خيالونه او فکرونه رانغاړل شويدی او يواځی خدای پوهيږی چی دا کار به په عمل کی هم پياده شی او که نه. کاغذ راسره نه وو خو الوتکی ته د ختلو د کارت (بورډنګ کارت) څخه می کار واخست او د ليکني څخه دا لاندينی شعر جوړ شو.
خوب!!!
خــوب وينم عالـمه چی پښتون دی راويښيږی
د غفلت په خوب ويده وو خو اوس را بيداريږی
پښتون دی راويښيږی
خوب وينم عالمه چی ايران او پاکستان په ورکيدو دي
پر مخ ددغی خاوری لوی افغانستان به نور جوړيږی
پښتون دی راويښيږی
ګورم چی خوشحال دی، بياض يی دی په لاس کی
وايی په دی کی، خوبونه د رحمان دي تعـبـيريږی
پښتون دی راويښيږی
قسم يی دی خوړلی نور به نه کوی خوبونه د غفلت
په جــهل پوره نه شوه کتاب و قلم ته نور اړ کيږی
پښتون دی راويښيږی
دعــوی د خـپـلی ژبی او وطن افغانستان کړی
اخلی له غليمه انتقام که په زور او رضا کيږی
پښتون دی راويښيږی
پښتون دی پوهه شوی رټل کيږی خپل هيواد کی
اتــحــاد ته ضرورت دی، ولی هسی حلاليږی؟
پښتون دی راويښيږی
جــــــــنـګ کـوی پــښــتــون بـقا د بـل لپــاره
که لر دی او که بر دی بس پښتون دی تباه کيږی
پښتون دی راويښيږی
په ســيمه او نــړۍ کی نه دوست لــری نه ورور
ټول جهان ورته دښمن دی لوی اسمان پری نه رحميږی
پښتون دی راويښيږی
يو عـــهـــد او پــيــمان ته اړتيا ده پيدا شوی
پښتون به نور د جهل او نا پوهۍ سره جنګيږی
پښتون دی راويښيږی
ګوره ای پښتونه ياره، ربانی او قانونی در څخه بيل کړه
د نظار پليته ډله اوس ايران او امريکا باندی خرڅيږی
پښتون دی راويښيږی
راويــښ شـه، او راوزه له غــوږونو د پيلانو
دا ســتـا په سرنوشت نړيوالی لوبي کيږی
پښتون دی راويښيږی
قـسـم پـښـتون ته کـړی اولادونو د يزيد
خو پښتون بد بخته قوم لا په دي هم نه پوهيږی
پښتون دی راويښيږی
وطن ستا دی او تا دی ازاد کړی له دشمنه
خو ته د خپلی ژبی په ويلو اوس شرميږی
پښتون دی راويښيږی
تاجک، ازبک او هزاره شول خاوندان ددغی خاوری
خپله خاوره کی پښتون په اوغان غول باندی ياديږی
پښتون دی راويښيږی
هـزاره ګان چی د ايـران او خـمـيـنی کليمه وايی
پښتون د کوزی پښتونخواه، پاکستانی باندی ياديږی
پښتون دی راويښيږی
طالبان يی کړل بدنام په القاعده او ای- اس- ای
خو مسعود وطنفروش، په قهرمان باندی ياديږی
پښتون دی راويښيږی
که په دی جنګ کی ناکام شوی او فرصت در څخه لاړ
نـو خــدايـږو ای لاليه، چی نـور به نو ورکـيـږی
پښتون دی راويښيږی
ټـول جهان او ګاونـډ يان درته يــو شــوی
بس تر عمره به غلام يی او غلام به پاتی کيږی
پښتون دی راويښيږی
ستميان، پرچميان او جمعيتيان سره يوځای شول
بـس ته هم متحد شه چی په دی به کامـيابـيـږی
پښتون دی راويښيږی
تاريخونه دي جوړ کړي ستا نيکونو او پلرونو
دسيسي درته جوړيږى او تاريخ دى مسخه کيږى
پښتون دی راويښيږی
(پا چا) څـومـره به لګـيا يي په ويلو دغه قــام ته
په خوله خو ټول لګيا دي اوس عمل کی به څه کيږی؟
پښتون دی راويښيږی
کليفورنيا- امريکا
۴ دسمبر ۲۰۱۰
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.