ګرګین اومیرویس:
تاریخي متون موږ ته د کندهار او شاوخوا سیمو له خلکو سره د ګرګین د چلند په باره کي ډېر لږ تفصیل راکوي خوپه دې یوه خبره کي ټول په یوه عقیده دی چي ګرګین او د هغه عسکرو د خلکو د سر، مال او ناموس د خوندي کولو رعایت نه کاوه او خلک یې په ډېر لږ وخت کي دونه په عذاب کړل چي هر ګړی یوه لوی ښورښ ته تیار ول. که څه هم چي کندهار ته د ګرګین د رسېدلو په وخت کي د ښارخلک آرام ول او د کوم ښورښ او نافرمانۍ څرګندي نښی نه لیده کېدلې.
مورخ محمدکاظم مروي لیکي چي د شاه سلیمان له رحلت سره د هغه د زمانې د مامورینو او مقاماتو پر ځای باندي عیاش او بې مسوولیته کسان مقرر سول او هغوی په خپل عیش او عشرت او رشوت اخیستلو لګیا سول. په نتیجه کي د هیواد په هره برخه کي وضع خرابه سوه او مقاماتو په خپل سر اجرآتو او عملیاتو ته لاس واچاوه او د هرچا چي هرڅه زړه غوښتل هغه یې کول.
مروي لیکي چي په دې جمله کي یو هم ګرګین خان وو چی د شاه د خاصه غلامانو له جملې څخه وواو په هغه زمانه کي د کندهار د بېګلربیګی او صاحب اختیار په حیث مقرر سوی وو. هغه پر خپل سر کارونه کول. د خلکو مالونه یې په زور ورڅخه اخیستل او چي هر چېرته به یې یوه ښکلې نجلۍ ولیده هغه به یې په زور اخیسته او خپل حرم ته به یې بېوله او تل به د شرابو په نشه کي ډوب وو.
مروي لیکي چي یوه ورځ ګرګین ته یوه چا ویلی وه چي د میرویس ورور یوه ښکلې لور لري او هغه ځانته وغواړه. کله چي ګرګین له میرویس څخه د هغي نجلۍ غوښتنه وکړه نو میرویس ونه منله او له کندهار څخه د شاه حسین دربار ته د عرض لپاره ولاړ. په دربار کي یې چا پر عرض غوږ ونه نیوی او ورته ویل یې چي که ګرګین ستا څخه خپله لور غوښتې ده نو وریې کړه دا څه عیب دی؟ محمدکاظم مروي. عالم آرای نادري ص ص ۱۸ـ۱۹
ځیني منابع له خلکو سره د ګرګین او د هغه د افرادو د بد سلوک په برخه کي د مذهبی تعصب مسله طرح کوي او وايی چي ګرګین او د هغه پوځیان نصرانیان ول او د کندهار او شاوخوا خلکو کرکه ورڅخه درلوده. مرعشی، مجمع التواریخ ص ۴
مرعشی لیکي چي د شاه حسین په زمانه کي د کندهار بېګلربېګي یعنی امیرالامراء د ګرجستان یو والي زاده ګرګین خان وو او د اوو اتو زرو ګرجي محافظینو سره د کندهار د قلا، زمینداور، بست او شال و مستونګ، فوشنج ( پښین ج) د غلجیو قلات، د بلوڅو قلات، ګرشک، فراه او اسفزار( اوسنی شینډنډ ج) تر سرحده پوري فرمان فرما وو. څرنګه چي ګرجیان ټول نصرانیان ول نو پر مسلمانانو باندي د هغوی حکومت ډېر دروند تمام سو. . . . هغوی د کندهار شاوخوا علاقو په تېره بیا افغانانو پر ناموس باندي تېری کاوه. او چي میرویس به ګرګین ته هرڅه ویل هغه به نه منل بلکه دا یې د میرویس سرکښی ګڼله. څرنګه چي میرویس او د افغانانو فرقې سني مذهب دي نو د قزلباشو د حکومت څخه یې سخت نفرت درلود او د ګرجیه فرقې له حکومت سره یې دا نفرت دوه چنده سو. هغه کتاب ص ص ۳-۴
دا مو باید په نظر کي وي چي کندهار او په هغه پوري مربوطي علاقې یوازي له دې امله اصفهان ته مهمي نه وې چي د مغلي هند سره پر سر حد یې قرار درلود بلکه کندهار، د ستراتیژیک موقیعت ترڅنګ، دونه زیات تجارتي او اقتصادي اهمیت درلود چي نه صفوي دربار او نه د مغلي هند حکومت پر هغه باندي سترګي پټولای سوای. دغه علت دی چي دا ښار او شاوخوا علاقې په نېژدی یوه نیمه سدۍ کي د هند د مغلي واکمنانو او د اېران د صفوي رژیم ترمنځ څو ځله لاس پرلاس سو او نیژدې لس ځله قلا بند سو. کامبریج هستوري آف اینډیا په دې باره کي لیکي:
« که څه هم چي د اېران دربار په دغه وخت کي د ډیرو سختو داخلي او خارجي مشکلاتو سره مخامخ وو: په شمال او شمال ختیځ کي قوي ګاونډیانو روسیې او ترکیې له ایران څخه ښارونه او بندرونه لاندي کړي او حتی لوی ایالتونه یې تهدیدول؛ مګر د کندهار ښار او په هغه پوري مربوطه پراخه سیمه ځکه اصفهان ته ډېره مهمه وه چي د ایران او هند ترمنځ د تجارت لویه لاره له دغه ښار څخه تېرېده. یو ځل خو په ټوکرانو او قېمتي ډبرو بار زر اوښان د کندهار له لاري اصفهان ته ورسېدل او په اصفهان کي د دغو مالونو بیه په سلو کي ۱۵ را ولوېده. که څه هم چی اېران ته زیاتره مالونه د سمندرله لاري ورتلل خو د کندهار له لاري هم دونه مالونه ایران ته تلل چي صفوي دربار له خپلو ټولو ستونزو سره سترګي نه سوای ورباندي پټولای. مګر د اووه لسمی پېړۍ په وروستیو شپو ورځو او د اته لسمي پېړۍ په لومړیو کلونو کي بلوڅانو او پښتنو دومره ښورښونه وکړل چي د کندهار د سیمي امنیت یې له منځه یووړ.
او یوه انګلیسي تاجر ولیکل چي لاري بندي دي او د مالونو خرڅلاو مشکل سوی دی. هغه هندي مالونه چي د فراه او سیستان او کرمان او بیا اصفهان او نورو ښارونو ته وړل کېدل او دغه راز هغه مالونه چي د هرات له لاري خراسان ته وړل کېدل تقریباً ټول د کندهار له لاري څخه تېرېدل او بیا د فراه هرات له لاري ایران ته رسېدل. The Cambridge History of Iran Vol6 P 475
دا وخت د کندهار او شاوخوا قبایلو، چي اکثریت یې غلجي وه، مشرتوب د میرویس خان په لاس کي وو او د کلانتر مقام یې درلود. هیڅ تاریخي متن موږ ته د میرویس خان د زېږېدلو او حتی د مړیني دقیقه نېټه نه راکوي. تاریخي متون موږ ته نه وايی چي میرویس خان د دغه قومي مشرتابه په وخت کي ځوان وو او که سپین ږیری. البته د کروزینسکي له خاطراتو څخه چي وايی هغه یو هوښیار او کاردان سړی وو. افغانانو د هغه اطاعت کاوه. د هندوستان له اوسېدونکو سره یې ډېره زیاته علاقه درلوده. ډېر زیات دولتمند سړی وو. سفرونه یې کول. ډیري ګټي کړي وې او ډېر زیات مال یې جمع کړی وو، موږ دونه ویلای سو چي هغه به د پاخه عمر څښتن وو.
ګرګین خان کندهار ته له رسېدلو سره سم د میرویس خان سره مخامخ سو او داسي ښکاري چي هغه د کندهار او شاوخوا سیمو په پوځي، سیاسي او قومي چارو کي یوازي پر میرویس خان باندي حساب کاوه. مرحوم بېنوا موږ ته د تاریخ سلطاني په حواله وایی چي میرویس خان پخپله ذکاء او کامل تدبیر ګرګین خان ځانته جلب کړ او ګرګین خان داسي وګڼله چي میرویس خان د ده له صمیمي همکارانو څخه دی؛ څوچي لږ وروسته ، د ګرګین په مشوره اصفهان ته ولاړ او له هغه ځایه څخه یې د پښتنو د مشرتوب خط راووړ. بېنوا، میرویس نیکه ص ۳۶
البته کروزینسکي په دې عقیده دی چي ګرګین له لومړۍ ورځي میرویس ته د شک او تردید په سترګه کتل او وروستیو پیښو وښودله چي د کروزینسکی عقیده پر ځای وه. *
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
* کروزینسکی لیکي چي ګرګین خان لیدله چي میرویس د اصفهان د حکومت د اوامرو اطاعت کوي او د هغه مال او دولت او نفوذ ته یې د کیني او حسد په سترګه کتل. له ګرګین سره دا طمع پیدا سوه چي په کوم چل به د میرویس څخه مال او دولت غصب کړي او د هغه نفوذ به کم کړي او حتی د هغه سپکاوی به وکړي. ځکه یې نو میرویس خپل حضور ته ور وباله او ډیري غوړي خبري یې ورته وکړې. ښه یې ونازاوه او د ځان له طرفه یې هغه ته اطمینان ورکړ. بیا یې نو میرویس ته وویل چي ته یو هوښیار او په کارونو پوه سړی یې نو زما نیت دی چي تا د ځینو مهمو چارو لپاره اصفهان ته ولېږم. میرویس ته یې راز راز وعدې ورکړې او د هغه په زړه کي یې ډیري هیلي پیدا کړې. کروزینسکی ص ۱۸
کله چي سړی اصفهان ته د میرویس له رسېدلو څخه وروسته پیښو ته ګوری نو یقین پیدا کوي چي د کروزینسکی عقیده پر ځای وه او ګرګین له لومړۍ ورځي میرویس خان ته ښه نیت نه درلود.
ګرګین په کندهار کي، د میرویس خان سره د سلوک غوره کولو په برخه کي، دوې لاري درلودلې. یا یې باید د میرویس په مرسته پښتانه اېل کړي او د ایران په مقابل کي یې د مقاومت زڼی له منځه وړی وای او یا یې باید تر هرڅه مخکي پخپله د میرویس خان چاره کړې او له منځه ایستلی وای او بیا یې نو خپل پلانونه عملي کړي وای. دا چي هغه دوهمه لاره غوره کړه او میرویس خان ته یې وویل چي ته یو هوښیار سړی یې او تا باید د ځینو مهمو کارونو لپاره اصفهان ته ولېږم ( تاریخ سیاح ص ۱۸) د دې معنا دا ده چي لومړنۍ لاری یعني د پښتنو په مقابل کي د میرویس ملګري کولو پلان کار نه دی ورکړی. میرویس د ګرګین په خوله اصفهان ته روان سو اوګرګین په هغه پسي مکتوب واستاوه او د اصفهان دربار ته یې ولیکل چي میرویس یو سرکښ سړی دی اوکه اصفهان خپل خیر غواړي نوهغه دي هلته یا مړ او یا دي یې په هغه وطن کي د تل لپاره بندي کړي.*
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
* مرحوم عبدالرووف بېنوا د میرویس نیکه په نوم کتاب ۳۶ مخ کي د تاریخ سلطاني د کتاب د ۷۱ مخ په حواله لیکي چي د کندهار بیګلربېګي ګرګین، میرویس خان د دې لپاره اصفهان ته واستاوه چي هلته یې په دربار کي قدر او قېمت زیات سي او هغه چي له اصفهان څخه راستون سو نو د ګرګین په مصلحت د فارس د حکومت له خوا د پښتنو د مشر په توګه مقرر سو. بېنوا لیکي چي میرویس له ګرګین سره ډېر ښه روابط درلودل او هغه به د لیري پرتو ځایونو د مالیاتو ټولولو وظیفه میرویس ته سپارله. مرحوم بېنوا وروسته په ۳۷ مخ کي د ملیسن د افغانستان تاریخ په حواله لیکي چي میرویس یوه ډله پښتانه مشران د ګرګین د ظلمونو د لاسه د شکایت کولو په منظور اصفهان ته واستول؛ مګر په اصفهان کي چا د هغوی پر شکایتونو غوږ ونه نیوی او درباریانو هغوی صفوي شاه حسین ته د یاغیانو په حیث معرفي کړل. نو شاه حسین هم ورباندي په قار سو او دوی یې ناهیلي کندهار ته واستول. ملیسن ص ۲۱۳
البته ملیسن هم د خپلي دې ادعا لپاره کوم تاریخي استناد نه دی ذکر کړی او په نورو تاریخي کتابونو کي هم د دغه راز او پیښی یاونه نه ده سوې. مرحوم بېنوا وروسته لیکي چي کله ګرګین له دې عریضې څخه خبر سو میرویس خان یې له پاچا سره په دښمنۍ کولو تورن کړ او له خپلو ملګرو سره یې نظر بند اصفهان ته واستاوه. په دې حساب نو ګواکي میرویس خان دوه ځله اصفهان ته تللی او یو ځل یې پښتانه مشران، د شکایت کولو لپاره، اصفهان ته لېږلي دي. په داسي حال کي چي تقریباً ټول تاریخي متون موږ ته وایی چي هغه یوازي یو ځل یا پخپله او یا د ګرګین په حکم اصفهان ته تللی او له هغه ځایه کندهار ته ستون سوی دی او وروسته د کندهار او شاوخوا سیمو د آزادۍ په فکر کي سوی دی.
مرحوم پوهاند عبدالحی حبیبي په خپل کتاب تاریخ مختصر افغانستان ۲۴۳ مخ کي لیکي چي میرویس خان څلور ځله اصفهان ته ولاړ او صفوي دربار ته یې د ګرګین خان د ظلمونو له لاسه شکایت وکړ او یو ځل شاه حسین پخپله ورته وویل چي زه پخپله د ګرګین څخه په وېره کی یم او پر هغه باندي زما فرمان نه چلیږي. البته نه تاریخي متونو اصفهان ته د میرویس څلور ځله تلل ثبت کړي دي او نه میرویس د ګرګین له لاسه د څلور ځله شکایت کولو امکان درلودلای سوای. او دا هم چنداني ممکنه نه ده چي د ایران شاه دي، یوه پردي استازي ته، په دونه څرګنده توګه د خپل یوه بیګلر بیګي په مقابل کي خپل عجز او کمزوري وښيي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
میرویس خان په اصفهان کي ډېر ژر پوه سو چي هغه تر نظارت لاندي دی او ښايی وضع یې تر دې هم خرابه سی. هغه د خپل ځان د ژغورلو په فکر کي سو؛ خو له نېکه مرغه چي د اصفهان د دربار کمزوریو، بې اتفاقیو او رشوت خوریو ته ډېر ژر متوجه سو. سمدستي یې په عالي رتبه مقاماتو کي د شالونو او ګران بها سوغاتونو او پیسو په وېشلو پیل وکړ. لومړی یې د اعتمادالدولة زړه په تحفو او رشوتونو رانیوی او وروسته د اصفهان د دېوان بیګي خسروخان، د ګرګین وراره کورته ورغی . هغه ته یې هم ښې ګرابنها تحفې ورکړې او په ډېر لږ وخت کي یې د دربار په هره ډله کي نفوذ وکړ. د خسروخان په کور کي یې د ګرګین دونه صفت وکړ چي هغه ورته هګ پک سو او خپل اکا ته یې ولیکل چي دونه ښه دوست یې څرنګه وړیا له لاسه ورکړی دی. خو میرویس د اعتمادالدولة په کور کي، چي د ګرګین او د هغعه د وراره مخالف وو، د ګرګین په باره کي داسي خبري وکړې چي د ایران دربار یې له هغه څخه ووېراوه او د هغه نیتونو ته یې بدبین کړ. تاریخ سیاح ص ص ۱۸-۱۹
میرویس خان اعتمادالدولة دومره د ځان طرفدار کړ چي هغه یې شاه حسین صفوي ته شفاعت وکړ او ورته وې ویل چي ګرګین له میرویس سره صرف د شخصي دښمنۍ او اغراضو له امله هغه اصفهان ته لېږلی دی. شاه حسین هم میرویس عفو کړ او میرویس له دغه فرصت څخه ګټه واخیسته او لږ وخت وروسته د حج د فریضې د ادا کولو لپاره مکې معظمې ته روان سو.
کله چي میرویس مکې معظمې ته ورسېدی هلته یې سمدستي له سني علماوو سره وکتل. هغوی ته یې وویل چي دی د یوه داسي هیواد څخه راغلی دی چي تقریباً ټول اوسېدونکي یې سني مذهبه مسلمانان دي او څه وخت کیږي چي پر دوی باندي د عجم پاچاهان مسلط سوي دي. هغوی پر موږ باندي بېحده زیات ظلمونه کوي او اوس یې یو ظالم او بې ایمانه حاکم د یوه لښکر سره د دوی د ارادې په خلاف هلته ګمارلی دی. حاکم او د هغه پوځ د شرعي خلاف کارونه کوي او زموږ پر ناموس باندي تېری کوي. زموږ ماشومان را څخه تښتوي، ګرجستان ته یې وړي او هلته یې د غلامانو په څېر خرڅوي او زموږ ښځي په زور په نکاح کوي.
میرویس خان له سني علماوو څخه استفتاء وکړه چي آیا شرع موږ ته اجازه راکوي چي توري ته لاس واچوو او له هغوی سره جګړه وکړو؟ او که جګړه ورسره وکړو زموږ جنګ ته جهاد ویل کېدلای سي؟ اوکه په دغه لاره کی ووژل سو نو موږ به شهیدان یو او کنه؟ . . . تاریخ سیاح ص ۲۰
د مکې معظمې علماوو او مجتهدینو میرویس ته فتوا ورکړه چي د هغه اولس له خپل مذهب څخه د دفاع حق لري او د ضرورت په وخت کي وسلې ته لاس اچولای سي. میرویس خان په اصفهان کي رشوت خورو مقاماتو ته تحفې او سوغاتونه ورکړل او دربار ته د نیژدې کسانو زړونه یې دونه رانیول چي په لږ وخت کي د ملکي چارو د مصلحت په شورا کي شامل سو. تاریخ سیاح ص ۲۱
اعتمادالدولة هغه ته خط ورکړ او ورته وې ویل چي که چیري ګرګین خان له تا سره بد وکړي نو ته شاهي دربار ته عرض کولای سې او له هغه څخه به تحقیقات کیږي اود دې ترڅنګ د ګرګین وراره خسروخان هم خپل اکا ته ولیکل چي پاچا د میرویس خان خواته توجه کړې ده . د هغه قدر یې کړی دی. نو ته هم د هغه قدر وکه ځکه چي پاچا پخپله میرویس کندهار ته لېږلی دی. هغه کتاب ص ۲۴
میرویس خان په اصفهان کي د اوسېدني په وخت کي د خپلو حرکاتو او خبرو په وخت کي د د ونه فوق العاده احتیاط څخه کار واخیست چي په دربار کي یې د هرچا له زړه څخه دا شک لیري کړ چي هغه به ګوندي په زړه کي څه بد خیالونه او نیتونه لري. هغه په اصفهان کي ډېر زیات پاته سو او وطن ته یې د ستنېدلو په برخه کي هیڅ ډول احساسات نه ښودل او حتی کله کله چي به یې د اصفهان د ودانیو او ښې آب و هوا ستاینه کوله نو تل به یې ویل چي غواړي خپله کورنۍ اصفهان ته ورسره راولي. History of the Late Revolutions of Persia Vol 1 PP 172-173
په اصفهان کي د میرویس د هستوګني په وخت کي یوه په زړه پوري پېښه وسوه چي هم یې میرویس خان ته د عالي رتبه مقاماتو حتی له شاه حسین سره د خبرو کولو زمینه برابره کړه او هم یې میروسس خان ته وښودله چي د ایران دربار ترکومي اندازې په خُرافاتو کي ډوب او ضمناً وېري څومره غلبه ورباندي کړې ده.
په دغو وختونو کي د روسیې دربار د اېران دربار ته د اسراییل اورې Israel Orii په نوم یو ارمني اصله، چي د اېران په شمال کي زېږېدلی وو، د سفیر په توګه مقرر کړ. دا سړی د کافي پلورلو تاجر وو. فرانسې، ایټالیې او جرمني ته د کافي د خرڅولو لپاره تللی وو او سفرونه یې کړي وه. په اروپا کي یې بېلو بېلو دربارونو ته لاره پیدا کړې وه او بالآخره یې د ماسکو په دربار کي دونه حیثیت او اعتبار پیدا کړی وو چي قسطنطنیې ته یې د مذاکراتو لپاره واستاوه. هغه دغه ماموریت په ښه توګه سرته ورساوه او په بدل کی یې د روسیې له امپراطور څخه وغوښتل چي که یې چیري په اېران کي سفیر کړي. د روسیې امپراطور د هغه غوښتنه ومنله او څرنګه چي د ایران دربار له سفیرانو څخه محصول نه اخیست نو ده هم، په لږوخت کي د شته من کېدلو په منظور، ډېر زیات مالونه ورسره واخیستل. سفیر په لاره کي د روم او ویانا څخه هم مکتوبونه ورسره واخیستل او ډېر زیات ارمنیان او روسان یې ورسره ملګري کړل او د ایران پر لور یې حرکت وکړ. څرنګه چي له یوې خوا له ده سره ډېر زیات کسان ملګري ول او له بلي خوا یې په خپل یوه تم ځای شماخي کي ویلي وه چي دی د ارمني پاچاهانو له نسله دی او اوس هم ګواکي د ارمنستان د پاچهی دعوه لري. د ایران دربار دونه خُرافي وو چي له هر شي څخه یې ځانته په لوی لاس بلا جوړوله نو د دغه سفیر د نیت په باره کي یې له مشاورینو سره خبري پیل کړې. د فرانسې سفیر، چي د صفوي دربار په دې اندېښنو خبر وو او دا یې د خپل هیواد په ګټه بلله چي د ایران اړیکي له یوه بل اروپايی هیواد سره خرابي یا لږترلږه کم سي. هغه د ایران درباریانو ته وویل چي که تاسي د دغه سفیر نوم ته متوجه سی او هغه ته لږڅه تغییر ورکړی نو له هغه څخه Il Sera Roi جوړیږي یعني « زه باید پاچا سم »
دا وخت میرویس په اصفهان کي وو او د هغه په سر کي دونه ماغزه وه چي د ایران د دربار ټولو وزیرانو په ګډه نه درلوده. هغه خپل عقل دې ته متوجه کړ چی د ایران په څېر یوه لویه پاچهي د څومره ساده او خُرافي شیانو څخه وېریږي. Ibid pp 172-178
میرویس له دې فرصت څخه ښه ګټه واخیستله. هغه په دربار کي د ګرګین خان له رقیب اعتمادالدولة سره ارتباط ټینګ کړ او هغه ته یې وویل چي له ارمني اصله سفیر سره د ګرګین خان وراره ملګری دی. د روس امپراطور غواړي چي د دغه سفیر له لاري د ایران په ارمنیانو کي نفووذ وکړي. هغوی ولمسوي څو د ایران څخه د آزادۍ اخیستلو بیرغ پورته کړي. ګرګین خان د خپلو ګرجي لښکرو سره په کندهار کي تیارناست دی. هغه به له وضع څخه استفاده وکړي او که په خپل سر او یوازي د خپلو ګرجي عسکرو په وسیله لوی ښورښ جوړ نه کړای سي نو ښايي د هند له امپراطور سره لاس یو کړي او کندهار ورتسلیم کړي. په هغه صورت کي به ایران له ډیرو زیاتو داخلي او خارجي دښمنانو سره مخامخ وي او دمشکل چاره به ډېره ورته ګرانه وي.
د میرویس دې خبرو او مشورو دونه تأثیر وکړ چي ځیني مقامات یې په ریشتیا وارخطا کړل او ځینو له ګرګین سره د خپلو ذاتي دښمینو له امله د صفوي پاچا غوږونو ته دغه خبري ورسولې او اعتمادالدولة هم د ایران پاچا په دې قانع کړ چي د ګرګین د دسیسو د شنډولو لپاره باید چي میرویس کندهار ته واستول سي. پاچا د ټول دربار په مخ کي هغه ته خلعت او فاخره جامې ورکړې او هغه ته یې تر پخوا د ډېر زیات واک او صلاحیتونو سره کندهار ته واستاوه *. Ibid pp 176-183
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
* مرحوم بېنوا، په خپل کتاب هوتکي ها کي، د جنګ افغان و پارس د کتاب په حواله، لیکي چي کله میرویس له اصفهان څخه د کرمان او سیستان له لاري د کندهار پر لور حرکت وکړ نو په لاره کي په هر کاروانسرای او نظامي قلا کي په عسکري تشریفاتو او عسکري میوزیک د هغه هرکلی کېدی. هوتکي ها مخ ۳۹
او همدغه عبارت د میرویس نیکه په نوم کتاب کي مخ ۵۷ کي هم راوړي. البته نه د جنګ افغان و پارس د کتاب دا خبري په کوم معتبر تاریخي اثر کي راغلي دي او نه چنداني د وخت له واقعیتونو سره سر خوري. مرحوم بېنوا له دې سره سم د قاضي عطاءالله خان د پښتنو تاریخ لومړي ټوک پر ۵۲ مخ حواله ورکوي او وايي چي کله میرویس خان د افغانستان خاوري ته داخل سو نو په هر تم ځای کي یې د قبایلو د مشرانو سره کتل او د خپلو آینده پلانونو او اقداماتو په باره کي یې جرګې ورسره کولې. په داسي حال کي چي میرویس د کرمان او سیستان له لاري کندهار ته ولاړ؛ او دا سیمي ټولي د ایران د حکومت او په تېره بیا د میرویس خان د لوی رقیب ګرګین ترلاس لاندی وې او د میرویس لپاره دا فرصت نه وو چي د قبایلو له مشرانو سره دي د ګرګین پر ضد جرګې مرکې وکړي. او له بلي خوا میرویس د ګرګین د وژلو تر شپې پوري د هغه په مقابل کي نه هیڅ ښکاره اقدام کاوه او نه یې دا توان په ځان کي لیدی. ځکه یې نو هغه په چل او د مېلمستیا یا د بلوڅو د ښورښ په پلمه له ښار څخه وایست او ویې واژه. او پرته له دې چي د میرویس خپلو ملګرو ته تلفات وزسیږي ځان یې د تل لپاره له یوه لوی دښمن څخه بېغمه کي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
تاریخي متون موږ ته، په دقیق ډول، نه وايی چي میرویس کله اصفهان ته واستول سو. په اصفهان کي څونه موده پاته سو او له اصفهان څخه د راستنېدلو څخه څونه وخت وروسته د ایران د صفوي رژیم او په تېره بیا په کندهار کي د هغه د ظالم حکمران ګرګین څخه د قوم او وطن د ژغورلو او آزادولو پلان طرح او عملي کړ. دونه پوهېدلای سو چي میرویس خان باید د خپل دې عالي مقصد د پوره کولو لپاره ډېر پټ او په ډېره هوښیاري عمل کړی وي چي د یوې لویی سیمي د بېګلربیګي او د یوه لوی پوځ د جنرال د وژلو نقشه یې په داسي توګه عملي کړې وي چي تر پایه پوري یې خپلو دښمنانو ته نه د ځان په مقابل کي د اقدام کولو پلمه په لاس ورکړې او نه یې ګرګین ځان ته بدبین کړی وي.
په دې کي شک نسته چي ګرګین به کندهار ته د میرویس د ستنېدلو او په اصفهان کي د هغه د قوي رقیب اعتمادالدولة د ملګري کېدلو له امله سخت په غوسه وو؛ مګر څرنګه چي په پایتخت کي یې نفوذ له لاسه ورکړی وو نو د خپل قوي حریف د له منځه وړلو لپاره یې په ښکاره هیڅ ډول اقدام نه سوای کولای. لاکهارټ انقراض سلسله صفویه ص ۱۰۱
دا چي په کندهار کي اوسېدونکو پښتنو، د میرویس په تحریک، پر ګرګین باندي حملې کولو او د هغه د عسکرو قتلولو ته حاضر سول او پر خپله خاوره او ملکونو باندي یې د صفوي دربار احتمالي حملې ومنلې او خپلي سینې یې د بلا مخی ته سپر کړې؛ د دې معنا دا ده چي ګرګین باید خلک دونه زورولي وي چي تر پزی یې رسولي ول او هغوی ته یې د نجات بله لاره نه وه پرې ایښې.
که چیري د صفوي شاهانو اوحکمرانانو اداري فساد ته وګورو نو موږ ویلای سو چي ګرګین او د هغه ګرجي عسکرو او قواوو به د واکدارۍ په قلمرو کي د خلکو د سر، مال اوناموس هیڅ پروا نه وي ساتلې. خو دا چي ځیني مورخین، قاضی عطاءالله ( د پښتنو تاریخ ص ۶۶ ) ملیسن، د افغانستان تاریخ ص ۲۲۳ په دې عقیده دي چي ګرګین د میرویس څخه وغوښتل چي خپله لور هغه ته واده کړي او یا یې د هغه حرم ته واستوي او مرحوم بېنوا، میرویس نیکه ص ۵۸، فرهنګ، افغانستان در پنج قرن اخیر جلد اول ص ۶۹، او سیدجمال الدین افغاني تتمت البیان ص ۷۷ ادعا کوي چي ګرګین د خپل زوی دپاره د میرویس څخه د هغه د لور غوښتنه وکړه او میرویس خان دا خبره خپل عزت او ناموس ته ښکاره سپکاوی وباله او پښتنو مشرانو هغه ته مشوره ورکړه چي خپله یوه ښکلې وینځه د ګرګین حرم ته واستوي او هغه وغولوي او د مناسب فرصت انتظار وباسي او میرویس هم خپله وینځه د ګر ګین حرم ته واستوله او ګرګین تر مرګه د پښتنو او میرویس په دې چل پوه نه سو؛ په دې برخه کي د ټولو لیکوالانو د معلوماتو او اطلاعاتو منبع یوه ده او هغه د انګرېزي تاجر او سیاح او وروسته تاریخ لیکونکي جوناس هانوې سفر نامه ده چي پخپله د خپل متن د لیکلو او دغه راز ادعاګانو لپاره هیڅ ډول مأخذ نه لري او له ځانه یې متن لیکلی او نورو هم ورسره منلی دی. خو زما په عقیده د کندهار د هغه وخت د حوادثو په باره کي باید د جوناس هانوې او نورو دغه ډول مورخینو او سیاحانو اطلاعات او لیکني په غور او بشپړ احتیاط سره وکتل سي.
مورخینو ځکه د هانوې ټولي خبري په پټو سترګو منلي دي چي د کندهار د پیښو او د میرویس د پاڅون په باره کي بل مفصل کتاب موجود نه وو او هغه پخپله دونه په جرأت لیکنه کړې ده لکه په ټولو پیښو کي چي پخپله حاضر وي. په داسی حال کي چي جوناس هانوې، په کندهار کي، د میرویس خان له پاڅون څخه تقریباً ۴ کاله وروسته زېږېدلی دی. افغانستان یې په سترګو نه دی لیدلی او ایران ته هم یو ځل د خپل تجارت لپاره تللی او چي غلو یې مالونه ورڅخه لوټ کړي دي نو نادرافشار ته یې عریضه کړې او هغه یې له لیري لیدلی دی او بیا په خپل ټول ژوند کي ایران ته هم نه دی تللی. په دې صورت کي باید هانوې د خپلو معلوماتو منبع ښودلې وای او چي ده منبع نه ده ښودلې نو نورو مورخینو او لیکوالانو باید د ده په کتاب او اطلاعاتو د استناد کولو په وخت کي دا فکر کړی وای چي هانوې دا خبری د چا په حواله کوي.
په دې برخه کي یوازي د هانوې تاریخ ابهامات ایجاد کړي نه دي بلکه د میرویس نیکه پاڅون ته، د وخت په اعتبار، ډېر نیژدې منابع هم د کندهار د پاڅون د علت یا علتونو په باب خپل بېل داستانونه لیکلي دي. عالم آرای نادري، چي د نادرافشار په زمانه کي لیکل سوی دی، او حتا لیکوال یې د نادر د جنګونو ځیني صحنې په سترګو لیدلي دي، لیکلي دي چي ګرګین اورېدلي وه چي د میرویس ورور یوه ښکلې لور لري او هغه باید د ده حرم ته ولاړه سي او له میرویس څخه یې دهغي نجلۍ غوښتنه وکړه. میرویس، چي د افغانانو یو منلی مشر وو ګرګین ته د خپلي ورېرې د سپارلو غوښتنه ونه منله او، شاه حسین ته د خپل شکایت د وړاندي کولو لپاره، اصفهان ته روان سو. او کله چي اصفهان داخل سو نو د دربار هر یوه عالي رتبه مقام ته یې سوغاتوونه او تحفې ورکړې او په دې توګه یې خپل عرض تر درباره پوري ورساوه. خو د ګرګین د دربار مقاماتو هغه ته ویلي وه چي خیر دی هیڅ فرق نه لري خپله ورېره دي ګرګین ته ورکړه. محمدکاظم مروي. عالم آرای نادري ص ص ۱۸-۱۹
د عالم آرای نادري لیکوال په دې عقیده دی چي مخکي له هغه چي میرویس اصفهان ته ولاړ سي او د پاچا دربار ته د ګرګین د ظلمونو او نارواوو له لاسه شکایت وکړي، هغه له میرویس څخه د ورېری( نه د لور) غوښتنه کړې وه. په داسی حال کي چي اکثر تاریخي منابع د هانوې په تعقیب وايي چي ګرګین له میرویس څخه د هغه د ښکلي لور غوښتنه وروسته له هغه وکړه چي میرویس له اصفهان څخه کندهار ته راستون سو او ګرګین ته یې د اعتمادالدوله فرمان ښکاره کړ او د ګرګین دښمني ورسره دوه چنده سوه.
د کندهار د پاڅون د علتونو او پخپله د میرویس خان د پاڅون په باره کي نه یوازي زموږ داخلي مورخینو بلکه د ډاکټر لاکهارت او ډاکټر ویلیم فلور په څېر غښتلو مورخینو د جوناس هانوې په بې اساسو ادعا ګانو او اطلاعاتو استناد کړی دی چي که موږ ټولو ته جلا جلا اشاره کوو د موضوع څخه لیري کیږو او مجبور یوچي د هانوې په څېر یو بل لوی کتاب ولیکو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.