لنډۍ، د ثبتولو ستونزه-۳۳۱مه برخه

آصف بهاند

199

ياري دې ونه‌کړه جانانه

هسې دې زۀ کلی کې ټيټې سترگې کړمه

 

ما ته مې خپل زړگی معلوم دی

که نن یې صبر کړم سبا دې یادوینه

 

ما ښاماران ترغاړې تاووکړل

څه‌چورمښکۍ. څه‌یې چیچل، څه‌یې غاښوونه

 

د لنډیو په دې برخه کې تاسو درنو لوستونکو ته دا لنډۍ وړاندې کېږي:

رنگ دې په نه‌خبره زېـړشو

هله به څه کړې چې زه ټوله د بل شمه

 

تانه په يو کلي کي هير شوم

خلک په تورو غرو پناه ياران ساتينه

 

ياري دې ونه‌کړه جانانه

هسې دې زۀ کلی کې ټيټې سترگې کړمه

 

د زڔگی زور می پاتی نه‌دی

یاره کیسه دې لنډوه، سټڔې دې کڕمه

 

پۀ دروازو کې دې ولاړ یم

د دیدن برخه دې راوړه چې بېرته ځمه

 

ما ته مې خپل زړگی معلوم دی

که نن یې صبر کړم سبا دې یادوینه

 

په ما به کړی مېـړه پرېـږدې

بیا به دې دا وعدې بدلې وي مئينه

 

له بېلتانه سره مې جنگ دی

زما د ژوند غنم یې شنه رېبلي دینه

 

په نیمه شپه هسی را یاد شوی

خلک ویده دي، زه سلگو نیولی یمه

 

په توره شپه له کوره ورکه

کور ته راځه ابۍ دې ما بدنامه‌وينه

 

زما له بنې کرکه کېـږي

که لالی خوښ وي، بیا دې راوړي دسمالونه

 

د مازدیگر ژیـړیه لمره

یا مې درواخله، یا راټول‌کړه تناوونه

 

ما ښاماران ترغاړې تاووکړل

څه‌چورمښکۍ. څه‌یې چیچل، څه‌یې غاښوونه

 

د بې‌وسۍ اوښکې دې جارشم

که واک مې خپل وای، غم مې کله درکاونه

 

په جینکو تعلیم په کار دی

چې د زلمو سره اوږه په اوږه ځينه

 

د جانان دوه ځايه ناستی وي

يا د سیند غاړه يا د جگوغرو سرونه

 

سړې سړې تبې مې کېـږي

د یار د غېـږې پۀ خَولو لوند شوی یمه

 

زړگیه ښه ده چې برباد شوې

څنگه دې نه‌منل زما زارۍ سوالونه

 

د توهمتونو زمانه ده

لالي ته وایه خوله دې پټه گرځوینه

 

کـه چېرې زمـا پـه دوعـا کیـږي

بنـدې بېـړۍ دې خـدای روانـې کـړي چې ځیـنه

نوربیا

د اعدام رسۍ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.