!!!د افغانستان جیوپولیټیک موقعیت او د لوېدیځ دوه‌مخې

لیکوال :- نیک محمد نیکمل ــ کابل

188

افغانستان، د آسیا زړه، له تاریخي پلوه داسې ستراتېژیک جیوپولیټیک موقعیت لري چې تل د نړۍ د زبرځواکونو پام یې ځان ته رااړولی. دا موقعیت د سیمې د اتصال، اقتصاد، او جیوپوليټیک نفوذ له مخې د بې‌ساري ارزښت درلودونکی دی. خو همدا ارزښتناک موقعیت، له بده مرغه، د پردیو یرغلونو، لاسوهنو، او دسیسو سبب شوی.

د لوېديځ دښمنانه چلند – د تېرو شلو کلونو وحشتونه

لوېديځ، په تېره امریکا او د هغې متحدین، د ۲۰۰۱ کال په نوموړې یرغل سره افغانستان ته راغلل، خو د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې تر سرلیک لاندې یې داسې وحشتونه ترسره کړل چې د تاریخ توره پاڼه ګڼل کېږي. د بې‌ګناه ماشومانو، ښځو، سپین‌ږیرو، علماؤ او ولس دهر قشر وژنه، د کندوز د حافظانو مدرسې بمبار، پر ودونو، فاتحو، او دیني غونډو چاپې، او بې‌مفهومه بمبارۍ، ټول هغه جنګي جنایتونه دي چې بشري وجدان یې غندنه کوي.

د لوېديځ استخباراتي سیاست دا و چې افغانستان د تجربې یوه لابراتوار وګرځوي. د بن پروسه، چې د یوه مشروع داخلي حل پر ځای د بهرني فشار پایله وه، د ملت د هیلې له خاورو سره خاورې کړې.هغه مهال ماهم دامارت استازېتوب کاوه په فدرالې المان کي.

اسلامي امت ته دوکه – له ځان سره راوستل شوي تش په نوم “مسلمانان”

لوېدیځ نه یوازې خپله وحشيانه جګړه پر افغان خاوره وتپله، بلکې ځینې هغه کسان یې هم له ځان سره راوستل چې ځانونه یې مسلمانان او افغانان بلل، خو د خپلو مسلمانانو پر ضد یې د پردیو د اشغال ملاتړ وکړ. دا خلک د ملت له زړونو ووتل او د تاریخي بدنامۍ تور داغ پرې پاتې شو.
نن افغانستان له اوږدې جګړې وروسته، ثبات ته رسېدلی. د امارت اسلامي اوسنی دریځ د سولې، متقابل احترام، او د متوازنې بهرنۍ پالیسۍ پر بنسټ ولاړ دی. که څه هم لوېديځ تر اوسه هم له خپلو زړو دښمنیو نه دی تېر شوی، خو د امارت له لوري د اړیکو دروازې خلاصې دي. د افغانستان مشرتابه تل د نړیوالو مثبتو اړیکو غوښتنه کړې، خو په داسې ډول چې د هیواد ملي حاکمیت، ارزښتونه، او اسلامي اصول پکې خوندي پاتې شي.

البته وخت د بدلون دی
نن جګړه نه ده، د بیا رغونې او پرمختګ فصل دی. لوېدیځ باید له خپلو تېرو تېروتنو زده کړه وکړي، له تعصب، استکبار، او دوه‌مخۍ تېر شي. افغانستان نور د پردیو د نفوذ میدان نه دی. که نړۍ غواړي له افغانانو سره د صداقت پر بنسټ اړیکې ولري، نو د شفاف، محترمانه، او متقابل تعامل وخت دی.
درنښت……. یارب 🤲🏻

!!!د افغانستان د اوسپنې زېرمې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.