!!!د افغانستان د اوسپنې زېرمې

لېکنه : مولوي نېک محمد نېک مل

208
افغانستان، چې د طبیعي زېرمو یوه شتمنه خزانه ګڼل کېږي، نه یوازې لیتیم، یورانیم، طلا، او مس لري، بلکې د اوسپنې (Iron) په برخه کې هم یو له بډایو هېوادونو څخه شمېرل کېږي. دا فلز، چې د معاصرو تمدنونو د بنسټ جوړوونکي توکو له جملې څخه دی، په افغانستان کې د پراخو زیرمو په بڼه شتون لري.
د اوسپنې اهمیت
اوسپنه د فولادو د تولید اساسي توکی دی، چې له هغې پرته هېڅ ستر صنعتي یا ساختماني پرمختګ امکان نه لري. له پلونو، ودانیو او رېل پټلۍ نیولې تر وسلو، وسایطو، ماشینونو او حتا د ورځني ژوند وسایلو پورې، اوسپنه بنسټیز رول لري.
د افغانستان د اوسپنې مهمې زېرمې:
1.حاجیګک (بامیان ولایت)
د افغانستان تر ټولو مشهوره، لویه او مهمه د اوسپنې کان د حاجیګک په نوم پېژندل کېږي. دا کان د نړۍ له سترو نه ګڼل کېږي.
         اټکل شوې زېرمه: نزدې 1.8 ملیارده ټنه
         د اوسپنې خالص مقدار: شاوخوا 64 – 68٪ خالص اوسپنه لري، چې دا په نړیوال معیار کې خورا لوړ کیفیت ګڼل کېږي.
         د اقتصادي ارزښت له مخې، د دې کان ارزښت په میلیارډونو ډالرو اټکل شوی.
2.غور، بدخشان، کندز، تخار، فاریاب، سمنګان، او نور ولایتونه هم د اوسپنې کوچنۍ زېرمې لري، خو تر حاجیګک پورې نه رسېږي.
اقتصادي ارزښت
د نړیوال بازار پر بنسټ، د خام اوسپنې بیه د یو ټن په بدل کې شاوخوا 110 – 130 امریکایي ډالرو پورې تللی او راکمېږي (د بازار بدلونونو سره). نو که چیرې یوازې د حاجیګک کان 1.8 ملیارده ټنه وپلورل شي، ارزښت یې په سلګونه میلیارده ډالرو ته رسېږي.
فرصتونه:
   د افغانستان د اوسپنې صنعت کولی شي لسګونه زره خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.
     د فولادو کورني صنعت ته وده ورکولی شي.
     د صادراتو له لارې ارزښتناکه عایدات ترلاسه کېدلی شي.
    افغانستان که د اوسپنې زیرمې په سمه توګه مدیریت کړي، کولی شي د اقتصاد مټ پرې قوي کړي. حاجیګک نه یوازې د افغانستان لپاره یو ستر فرصت دی، بلکې دا سیمه‌ییزې او نړیوالې کمپنۍ هم هڅوي چې پانګونه وکړي. خو د دې لپاره  شفافه اداره، او یو ملي اراده اړینه ده.
درنښت …. یارب 🤲🏻

افغانستان: د آسیا څلورلاری او د سیمې د نښلون مرکز

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.